د قبایلو وزارت او د نفوذي سیاست تشه/ تواب غورځنګ

0 496

څو ورځې وړاندې، ولسمشر غني، د ننګرهار او کندهار ولایتونو مخکینی والي او د کندهار حوزې د یوې لویې کورنۍ مشر ګل اغا شېرزی، د سرحداتو او قبایلو وزارت د نوماند په توګه وګومارلو. ګومان کېږي، چې په پارلمان کې به هم د باور رایه وګټي. له دې سره په ټولنیزو رسنیو کې پر دې ګومارنې، عمدتاً پښتنو روشنفکرانو انتقادونه وکړل. د دوی استدلال دا و، چې په دې وزارت کې لیکوال او محقق غفور لېوال د معین او سرپرست په توګه کار کاوه او غوره وه، چې د هغه علمیت او پوهې ته په کتو، د وزارت د څوکۍ لپاره باور پرې شوی وای. دا چې، استاد لېوال د دې وزارت لپاره وړ سړی و، درست استدلال دی او دا چې، یاد وزارت  د خپلې وجودي فلسفې پر مسیر څومره روان دی، د بحث وړ مسله ده.

د سرحداتو او قبایلو وزارت د جوړېدو اساس،  د نفوذي سیاست له لارې، د ډیورنډ کرښې هاغې غاړې ته، د افغانستان د سترو منفعتونو ساتل او تامینول وو. که څه هم، تر ډیورنډ دې غاړې ته د قومي جوړښتونو او مناسباتو ساتل هم د یاد وزارت د دندو څخه وو، خو اصلي تمرکز یې د ډیورنډ هاغه غاړې ته و.

د افغانستان د دولت پالیسي دا وه، چې په پښتونخوا او بلوچستان کې، له هغو قومي، ملت پالو او قسماً چپ اړخو، جریانونو سره، د دې وزارت له لارې مناسبات تحکیم کړی، چې په یوه مهم ټکي کې یې د افغانستان د دولت سره ارزشي همغږي او همسویي لرله او هغه د پاکستان له راج څخه، د پښتونستان او بلوچېستان استقلالیت و. که څه هم، د خدایي خدمتګارانو له جریانه، تر ننه پورې، تر ډیورنډ هاخوا، چپ اړخو او ملت پالو ګوندوندونو او جریانونو هېڅکله، له افغانستان سره د خپلې جغرافیې د الحاق مسله نه ده مطرح کړې، ولې پر دې جغرافیه یي خطې د پاکستان د راج پایته رسول، هغه مشترک ارزښت و، چې دا جریانونه یې د افغانستان له مادي او معنوي حمایت نه برخمن کړي وو.

له ډیورنډ هاخوا سیمو کې، د افغانستان د دولت د نفوذي سیاست ګټه دا وه، چې د پښتنو په منځ کې، تر مذهبي ډېر، ملتپالو جریانونو د رشد او تقویت فرصت پیدا کړ او د لېبرال تفکر د غوړېدو لپاره ښه بستر رامنځته شو. پښتانه، چې د طبیعت او تاریخ د جبر له خاطره، په کلونو کلونو، په مذهبي او قومي کشالو کې ګیر وو، د یوه لنډ وخت لپاره، دا چانس په لاس ورغلو، چې د ملتپالې مبارزې له طریقه، خپل سرنوشت د تاریخ او طبیعت له جبر خلاص او د سیاسي مبارزې سنت نهادینه کړي.

دا هغه وخت و، چې په افغانستان کې، موجود حکومت هم پر داخلي ریفورمونو کار کاوه او هم یې د خپلې جغرافیه یي او تاریخي داعیې د ګټلو لپاره، د غربي او شرقي بلاکونو د ملاتړ د راخپلولو کوښښ کاوه. هغه وخت هم بدبختانه، له غرب سره تر موږ د پاکستان په اصلاح کمیونیکېشن بهتر و. سره د دې، چې زموږ د داعیې حقوقي او سیاسي بنیاد قوي و، خو د نیمه لویې وچې تر انقسام وروسته، د افغانستان په مخکینیو اړوندو سیمو کې، د پاکستان د نمادین رېفرېنډم نتایجو، پر نړېوال سټېج زموږ استدلال له ننګونو سره مخ کړی و.

که څه هم د مخکیني پاچا محمد ظاهر شاه او د هغه د کورنۍ د زیاتره تاثیر ګذاره څېرو تمایل، د شرقي بلاک په نسبت، غربي بلاک ته ډېر و، خو له غرب سره د پاکستان واضح او دوامدار کمیونیکېشن، د افغانستان لپاره د غربي ملاتړ د راخپلولو په حصه کې، د پاچا پر تلاشونو سیوری غوړولی و. هغه زمانه کې، تر ډیورنډ پورې سیمو کې د افغانستان د حکومت د نفوذي عناصرو تشکیلاتو منظمې، سیاسي او فرهنګي برنامې پر مخ وړلې. په افغانستان کې، د قبایلي سیمو د زده کوونکو لپاره، د خوشال خان او رحمن بابا لیسو، د لیلیو په شمول پراخ امکانات لرل.

د شاهي رژیم تر سقوط وروسته، د داود خان جمهوري دولت، د پښتونستان مسله، د افغانستان د نظام د پایښتي روایت په توګه، په لا ډېر قوت او جدیت مطرح کړه. په پښتونستان کې، د ملتپالنې ادبیات او هنر خلق شول او دې کار، له پاکستاني راجه د پښتونستان د خلاصون آرمان ته د یوه داسې هدف په توګه پرداز ورکړ، چې د هماغه زمانې د نسل د ژوند پر مهال ترلاسه کېدلای شي.

تر داود خان وروسته، کمونیستي حکومتونو کې، د پښتونستان د داعیې اساس بدل شو. د کمونیستي حکومتونو کوښښ دا و، چې د پښتونستان مسله، د پاکستان پر وړاندې، د فشار د داسې وسیلې په توګه وکاروي، چې په پایله کې یې هغه هېواد، له افغانستان څخه د تللو حکومت ضد مذهبي عناصرو او تشکیلاتو له کومک لاس پر سر شي. د مرتضی بوټو، شهنواز بوټو، اجمل خټک او نورو فراري سیاسونو ساتل، تر ډیورنډ هاخوا، د چریکي او عملیاتو برنامو د تطبیق لپاره وو. هغه، څه چې دوی هغه مهال د غچ عملیات بلل. یعنې د شوروي د بشپړ کومک سره سره، دې فراري ګروپ، د جنرال ضیاء د پوځي دولت د سقوط کوم ستر پلان نه شو تطبیقولای او که فرضاً تطبیق کړی یې هم وای، له افغانستان سره د خپلو مخکینیو سیمو د بیا الحاق فرضیه له دوی سره نه وه مطرح، بلکې د بوټو د خلکو ګوند به په پاکستان کې، د شوروي متحد حکومت جوړاوه.  د دې نه مالومېږي، چې د پښتونستان په اړه زموږ د دولتي روایت اساس، یوازې د جنرال ضیاء حکومت ته، د امنیتي مزاحمتونو پر خلق تمرکز درلود او که چېرې د جنرال ضیاء د حکومت فراري سیاسیون، د هغه د حکومت پر نسکورلو موفق شوي هم وای، یوازې یې هلته د سوسیالیستي حکومت انتظام کاوه، نه له افغانستان سره د خپلې جغرافیې د بیا الحاق مدیریت.

په افغانستان کې د کمونیستي رژیم د واک پرمهال د ډیورنډ هغې غاړې ته، د پاکستان او د هغه د غربي متحدانو په کومک، سلګونه مذهبي مدرسې فعالې شوې. د دې مدرسو مکلفیت دا و، چې د کمونیستي رژیم پر وړاندې، د جنګېدونکو عناصرو لیکو ته، پر مذهبي تفکر سمبال سرتېري تربیه او عرضه کړي. دې کار ورو ورو، داسې زمینه مساعده کړه، چې د هغې غاړې له ملتپالو کړیو سره د افغانستان د دولت کومکونه او برنامه ییزه همغږي، له جدي ننګونو سره مخ شي. په افغاني مکاتبو کې، د قبایلي سیمو زده کوونکو تعداد ورځ تربلې په کمېدو شو. د کمونیستي رژیم کمزورۍ، د پاکستان په حکومتي تشکیلاتو او جوړښتونو کې هم، د ملتپالو عناصرو، حضور له ستونزو سره مخ کړ. په افغانستان، کې د قوي دولت پر دوام د باور نشتوالي، د پښتونستان ملتپال جریانونه اړ کړل، چې د خپلې داعیې له هغسې جدي پیګیرۍ لاس پر سر شي او د افغانستان په اړه د پاکستان په اصطلاح ژورې ستراتېژۍ د تطبیق برخه که نه ګرځي، پر وړاندې یې سیاسي مزاحمت هم خلق نه کړي. په همدې موده کې د کمونیستي حکومت د ورستي مشر ډاکټر نجیب او د پښتونستان د ملتپالو جریانونو د مشرانو ترمنځ ګڼ شمېر لیکونه او مراودې مبادله شوې، خو له بده بخته، ډاکټر نجیب، د پښتونستان د  ازادۍ لپاره، د افغانستان له خوا د مرستې او همکارۍ پر ظرفیتونو، یاد مشران قانع نه کړای شول. په افغانستان کې د دولت ضعیف کېدل، له ډیورنډ هغې طرف ته، زموږ د دولت د نفوذي سیاست د پایته رسېدو مقدمه شوه.

د مجاهدینو او وروسته طالبانو په حکومتونو کې، د ډيورنډ هغې لوري ته، د ځمکې او جغرافیې داعیه د پاکستان د فشارونو سره سره پایته ونه رسېده، خو نفوذي سیاست، پرته له دې چې ملموس تاثیر او نتیجه ولري پایته ورسېده.

جمهور رییس کرزی سره د دې، چې د ډیورنډ هغې غاړې ته د ملت پالو جریانونو سره د روابطو پراختیا ته لېوال و، خو د کمونیستي رژیمونو پر مهال جوړو شویو مدارسو، په پښتونخوا کې، افراطي تفکر او ترهګري دومره پراخه کړې وه، چې ځپل شويو ملتپالو جریانونو یې پر وړاندې د تقابل او هدفمند انکشاف توانایي نه لرله. د ولسمشر کرزي او ولسمشر غني په حکومتونو کې، له استخباراتي او اوپراتیفي کارونو پرته، چې زه یې په اړه مالومات  نه لرم، په پښتونستان کې د افغانستان د نفوذي سیاست په رابطه تر اوسه کوم معقول او همه جانبه پروګرام نه دی مطرح شوی.

دا چې، ترهګري او ترهګرې ډلې پاکستان زموږ په مقابل کې د دولتي حربې په توګه استعمالوي، اوس دا ضرورت تر هر بل وخت ډېر شوی دی، چې د ډیورنډ هغه لوري ته پر ملت پالو جریانونو له سره کار وشي. هو دا خبره ضرور ده، چې د مخکینیو رژیمونو له خوا کارول شوې څېرې اوس د پاکستان د پایښتي روایت د تطبیق برخه ګرځېدلې دي او ضمناً هغه اجتماعي باور او کاریزما، چې ولسونه پر ځان راټول کړي هم نه لري، نو ضرور ده، پر هغو ځوانانو او روشنفکرانو تکیه وشي، چې د نوي عصر پر غوښتنو پوهېږي او د پاکستان د راج پر وړاندې، په نړېواله او سیمه ییزه کچه د لابي ګرۍ ظرفیت لري.

ضرور نه ده، چې دا ځل دې زموږ نفوذي سیاست، د امنیتي مزاحمت پر رامنځته کولو تمرکز ولري، خو دا  مهمه ده، چې د هغه طرف د خبرې او فکر څښتن ځوانان په دې پوه شي، چې افغانستان لاهم د دوی د مراجعې او ملاتړ ادرس دی.

د نفوذي سیاست د طرحې او اعمال لپاره، د قبایلو چارو وزارت، باید تر پخوا په څو وارې ډېر ظرفیت فعال شي. د قبایلو وزارت د پاکستان پر وړاندې زموږ د نرم جنګ اصلي محور او ځای دی او ضرور ده، څو ټول هغه انساني او مادي منابع په واک کې ورکړل شي، چې د دې جنګ مدیریت په درست صورت انجام کړي. ترڅو، چې د پاکستان پر وړاندې د نفوذي سیاست کارول، زموږ د دولتي برنامو برخه ونه ګرځي، د قبایلو وزارت چارې، په موجود مبهم لیدلوري هرڅوک چلولای شي او هلته د افرادو او اشخاصو نصب او عزل ډېره مانا نه لري.

پاکستان زموږ پر وړاندې ناروا حربه استفاده کوي. تروریزم، نه د پالیسۍ او نه د هېڅ منطق او دیني روایت له مخې، جایزه وسیله ده. ولې موږ د دوی پر وړاندې، د خپل نفوذي سیاست د اعمال په برخه کې له اخلاقي لحاظه په خورا سمه جایګاه کې یو. موږ د یوې ملي داعیې ملاتړ کوو، هغه داعیه، چې زموږ د ملي او پایښتي روایت بنیاد هم جوړوي. او داسې داعیه، چې په نهایت کې غواړو، خپله خاوره بیا ترلاسه کړو.

په نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نشته، چې د دښمن هېواد پر وړاندې، حتی ناروا او نا ممکن اسباب، د فشار او اغېزو د وسیلو په توګه ونه وکاروي، خو موږ، چې د پاکستان پر وړاندې د اصولي فشار لپاره، روا، مشروع او موجه ظرفیتونه او اسباب لرو، زه نه پوهېږم، چې ولې مو تر اوسه ورنه ګټه نه ده اخېستې.

زه باور لرم، چې که یو ځل بیا، خپل نفوذي سیاست ته له دې لارې ور وګرځو، د پولې هغه غاړې ته، د ترهګرۍ او افراطیت د خپرولو بسترونه ټولولی او د سیمې ملتونه له دې وبا ساتلی شو.

موږ په افغانستان کې، پر ډېرو مسایلو ملي اجماع نه لرو، خو د پاکستان پر وړاندې، د حکومت هر اقدام او پالیسي د پراخ ملي هرکلي سره مخ شوې ده. د ملتونو د راټولېدو لپاره، په اوس نړۍ کې حتی خیالي دښمنان خلق کېږي او پر وړاندې یې، له روا او ناروا اسبابو استفاده کېږي، موږ چې د پاکستان له لوري، د ولسمشر غني په وینا، د نااعلان شوې سراسري جګړې سره مخ یو، په کار ده، چې د دې جګړې د ګټلو لپاره موجود فرصتونه پر اسبابو او عواملو بدل کړو او د مخامختیا خط یو ځل بیا د اباسین غاړو ته ورسوو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.