دا اوونۍ د کندهار پر هوايي ډګر ۲۵ ناقانونه الوتکې راکښته شوې

0 420

د افغانستان هوايي پاټکونه؛
دا اوونۍ د کندهار پر هوايي ډګر ۲۵ ناقانونه الوتکې راکښته شوې

سرخط ورځپاڼه
سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې په دې وروستيو کې د کندهار پر هوايي ډګر د هغو مرموزو الوتکو د راکښته کېدو ګراف څو چنده لوړ شوی دی چې په ناقانونه موادو بار وي او د هوانوردۍ وزارت کوډ هم نه لري.
يوازې په تېره اوونۍ کې دغسې پنځه ويشت الوتکې چې په داسې موادو بار وې چې افغانستان ته يې راوړل بند دي، په ناقانونه توګه د کندهار پر هوايي ډګر راکښته شوې دي.
دا د هېواد پر هوایي حریم بربنډ تېری او بې بندوباري ده.
سرخط ورځپاڼې ته باوري سرچينو ویلي دي چې د کندهار پر نړيوال هوايي ډګر د دغسې الوتکو الوت او راکښته کېدل له مودو راهيسې روان دي، خو په دې وروستيو کې کيسه ډېره توده شوې او د رسوايي تر کچې رسېدلې ده.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، د وري مياشتې پر ديارلسمه یوه روسۍ څلور ماشینه الوتکه له نېپال څخه دوبۍ او له دوبۍ څخه کندهار ته په سفر وه چې د شپې پر يوولس بجې پر کندهار تر راکښته کېدو وروسته يې، کيسه رسوايي ته ووته.
الوتکې ځکه د مامورانو پام ځان ته ور اړاوه چې بشپړه ورځ یې د هوانوردۍ له ټکسه پرته، پر ملکي هوایي ډګر پارکینګ کړی و.
دغې الوتکې د هوا نوردۍ وزارت کوډ نه درلود او څلوېښت ټنه سپارو پکې بار وې چې افغانستان ته يې راوړل بند دي.
سپارو Batle nut يو ډول مواد دې په سګرېټو او پان نومي نشه‌يي موادو کې کارول کېږي او د کندهار د هوايي ډګر له لارې، په ناقانونه توګه پاکستان ته وړل کېده.
د سرچينې په خبره، کله چې موضوع رسوا کېږي، ثابتېږي چې مال په امنیه قوماندان جنرال رازق پورې اړه لري، رازق د ملکي هوايي ډګر امریت کنټرولوي، عصمت افغان نومي کس ته چې د سرحدي ځواکونو د میدان قومانداني ور له غاړې ده، مسوولیت سپاري چې د هوانوردي وزارت ټول پرسونل له هوایي ډګر څخه وشړي، د کندهار د هوايي ډګر له امر احمدالله فیضي سره وسله‌واله شخړه کوي، هغه بې‌وسلې کوي او په مرګ یې ګواښي.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، وروسته د امنیت شورا له خوا د دغې رسوايي د څېړنې لپاره یو هیات ور استول کېږي.
دغه هیات د الوتکې عملې ته د هوانوردۍ د قانون له مخې د شپږ شپږ میاشتې زنداني کېدو سپارښتنه کوي، د الوتکې شرکت یو میليون امریکايي ډالره جریمه کوي او د الوتکې مال د افغانستان د کمرکاتو د قانون له مخې قرنطین کوي، خو کيسه پر همدې ځای نه خلاصېږي.

وروسته په دولت کې یو شمېر کسان د افغانستان د مخکېني جمهور ريیس حامد کرزي په شمول، کندهار ته پر تللي هیات فشار راوړي او په وروستۍ پرېکړه کې الوتکې او د هغې عملې ته د هونواردۍ د قانون تر ټولو ټیټه جریمه، یانې ۷۲ زره امریکايي ډالره ټاکي، عمله د رسمي بښنې په غوښتلو پرېښودل کېږي او د مال د ضبط امر کېږي.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، د هیات د ورتګ پر مهال د میدان د سرحدي ځواکونو قوماندان عصمت الله په الوتکه کې بار دوه، څلوېښت څلوېښت فوټه اوږده کانټینرونه له میدان څخه وباسي او د بولدک پر لور حرکت ورکوي چې په غالب ګومان پاکستان ته اړول کېږي.
سرچینه وایي، دغې او نورو الوتکو تر دې مخکې په شپږو میاشتو کې شا و خوا دوولس پېرې وهلې او تر هغه را وروسته یې په تېره یوه اوونۍ کې په پنځه ویشتو پروازونو کې په لسګونه کانټینره مال را لېږدولی دی.
له کابله ورغلي هیات هم د پېښې پر حقایقو ګونډه وهلې او وایي، ورته ویل شوي دي چې بحث دې نه پرې کوي.

په سګرېټو او پان نومي نشه‌یي توکيو کې پر کارېدونکې سپارو د افغانستان د قانون مطابق یو سل او شل فیصده محصول راځي او که داسې فرض کړل شي چې په یوه الوتکه کې د یوه ملیون ډالرو معادل مال راغلی وي؛ نو تر یو ميلیون ډالر زیات یې د محصول له درکه افغانستان ته زیان رسېدلی دی.
خو د افغانستان د هوانوردي وزارت مسلکي مرستيال کپټان جيلاني وفا بيا له سرخط سره په خبرو کې دا رد کړه چې ناقانونه الوتکو د کندهار پر هوايي ډګر بېر و بار جوړ کړی دی.
دی وايي، رښتيا هم يوه روسۍ الوتکه له نېپاله، دوبۍ او له دوبۍ څخه کندهار ته تللې وه چې په خبره يې، ناټو په ناپامي کې د کښته کېدو اجازه ورکړې وه او بيا افغان حکومت ورڅخه جريمه هم واخيسته.

موږ ډېره هڅه وکړه چې په دې اړه د کندهار د امنيه قوماندان جنرال رازق د وياند غورځنګ نظر هم واخلو، خو ټلېفون ته يې ځواب و نه وايه.
په وروستیو کې د مرموزو پروازونو دې سلسلې د کندهار پر هوایي ډګر د ملکي الوتکو پروازونه هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړي او د کندهار مسافرو ته له دې درکه پرېمانه ستونزې پيدا شوې دي.
د کندهار هوايي ډګر دا تېر پنځه کاله مسلسل په نړیواله کچه د هغو ایيرپورټونو په لومړي سر کې ځای نیولی چي پر یوه کرښه تر ټولو زیات پروازونه پکې کېږي.
دغه پروازونه د افغانستان په ملکي او نظامي سربېره، د امریکا او متحدانو نظامي، استخباراتي او اکمالاتي پروازونه دي چې په اوونۍ کې يې شمېر ۵۰۰۰ پروازونو ته رسېږي.

د افغانستان د قانون د حاکمیت اوسنۍ وضعې ته په کتنه د هوایي کرښو د کارېدنې په اړه د ولایتي او محلي زورواکيو خپل‌سري د افغانستان د نظام پاتې نیم‌زاله نوم هم له خاورو سره خاورې کولای او افغانستان ته د قاچاق، تور کار و بار او مافیا د ځالې شهرت ورکولای شي.
د یوه هېواد د هوایي حریم تمامیت هم د هغه هېواد د ارضي تمامیت بشپړوونکی او برخه دی او که پر هوایي حریم دا رنګ خپل‌سرۍ دوام ولري، د هېواد تمامیت او بشپړتیا تر سوال لاندې راتلای او دا د نورو زورواکيو لپاره هم د ورته کردار نمونه برابرولای شي.

Leave A Reply