زموږ بد اخلاقه ټولنه / شکور کامران 

0 321

سالم نقد اصلاح ته لار هواروي، خو موږ کابو په هېڅ برخه کې نقد نه دی کړی، د نقد زغم نه دی پالل شوی او د نقد د نه‌شتون له امله بې‌شمېره ستونزې لرو. ټولنيزه اصلاح اساسي چاره ده چې ټولنې او ملت ته وياړونه وربښي، خو موږ تل په خپلو نيمګړتياوو سترګې پټې کړې دي، خپلې مدحې مو ويلې او له نورو مو هم هغه څه را اخيستي چې زموږ د ستاينې په اړه يې ويلي يا ليکلي دي.
واقعيت دا دی چې موږ له اخلاقي پلوه دومره ستونزې او نيمګړتياوې لرو چې ښايي له مثبتې خوا منفي هغه زياتې شي. تاسې خپل شا و خوا ته فکر وکړئ، ځوانان مو وګورئ، ټولنيز وضعيت او حرکات وڅارئ، د ځينو مشرانو ښځو او سړيو ګيلې واورئ او نورو ته غوږ ونيسئ چې پوه شئ په څومره بدترین حالت کې يو.

په کتار کې له درېدو نيولې تر اړيکو، کورني او ټولنيز چال، چلند، قومي او مذهبي زغم، تعليمي او اکاډميک چاپېريال، تر سياسي کلتور او تر بلې هرې برخې څومره خوار يو.
په کورونو کې سختې او تاوتريخوالی کېږي، ماشومان ترټل کېږي، د لويانو بې‌احترامي کېږي، ځوانان مو يو بل ته د متقابل درناوي پر ځای، تقابل او عداوت کوي، تجار خراب او کم کيفيته مال راوړي، انجينر او ساختماني کارکوونکی مو بې‌کيفيته سړک او ودانۍ جوړوي، ډاکټر مو د ناروغ له ژوند سره لوبې کوي، ملا مو له هېواد سره د مينې او خدمت پر ځای له وطن او خلکو سره د تقابل فکر پالي، سياسيون مو شخصي ګټو او د بادارانو موخو ته ستړي دي، وکيل مو کمېشن‌کار دی، قوماندان دوکانداري شروع کړې، کم شعوره رسنۍ مو پردی کلتور عاموي او جګړه‌مار مو تر ټولو پولو په اوړېدو نه بيانېدونکی وحشت…

که دوه موټر معمولي څنګ په څنګ سره تېر شي، چلوونکي يې بد بد سره ګوري، ښکنځل کوي او خبره تر جنګ جګړې رسېږي. همداسې د دوه کسانو جګړه وه، يو بل يې وهل، تر بېلتون وروسته يې د علت پوښتنه وکړه، وايي نږدې يې موټر راسره ټکر کړی وی! دا ملت دی دا يې اخلاق! او که بیا ټکر هم شي، ايا څوک قصداً ټکر کوي؟
ښه ځه، له ټکر وروسته به ډرېوران سره جوړ شي، موټر به ورته جوړ کړي، خو ټرافيک يې نه پرېږدي، وايي ما ته پيسې راکړه.
روژه مبارکه او د زغم لوی پيغام ورکوونکې مياشت ده، خو زموږ خلک په همدې مياشت کې تر بل هر وخت زياتې جګړې کوي او د ډېرو غورځېدلو او ټيټ فطرته انسانانو په شان داسې فحش او ښکنځل کوي چې زه يې ذهن ته په راوړو له شرمه خولې کېږم.

په نوره نړۍ کې څوک مکتب، پوهنتون يا روغتون په تلونکې نجلۍ يا د کومې اړتيا لپاره بازار ته په راغلې مېرمنې پسې چيش چيش يا شپېلق کوي؟ اذيتوونکې اشارې ورته کوي!؟ باور وکړئ نه يې کوي.
اوس خپل ځان ته وګورئ، ايا مېرمنې يا نجلۍ ته “مال” نه ويل کېږي!؟ يوه افغانه او مسلمانه خور چې ولاړه وي، څومره نظرونه ورته متوجه وي؟ او څومره ناسم حرکات او اشارات ورته کېږي. که څوک ادب او اخلاق ولري، داسې کوي؟ نه، ځکه څوک چې اخلاقي اساس ولري، داسې نه کوي، خو له دې مالومېږي چې موږ څومره بداخلاقه او بدتربيه يو.
يو ځل په کابل يا د بل کوم ښار په عمومي موټر کې سفر وکړئ. په شل دقيقې سفر او د ښکنځلو او نامناسبو کليماتو له اورېدو وروسته به پوه شئ چې څومره غورځېدلي او پاتې يوو؟

په يو کار پسې ادارو او دفترونو ته ولاړ شئ، د امر او رييس صاحب چلند وګورئ، بيا پوهېږئ چې له ټولنيز او اخلاقي اړخه په کوم ځاي کې يوو؟
جنرال مو غدار کوي، ملکي او نظامي مو رشوت اخلي. غواړې به چې يو قانوني کار دې وکړي، خو پزې ته به راشې.
باور وکړئ سخت بې‌ادبه خلک يوو. په نړۍ کې وګرځئ، دومره بې‌لارې، سرمغزن او بې‌حيا خلک به پيدا نه کړئ. که له نورو همزولو ملتونو، د هغوی په فکر او اخلاقي لوړتيا خبر شئ، پوهېږئ چې موږ څومره خراب يوو او دا خبره مو زړه ته لوېږي چې ښايي يوه تر ټولو بې‌ادبه او بداخلاق ترينه ټولنه به افغاني ټولنه وي.

د ګمرک يو کارکوونکي راته ويل چې د ګمرکاتو او عايداتو له نيمايي زياتې پيسې د ملي بوديجې پر ځای د رذايلو جېبونو ته ځي. همداسې يو تجار خبره کوله چې د قانوني محصول سربېره څو زره ډالر په غير قانوني ډول ورکوي چې مال يې وارد او له ستونزې خلاص شي. وايي څو ځايه يې تاوان هم کېږي او هم په ټولنه کې د ځينو مفسدو سوداګرو له امله په معامله‌ګر مشهور دی…
وزير، والي او قوماندان د کار او خدمت پر ځای په مهمو او عايداتي پوسټونو خپل خلک مقرروي چې پيسې ورته راوړي! ايا دا د يو انسان اخلاق کېدای شي!؟
په کليو کې مو څومره تربګنۍ دي. ايا په نه خبره نه سره خورو؟ يو د بل سر ته نه يو ناست؟ د يوه په پورته کېدو يا ښه کېدو د بل زړه چوي، ولې؟ دومره ټيټ فطرته او دومره حیوانيت چې په موږ کې دی، د نړۍ په هيڅ کونج کې نه‌شته…

موږ هيڅ داسې ټولنيز وياړ نه لرو چې نورو ته يې د يو سيمبول په توګه ياد کړو. دا سمه ده چې جګړه له انسانانو ډېر څه اخلي او له مادي سربېره يې معنوي غنا ترې لوټي، خو دومره هم نه. په نړۍ کې د جګړه ځپلو ملتونو نور مثالونه هم شته، خو هغوی قطعاً داسې نه دي…
هر انسان او ملت د هغه حالت وړ دی چې لري يې او تر څو چې ځان بدل او ښه نه کړي، د حالت د ښه کېدو فکر ځان تېر باسل او محال دي. له نورو د رحم او ښه‌والي له غوښتنې مخکې باید موږ سم او اصلاح شو او د ټولنې سمون او اصلاح له ځانه پيلېږي. ځان سم کړئ چې ټولنه او نړۍ مو جوړه او ښايسته شي.
د باادبه او اخلاقي افغان ټولنې په هيله!

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply