په افغاني ټولنه کې د ښځو حقوق، ازادي او ورسره تړلې حيا او شرم / شمس الدين شمس

0 965

هر کله چې په افغاني ټولنه کې د ښځو د حقوقو او ازادي مساله را مخ ته شي؛ نو د ډېرو خلکو په ذهنونو کې د ښځو لهپاره حقونه او ازادي د بې‌حيايي، شرم او خجالت په بڼه انځورېږي.
خو ازادي او حقونه که د نارينه لهپاره وي که د ښځينه له پاره وي، له حيا، شرم او خجالت سره يې تړاو ستر حماقت او بې‌عقلي ده.
‏حيا او شرم د مانا له مخې لوی توپير لري، خو زموږ په ټولنه کې ډیری خلک حيا، شرم او خجالت سره ورته ګڼي، په داسې حال کې چې شرم «خجالت» داسې حالت دی چې انسان يې تر ځينې ناوړه او ناسمو کړنو وروسته احساسوي، مګر حيا هغه حالت دی چې انسان ناوړه کړنو ته نه پرېږدي.

د اسلام ستر پیغمبر محمد «ص» بیا حیا په دوو برخو وېشي چې لومړی ډول يې عاقلانه حيا او دويمه هغه يې احمقانه حیا او د همدې موضوع په رابرسېره کولو کې يې ‏عاقلانه حیا هغې حيا ته ويلې چې په پوهه او منطق راڅرخي او جاهلانه حيا هغه ده چې پر جهل او ناپوهۍ ولاړه وي، مثلاً د يوه شي په نه زده‌کولو کې بې‌جراتي، احمقانه حیا ده.

انسان په موجوده مخلوقاتو کې یو بې‌ساري او بې‌جوړې مخلوق دی او داسې ځانگړنې لري چې په نورو مخلوقاتو کې یې څرک هم نه په سترگو کېږي، لکه انسان د زده‌کړې او روزنې قابلیت لري، د بیان او ما في الضمير د ښکاره کولو توان لري، ټولنیزې ځانگړتیاوې لري، د کومک او مرستې روحیه لري، په اراده کې مستقل دی، د برخلیک په ټاکنه او تصمیم نیولو کې اختیار لري، ښه شکل لري او همدا راز نورې فزیکي ځانگړتیاوې هم لري. له پورتنیو ځانگړنو سره سره په مادي ژوند کې هم د نورو موجوداتو په څیر اکسیجن، خوراک، اوبو، استوگنځای، خوب، ارامتیا او داسې نورو ته اړ دی چې د دغو په نظر کې نیولو سره یې انسان داسې تعريفولای شو؛ انسان د تي لرونکو ژويو له جنسه یو ژوندی موجود دی، د پر مختللي عقل، ولاړ قد، د وینا او بیان د قوې په لرلو سره له نور وژویو جلا کېږي.
د انسان په اړه د پورتنيو مالوماتو پر بنسټ له عقلي او فزيکي اړخه جوړ او سالم انسان هيڅکله د جنسيت له مخې د ځان او نورو حقونه نه پرتله کوي، بلکې فکر کوي چې انسان که نارينه وي او که ښځینه، د يوه مور و پلار اولاد دی، اړينه ده چې حقوق او ازادي يې هم يو شان وي.

بله دا چې حقوق، ازادي او حيا په هيڅ مانا اړخ نه سره لګوي، ځکه هر انسان حق لري چې ژوند وکړي او د خوشاله ژوند کولو له ټولو اړتياوو برخمن وي.
په لومړي سر کې هر انسان که نارينه وي که ښځینه، حق لري چې سالمه روزنه ورکړل شي او د ژوند په ټولو معناوو وپوهول شي او بیا ورته د زده‌کړې لهپاره زمينه سازي وشي، د زده‌کړو له پای ته رسولو وروسته اجازه ورکړل شي چې په خپله خوښه د ځان لهپاره يوه دنده وټاکي او په همدې برخه کې د ځان او نورو لهپاره کار وکړي، داسې حس نه کړي چې د نورو پر اوږو بار ده يا بار دی.

د بيان د ازادۍ مساله
هر فرد که هغه نارينه دی که ښځینه، د فكر او بيان د ازادي حق لري. البته د ټولنې او کورنۍ د مسوولانو له مداخلې او محدوديته پرته، د مالوماتو او نظريو غوښتل، تر لاسه كول او انتقال په دې حق كې شامل دي او د بيان او د مالوماتو د خپرولو، وېش او تر لاسه كولو د وسايلو ازادي هم پخپله لمن كې رانغاړي.

‏د ازادۍ بله بڼه بیا عقیدوي ازادي ده چې نارينه او ښځينه دواړه حق لري د چې د هر دين او هر مذهب په اړه څېړنه وکړي او و يې مني، په دې چاره کې نه دولت، نه ټولنه او نه د کورنۍ غړي حق لري چې د دوی په چارو کې لاسوهنه وکړي او مشکلات ورته جوړ کړي.

خو سره له دې هم په افغاني ټولنه کې هغه ښځې چې زده‌کړه کوي، دندې ته ځي خپل او د نورو حقونه پېژني او غوښتنه يې کوي، د ځينو نارينه‌وو له لوري بې‌حیا او سپين‌سترګې ګڼل کېږي، خو هغه نارينه چې په لارو او کوڅو کې د ښځو او نجونو لهپاره ستونزې جوړوي او د زده‌کړو او چارو مخه يې ډب کوي، نه يوازې چې څوک بې‌حیا او سپين‌سترګی نه ورته وايي، بلکې زړور او بهادر يې هم بولي.
د دې له پاره چې په لويه لار کې ښځو ته اشارې او اوازونه کوي د دوی په وينا دا هر څه لوی زړه غواړي، خو په ټوله کې همدا ستره بې‌حيايي او همدا لامل دی چې ډېرې خويندې مو له زده‌کړو پاتېږي او د کورنيو له لوري د حيا او شرم په نامه په کور کښېنول کېږي.

په ټوله کې که بيا وليدل شي د حیا په نوم له ټولو جوړو شويو ستونزو قربانيانې يوازې ښځينه وي، ځکه که يوه ښځينه ناروغه شي او ډاکټر ته يې اړتيا وي، د حيا او شرم په نامه ډاکټر ته له وړلو بې‌برخې کېږي او حتا د مړينې لامل يې ګرځي.
خو که په اصل کې د دې ټولنې نارينه حيا او پردې ته په رښتيا هم ژمن وي؛ نو هيڅکله به هم ستونزې راولاړې نه‌شي، ځکه دوی که له ټولو ښځينه‌وو سره د انسانانو يا خپلو ميندو، خويندو او لورانو په څېر چلند وکړي، نه به څوک په په لارو کې وچېړل شي، نه به څوک په ښځو پسې په لارو کې اوزاونه وکړي او نه به دې ته زمينه برابره شي چې څوک دې خپلې خويندې او لورانې د حيا، شرم او خجالت په نامه له زده‌کړو منع او په کور کې بې‌اسرې کښېنوي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.