د حکومت مخالف سیاسيون څوک دي او ولې مخالفت کوي؟ / خوشحال آصفي

0 587

څو ورځې وړاندې د بلخ والي عطا محمد نور ولسمشرۍ ماڼۍ ته اخطار ورکړ چې آرام خوب به پرې خراب کړي. عطامحمد نور چې په سمنګان ولايت کې د افغانستان د نجات شورا په ملاتړ غونډه کې خبرې کولې؛ ارګ يې د نوموړي پر وړاندې په دسيسې جوړولو تورن کړ او ګواښ يې وکړ چې «آرام خوب مو خرابوم». نور په حکومت تور لګولی چې د هيواد د شخصيتونو پر وړاندې دسيسې جوړوي او خبرداری يې ورکړ چې د دغه کار پايلې به دارګ لپاره ډيرې قيمتي وي. دا لومړی ځل نه دی چې نور په حکومت تورونه لګوي بلکې له وړاندې يې هم د افغانستان د نجات شورا له ادرسه هم افغان حکومت د واک په انحصار تورن کړی و.

همداراز نور يواځې په ارګ نيوکې نه کوي بلکې څه موده وړاندې يې په اجرايه رياست هم نيوکې کړې وې او د ښاغلي عبدالله پر شخصیت او سیاسي وړتیا يې کلک ګوزار وکړ. کابو پنځه مياشتې وړاندې د بلخ والي د افغانستان د پخواني مرستیال ولسمشر قسیم فهیم یاد غونډه کې عبدالله عبدالله بې زړه، بې وسه او مذبذب وباله. نور عبدالله په خپلو سیاسي وعدو کې یو پاتې راغلی کس یاد کړی او پر دې یې خواشیني څرګنده کړه چې ولسمشریزو ټاکنو کې یې له عبدالله ملاتړ کړی و.

يواځې نور نه دی چې په ارګ کلکې نيوکې کوي او سخت اخطارونه ورکوي؛ بلکې د ملي يووالي حکومت ډيری لوړپوړي چارواکي کله ناکله پر حکومت وربلوسي. کابو دوه مياشتې وړاندې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال  پر غني د نيوکې په ترڅ کې ويلي و چې ارګ مطلقه شاهي ته ورته دی او د واک انحصار او قومپالنې د ملي یووالي حکومت له پاشل کیدو سره مخ کړی دی. همدا راز په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر پخواني ځانګړي استازي احمد ضيا مسعود هم فرصت ته په کتو په ولسمشر او په ټول حکومت نيوکې  کړي دي.

د دې تر څنګ څه موده وړاندې اجرايه رييس ولسمشر په بې کفايتۍ تورن کړی و او ويلي و چې په دريو مياشتو کې يې یو ځل هم له ده سره نه دي کتلي، بیا ولسمشر يې په غبرګون کې اجرايه رييس د اصلاحاتو په مخنيوي او د فاسدانو په ملاتړ تورن کړ. بيا دا د تورونو لګولو خبره آن د ولسمشر تر لومړي مرستيال راورسيده. دوستم هم پر ولسمشر په ځلونو نيوکې کړي چې د نوموړي صلاحيتونه يې په خپل لاس کې اخيستي دي.

د ملي يووالي پر حکومت د سياسيونو نيوکې نوې خبره نه ده، آن د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راوروسته، له حکومت څخه بېرون او دننه پر دغه حکومت نیوکې پیل شوې او د دريو کلونو له تېرېدو سره دغه اختلافات لا هم حل شوي نه دي، بلکې میاشت په میاشت د زیاتېدو په لور روان دي. لومړيو کې دغه اختلافات د حکومت د دوو شريکو ډلو ترمنځ وو، خو بیا د دغو دوو ډلو دننه هم اختلافات پيل شول. عطا نور له عبدالله سره، جنرال دوستم له نور سره، له ولسمشر سره په خبرو د نور او د نورو جمعيتيانو تر منځ اختلافات او نور. په وروستيو کې کله چې يې شريکې ګټې په خطر کې شوې نو ځينو سياسيو ډلو بيا لاس يو کړ او د نوې ايتلاف په جوړولو د حکومت پر وړاندې راپورته شول.

اوس پوښتنه دا ده چې پر حکومت تورونه لګول او ګواښونه کول له کومه ځايه سرچينه اخلي او ولې لګول کيږي؟

دوه دليلونه لري.

لومړی: تر ډیره دا تورونه له شخصي عقدو سرچينه اخلي، کله چې د يو چارواکي امتياز ته زړه وشي او يا وغواړي له مقابل لور ډير څه ترلاسه کړي او يا يې هم کوم پخوانی امتياز په خطر کې شي نو د دغې خطر د کمولو لپاره په مقابل لوري نيوکې کوي څو روحيه يې کمزورې او په ولس کې يې پر وړاندې غبرګون پيدا شي.

دويم د بهرنيو لمسون او لاسوهنې: د افغانستان سياسيون ډيری يې خپلواک او د ولس له منځه راوتلي خلک نه دي بلکې له نورو کړيو پورې تړل شوي خلک دي. دوی هغه څه کوي کوم چې له بلې مرجع ورته امر کيږي. زمونږ ډيری بهرني دښمنان چې کله يې دلته ګټې په خطر کې شي نو له همدغو کړيو په استفادې د حکومت د کارونو مانع ګرځي. بهرني دښمانان مو د همدغو کړيو څخه په استفادې د پرمختګ مخه نيسي، د بند جوړولو مخه نیسي، د اوبو د کنټرول مخه نيسي، د ولس د آرامتيا مخه نيسي، د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي، د حکومت پر ضد ولسی غبرګون جوړوي او بیلابيل نور تخريبي کارونه ټول د همدغو پرديپالو کړيو په لاس ترسره کوي. نو د حکومت ډيری مخالفې سياسي ډلې هم په همدغه لړ کې راځي.

 

Leave A Reply

Your email address will not be published.