پکتيا د شملې، لوپټې او ښوونځي کور / شکور کامران 

0 342

د هېواد په تاريخ کې په لومړي ځل د يوې سيمې اوسيدونکيو تعليم جبري او په رښتينې مانا او قوي هوډ يې د حقيقي پرمختګ او رڼايي يون پيل کړ. لنډه موده مخکې د پکتيا د لجه منګل قومي مشرانو په کلنۍ جرګه کې پرېکړه وکړه چې هغه کورنۍ به پنځه زره افغانۍ ناغه کېږي چې د ښوونځي د عمر ماشومان مکتب ته و نه لېږي. دوی ويل که څوک دې چارې ته دوام ورکړي او ډېره موده يې اولاد له ښوونځي پاتې شي، مړی، ژوندی به ورسره بند کړي.

دا د دې سيمو د خلکو په شعوري ويښتيا تر ټولو ډاډمن او قوي دليل دی چې د زده‌کړې په ارزښت او اړتيا پوه شوي او د تر لاسه کولو لپاره يې خپل ټول وس کاروي. د دې سيمې اوسېدونکي او مشران وايي ګڼې ستونزې پرې تېرې شوې او ورته تجربه ده چې له دې ستونزو د وتلو يوازې يوه لار شته او هغه تعليم دی چې ورته د رسېدو لپاره يې ډېرو ستړو او سختو زغملو ته چمتو دي.
د لجه‌والو د دې پرېکړې ډېر هرکلی وشو او قوي انګېزه يې ولېږدوله. تر دوی وروسته جاني‌خېلو، ځدراڼو او د پټان سرحدي ولسوالي د مقبلو مشرانو هم پر دې هوکړه وکړه چې په هغو کسانو به د فشار لپاره ناغه ږدي او د دوام په صورت کې به له ښې، بدې پرېښودل کېږي چې د ماشومانو د زده‌کړو په برخه کې غفلت وکړي.

جاني‌خېلو بيا په دې برخه کې لا بر لاس يووړ او و يې ويل هغه کورنۍ به ۲۰ زره افغانۍ جريمه ورکوي چې د ښوونځي د عمر ماشوم زده‌کړو ته و نه لېږي او هغه ځوان به ۱۰ زره افغانۍ جريمه پرې کوي چې له دوولسم ټولګي فارغ وي، خو په کانکور ازموينه کې برخه وانخلي. د دوی د پرېکړې له مخې که دوولسم پاس زده‌کوونکي يې په کانکور ازموينه کې بريالي شي او د لوړو زده‌کړو وس و نه لري، لګښت يې قوم په غاړه اخلي او د ټولو پوهنتوني زده‌کړو مصارف به ورکوي.
جانې‌خېل په وروستيو کې سخت وځپل شول او دوه ځله د ولسوالي په سقوط کې ګڼ زيانونه ورواښتل، ځوانان يې شهيدان شول، موټرونه يې وسوځېدل، ودانۍ يې ونړېدې او سړک خو يې لا هم کنډ و کپر پروت دی، د زده‌کړو په برخه کې د دوی دا جديت په دې دلالت کوي چې په واقعي مانا د زده‌کړو په ارزښت پوه شوي او غواړي له توپکه عمري ځان خلاص کړي. شاعر وايي؛
بيا به وګورې په لمر کې به دې کور وي
که خدای خلاص کړې کمربند او له توپکه

مقبلو مشرانو ويلي چې د ښه لاسرسي، څارنې او ستونزو او غوښتنو ته د رسېدو لپاره به د ښوونځيو په شوراګانو سربېره په هر جومات کې شوراوې جوړوي او هغه ماشومان چې ښوونځی ترې په نيمايي کې پاتې وي او د ښوونځي د عمر نوي ټول ماشومان به په ښوونځيو کې داخلوي. تر دې وروسته د ګردې څېړۍ، وزې ځدراڼ او شواک ځدراڼ قومي مشرانو هم ورته پرېکړې وکړې او د سرغړونې په صورت کې يې د قومي غبرګون خبره تاييد کړه.
دې پرېکړې تر اوسه ښې پلې شوې دي. مثلاً د پرېکړې په لومړۍ سيمه يانې د لجه منګل په ښوونځيو کې د ماشومانو شمېر څو چنده زيات شوی دی. د تشنک عالي لېسې د لومړي ټولګي ماشومان له شاوخوا ۳۰، ۹۰ ته زيات شوي، په پتکه لېسه کې له کابو شلو، اته څلوېښت او بوکَر ښوونځي کې هم د پخوا پرتله ډېر ماشومان په لومړي ټولګي کې شامل شوي دي.

د پکتياوالو مينه، د وزارت کينه!
د پکتيا د بېلابېلو قومونو مشرانو دا بې‌سارې پرېکړه په داسې حال کې وکړه چې د دې ولايت ۷۵ سلنه مکتبونه بې‌سرپنا دي، ماشومان يې کتابونه نه لري او د ځينو سيمو ماشومان يې تر ښوونځي څو کيلومټره مزل کوي. د ځدراڼو په دريو ولسواليو کې تېر کال په لومړي ځل څو تنه له دولسم ټولګي فارغ شول او په درې واړه ولسواليو کې يوازې يوه لېسه ده.

ولسمشر غني پکتيا ته په وروستي سفر کې د دې پرېکړې د ستاينې پر مهال وويل چې دا ولايت په شمله او لوپټه سربېره اوس د ښوونځي کور هم دی، خو عالي جناب ته دې وويل شي چې ستا پوهنې وزارت په تېرو دريو کلونو کې د دې ولايت رياست ته يوه افغانۍ انکشافي بوديجه هم نه ده ورکړې او يوه ښوونځي ته يې هم ودانۍ نه ده جوړه کړې. د دې ولايت له شا و خوا څلور نيم زره ښوونکيو څخه يې ډېری په خپل وخت معاش نه تر لاسه کوي او له ادارې يې نيولې د مرکز تر ښوونځيو د پام او لازمو اسانتياوو د نشتوالي له امله ګڼې ستونزې شته.

يوه ځدراڼ پلار راته ويل چې په سيمه کې يې ابتدايه مکتب دی، متوسطه ترې لرې دی او لېسه بېخي شته نه، ده په حسرت وويل چې که څوک وس ولري، نو د نورو زده‌کړو لپاره ګردېز يا خوست ښار ته ځي او که نه نورې زده‌کړې نه‌شي کولای. ده دا خبره په داسې اندازه وکړه لکه لېسې ته د خپلو اولادونو د لېږلو تږی دی، خو بې‌وسي يې لاس لنډ کړی وي.
له يوه لاسه ټک نه خېژي او پوهنې وزارت ته په کار ده چې نور له “وهنې” لاس پر سر او په واقعي مانا پوهنې ته کار وکړي. دې خلکو چې دومره مېړانه کړې، وزارت هم بايد له مسووليت سره سم ورته لږ تر لږه لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړي او د مکتب دروازې پرانيستې وساتي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply