ویاړونه او پیغورونه / عصمت قانع

0 607

کله کله ځینې خاص افعال په ولس کې په پېغور بدل شي. د کرکې وړ وګرځي، خلک یې وکږي، بد یې وبولي او بالاخره په پېغور یې واړوي.
زما ادې دې خدای وبښي، د کږنې او غندنې له‌پاره به یې د موزیګي کلمه کاروله. زموږ په ګاونډ کې یوه کونډه وه، موږ نازکه توړۍ بلله. په اوونۍ کې به حتماً د نازکې توړۍ اشر و، کله به یې بامونه اخېړول، کله به یې له غره څخه بوټي راوړل، کله به یې له پټیو جوار راچلول، کله به یې د یوې خېټې ډوډۍ په بیه په خلکو ټوله شپه پټي اوبول. څه سر دې ګرځوم، شودیاره، قلبه، لوونه، ډاګونه او ټول کارونه د نازکې ترور له خوا په اشر باندې سر ته رسېدل. د کلي تر زیاتو کورنیو شتمنه او بډایه وه، خو دهقانان یې نه ساتل او د ځمکې ټول کار یې په اشر باندې سر ته رساوه.

کله چې به د جمعې په ورځ د نازکې ترور له اشر څخه وتښتېدم؛ نو ادې به راته ویل، موزیګیه نن بیا وتښتېدې، سبا به په کلي کې سیالۍ څنګه کوې، دا د موزیګي عادت پرېږده، له تربورانو سره د سیالۍ په میدان کې تېښته د موزیانو عادت وي، پلار به دې د ګور تر سوړو درته ګوري چې پر مېنه مې موزیګی پاتې دی.
د ادې پېغور دومره حساس کړم چې بیا مې کله هم د نازکې توړۍ له اشر څخه تېښته و نه کړه. ما چې په وړکتوب کې د خپل شنه کلي په لمن کې د پښتون نارینتوب کوم خصوصیات لیدلي وو، هغه اوس د هغو ارزښتونو په تعریف باندې راته اوښتي دي کومو ارزښتونو چې د افغان ملت ملي اډانه درولې وه.

پېغور یوه عنعنوي تازیانه وه چې د بې‌همتي د خاصیتونو له‌پاره یې جزایي قالب را منځ ته کړی و. د سالمو نارینه خصلتونو رقابت په ځوانانو کې یو ډول ملي مسوولیت تقویه کاوه.
وفا نارینتوب و، حیا د نارینه خاصه وه، بل ته لاس نه غځول د سیال خوی و، د خپل جومات، خپلې حجرې، خپلې خېل‌خانې او خپلې مامتې ساتنه او پالنه د نارینه کار و.

همدغه د نارینتوب د خاصیت او همدغه د سړیتوب د پت حکم و چې زموږ باتورو او نارینه پلرونو به لښکرونه جوړول او د ملي ناموس له حریم څخه به یې دفاع پرې کوله.

د دغو داوطلبو لښکرونو، جنګیاليو ته به یې اربکیان ویل. اربکیان د ناموس څوکیداران وو، اربکیان د ولس محافظان وو، اربکیان د قام د حجرې د قوماندې جنګیالي وو، اربکیان د خلکو د ارادې لښکریان وو، اربکیان هغه نوم‌ورکي سپاهیان وو چې د خدای فرشتې یې د ځوانمردۍ د عالي اوصافو په لیکلو ستړې وې.

اربکی بې‌نامه نه و، اربکی بې‌ناموسه نه و، اربکی بې‌ایمانه نه و، اربکی بې‌جانانه نه و. همدغه اربکیان وو چې له صف څخه یې وزیر اکبر خان راووت، محمد جان خان وردګ ترې پیدا شو، میربچه خان او محمد شاه خان بابکرخېل ترې راپورته شول او زموږ د تاریخ بې‌شمېره ځوانمراده کرکټرونه د همدغه اربکي لښکرو زېږنده وو.

پر افغان ملت باندې په اوسني مسلط ناورین کې ځینې کړۍ او ټولګي ګومارل شوي دي چې پر ارزښتونو باندې بریدونه او ناتارونه وکړي. په شمال او جنوب کې، په ختیځ او لوېدیځ کې په لر و بر کې د پښتنو او پښتون وطن پر ارزښتونو باندې بریدونه روان دي.

په شمال کې د KGB ملېشې د لنډه‌غرو، کوڅه‌ډبو، بې‌دینه او بې‌ایمانه جګړه‌مارانو، د جنایي او وحشي عملونو په ګند کې د اربکي نوم ور غوپه کوي او غواړي چې د افغان وطن د پت دغه ستر او نه ختمېدونکی ارزښت ختم کړي.

له ګیلم‌جمو، تاراجیانو، چرسیانو، پوډریانو او شرابیانو څخه د اربکیانو په نامه لښکرونه جوړوي او دغه لښکرونه ګومارل کېږي چې د اربکي فرهنګ برعکس هغه کارونه تر سره کړي چې د افغانیت د داوطلبۍ دفاعي مفکورې اخلاقي بنیاد ونړوي.

په شمال کې د قومي جوړښتونو کمزوري د دوښمن له دغه شوم نیت سره مرسته کوي، خو اوس په شمال کې هم ملي حس د پیاوړتوب خوا ته روان دی.
په جنوب شرق او غرب کې بیا همدا ولس دی چې د اربکي نارینتوب په زور د پنجاب له ملېشو سره جګړه کوي. تر اوسه چې په کونړ، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، زابل، روزګان او کندهار کې څومره امنیت شته علت یې همدغه د ولس په قومانده کې اربکي جنګیالي دي.

همدغه اربکیان دي چې د پنجاب په ملېشو کې یې زړونه کوټلي دي. د کندهار په پنجوایي کې د ولس د ناموس مدافعان په پنجابي ملېشو پسې لوڅې پښې ځغاستو یوه داوطلبه ځوان چې له ولس څخه یې دفاع کوله راته وویل، د خدای له‌پاره دې حکومت ته ووایاست چې د یوه شاجور پر ځای دوه شاجوره راکړې مرمۍ نه لرو، ډوډۍ نه لرو، څپلۍ نه لرو، کور او چرګۍ نه لرو، نور شی نه غواړو مرمۍ غواړو.

اوس چې پنجابیان افغان حریم ته ملېشې رالېږي؛ نو اول وار یې سترګې له اربکیانو څخه سوځي. اربکیان د ولس په دفاعي لښکر کې ګډونوالو جنګیالو ته وایي چې په یقین سره زه یې په نامه ویاړم، دغه ویاړ مې د ملي ارزښت په محراب کې د تقدس او سپېڅلتوب په جامه کې نغښتی دی.

د ولس په دفاع کې ځان ګوښه کول موزیتوب دی او موزیتوب پېغور دی. اربکي‌توب ویاړ دی او موزیتوب عار دی.

د زمان د ټکو لښکر دا پنځه دېرش کاله کېږي چې د یوه باتور ملت د موجودیت او هویت له ارزښتونو سره په جګړه اخته دی، خو دغه ملت له مرګ څخه منکر دی، مرګ لا دومره نه دی زورور چې افغان د دغې خاورینې کُرې له مخې پوپناه کړي.
حالات مې وژني، خو زه دومره په اسانه نه مرم
نه مرمه نه مرمه زه نه مرمه جانانه نه مرم
ثنا د ژوند او د بقا مې لا په سترګو کې ده
ګوتې مې وباسه مرګیه له ګرېوانه، نه مرم

Leave A Reply

Your email address will not be published.