د عبدالله ساعت درېدلی

0 478

د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د وزيرانو شورا په غونډه کې وويل چې خلک دې وخت ورکړي چې دوی اصلاحات راولي او روانې ناامنۍ قابو کړي.
ده وويل، منم چې خلک له حکومت څخه زړه توري شوي، باور یې ورباندې کم شوی دی، خو که وخت ورکړل شي، حالت به بېرته سم کړي.

څومره وخت؟
تر څومره مرګونو وروسته به دا وخت پوره کېږي؟
په هغو غونډو کې چې ولسمشر او اجراييه رييس واک ته تر رسېدو وروسته په لومړيو ورځو کې کولې، هلته هم همدا بلاوهلی وخت غوښتل کېده چې اصلاحات راروان دي، وخت دې ورکړل شي، وطن به ګل و ګلزار شي، نن چې د دوی واک درېيم کال ته رسېږي، هم همدا وخت دی چې غوښتل کېږي، خو اصلاحات د مرغۍ پۍ دي چې نه چا په خوب ليدلي، نه په ويښه.
بده خبره لا دا ده چې د پخوا په پرتله حالات څو چنده خراب شوي دي او لا هم روان دي، ورځ تر بلې خرابېږي.
غم دا دی چې حکومت ته څومره وخت ورکول کېږي، هغومره حالات ترينګلي کېږي.

کندوز د همدې کسانو د واک په دوره کې دوه ځله سقوط وکړ، د همدې کسانو د واک په دوره کې هلمند څو واره د سقوط تر کرښې ورسېده، د کابل تر ټانکر بم وروسته چې لاريونونه وشول او خلک پر ارګ ورختل، طالبان د وردګو او لوګر له لارو د کابل دروازو ته رارسېدلي وو، څو ورځې وړاندې لوګر ته څېرمه د کابل په ساحه کې د اردو کاروان ته طالبانو کمين نيولی و، دا وړمه ورځ د غور او فارياب دوه ولسوالۍ يو په بل پسې سقوط شوې او پرون د کابل ښار په درېيمه حوزه کې ځانمرګي بريد شپږ شپېته هېوادوال شهيدان او ټپيان کړل.

حکومت هر وخت د ناامنيو تر دغسې لړزوونکيو پېښو وروسته بيا سر پورته کړي او وخت وغواړي؟ خو هيچا دا پوښتنه و نه کړه چې اخير څومره وخت؟
تر اوسه خو چې څومره وخت ورکول شوی دی، حالات د سمېدو پر خوا نه، د خرابېدو خوا ته تللي دي.

ولې څوک دا پوښتنه نه کوي چې څومره لا نور هم ووژل شو بيا به اصلاحات راځي، ناامنۍ او په وسلو بار ترهګر د کابل تر دروازو او ولسواليو راورسېدل، تر کومه ځايه لا راورسېږي، بيا به اصلاحات راځي؟ دغه اصلاحات ولې په دې تېرو دريو کالو کې نه راغلل؟ څه ګارنټي شته چې د دې کسانو د واک په پاتې دوو کالو کې به هر څه سم شي؟

رښتيا خبره دا ده چې له ولسمشر او اجراييه رييس څخه ورخ اوبو وړی دی، دوی هغه سپاره ته ورته دي چې اس ورڅخه سر اخيستی و، پر هره خوا چې به اس وځغاستل، ده به ويل، دغې خوا ته مې هم کار دی.

هره ورځ وژل کېږو، هره ورځ د لوستو ځوانانو په جنازو ولاړ يوو، هره ورځ تنکي ماشومان خښوو، هره ورځ ولس دغو کسانو ته د ورکول شوې رايې قرباني ورکوي، نور نو د زغم کاسه بېخي په ډکېدو ده.

حکومت دې نور په دغو تشو پلمو نه خپل وخت ضايع کوي او نه دي د ولس د وينو تويېدو لړۍ پسې غځوي. يا دې يې مخه ونيسي، يا دې ګوښه شي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply