دا کومه ډرامه پیل شوه؟

0 808

په غور کې پر یوه مهمه ولسوالۍ هجوم، پر کوهستان برید، د بغلان لاره په پوچکو کارتوسو فرش، د کابل کندهار لاره په ساعتونو بنده، د کابل ګردېز لاره تړلې، په مزار کې د ټلوالې خط‌کشي، په ننګرهار کې د ناراضه وکیلانو ګوت څنډنې…

ایا دا هرڅه په یوه وخت له بېلابېلو چېنلونو چې سازماندهي شوي نه وي واقع کېدای شي؟
ایا دومره حیرانوونکي تصادفات مو کله په ژوند کې لیدلي؟
ایا د افغانستان امنیتي ځواک همدومره بې‌خوده دی چې د یوه پر ځای شل شره په یوه وار د جغرافیا په شلو څنډو کې سرونه راپورته کړي؟

داسې تصادفات هیڅ ممکن نه وي، دلته ژور لاسوونه لګیا دي، دلته یوه خطرناکه جګړه او د وطن د بې‌عزتۍ یوه خطرناکه سناریو ساز شوې ده.

اوس د طالب او جنګسالار فرق نه کېږي، اوس نه داعش له طالب څخه جلا دی، نه طالب له جنګسالار، داسې ښکاري چې ټول مضر پوټنشلونه له یوې مشخصې نقطې دیکته کېږي او د افغانستان خلک په رڼو سترګو ورته ګوري، خو بده یې لا دا ده چې د یوې ټراجیډي نښې په‌کې ښکاري.

نه جنګسالار د طالب دښمن دی، نه طالب د داعش، دا د اجورتي یاغي ځواکونو څو جوړښتونه دي چې پیسې په بانکي اکاونټونو ورته راځي او وسلې یې په ګودامونو کې کال وړاندې خوندي شوې دي.
ظاهراً خو دا په یو کمزوري دولت دلالت کوي چې جنایات او مزاحمتونه نه‌شي مهار کولای، مګر د قضیې یو بل خطرناک مخ هم په لوڅېدو دی؛

روس ایران او پاکستان له امریکا سره د تقابل عملي جګړه پیل کړې ده، دوی په یو لاس هم طالب ته مالي امکانات برابروي، هم داعش او هم لنډه‌غر ته، هیڅ د منلو نه ده چې اوسنی داعش دې د روسانو په ګټه نه وي، ښايي په ډیزاین کې یې د امریکا لاس و، مګر په غټ ښوولو، تبلیغولو او بیا ورپسې راوتلو کې او هم په مقابل کې یې د نورو یاغي پاړکیو د حمایې په توطيه کې یې پاسنی مثلث دقیقاً دخیل دی.

له کله چې د پاکستان په رویباري د روسانو او طالبانو یارانه جوړه شوې، له کله چې ایران د افغانستان د دولت د رسمي سفارت ترڅنګ په تهران کې طالبانو ته بل د چندو او سیاسي روابطو دفتر خلاص کړی، له هغې ورځې طالبان هم شتمن شوي، هم تسلیح شوي او هم ځواکمن شوي دي، تېر یې لا دا چې د جنګ دا نقشه او تاکتیکونه د طالب د توان خبره نه ده، دا تاکتیکونه هغوی سازوي چې په افغانستان کې د جنګ اوږده سابقه لري، حتا د شکست سابقه هم لري.

که د پاسنیو دریو مزاحمو ډلو د فعالیت ماهیت ته وګورو، درې واړه په تازه مهال کې مرکزي دولت ته شدید مزاحمت جوړوي، حتا د دولت د سقوط اراده لري، کله چې امریکایانو له شمالي ټلوالې لاس واخیست، هغوی ولې راګرم شول؟

ښکاره ده چې ترکیې، روسانو او ایران ورباندې بنډلونه وشیندل، پاکستان په دې منځ کې د دلال نقش لري.

عطاخېلو ته چې امریکا دانه واچوي، سبا به حکومت مشروع وي او د سخي په دربار به یې بیا غني ته سرې غالۍ خورې کړې وي، خو چې لاس یې ځنې واخیست، نو روسانو دوی ته وویل چې امریکا شمال طالبانو ته سپاري او تاسې د هغه شمال اینده وژغورئ چې ستاسې سیاسي بقا ورپورې تړلې ده، مګر همدغه ټلواله بیا فکر نه کوي چې جنګ طالب کوي او طالب ته هم هماغه روسان امکانات ورکوي چې ټلوالې ته یې هم ورکوي.

روسانو جمع ایران او پاکستان ته د افغانستان د دولت کمزوري کېدل مهم دي چې دوی ته د جنګ بهانه په لاس ورشي او د لومړي ځل له‌پاره په شمال کې فزیکي حضور پیدا کړي چې د لومړي ځل له‌پاره صحنې ته راودانګي.

خو د ربړې عمق ته وګورئ!

همدغه ټلواله پر ګڼ شمېر جنرالانو منصبدارانو نفوذ لري او ښايي د دفاع د کمزورۍ یو لامل هم دا وي چې په دفاعي قومانده کې مورال د سیاسي بې‌اتفاقۍ په سبب کمزوری شوی دی.

که دولت غواړي له دې خطرناک حالت څخه راووځي، پر هغو سیمو دې تمرکز زیات کړي چې جنګسالاران په‌کې حاکم دي، په پوځي لیکو او قومانده کې دې دقیق اصلاحات راولي.
که دولت د سبا احتمالي ټراجيډي ته د خطر په سترګه ګوري، له دفاعي حالت څخه دې تعرضي حالت ته شي، دا مهمه نه وه چې د ناوې ولسوالي دې په دومره مصرف له طالب څخه ونیول شي او مېډیايي کریډیټ دې ترې جوړ شي، بلکې مهمه دا وه چې دا پوځ او قومانده یې باید په شمال کې او د لویو لارو یا د خطر په حساسو حوزو ور متمرکزه کړې وای.

که ټلواله مهار نه‌شي، حالات به له کابو ووځي.

اخېري پوښتنه دا ده چې امریکایان له افغان دولت سره څه کوي؟

دا دولت په ساتلو نه ارزي، که امریکایان هم دې غوبل ته خوشاله دي؟

هغه امنیتي او سټراټيژیک تړونونه به له غوړې محتوا سره پر خپل ځای پرېږدو، دا سوال خو باید مطرح شي چې امریکا د دې حکومت د حیثیت له‌پاره چې د ټولې دنیا دښمني یې د دوی د دوستۍ په قیمت اخیستې، د کوم څه کولو اراده لري؟

که امریکا دې ځواب ته قانع نه‌شي، باور دی چې دا د امریکا له‌پاره هغه شپې ورځې دي چې روسان ورسره مخامخ وو او هر روسی سرباز به چې کریملن ته په رخصتۍ لاړ، ځان به یې په لیونتوب واچاوه چې بیا یې را و نه لېږي.

له امریکا سره د اړیکو د تعریف شدید ضرورت دی او که افغان حکومت له دې حقیقت څخه هر څومره ځان وغړوي، بیا هم دې تعریف او تشخیص یا د حساب تصفیې ته یې ورمخه ده.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply