منظور پشتین د پښتون تراژيدۍ روایتګر / خوشال خلیل

0 876

کله چې موږ د انقلاب او ولسي پاڅون په اړه غږیږو د کلک هوډ لرونکو، یو موټي او پاریدلو خلکو لوی صفونه مو سترګو ته تداعي کېږي. پاڅونوال له ولسه راوتلي وي او انقلاب کې همدا ولس دی که په هر باور وي جنګېږي، ټپیان کېږي، وژل کېږي او زندانونو ته ځي. ځکه د هر انقلابي حرکت او پاڅون شاته ګڼ دلایل لکه اقتصادي، سیاسي، ټولنیز، ایډیالوژیک او نور موجود وي. پاڅون کې موږ د سیاسي ګوندونو او سیاسي مشرانو ترمنځ د رقابت او همکارۍ، کمزورتیا، ټوټه کېدو او د حاکم قدرت د وار پار د خطا کېدو سره مخ کېدای شو چې نه پوهېږي پاڅون سره څه ډول چلند وکړي. خو یوه خبره د دوی ترمنځ شریکه وي هغه دا چې د حکومت په شمول ټول پخواني سیاسي او ټولنیز جوړښتونه پوهېږي چې له لوی چلنج سره مخ دي او ځانونه بې وسه او بې اهمیته ګڼي.
خلک په هسې تشو خبرو خپل ژوند، کورنۍ او نږدې کسان په هوايي خبرو خطر ته نه غورځوي، ځکه پاکستان غوندې هېواد کې هر ډول مبارزه زیات خطرونه لري. پاڅونوال تر هر څه زیات امید او ارمان ته اړتیا لري او همدغه ارمان سره د دوی کلک تعهد دوی سره لا نږدې کوي او ویره یې ختمېږي. ځیني په دې باور دي چې یو انقلاب ناڅاپه رامنځته کېږي او د انقلاب لپاره کومې برنامې جوړولو ته اړتیا نه وي، دا وینا د نقد وړ ده خو لا هم قوي خبره ده.
د منظور پشتین او د هغه د ملګرو ویناوې اورم او جلسو کې یې د خلکو اشتراګ وینم، دوی په هره جلسه او غونډه کې خلکو ته د هغه جهنم کېسې کوي چې ناستو خلکو ټولو تجربه کړی دی، دوی د هغو ظلمونو او تحقیر او توهین کېسې کوي چې هر یو یې د پاکستاني پوځیانو او چارواکو سره د مخامخېدو پر مهال احساس کړی دی، خو فرق دا راغلی چې پخوا دا ظلمونه دوی د تقدير برخه ګڼل خو اوس ورته پاڅونوال وايي چې په دې کې تقدير مقصر نه دی رياست ملامت دی. دوی د يو ساده کلیوال چوپان کېسه رااخلي چې د پلار او مور یو زوی و او پاکستاني پوځيانو په څومره بي رحمۍ وواژه، دوی په پاټکونو کې د شناخت کارټ د نه لرلو په جرم د پښتنو د ښکته کولو او بیا رټلو کېسې کوي، دوی د پاکستان د پوځ هغه ظلمونه بیانوي چې اول یې تاجیک، ازبیک او چیچن جنګیالي ورته راوستل او بیا یې په همدغو جنګیالیو د دوی مشران ووژل او د هغو د وژلو په تور یې بیا کلي ور وران کړل، دوی د خپلو ډکو کورونو د پرېښودو پنجاب او سند ته د مهاجرت او هلته د ځايي خلکو او پولیسو د توپیري چلند کېسې کوي، دوی د خپل مات شوي غرور او عظمت کېسې کوي او دا کېسې په ډېر هنر او د خلکو په ژبه بیانوي، تاریخي پېښو، تاریخي شخصیتونو، ګډ سرنوشت او خپل راتلونکي سره یې په منطقي ډول نښلوي. دا روایتونه او کېسې چې څومره کېږي هغومره ورسره خلک مشترک احساس پیدا کوي او د پاڅون د مشرانو څیرو کې خپل نجات او هغه راتلونکی ارماني ژوند ګوري چې د اوسني جهنمي حالت کې یې تصور هم نشي کولی، خو د همدغسې آزاد ژوند تصور ورته د پاڅون مشران ورکوي او ددغه تصور او ارمان لپاره حاضر دي چې هر ډول چلنجونه ومني او غونډو کې يې برخه واخلي او ملاتړ یې وکړي.
منظور پشتین د پښتون تراژیدۍ هغه روایتګر دی چې تر دې مهاله هیچا د دغسې روایت هڅه نه ده کړې او یوازې شاعرانو دا ظلمونه په سیمبولیکه ژبه بیانول، ځکه استبداد کې شاعري او هنر یوازینۍ ژبه ده چې د سانسور له وجې خلک په کې خپل فکر او نظر بیانوي. د پاکستان پوځ او ادارو په اړه ملایانو دومره روایتونه او دیني توجیهات راوړي چې د تقدس تر بریده یې رسولي دي او هیچا کې دا جرات نه و چې په اړه یې غلط تصور او یا شک وکړي.
پاکستان داسې یو هېواد دی چې تاریخ یې ټول په درواغو جوړ دی او حتا له درواغو دیني روایتونه راباسي چې خپل کړه وړه ورباندې توجیه کړي او له رښتیا ویلو سخته ویره لري، ځکه په رښتیا ویلو سره یې ټول تاریخ، ادارې او ایډیالوژي تر سوال لاندې راځي او په دروغو یې چې د خلکو منځ کې کوم ارزښت پيدا کړی دی، د هر روايت په کولو يې له لاسه ورکوي او جوړ کړی توهم او طلسم یې ورسره ماتېږي، نو منظور پشتین هم د پاکستان دغه ژوبله ګوته کلکه نیولې او دا څوارلس کاله چې په قبایلي علاقو څه تېر شوي دي ټول په ډېر زیر او زبر خلکو ته بیانوي او له هر بیان سره یې د پاکستاني ایډیالوژۍ توهم ماتېږي او خلکو کې ویره ختمېږي او د پاکستان هغه عظمت او لوړوالی چې د پښتنو منځ کې په ډېرو پیسو او د ملایانو په زور جوړ شوی و، هره ورځ نړیږي.
په اخر کې د پښتون لانګ مارچ ملګرو ته د ساموئل بکټ دا وینا راوړم چې وايي هر څومره دې چې هڅه وکړه او هر څومره ماتې دې چې وخوړلې جدي یې مه نیسه، بیا هم هڅه وکړه، بیا هم ماته وخوره او دا ځل سمه ماته خوره، خو کینه مه.

Leave A Reply