د پاکستان بیرغ په لاس او ترانه په خوله افغان چارواکي / ډاکټر فرقان احمد توقير

0 857

پاکستان سږ کال د اګسټ څوارلسمه د اسلام‌اباد په پرتله په کابل کې په دوم دام و نمانځله، په دومره توپیر چې دلته یې د یوویشتو توپو ډزې و نه کړې، خو ځینې معلوم الحاله افغانان یې ښه ډېر وډزول.
له دې پرته یې نورې چارې تر اسلام‌اباد په کابل کې ښې تنظیم کړې وې.
په کابل کې د اسلام‌اباد سفارت د اګسټ څوارلسمه په یو شمېر معلوم الحاله افغانانو ونمانځله، د دوی په لاسو کې یې د پاکستان «سبز هلالي» پرچم ورپاوه.
سفارت د زړو سترګو یاران دغې نمانځنې ته په یوه لیکه راټول او د پاکستان جنډه په لاس د «پاک سر زمین شاد باد» له ترانې خولې ورډکې کړې.

پاکستانۍ رسنۍ لګیا دي په بار بار د حاجي عزیز الله، عرف دین محمد، ګل اغا شېرزی، محقق او نورو په لاسو کې د پاکستاني بیرغونو د رپا صحنې خپروي.
د پورو دروازو دننه د کیک پرې کولو شرمېدلې صحنه لا میډیا ته نه ده راوتلې لکه «سد محرم راز» د پاکستان د جعلي تاریخ په دوسیه کې خوندي ده.
په دغه شرمناکه صحنه کې معلوم الحاله افغانان د اقبال ظفر جګړا خولې ته د کیک ټوتې په داسې تلوسه وړاندې کوي لکه د خپل هېواد یوه ټوټه چې دغو دوزخي ګېډو ته ورغورځوي.
هر سفارت حق لري د خپل هېواد ملي ورځې ونمانځي، خو دغه نمانځنې د ډپلوماټیکو نورمونو او نرخ تابع وي.

د بیرغ او ملي سرود خبره به راواخلو، په دغسې ورځو او یا غونډو کې سفارتونه د دواړو هېوادو بیرغونه رپاند ساتي، خو پاکسان دا یو اړخیز واټ وګرځاوه او خپلو زړو بړېڅو ته یې پرې د زغل قومانده ورکړه. پر دې سربېره په غونډه کې یوازې د پاکستان ملي سرود وغږول شو، په داسې حال کې چې د افغانستان ملي سرود هم ښایي غبرګ ورسره وړاندې شوی وای.
د محقق اخبار پاکستانی سفارت هر کال د اګسټ د څوارلسمې د اعلان پر بل ښه په خوند نازوي.

ګل اغا شېرزی د قبایلو او سرحدونو وزیر دی، د ده په خوله « پاک سرزمین شاد باد » په لاس «سبز هلالي پرچم» داسې دی لکه ده چې پاکستان ته د قبایلو او خپلې تاریخي خاورې د سپارولو لاسلیک ورکړی وي.
د اګسټ څوارلسمه د پاکستان د ازادۍ ورځ نه وه، په حقیقت کې دغه ورځ د لوی هندوستان د ټوټه کېدو او وېش غمیزه ده. پاکسان د لوی هندوستان او لوی افغانسان د تاریخي وجود د یوې برخې د غصب محصول دی.

ګاندي جي محمد علي جناح ته ویلي که ته نه درېږې او غواړې هندوستان ووېشل شي. و یې وېشه، دوه وروڼه هم په خپلو کې د پلار نیکه پوله پټی سره وېشي، خو د خدای پار دی د دین په نامه دغه وېش مه را منځ ته کوه چې دغه وېش به ټوله نړۍ ناکراره کړي.

د پاکستان د زړو سترګو دغه یاران پاکستاني جنډه په لاس په دومره جوش او جذبه کې وو، که سفیر ترې د هیرامنډيي او ډبګرۍ د ډمو په کنسرټ کې د څڼو غورځولو ویلي وای، مخ به یې نه وای اړولی.

پاکستان د دې له‌پاره د اګسټ څوارلسمه په افغانانو نمانځله چې له کرښې اخوا یې ځینې څېرې، ان ملتپاله سیاستوال، د خیبر پښتونخوا او والي ظفر اقبال جګړا او له بیوکراسۍ سره پېيلي کسان هم راغوښتي و چې د افغانانو د غرور او عظمت جنازې ته په اوږه ورکولو کې خپل رول جوت کړي.

مرحوم دادمحمد دلسوز په پېښور کې د افغانستان د استقلال پر ورځ د افغان کونسلګرۍ تر مخ په بایسکل تېر شوی و، پر سبا یې پر مېز د برطرفۍ مکتوب پروت و، خو دلته هماغه ښاغلی راخېژي چې د پاکستان بیرغ په لاس او ترانه په خوله له پاکستاني سفارته راوتلی وي.
ګومان مې نه‌شي په اسلام‌اباد کې افغان سفیر د ازادي پر ورځ د کوم پاکستاني په لاس د افغانستان درې رنګه بیرغ رپولی وي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply