رباني د بابا په ږیره هم اجماع غواړي

0 506

د ډېرو نورو کلمو په څېر د جمعیت مشر د اجماع له کلمې هم د خپل پلار چوکۍ جوړه کړې چې په هر څه کې باید ور سریښ شي. صلاح الدین خان د تذکرو، د بلخ او سمنګانو د والیانو، د ولسمشر د واک او دا دی اوس له طالبانو سره د ولسمشر غني د سولې د وړاندیزونو په اړه هم د خپل قوم اجماع شرط بولي. هغه د کابل د سولې د بهیر په ناسته کې په خورا سپین‌سترګي د قومونو د ټېکه‌دار په څېره کې ځان ښکاره کړ او و يې ویل چې افغانستان د ګڼو قومونو کور دی او باید د سولې په بهیر کې د قومونو اجماع را منځ ته شي. صلاح الدین خان داسې فکر کوي چې د ده په څېر افغان قومونه هم له سولې وېره لري او ګټې یې ګنې په خطر کې دي.

دا بې‌چاره‌ګان په دې لا نه دي خبر چې هېواد د سولې په نه‌شتون کې تباه شو. رباني په خورا سپین‌سترګي وویل چې یوه قوم ته پر بل باید د سولې په بهیر کې اهمیت ور نه کړل شي چې زړه یې کابل ته د طالبانو له راتلو لړزېږي. د ده دغه ډول تحریک‌امیزه انګېرنه دا ده چې ګنې ولسمشر غني غواړي له طالبانو سره د سولې له لارې پښتون قوم له جګړې خلاص کړي چې د ده په باور دا د ده د قوم په زیان ده، ځکه دی په دې پوهېږي چې که پښتانه ارام او د دوی له خوا پرې تپل شوې جګړې خلاص شول، د دوی ببولالې ختمېږي او قومي ټېکه‌داري یې پای مومي. صلاح الدین خان پخپله اشاره ورکوي چې دوی نه غواړي طالبان چې د ده هدف ترې پښتانه دي، د سولې او ارامي مخ وویني او په جمعیت کې د ده په څېر څېرې د افغانستان ټول حق د خپل پلار میراث ګڼي.

دوی د ولسمشر اشرف غني د سولې هڅې تر پخوانیو هغو رغنده، جوړېدونکې او پر مخ تلونکې ګڼي؛ نو ځکه یې پر وړاندې د مخالفت غږونه اوچتوي، خو چې ولسمشر غني څومره د سولې له‌پاره وړاندیزونه جدي کوي، هغومره د سولې د دښمنانو څېرې ملت ته روښانېږي او د افغانانو هیله غوړېږي. د سولې یوه ریښتیني غږ په جمعیت اسلامي سم اور بل کړی دی او د کابل په ناسته کې یې صلاح الدین رباني په خورا سپین‌سترګي د نړیوالو په مخکې اندېښنه په ډاګه کړه چې د طالبانو په راتګ سره به د دوی سیاسي انزوا زیاته شي. د ښاغلي رباني له دغو خبرو ښکاري چې په تېرو ۱۵کلونو کې د جمعیت دغه ډول مشرانو سوله نه غوښته. د ولسمشرغني له خوا له طالبانو سره د خبرو په تړاو هر نوی وړاندیز د جمعیت د ۱۵کلنو مشرانو خوب له منځه وړي.

د صلاح الدین رباني زړه د ښاغلي غني د سوله‌یزې ارادې له اړخه ډېره ناارامه دی او د حکمتیار له راتګ وروسته یې د غني د سولې په اراده شک له منځه تللی. دوی ته د کابل په ناسته کې په بشپړ ډول ثابته شوه چې ولسمشر غني چټکې هڅې کوي چې طالبان هم په کابل کې د یوه پیاوړي سیاسي ګوند په توګه وویني. طالبانو ته د ښاغلي غني بې‌ساری نرمښت او نويو وړاندیزونو په جمعیت کې د ښاغلي رباني او عطا نور په زړونو کې اور بل کړی دی.

د دوی له خبرو ښکاري چې د افغانستان د سولې اصلي مخالفان همدوی دي او په تېره یوه نیمه لسیزه کې همدوی نه دي غوښتي چې له طالبانو سره دې سوله وشي. ښکاري چې پخوانی ولسمشر همدغې ډلې سولې ته نه پرېښود او پر ښاغلي کرزي یې د وېرونکي فشار یو پراخ چتر غوړولی و چې مارشال یې تر ستوني لاندې او نورو د ښاغلي کرزي، پر خوله، سترګو او غوږونو برغولي غوړولي او لاسونو پښو ته یې د سولې پر لاره د نه تلو زولنې ور اچولې وې.

خو ولسمشر غني د ښاغلي کرزي خلاف جدي منډې ترړې پیل کړې چې افغان طالبان په یوه سیاسي جریان بدل کړي او د نورو جهادي تنظیمونو په څېریې په کابل کې د واک ګدۍ او کیږدۍ ته جرګه کړي. د هغه دغه ډول بې‌باکانه هڅې به په لویه کچه د بهرنیو چارو په چوکۍ پورې دسریښ سرپرست وزیر په څېر کړیو له ننګونو سره مخامخ وي. خو یوه خبره اوس ډېره روښانه ده چې ښاغلي غني جمعیت اسلامي ته یو بل سرخوږی هم ور پیدا کړی چې د ګوند په دې شړېدلي وضیعت کې به دغه ګوند له نورې ټوټه کېدا سره پکې مخامخ شي.

د جمعیت اسلامي غیر تاجک غړي د هرې ورځې په تېرېدو سره د خپل ۴۰ کلن ګوند د ملګريو له اصلي څېرو سره مخامخ کېږي چې پکې د جمعیت په دسترخوان په خپله خوړلې ډوډۍ ډېر پښېمانه شوي دي. بل خوا جمعیت د ځینو مشخصو کړیو له خوا په لوی لاس کوچنی کېږي او یوازې په تاجک قوم پورې منحصر کېدونکی دی چې دا پخپله د دغه ګوند د ماتې ستره نښه بلل کېږي.

دا رنګه د جمعیت سیال حزب اسلامي چې په ۲۰۱۷ کې د سولې له روغې وروسته د سیاست اصلي ډګر ته رامخې ته شو په بې‌ساري ډول د نوې ډیموکراټیکې پراخې قومیزې څېرې خپلولو ته مخه کړې چې ډېر یې په افغانستان کې د ولسمشر غني د سولې د سیاست برکت بولي.
د کابل په وروستي کنفرانس کې د ولسمشر غني له دریځه داسې برېښي چې سولې ته د ښاغلي رباني په اصطلاح اجماع، را منځ ته شوې او که دغه ډول اراده موجوده وي، لېرې نه ده چې د سولې نوی غږ د افغانستان له سردرو واورېدل شي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply