هلته چې رتبې غنیمت شي

عبدالوکیل سوله مل

0 69

لکه زورور باد چې راوالوځي، له زمکې دوړې پورته شوې، ګاډي یو په بل پسې قطار ودرېدل، په خړ ګرد کې وسله والو له ګاډو څخه ټوپونه واچول، له تور رنګه لنکروزر نه خمنډوکی ږیرور سړی د څو وسله والو ساتونکو سره یو ځای راکوز شو. د وسله والو د قطار په بدرګه کمال خان د هغې ودانۍ په لور وخوځېد چې د غنیمت په وېش کې ده ته رسېدلې وه.

کمال خان چې څنګه د ودانۍ مخ ته ورسېد، ودرېد، غاړه یې تازه کړه او پکول یې په لاس کې ونیو؛ ودانۍ ته یې اشاره وکړه:

ـ څنګه څه پاتې دي که ټول يې وړي دي؟

یوه تن چې اوږده ږیره یې تر سینې رارسېده او د ده د یوه وسله وال ګروپ مشري یې کوله، د خپلې اوږې کلاشینکوف یې په لاس کې ونیوه، ودانۍ ته یې په قهروکتل:

ـ د غلو زامنو هر څه وړي دي امیرصاحب! یوازې د مرمیو خالي صندوقونه پاتي دي.

د کمال خان تندی تریو شو. سره غومبري یې نور هم سره راواوښتل لکه لويې بې عدالتۍ چې یې سر وهلی وي او په رڼا ورځ یې خپل کورغلو وړی وي. په خوله کې پراته نصوار یې د خپلو وسله والو په وړاندې ژر له خولې تو کړل، له غوسې یې چېغه کړه:

ـ په قران یې لاس راسره کېښود چې د لېوا هر څه به زما وي خو د سپي زوی د فرقې او لېوا دواړو غنیمت خپل ځا نته کړ.

له دې وروسته يې مخا مخ ودانۍ ته چې د لېوا ټوله قرارګاه په کې ځای په ځای وه لاس ونیو:

ـ هغه کوټې څنګه؟ هغه هم تشې شوي؟

د ده د لاس سره یو ځای د ټولو پا م د لېوا قرارګاه ته ورواوښت. له ولاړو وسله والو یوه سر وښورواوه:

ـ نه صا حب، هغه ټولې بندې دي خو هلته به له تشو مېزونو او چوکیو بل څه وي؟ اصلی مال خو په ډېپوګا نو کې وو.

 د کما ل خان تندی نور هم ګونځې شو، ته به وايې په کولمو کې یې سره لمبه تاوه شوه. لاړ او راغی، لکه په ودانۍ چې یرغل او چاپه اچوي، خپلو کسا نوته یې آمر وکړ:

ـ یا الله! بسم الله کړئ، که زما چاره ونشوه ستاسو خو به لږ ستوني پرې لامده شي.

په دې امر وسله والو د یوې مخې د مستو آسانو په څېر په ودانۍ وروځغاستل. لومړۍ خونې ته ودرېدل، خونه پورې اوتړلې وه، په خونه کې د پرتو شیانو د سودا په نشه کې یې په بیړه دروازې ته کونداغونه او لغتې ونیوې، دروازه دړې وړې شوه. غږ يې لکه د خونې چت چې راونړېږي په ټول دهلېز کې راغی او لاړ. د دروازې په ما تېدو ګرد خونې ته ورننوتل. په خونه کې له دوتري مېزونو او څوکیو بل هېڅ نه ښکارېدل. په بیړه راووتل او په وار وار د نورو دوترونو د دروازو ماتولو ته اړم شول، په درنګ شېبه کې ټولې دروازې ما تې او دړې وړې شوې. خونې یوه په بلې پسې ولټول شوې. وروستی دوتر د لېوا مشر خونه وه چې د دهلېز په وروستي سر کې وه. د هغه دوتر که څه هم د نورو خونو په څېر له وسلو تش و خو په خونه کې موجود نظم، لوی دفتري میز، کوچ، عصري چوکۍ او خورې شوې اوږدې قالینې کمال خان خوشحاله کړ. ګوښه شوي لېوا مشر که څه هم د پخواني دولت د ولسمشر لوی تصویر نه و څيرلی او هماغسې بند يې د مېز لاندې ایښی و خو په چوکات کې بند خپل تصویر يې د مېز له پاسه ایښی پرېښی و. کمال تصویر ته ښه شېبه ځیرشو، شونډه یې په غاښوکې ونیوه، د ګوښه شوي لیوا مشر دې پرېکړې هک پک کړ. سوچ کې لاړ خو زر یې په شونډو موسکا خپره شوه او خندا ورغله:

دا د شوده زوی لکه چې بېرته راګرځي که څه؟ فکر کوي چې مجاهدین په عصري جنګ نه پوهېږي او دی به بېرته همدلته مقرر کړي.

لږ وروسته يې د مېز لاندې د پخواني ولسمشر لوی تصویر ته پام ورواوښت. سترګې یې له غوسې رډې راووتې. د کرکې اور یې په سینه کې بیا تازه شو. ژر یې له زمکې راپورته او له غوسې یې پورته وغورځاوه. تصویر کړنګ مات او دړې وړې شو. د ماتیدو د غږ کړنګ یې ټول د هلېز په سر واخېست. ښیښو يې ټوله پرته قا لینه وپوښله خو د لېوا مشرله تصویرسره يې هېڅ ونه کړل. په کرار يې راپورته او سترګو ته ونیو. خپل یوه ساتونکي ته یې مخ ورواړاوه، آمر یې وکړ:

ـ د ده عکس راوباسئ او سبا یې زما چوکات ته ورننباسئ!

د ده له امره سره سمدستي هغه تصویر راواخېست، په داسې حال کې چې تصویر يې مخې ته نیولی و، په خندا يې خپل مشر ته مخ ورواړاوه:

ـ خو عکس دې هم با ید د ده په څېر په دریشۍ کې وي.

د ده له دې خبرې سره د ټولو پام د ګوښه شوي لېوا مشر راځوړندې دریشۍ ته ورواوښت. د ټولو سترګې هغه لور ته کږې شوې. د دریشۍ په لیدلو د کمال خان سترګې بټې راووتې، تندی یې له خوشحالۍ وغوړېد، شونډې یې په غاښو کې ونیوې. په مېز پروت تصویر یې بیا سترګو ته راپورته کړ، نرۍ خندا يې په شونډو خپره شوه:

ـ نو زه خو د ده په شان جنرال نه یم.

تر خوا ولاړ ملګری یې راځوړندې دریشۍ ته لاس ونیو، په خندا يې ورغبرګه کړه:

ـ چې دا واغوندئ پخپله به جنرال شئ!

کمال خان په دې خبره ټکان وخوړ، په چورت کې لاړ، د ملګري خبرې یې په زړه کې ګڼې پوښتنې او اندېښنې راوټوکولې. ملګرو ته یې مخ ورواړاوه:

ـدا څنګه؟ جنرال خو باید عسکري مکتب لوستی وي.

ټولو حیران یو بل ته وکتل او د ده په څېر د دوی هم دې حقیقت ته پام شو، څه شېبه ټول غلي شول خو یو تن ژر چوپتیا ماته او له يوې څنډې یې راغږ کړ:

ـ صا حب که په دې خبرو پسې وګرځئ لېوا مشري به هم درنه بېرته واخلي، همداسې چې د مال له غنیمته بې برخې شوې، داسې به له منصبه هم تش لاس کورته ستا نه شئ!

بل چې په خورا اوږده ږیره يې لاس تېراوه او په لاسو کې له نیولو تسپو یې ټکار ویسته د ده په ننګه ور زیاته کړه:

ـ صا حب دی رښتیا وايې، د زور په پاچاهۍ کې چې په زور منصبونه او مقامونه اخلې په زور به رتبې هم اخلې!

د دویم تن هڅونه د کمال خان په زړه داسې ښه ولګېده لکه قا ضي چې په محکمه کې د چا په ګټه کومه فیصله واوروي، ځکه خو يې له خوښۍ خوله چینګه پاتې شوه.

له دې خبرو وروسته سمدستي کمال خان راځوړندې دریشۍ ته لاس ورتېر کړ. څادر يې اتوما ت له اوږو وغورځاوه پکول یې له سره لیرې کړ. واسکټ يې وویست او د سترګو په رپ کې يې د پرتاګه له پاسه د ټولو په وړاندې د جنرالۍ دریشي په تن کړه. لومړی د راغلې ډلې مخې ته لکه عسکري پریټ چې ګوري راغی او لاړ. له دې وروسته په خونه کې ولاړې لويې هندارې ته ودرېد، ځا ن لکه د جنګ وزیر په نظر ورغی. په ځان خورا غره شو، ملګرو ته يې مخ ورواړاوه:

ـ څنګه ښکارم؟

له ټولو په یوه ساه چېغې راپورته شوې:

ـ ما شاءلله، ما شاءلله…. نام خدا، نام خدا….

له ماشاءلله او نا م خدا له ویلو وروسته نا ببره د یو تن له خولې چېغه شوه:

ناره تکبیر!

 او له دې سره د (الله اکبر) غږونو ټول دهلېز په سر واخېست، لکه یوه لویه جا یزه چې وګټې ټولو يې په ویاړ لاسونه وپړکول. کمال خان تا به ویل چې په یوه لویه جګړه کې چې کوم مورچل نیولی وي او د زمري په څېر يې په غلیم وردانګلي وي له خوشحالۍ وغوړېد.

د یوه تن خوله چینګه شوه، په غوړه مالۍ یې غږ کړ:

صا حب لکه د زمري پوستکی چې واغوندي.

بل يې په ملتیا وویل:

ـاوس به نو له خیره لکه زمری په خلکو ورغورزي.

د دې ستاینو په آورېدو کمال خان نور هم غاوره شو. زړه يې له خوشحالۍ ټوپونه واچول، لکه د غنیمت تشه یې چې جبیره شوې وي:

ـ ځه که د مال غنیمت لاسته رانغی د رتبې غنیمت خو مې ګوتو ته شو.

کمال خان ته دریشۍ خوند ورکړ. سره له دې چې د عسکری بوټانو په ځاې یې څپلۍ په پښو وې خو بیا يې هم دریشي له ځانه ونه ویسته. موټر ته وخوت له یو څو ساتونکو پرته يې نور ټول رخصت او کورته رهی شو چې په دغه بې ساري غنیمت د خپلو مېرمنو سترګې هم خوږې کړي.

نا ببره یې لاس د واسکټ جیب ته ننویست، د نصوارو ډبلی یې راوویست، کپه نصوار يې خولې ته کړل. ځان يې په لویه هندارې کې له لیدلو وروسبته د نسوارو دبلی په هنداره کې هم ولید.

کمال خان چې څنګه کور ته ننوت، وار له مخه سيده د خپلې درېیمې ښځې کوټې ته ورغس څو په نوې عسکري یونیفورم او دریشۍ کې ځان پرې وګوري او خپله خوشالي له ټولو د مخه له هغې سره شریکه کړي. په کمال خان خپله ښځه یوازې په دې نه وه ګرانه چې د نورو مېرمنو په پرتله ډېره ځوانه او خورا ښا یسته وه. هغه ځکه پرې ګرانه وه چې هم یې لوړې زده کړې کړې وې او هم ښاري او مدرنه مېرمن وه. مېرمن چې د ده د راننوتو په مهال یې په تلوېزیون کې خبرونه اورېدل. له ځایه په منډه راپاڅېده او له خولې ناببره راووتل:

ـ دا څنګه! ستا نوم خو یې وانخېست؟

کمال حیران شو:

ـ چېرته ؟

ـ خبرونو کې.

ـ ولې په خبرونو کې څه خبره وه؟

ـ نن يې کوم بسته ټولي مجاهدینو ته له یوې مخې د جنرالۍ رتبې ورکړې.

د کمال خان تندی تریو شو خو خبر یې بابیزه وګاڼه. په غرور یې ورغبرګه کړه:

ـ چې دا مشران وي په درې څلورو کلونو کې به د داسې ماشیني جنرالانو بسته فرقه وګورې.

ښځې ته یې هم دا کار ملنډه وبرېښده:

ـ نو ته داسې رتبه بیا څه په بلا وهې.

کمال اوږې پورته ونیوې او د خپلې رتبې برتري یې داسې روښانه کړه:

ـ لېونۍ زما او د هغو جنرالي ډېر فرق لري.

ښځه خوله په غاښ شوه:

ـ هغه څنګه؟

ـ هغه دا چې هغوی ته نورو ورکړې نور یې همداسې ترې اخېستی هم شي خو ما پخپله پخپل زور اخېستې او د چا پلار یې را نه نشي اخېستی.

کمال خان ته له دې شېبې وروسته هېچا نورخپل نوم وانخېست او لکه څوک چې له حج راوګرځي او د هر چا په خوله اتومات حاجی شي داسې کمال خان هم د واړه او زاړه په خوله له دې وروسته پخپل نامه او بله مرتبه او درجه نه یادېده، ټولو به جنرال صاحب باله.

Leave A Reply

Your email address will not be published.