د شپږګوتي ژوندون

حیات ژوند

0 137

د سړي د هر ګام په اخیستلو سره به يې د پښو پر شاوخوا نرۍ دوړه جوړه شوه او د  پوندو په چاودو کې به يې خاوره ننوتله. ښه مخکې ولاړ، په ناهیلي انداز يې له ښۍ وږې شا ته وکتل، ګڼ خلک له غوا چاپېر وو، غوا پر ځمکه اوږده غځول شوې وه، چاړه  يې پر مرۍ کش شوې وه.

د غوا کولمې يې له خېټې د مار په شان ایستل کېدې او لرې کارغانو پرې غلبله جوړوله، د ورانه غوښه يې رپېدله، داسې چې لا هم له مرګ سره پر یوه لار نه تلله؛ خو قصاب ناڅاپه چې چاړه يې په سوهان تېروله، غږ وکړ: «درې برخې د ملک دي، درې نورې يې نه دي رامعلومې.» او لنډه دمه وروسته يې بیا نرۍ موسکا وکړه او په منلډو يې وویل: «خو یوه برخه د شپږګوتي د تره حاجي صاحب ګلامیر ده.»

سړي د سترګو له کونجونو خلک له نظره تېر کړل، د هر یوه خوله ویته ویته کېده، د تره اړخ ته يې وکتل، سپينې ږیرې یې ټټر ورپوښلی و، په ببرو سپینو برېتونو يې ویړې شونډې پټولې.

سړي غلی د وا سکټ له جېبه کیڼ لاس وایست، شپږمه ګوته يې په غټې ګوټې پسې نښتې وه، د ښي لاس په پنجې يې کېکاږله، خو ګوته د ګور د جینجي په شان خوځېده.

قصاب لا هم چاړه په سوهان تېروله او بیا بیا يې د چړې ژۍ ته ګوته وروړله، درنګ شېبه وروسته يې سر وڅانډه او ويې ویل: «نیت به پاک ساتئ!»

د سړي له پوندو هماغسې پوټي تویېدل، څو ګامه مخکې لاړ، د خاورو لیکه لا هم منظمه د ده تر پښو لاندې پورته کېده او پرېوته. د شا خلک ورو ورو د ده له نظره پناه کېدل، یو ځل يې په ناارادي ډول شا ته مخ واوښت، بډ وهلیو مټو او خوله شویو تندیو د لمر وړانګو ته پړک کاوه، قصاب سوهان پر ځمکه غورځولی و، د حلالې شوې غوا د ورانه غوښه له رېږدېدو او ټوپونو لوېدلې وه، د کولمو او لري بوی د شاوخوا کسانو تر پوزو ورته. قصاب تبر په لاس د ورانه هډوکی ماتاوه، سملاسي ناڅاپه ودرېد، شاوخوا هېڅوک نه و، خلک د مېږيانو په شان لرې خال خال ښکارېدل، په پونده کې ننوتلي اغزي ته يې لاس وراوږود کړ، خو په ګوتو ورنغی، پرلتۍ يې ووهلې، بټه او د شهادت ګوته يې سره نژدې کړه، په نوک يې په چاود کې ننوتلی اغزی له پښې وایست. د سړي له تندي د خولې څاڅکی پر لمنه وغورځېد، تک سور خال پر سوربخونو جامو جوړ شو. خال ته يې ګوته ورنژدې کړه؛ بېرته يې ترې پورته کړه، د وینې له رنګه يې کرکه وشوه؛ خو هاخوا قصاب پر وینې لړلې ځمکې ګام اخیست، له غوا چارچاپېره تاوېده، د غوا له خېټې سره تاوونه پورته کېدل او له تودې هوا سره ورکېدل. قصاب په تبر مات شوي هډوکي ته چاړه برابره کړې وه، په غوښه کې يې چاړه ننباسله؛ خو ناارادي يې له خولې ناره وشوه: «یو ټوټه ټوکر راکړئ، ګوته مې غوڅه شوه!» سړی تلولی شوی و، خو د قربانۍ بل برخه وال د قصاب د شهادت له ګوتې ټوټه تاووله. سړي د قصاب د شهادت ګوتې ځیر شو، د غټې ګوتې نوک ته يې هم سترګې رډې وایستلې، ورو يې خپلې بټې ګوتې ته لاس یووړ، له ځان سره وګوڼېد: «دا يې هم شپږ، ان یولس، ان یوویشت!» د شپږمې ګوتې نوک يې کش کړ، په لنډ غږ يې «اه!» وکړ او بیا يې وویل: «شپږمه ګوته لكه څلوېښت اغزي زما پر پوندو هره شېبه راننوځي او له مخکې تګه مې غورځوي؛ خو دا درد اوس دومره عادي شوی دی، چې هډو نه خوږېږم.» بیا له ځان سره ګوڼېږي او وايې چې دا هم زما د شپږمې گوتې له شامته، زه هم لکه د ځمکي پر سر په انسانانو کې شپږمه گوته. خو سر يې ژر وڅانډه او زیاته يې کړه: «اصلاً پېغورونه راته عادي شوي دي، زما روح يې په منګولو کې نیولی، ترړولی يې یم. داسې ورسره بلد یم لکه نن سبا چې د چم گاونډ خلك له مرګونو سره بلد دي.» د مرګ په کلمې يې هډونه ځیږه شول، یو ګام يې لا نه و اخیستی،  چې په  زوره يې وویل: «زړه مې دی، چې لومړی مې همدا بدمرغه شپږمه ګوته خاورې شي، چینجي پرې غلبلې وکړي، زه ورته وګورم، په کټ کټ ورته وخاندم او ورته ووایم، چې اخر مې هم ځان درنه خلاص کړ. څلوېښت کاله عذاب په خوله یادېږي؛ خو که داسې ونه شي؛ نو ځان به د تل لپاره په خلکو کې شپزمه  گوته احساسوم.»

خو یو ځل يې شپږمې ګوتې ته وکتل، لکه د غوا په کولمو کې نری چینجی داسې خوځېده او ده له کلونو راهسې له یوه چینجي سره ژوند تېراوه؛ خو هلته قصاب له چینجي چاړه لرې لرې کوله، ان کله به چې د غوا په خېټه کې چاړه وبرابره شوه، د چړې په نوک به يې د غوا له خېټې لرې وغورځاوه، په همدې سره به ټول له چینجي شا ته شول او کله کله به د شاوخوا خلکو تر بوټو لاندې شو، ده به خاورو ته وکتل چې چینجی له خپل اصل سره ځان یو کوي.

سړی له درون سره په همدې جګړه کې له ځمکې پورته شو، د اغزي خوږ يې لا احساسول، شپږمه ګوته يې بټې ګوتې ته ورنژدې کړه، په لمنې پورې يې خځلې او اغزي نښتي وو. شا ته يې وکتل، هېڅ نه ورمعلومېدل، ان د قربانۍ د غوا په وینو لړلي بډوډي، زړه او غوښه. ها غوا چې همدا نن سهار يې په ګلونو پوښ کړې وه، له کلي بهر يې یوې کوچنۍ هوارې ته بېولې وه، خو د غوا په وریادېدو يې وغوښتل چې خپل ذهن پر مخکې تګ بوخت کړي، ځکه چې کله يې پر لاره د غوا پر ملا کيڼ لاس کش کاوه، قصاب ورته ویلي و: «شپږګوتيه! لرې شه ودې نه وهي!» په همدې خبرې سره ناڅاپه وچ درېدلی و، له کاروانه شا ته شوی و؛ خو وروسته له مجبورې ورځې يې له کاروان سره ځان یو کړی و، شپږمه ګوته يې له بورۍ تاوه شوې وه او باید د قربانۍ غوښه يې کور ته وړې وای.

سړي له همدې سوچونو سره سره بیا هم له پخواني حالته پر راوتلو فکر کاوه او ورو ورو يې له لمنې یو یو اغزی لوېده؛ خو انګېرله یې چې د قصاب وینا لکه د کیکر د اغزيو په څېر د وجود له پوټکي ورتېرېږي او هډوکو ته يې ځان رسوي، په دومره مهارت دا خبرې له پوستکي تېرېږي، چې ان د پوستکي د ټپ اثر نه معلومېږي، بیا غوا وریادېږي، د شپږګوتي کلمې په اورېدلو سره يې یو ځل بیا ذهن ته ورتېږېږي، چې غوا لکه د ده شپږمه ګوته زیاته ده او باید نابوده شي، ان فکر کوي، چې د شپږمې ګوتې له بدمرغۍ اوس غوا د نابودۍ کندې ته ټېل وهل کېږي.

له ځانه سره بنگېږي: «شپزمه گوته اضافه گوته وي. غوا هم شپږمه گوته او ځان مې هم. بايد خپله لار ونيسم؛ خو کومه لار؟»

سړي هماغسې ځوړند ورمېږ مخ په وړاندې روان و، د کجکیو په وېښتانو کې يې یو یو سپین ډکی معلومېده، له څپلیو راوتلو پوندو کې يې چاودونه له ورایه معلومېدل او له پښو يې خاورې دوړې پورته کېدې، دوړو د چاودو بدرنګي څو شېبې ورپټوله؛ کټ مټ لکه اوس شا ته د قصاب تبر نه معلومېده، د هډوکو له کوچنیو ټوټو خلکو خپلې سترګې نه پټولې او نه هم د غوا ورون رېږدېده، سړي څو ځلې شا ته وکتل، پر غوا ورتاو خلک ترې پنا شوي وو، له ځان سره وبنګېده: «باید په تبر مې همالته له دې بدمرغې شپږمې ګوتې ځان خلاص کړی وای.» خو وروسته يې د قصاب خبره، د خلکو له ملنډو ډکه موسکا وریاده شوه او وریاد شول، چې څنګه يې تره غوښتل خندا په برېتونو پټه کړي او څنګه يې د معصومیت تمثیل کاوه.

سړي کله کله له کجکیو سره مړاوې خوله احساسوله، سترګې به یې سره وروستلې؛ خو لا هم څلوېښت کلنې شپږمې ګوتې ځوراوه، په همدې سره یوه شېبه ځای پر ځای ودرېده، کلي ته ورو ورو ورنژدې شوی و؛ خو نه يې غوښتل د پخواني شپږګوتي په نامه له کلیوالو سره مخامخ شي، له ځان سره یې وویل: «څلوېښت کاله رنځ بس دی، باید پخپله یې غم وخورم او له دې اجنبي حجرې ځان بېغمه کړم، شپږمه گوته يعنې زه پخپله.» خو چې پام يې شو، څو ګامه يې نور هم مخکې اخیستلي وو.

سړي په چټکۍ ورغوی سترګو ته نژدې کوي. شپږمې ګوتې ته ځیر كېږي، چې د ده په اراده نه خوځېږي او لکه چینجی یوه خوا او بل خوا اوړي، په همدې خوځېدو کې چټکه وده کوي. نوک غټېږي، خیري پکې ټولېږي او ګوته تکه سره اوړي، سړی د واسکټ کين جیب ته لاس وړي او د قصاب چاړه  په جېب کې مومي.

کابل

۲۰۲۰/ ۷/۱۵

Leave A Reply