زموږ سیاسي شوې بیوروکراسي/ نصرالله درانی

0 465

په دولتداري کې یو عمده اصل دی څوک چې د ملکي خدمتونو په سکټور کې کار کوي باید د ټول ولس او د ټولنې ټولو قشرونو ته د خدمت په احساس سره خپله دنده پر مخ یوسي. که څوک په کوم دولتي مقام که پر کښته، منځني یا لوړ موقف باندې د ملکي خدمتونو له اصولو سره سم استخدامېږي باید خپلو خلکو ته د خدمتونه د وړاندې کولو پر وخت هیڅ ډول سیاسي، ژبنی، قومي او سمیه‌یز ملاحظات په پام کې و نه نیسي. د خدمتونو د وړاندې کولو په ډول کې باید د دولت په سیاسي مشرتابه کې د تغيیر له امله بدلون را نه‌شی. په ځینې مواردو کې کېدای شي د نوي سیاسي مشرتابه له انتخاباتي منشور سره سم هغوی په خپلو دولتي پالیسيو کې تغیير راولي چې هغه په ټوله کې د دولتي پالیسي برخه ګرځي او دولت مکلف دی چې د هغه له‌پاره قوانین تعدیل کړي، د ملي شورا «د اولس له استازيو» یې منظوري واخلي. نور نو دولتي ماشینري «بیوروکراسي» د خپلو دندو له لایحې سره سم خپلې دندې پر مخ وړي.

مثلاً د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د سیاسي مشرتابه په بدلېدو سره دولتي ماشینري ته چا لاس ور وا نه چاوه او دولتي ماشینري «بیوروکراسي» هم ځان متنازعه نه کړ. البته سیاسي مشرتابه حق لري چې سیاسي پوسټونو ته د خپل سیاسي ټیم خلک راولي چې په درست ډول د کمپاین پر وخت د کړو انتخاباتي ژمنو د عملي کولو له‌پاره کار وکړي. همدا ډول د اصلاح په مقصد په بیوروکراسي کې تغيیر او تبدیل هم د سیاسي مشرتابه صلاحیت دی، خو د ملکي خدمتونو د کارکوونکيو کاري مصوونیت په هر صورت لومړیتوب لري.

په ځینو مواردو کې که ملکي ماموران د دولت له پالیسي سره مخالفت و لري، نه‌شي کولای چې هم دندې ته ادامه ورکړي او هم مخالفت وکړي. که یې مخالفت ته زړه وي باید له دندې استعفا ورکړي. البته ځینې ملي مسایل وي چې هغه د هېواد له ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ سره تړلي وي؛ نو په هغوی کې بیا د هغه هېواد ولس د ملي ګټو پر بنسټ د دولتي مشرتابه پام د هغو د پالیسیانو اصلاح کولو ته را اړوي.

خو زموږ په هېواد کې بیا پېښې ډېرې سرچپه روانې دي. زموږ ډېر د لوړ تحصیلي ظرفیت خاوندان ځوانان په داسې موضوعاتو کې ډېر عقده‌مندانه او احساساتي چلند کوي. زه پوهېږم چې موږ ولسواکي نوې نوې تجربه کوو؛ نو طبعاً تېروتنې را څخه کېږي، خو زه چې ګورم دغو تېروتنو اوس زموږ ملي یووالی او ځمکنۍ بشپړتیا تر پوښتنې لاندې راوستلې ده. په ۲۰۰۱ کال کې چې کله حامد کرزی واک ته ورسېد، د ولسواکي نوې څپه راغله. ملت تر ډېرو خبرو تېر شو، د ډېرو خلکو جنایتونه او د هغوی مخینه یې د یو ښه سباوون په هیله کې نالیدلي و ګڼل. کرزي د یو انسان په صفت د قوت او ضعف ډېر ټکی درلودل، ځینې خبرې ورباندې د بون کنفرانس تحمیل کړې وې ځینې بیا د بهرنیانو نظامي شتون ورباندې ومنلې او ځینې بیا د افغانستان ځمکنیو حقایقو لکه فقر، بېوزلي، کمزوري دولت، جنګ‌سالارانو ورباندې کره کړې، که هر ډول و، خو کرزي څلور دورې واکمني و کړه چې لومړۍ لنډمهاله، بله یې انتقالي دوره وه او دوې نورې یې انتخابي دورې وې.

د ضعف او قوت له ټکيو سره یې یو ځای دیارلس کاله د نړۍ تر ټولو سخته دنده مخ ته یووړه او په دوه زره څوارلسم کال کې یې واک اشرف غني ته په سوله‌یز ډول و لېږداوه. د اشرف غني د دولت هم دا دی درې کاله بشپړ شول هماغسې لکه کرزی اشرف غني هم د ضعف او قوت ټکي لری، هماغسې مجبوریتونه لري. دا سیاسي بدلونونه دي چې یو طبيعي امر دی او باید راشي.

اصلي ستونزه د ملکي خدمتونو د چارواکيو ده. د افغانستان په دولت کې د ملکي خدمتونو کارکوونکي لکه په مخ کې چې مو وویل بدبختانه خپله بې‌طرفي نه‌شي ساتلای. زموږ د ملکي خدمتونو کارکوونکي چې د کرزي په واکمني کې یې دندې سر ته رسولې، هغه وخت یې هم ځان نظام ته نه وفاداره کاوه، بلکې له شخص سره یې د ژمنتیا د ثابتولو هڅې کولې. اوس د اشرف غني په واکمني کې بیا متاسفانه د ملکي خدمتونو کارکوونکي د ټولو اصولو پر خلاف په کرزي پسې بد او رد وایي او اشرف غني په مبالغه‌امیز ډول ستایي. زه وېره لرم چې همدا کارکوونکي به سبا بیا د سبا ولسمشر ستایي او اشرف غني به ښکنځي. د واکمني له سیاسي رهبري سره ژمنتیا ښه خبره ده، خو اصلي موضوع د ملکي خدمتونو د سکټور د اعتبار ده. که د ملکي خدمتونو سکټتور د نظام پر ځای اشخاصو ته تابعداري پیل کړي؛ نو سبا چې بیا بله سیاسي ډله واک ته رسېږي هغوی به دا خپل حق ګڼي چې د ملکي خدمتونو د سکټور اړوند اشخاص او افراد د خپلو انتقامي کړنو ښکار وګرځوي او په دې ډول د کارکوونکيو نسبي مصوونیت به خپله د هغوی د تېروتنو له امله زیانمن شوی وي.
که څه هم دا خبره تر ډېره حقیقت ده چې د دولت سیاسي مشرتابه او زموږ فاسدو چارواکيو دولتي ماشینري «بیروکراسي» له اصولو سره سم خپل کار ته نه ده پرې‌ایښی او دومره يې بدله کړې چې ان د پنځم بست ماموریت یې هم اوس سیاسي ګرځولی دی.

سیاسي مشرتابه ځي راځي، خو بیروکراسي پر ځای پاتې وي او هغوی هیڅکله ځانونه په سیاسي شخړو کې نه راښکیلوي او خپله اصلي دنده یانې اولس ته د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې خپل رسالت ادا کوي.

د دې لیکنې له لارې مې د دولت د ملکي خدمتونو له کارکوونکو څخه په درنښت هیله دا ده چې همدا تاسې یاست چې د نظام پایښت درسره تړلی دی او زموږ د نظام اداري حافظه له هم تاسې څخه جوړه ده؛ نو هڅه وکړئ چې ځانونه اشخاصو ته نه، بلکې نظام ته وفاداره وساتئ چې د سیاسي مشرتابه تغیير او تبدیل ستاسې پر کارونو اغېز و نه ښندي. په عین حال کې دا د دولت د سیاسي مشرتابه مسوولیت د ملکي خدمتونو نظام اصلاح او ورکې له غیر اصولي مداخلو څخه ډډه وکړي او دولتي ماشینري د وظیفوي مصوونیت له احساس سره یو ځای خپلې اصلي دندې پر مخ یوسي.

د یو داسې نظام په هیله چې د ولس اراده پکې تمثیل شوې وي او د ملکي خدمتونو سکټور له هر ډول سیاسي او سلیقوي مداخلې پاک وي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.