په کاناډا کې د افغانستان سفارت او د اصلاحاتو پر وړاندې خنډونه

0 599
د شینواري ليکنه

په دې تېره اوونۍ کې مو په اوټاوا کاناډا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت په اړه په ټلوېزنونو او ټولنیزو شبکو کې ډېر خبرونه واورېدل. دغه خبرونه او افواهات اکثراً صحت نه لري او هر څه چې خپاره شوي دي د یوې خاصې کړۍ په واسطه چې د افغانستان منافعو ضد افراد تشکیلوي او د دوی له خوا د یو منظم پلان له مخې پر مخ وړل کېږي. هغه کوم مکتوب چې د اغلې محترمې سفیرې شینکۍ کړوخېل پر ضد خپور شو یو جعلي مکتوب و چې هدف یې د افغانستان بدنامول او د افغانستان دښمنه افرادو شومو اهدافو پلي کول دي.

دا چې موضوع ولې تر دې حده را ورسېده او خبره قصداً رسنیو ته ورسېده راځئ چې د دې اصلي علتونه درته په ګوته کړم:

کله چې اغلې محترمه شینکۍ کړوخېل رسماً د نومبر میاشت په ۲۰۱۶ کې خپلې ملي دندې ته د ولسمشر جلالتماب محترم محمد اشرف اغني د فوق العاده او لومړۍ درجې نماینده په توګه کار پیل کړ نو له ځان سره یې د اصلاحاتو برنامه هم لرله؛ ځکه چې دا د جمهوري ریاست غوښتنه وه او په کاناډا کې افغان مېشتو ته د ښه خدمتونو وړاندې کولو او د افغانستان او کاناډا ترمنځ په مختلفو ابعادو کې د ارتباطاتو د پیاوړتیا لپاره اړینه وه.

د همدې لپاره په لومړي سر کې محترمې سفیرې غوښتل چې د سفارت ویبپاڼه له یو غیر فعالې ویبپاڼې څخه پر یو فعاله او د هېواد په رسمي ژبو د انګلیسي ژبې په شمول تجدید کړي نو په همدې موخه یې دوه تکړه او مجرب ځوانان چې هر یو یې له ۱۵ کلونو څخه ډېر د عصري مدیریت په مختلفو برخو کې مهارت درلود او په پښتو، دري او انګلیسي ژبو یې په فصاحت او بلاغت سره خبرې او لیکنې کولې، د ازاد رقابت له مخې د محلي کارکوونکو هر یو د سکرتر او تخنیکي مشاور په توګه مقرر کړل. دواړو په یوه ورځ په دندې پیل وکړ او د سفارت د اصلاحاتو په برنامې یې د سفارت له کارکوونکو سره د محترمې سفیرې په مشرۍ پیل وکړ.

کله چې محترم سکرتر د لومړي ځل لپاره د سفیرې ویناوې او مجالس په پښتو ژبه د دري ژبې تر څنګ د سفارت په فېسبوک پاڼه او ویبپاڼه کې خپاره کړل نو په اوټاوا کې د افغان مېشتو چې په دري یې خبرې یا لوستل نه شو کولای له تود هرکلي سره مخ شو او په ورته وخت کې یې د سفارت د قونسلي څانګې ټولې فورمې چې په دري ژبه وې په پښتو ژباړل شروع کړ.

بدبختانه د اغلې سفیرې دغه نوښت او د افغان مېشتو تقاضا د دې سبب شوه چې په سفارت کې د سفیرې د معاون په شمول د یو شمېر تش په نامه ډیپلوماتانو له سخت غبرګون سره مخ شو او کوشش یې وکړ چې د غیر قانوني او ناموجه دلایلو له کبله دغه پروسه په ټپه ودروي. د یو منظم پلان له مخې یې اغلې سفیرې ته د هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د مصارفاتو په تصفیه کې ستونزې پیدا کړې او داخل د سفارت کې د سفیرې سکرتر یې په لفظي اذیت ورکولو باندې ګرفتار کړ چې ډېری یې د یو محلي کارمند میرویس صالحي چې فعلاً د ډیپلومات حقوق اخلي او د کاناډا سټیزن دی، له خوا په مخکې وړل کېده. د بېلګې په توګه سکرتر ته به یې زنګ وواهه چې چای راوړه، چې وروسته د نوموړي عمل په تکرار سره سکرتر مجبور شو چې له نوموړي کارمند سره لفظي شخړه وکړي. دغه حالت د سفارت روزمره روټین و. وروسته بیا خبره دېته ورسېده چې نوموړی سکرتر په استعفا کولو مجبور شو او له دوه نیمو میاشتو کار کولو وروسته یې وظیفه پرېښوده.

په دې وخت کې سفیرې له خپل تخنیکي مشاور څخه وغوښتل چې د مشاوریت تر څنګ د سکرتریت چارې پرمخ یوسي. مخکې له دې چې د تخنیکي مشاور برخلیک به څرنګه وي، غواړم چې د سفارت د ډیپلوماتانو د کاري وختونو په هکله معلومات درکړم. د افغانستان اسلامي جمهوریت په اوټاوا کې په هر ډیپلومات باندې هره میاشت شاوخوا لس زره امریکایي ډالر چې د افغانستان د مالیه ورکوونکو پیسې دي، مصرفوي چې پنځه زره ډالره یې معاش، څلور زره ډالره یې د کور کرایه او باقي پیسې یې د دوی صحي بېمه کېږي. بدبختانه ۳ ډیپلوماتان یې عملاً نیمه ورځ د انګلیسي ژبې په زده کړه لګوي او له غرمې وروسته تر دوو ساعتونو پورې کار کوي او اکثراً د رسمیاتو له ختم څخه دوه ساعته مخکې وځي. په همدې توګه د سفارت معاون د ماسټرۍ لپاره په یو پوهنتون کې داخله واخیسته او په هفته کې دوه یا درې ورځې هغه هم د نیمې ورځې لپاره په خپل تصمیم سره سفارت ته راځي.

په هر صورت تخنیکي مشاور ته دنده وسپارل شوه چې د سفارت مالي او قونسلي څانګې وڅېړي او د بهترۍ لپاره یې خپل سفارشات اغلې سفیرې ته وړاندې کړي. کله چې نوموړي مشاور د سکرتریت چارو تر څنګ یادې څېړنې سرته ورسولې نو ګوري چې په سفارت کې د کارکوونکو لپاره د ډیپلوماتانو په شمول حاضري نشته او د سفارت په ټاکلي رسمي وخت چې د سهار ۹ بجې دي هېڅ یو کارمند دندې ته نه راځي، څوک په ۱۰ بجو راځي او څوک په لس نیمو او هغه ۳ بختور ډیپلوماتان خو هره ورځ غرمه کې د ډوډۍ په وقفه کې راځي. مالي سیستم یې چې مطالعه کړ نو ولیدل شو چې ډيپلوماتانو په خپله خوښه د افغانستان د مالي قوانینو او مقرراتو خلاف ځانو ته د خپلې خوښې قیمتي کورونه په ۴۰۰۰ کاناډایي ډالرو په کرایه نیولي دي، حال دا چې په اوټاوا کې یو ښایسته په هر څه مجهز درې اطاقه کور اوسط ۱۲۰۰ کاناډایي ډالره کرایه لري. داسې ښکاري چې په کومو کورونو کې چې نوموړي ډیپلوماتان اوسېږي هغه د هغوی د اقاربو کورونه دي چې اصلاً یې کرایه نیمایي ده او باقي پیسې ځانو ته وهي. تخنیکي مشاور په خپلو سفارشاتو کې چې اغلې سفیرې ته یې وړاندې کړل دا وه چې د سفارت مالي چارې دې کمپیوټري شي او له محاسبوي نرم افزارونو څخه دې کار واخیستل شي او په ورته وخت کې دې مرکز ته پیشنهاد وشي چې د ډیپلوماتانو د بودو باش لپاره دې سفارت په خپله ځمکه واخلي او اقامتګاه دې په کې جوړه کړي او یا دا چې په تیاره دې یوه غټه ودانۍ واخلي. د تعجب وړ ده چې شپږو ډیپلوماتانو د کورونو د کال کرایه شاوخوا ۳ لکه کاناډایي ډالر کېږي چې دا پیسې د افغانستان د خلکو دي او په عبث توګه ضایعه کېږي. کله چې اغلې سفیره تصمیم نیسي چې مالي چارې دې کمپیوټري شي نو د خپل معاون او مالي سکرتر له سخت غبرګون سره مخ کېږي او په یوه او بلې بهانې دا تصمیم شنډېږي.

کله چې حاضری اچول کیږی نو په سفارت کې غوغا پیلیږی او په ډیر مشکل سره محلی کارکوونکی قانع کیږی چې په ټاکلی وخت حاضری امضا کړی. جالبه خو دا ده چې همدا محلی کارکوونکی د کاناډا سټیزنان هم دی د کاناډا هېواد ټول قوانین منی خو بدبختانه د ګران هېواد هېڅ قانون هم نه منی ځکه چې اکثره یې له لسو کلونو راهیسی په واسطو مقرر شوی دی حتا د یو کس چې په قونسلی کې کار کوی پلار یې د هېواد د بهرنیو چارو په وزارت که د بشری منابعو رييس دی. همدارنګه د دی په خاطر چې د ټولو محلی کارکوونکو فعالیتونه ثبت شی، د سفیرې تخنیکی مشاور په خپل ابتکار سره یو ډیتابیس جوړ کړ چې کارکوونکی خپل ورځنی فعالیتونه په کې ثبتوی. البته ددی ډیتابیس تطبیقول وروسته دډېرو ستونزو عملی شو.

بل ځل اغلې سفیرې تصمیم ونیوه چې د ډیپلوماتانو د تګ او راتګ لپاره حاضري ته ورته یو سیسټم ولري هماغه و چې یوه سپینه تخته یې ولګوله او په هغې کې یې د ډیپلوماتانو او محلی کارکوونکو نومونه ثبت کړل څو هر څوک د خپل د دخول او خروج اوقات په نوموړي تخته کې ثبت کړي. دا نو ډیپلوماتانو ته ډېره سخته تمامه شوه او د دې تختې په لګولو سره لومړی ګوزار د سفارت معاون نادر یما او میرویس صالحي له خوا و چې له سفیرې سره یې درې ساعته مسلسل لفظي خبرې وکړې، تخته پر ځای پاتې شوه خو ډېرو کمو کارکوونکو ترې استفاده وکړه.

کله چې د قونسلي څانګه وڅېړل شوه نو ولیدل شو چې قونسل صاحب چې لومړی سکرتر هم دی، د دفتر کتاب یې له ځان سره ساتلی، هر بانکي Money Order چی راځي نو ټول حساب و کتاب یې ده سره وي. د داخلي کنټرول اثر هم په قونسلي څانګه کې نه لیدل کېږي هر کله چې د عوایدو ربعوار راپور مالي څانګې ته وړاندې کوي نو ۳ یا ۴ زره ډالر په کې اضافي وي چې حساب یې معلوم نه وي له دې معلومېږي چې عواید ډېر زیات وو، یو څه یې حیف و میل شوی دی او پاتی یې بیا راپور ورکول کېږي، جالبه خو دا ده چې پخوا په قونسلي کې یوې ښځینه قونسلي کار کاوه او نوموړې په سلهاوو پاسپورټونه خپلو خپلوانو ته په مجاني توګه صادر کړي او هېڅ ریکارډ یې هم نه وه ساتلی. کله چې تفتیش راغی نو څېړنې یې پرته له دې چې وزارت مالیې یا څارنوالۍ سره شریکې شي د بهرنیو چارو وزارت کې د ابد لپاره سترګې پرې پټېږي او قونسلي څانګه همداسې لاسوهنو او فساد ته پرېښودل کېږي. د دغه وضعيت له مطالعې سره اغلې سفیره تصمیم نیسي چې د قونسلي څانګې ټولې معاملې (د پاسپورټونو، ویزو او داسې نورو بها داره اسنادو صدور) آنلاین کړي تر څو درخواست کوونکي د هرې معاملې پیسې په آنلاین توګه د سفارت ویبپاڼې له لارې تادیه کړي چون دغه کار ډېر مصوون، د فساد مخه په کې نیول کېده او چون په کاناډا غوندې هېواد کې چې ټولې معاملې یې آنلاین دي، د وخت تقاضا هم دا وه چې د تادیاتو آنلاین سیسټم ایجاد شي خو بدبختانه تخنیکي مشاور د ځینو ډیپلوماتانو د لفظي شخړې ښکار کېږي او د یو محلي ډیپلومات په خاطر ټول ډیپلوماتان له موقع څخه په استفاده د تخنیکي مشاور د برطرفۍ تقاضا کوي. البته د سفارت معاون چې د جولای له پنځمې نېټې څخه تر ۲۵ پورې د درس په پلمه په رخصتي تللی و، له بهر څخه د سفیرې پر ضد ګروپ بندي کوي او ټول ډیپلوماتان دېته هڅوي چې سفیره مجبوره کړي چې خپل تخنیکي مشاور له وظیفې کوښه کړي اما اغلې سفیره د دوی ناقانونه خواستونو ته منفي ځواب وایي او ټول ډیپلوماتان یو هفته سفارت ته نه راځي. په همدې وخت کې سفیره تیاری نیسي چې په مانتریال کې له ډېر شمېر افغانانو سره وګوري او د نوموړي ډیپلوماتان باید هغه همراهي کړي. په دې وخت کې تخنیکي مشاور د افغانستان د پرسټیژ او د سفیرې د عزت په خاطر مجبورېږي چې له خپلې دندې استعفا ورکړي څو اغلې سفیره له ډیپلوماتانو سره یو ځای مانتریال ته لاړه شي خو له بده مرغه داسې نه کېږي او سفیره کمبخته یواځې مانتریال ته ځي او د جولای په ۲۲ له افغان مېشتو کاناډایانو سره ګوري.

دا چې سفارت ولې دغه حالت کې دی او یا دا چې ولې د اغلې سفیرې کړوخېل سره دا تبعیضي چلند شوی دی، د دې اصلي لامل د سفارت معاون دی چې هېڅکله یې د سفیرې له برنامې سره همغږي نه ده ښودلې او کوشش یې کړی چې په سفارت کې ګروپ بندیانې ایجاد کړي او د سفیرې د هرې اصلاحي برنامې په مقابل کې خنډ واقع شي. خبره اوږده نه شي هماغه و چې کله تخنیکي مشاور استعفا ورکړه، دوه اوونۍ وروسته یې سفیرې پسې د هغه مکتوب چې مطبوعاتي شو، ډرامه را واخیسته.

په معذرت سره، دا ډیپلوماتان دومره سپین سترګي شول چې د افغانانستان په ملي منافعو باندې د خپلو شخصي ګټو خوندي کولو لپاره ملنډې ووهلې او له خارجي رسنیو سره یې د مملکت خفیه معلومات شریک کړي. زه باور لرم چې ورته ستونزې د افغانستان په نورو سفارتونو کې هم شته او اصلي سرچینه یې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په واسطه مقرر شوي کسان دي چې د ډيپلوماسۍ په معنا هم نه پوهېږي، صرف پر دې پوهېږي چې نکتایي وتړه او درئشي واغونده او بیا نو ځان ته ډیپلومات وایه. د اغلې سفیرې به له ډیپلوماتانو او معاون سره همدا مرکه وه چې ښه اصلاحات نه منئ نو څه منئ، کار نه کوئ، تحلیلونه نه کوئ، افغانستان ته افغان کاناډایي تاجران نه هڅوئ نو څه کوئ؟ قانون تا سو نه منئ، په وخت دندې ته نه حاضرئږئ، مقررات تر پښو لاندئ کوئ، خلاصه په هر څه کې خنډونه رامنځته کوئ.

جالبه خو دا وه چې کله د سفارت معاون د سفیرې په غیاب کې شارژدافیر و، نو د بعضو هېوادونو د سفیرانو له معاونینو سره یې وکتل، خو کله چې احمد ضیا مسعود د ولسمشر له خوا له دندی ګوښه کړای شو نو پر ده تندر راپرېوت، ان تر دې چې د یو سفیر له معاون سره یې په کتنه کې کالي او پکول اغوستي وو. ایا په هغې ورځ یې نیکټایي او کرتۍ له یاده وتلې وه او که د احمدضیا مسعود په خپګان کې یې هر څه له هېره ایستلي ول.

خلاصه دا چې د اغلې سفیرې اصلاحي برنامې عملي نه شوې، بلکې عملاً د سفیرې د بدنامۍ او د افغانستان د عزت او شرف پر ضد او همدارنګه د ملي وحدت د حکومت د بدنامولو لپاره په یوې منظمې برنامې کار روان دی چې سرچینه یې نا اصلاح شوی بهرنیو چارو وزارت دی.

زما وړاندیز دی چې ولسمشر باید سمدستي اغلې کړوخېل ته نوي ډیپلوماتان وټاکي چې پر وطن مین خلک وي، د افغانستان ملي او نړیوالو ګټو ته ژمن وي، پاک وي، په انګلیسي ژبه یا د میزبان هېواد په رسمي ژبه کاملاً تسلط ولري او صرف او صرف د هېواد د ملي ګټو لپاره کار وکړي. په عین وخت کې ښاغلې مېرمن شینکۍ کړوخېل ته دې وخت ورکړل شي چې د اوټاوا له سفارت څخه یو نمونوي سفارت جوړ کړي او ټولې اصلاحي برنامې دې په کې عملي کړي او وروسته بیا نوموړې لړۍ د افغانستان نورو سفارتونو او قونسلګریو ته وغځېږي.

په سفارتونو کې دې فقط افغانان چې یواځې د افغانستان تابیعت ولري، پر دندو وګومارل شي او هغه محلي کارمندان چې له لسو کلونو زیات وخت یې د ډیپلومات په توګه مزې چړچې کړې وې عاجل دې له دندو ګوښه کړای شي څو خپل دوهم هېواد ته خدمتونه وړاندې کړي. که دغه کار ونه شي نو دا خبیثه سلسله به روانه وي، د افغانستان د مالیه ورکوونکو پیسې به ضایع کېږي او هېواد به هر څوک په یو نوم او بل نوم بدناموي.

Leave A Reply