کتاب

عبدالوکیل سوله مل

0 67

زه په لنډ او اوږد سفرکې  کتابونه لولم . نن هم چې څنګه په الوتکه کې پخپله څوکۍ کښیناستم ، کتا ب مې پرانیست او په لوست بوخت شوم . ترڅنګ مې یوځوان ناست دی ، څوکړکې ږیره ېې ده ، سترګې ېې په رنجو تورې دي ، په دریشۍ کې دی ـ سپینه خولۍ ېې په سرده ، دکرتۍ پر ځای ېې اوږد واسکټ اغوستی . دواسکټ په ښي جیب کې ېې د خودرنګ قلم څنګ ته د لرګي مسواک هم له لیرې ښکاري .غټې لرګینې تسپې ېې په لاس دی ، په ذکربوخت دی . له ځانه سره په لوړ غږ د خدای نامه پرله پسې بولي . کله زما په کتا ب کې سترګې خښې کړي. خوله خبرو ته جوړه کړي، غواړي څه راته ووايي ، چې مخ ورواوړم ، بیرته مخ وګرځوي، ته وا پخپله پوښتنه شرمیږي ! ما ته خندا راشي ، دی هم زړه ورشي ، مخ راواړوي، کتاب وتړم ، مخې ته په واړه میزېې کیږدم ، دی د کتاب پوښ ته سترګې ونیسي ، بیا ما ته راوګوري ، خوله رانږدې کړي ، زړه نازړه ورو راته ووایی:

ـ خوابدی کیږئ خو به نه که یوه پوښتنه وکړم ؟

زه موسکی شم . ټده نوره هم وغوړم چې زړه ورشي او په ډاډ خپله خبره راته وکړي :

ـ مهربانی ، ولې به خوابدی کیږم !

دی لاړې تیرې کړي ، لاهم ربغړی وی ، کتاب ته وګوري:

ـ  دا د څه شی کتاب دی ؟

زه کتاب راواخلم د ده مخ ته ېې ونیسم ،

ـ ناول دی

کتاب ېې نور هم سترګو ته نږدې کړم ، دا دی پخپله ېې ولولئ:

ـ سوله او جګړه

دی ټوپ کړي ، اوږې ېې وښوري .

ـ ښه ډیر ښه ، نو ته وا چې په دې کتابونوبه دا لعنتي جګړه ودریږي او سوله به راشي؟

خوله مې ځواب او تبصرې ته جوړوله چې ده خبره بلې خوا ته بوتله:

ـ  دا چا لیکلی دی ؟

ـ بیا مې کتا ب مخې ته ورته ونیو، د لیکوال په نوم مې ګوته کیښوده :

ـ تولستوی

د تولستوی په اوریدو په فکرکې لاړ، تسپې ېې لاس کې راپورته کړې ، له نا مې ېې لکه چې ښه رانغلل ، خوند ېې ورنکړ، عجیبه ورته ښکاره شو ، په شکمن انداز ېې وویل:

ـ مسلمان دی ؟

سرمې د نفي په بڼه وښوراوه ، په لوړ غږ مې وویل:

ـ نه روسی دی.

ده حیران راوکتل ، باڼه ېې پورته ونیوه ، خوله ېې وازه پاتې شوه ، کتاب ته ېې اشاره وکړه :

ـ دا اورخو دی روسانو ولګاوه ، چې ترنن ورځ نه مري او ته له دوی سوله غواړې !

غوښتل مې ورته ووایم ، چې دا د سولې او جګړې طرحه نه ده ، دا ناول دی ، ښکلا ده ، تاریخ دی ، له جګړې او سولې د لیکوال دهنر فلسفه ده ،خو ده وار رانکړ، کنجکاوه شو، پوښتنې ېې لکه یو خیریال پیل کړې:

ـ روسیه دې لیدلې ؟

لاس مې پورته او پنجه مې پرانیسته :

ـ نه یوازې چې لیدلې مې ده ، هلته مې پینځه کاله زده کړې کړې دي .

ده لاسونه موټی کړل ، په ځیرېې راوکتل ، وی خندل ، په ولي ېې لاس راکیښود:

ـ چې خفه نشئ ، هسې خبره ده نو زړه کې راوګرځیده ،ما ویل خلقی یا پرچمی خو به نه  وئ ؟

ومې خندل ، له ځواب مې ډډه وکړه ، دځان په باب مې دده د ذهن تصویر وغوښت :

ـ ته څه فکر کوې ؟

ده بیا لاندې باندې راوکتل ،

ـ بریتونه خو دی د لوی خلقي دی ،

په ټوکه مې ورغبرګه کړه چې په هربریتور دی د خلقی ګومان راځی ، نو ته به هم خا مخا …..

خبره مې ودروله ، دی رانیغ شو :

ـ وایه ، وایه ، بریک مه نیسه

ما هم د ده په څیره کې سترګې خښې کړې ، د ده څوکړکې ږیرې ته مې لاس ونیو :

ـ نو چې داسې ده ته به هم په دې مبارکه ږیره اخوانی ېې ؟ دا راته ووایه چې په حزب اسلامي کې ېې که په جمعیت اسلامی کې؟

د دې سره مې ټول هغه تنظیمونه ورکتار کړل، چې په ایران او پاکستان کې د روسانو د یرغل په کلونو کې جوړشوي وو. خو د ده تندی تریو شو، غومبري ېې سره راواوښتل ، لکه په نرۍ ستن ېې چې وچوخوم ، وې کنځم او احساسات ېې راوپاروم ، په لوړ غږ ېې راغبرګه کړه :

ـ هغه څه دله ګه ګان دی ،  که کمونیستانو اوربل کړ ، دوی تیل وروشیندل ، نن ېې کفارو سره هم لاس یو کړی ،

د ده خبرو فکر کې واچولم ، د طالب ګومان مې پرې وکړ ، یو دم مې  له خولې راووته، په خندا مې ورغبرګه کړه:

ـ طالبان څنګه ؟

ټوپ ېې واچاوه ، لکه څارنوال چې څوک د پوښتنو لاندې راولي ، په خوله ېې لاس کیښود:

ـ څه مې خوله راسپړې ؟ ټول د یوه خره لکۍ ده ….

خبره ېې ونیوه ، شاوخوا ېې وکتل ، لکه وچې ویریږي ، خندا راغله ،

ـ مه ویریږه لندن ته ځئ ؟

ده برګ راوکتل :

ـ ولې به ویریږم ، زه له خدایه يرته له هیچا نه ویریږم .

غلی شو ، بیا ېې کتاب ته لاس ونیو ، لکه د جومات ملا حکم ېې وکړ:

ـ او تاسو هم دا چټیا ت مه لولئ ، سوله چې خدای تعالی رانه ولی ، نه ېې دا کتابونه راولي . او نه دا نن سبا د سولې والا

رانیغ شوم ، جدي بڼه مې ونیوه :

ـ نو څه ولولم ، ته یو کتاب راوښایه !؟

جیب ته ېې لاس ننویست ، کوچنی کتاب ېې راوویست ، ښکل ېې کړ ، ما ته ېې ونیو :

ـ دغسې د خدای کلام وایه ، قران ولې نه واېې ؟

په سړه سینه مې ورغبرګه کړه :

ـ  قران مې له تفسیره سره لوستی دی .

ـ قران یو ځل نه لوستل کیږي ، قران باید هره ورځ سهار او ما ښام تلاوت کړئ .

ومې پوښت :

ـ تا سو هره ورځ قران لولئ ؟

ـ هره ورځ سهار او ماښام ، په سفر او حظرکې .

کوچني سورت ېې بیاسترګو ته راونیو، په غرورېې وویل :

ـ نه وینئ ، په سفرکې هم تلاوت نه پریږدم

و مې ستا یه خو له قرانه نه د زده کړې او درک پوهه مې هم وروننګوله :

ـ ښه شا باس ، ما شالله ، ښه نو په قران به پوهیږئ هم

په مونډۍ ږیره ېې لاس راښکود.

ـ څنګه نه پوهیږم ، دا څه واېې ؟ له سلو مې ډیر ایاتونه حفظ کړي دي . غواړې چې درته تیر ېې کړم .

خبره مې ونیوه ، سرمې وخوځاوه :

ـ قراعت نه یادوم ؟ د قران معنی او تقسیر، که اوس یو ایات درته تیرکړم ، په معنی به ېې پوه شئ ؟

جټکه ېې وخوړه ، بې ځوابه شو ، سوراو شین شو لکه ژبه چې ېې ونښلي ، لاړېې تیرې کړې ، زرېې رالنډه ېې کړه :

ـ څه جومات کې خو ملا کیږم نه ، زه قران د ځان د ثواب لپاره لولم ،

بیا مې راونیو، لکه یو ښوونکی چې غبي  زده کوونکی ته تا کید کوي ومې ویل :

ـ نه ته ېې باید د اصلاح لپاره ولولئ ، باید وپوهیږئ کوم کار سم دی او کوم ناسم دی ،قران ېې یوازې ثواب نه دی ، د ژوندیوه طریقه ده . د نړۍ د خلقت الهی او آسمانی باور او پوهه ده.

دده رنګ نورهم سورراواوښت ، خولې ېې زګونه وکړل ،لکه په درواغو کې چې ګیرراشي ، لاس ېې زما لورته ونیو:

ـ یاره ته هم عجیبه سړی ېې ، څوک نه پوهیږي ، چې دا کبیره ګنا ه ده او دا صغیره ، په دې خو ما شوم هم پوهیږي ، چې دا ګناه دا او دا ثواب.

وپوهیدم چې له ده سره نور چیړ او بحث بې ګټې دی ، خبره مې بلې لورته واړوله ، دده د پيژندنې بحث ته ورګډشوم :

ـ ښه دا ووایه چې څه کار کوئ ؟

لکه فکرکې چې لاړشي او خبره ېې پوره نه وی اوریدلي ، ځانته ېې لاس ونیو:

ـ زه ؟

سرمې وخوزاوه :

ـ هو ته ، دلته نوبل څوک دی ؟

خوله ېې لاړه او راغله ، وی خندل :

ـ ولې لیونی یم چې تیاره رارسیږي او زه به کار کوم ،

فکرکې لاړم ، حیران مې وروکتل :

ـ څنګه کار نه کوئ ؟ معیوب یاست که څنګه ؟

لکه په غلاکې چې ېې ونیسم ، خوله ېې لاړه او راغله ،په شرمیدلی وروغږ ېې وویل :

ـ ښه جوړیم ، خو غږ مه کوه ،

خوله مې وازه پاتې شوه :

ـ هغه څنګه ؟

ـ هغه دا چې ځان مې په ناروغۍ وهلی ، ما ویل اعصاب مې خراب دی .

ومې خندل :

ـ یعنی ځان دی په لیونیو کې وهلی دی ؟

په خوله ېې بیا لاس کیښود ، شاه او خوا  ېې خلک وڅارل ، خوله ېې غوږ ته رانږدې کړه:

ـ بس غږ مه کوه ، که لیونی یم که جوړ خو له ډاکټره مې په چل ول ښه غټ تصدیق اخیستی دی .

ـ نود سوسیال په معاش دی ګ‌ذاره کیږي ؟

سرېې یوړاو راوړ ، لاس ېې رااوږد کړ:

ـ نه یره چیرې ، زما دومره لوی دسترخوان دی چې خدای دی مه خبروه . او دوطن مړی او ژوندی خو لاڅه کوئ ؟

غلی شو ، اوږده سا ه ېې واخیسته ، بیا شاته او مخې ته غلی شان وکتل ، په وروېې وویل :

ـ د وراره په نوم مې غټ دوکان اخیستی دی . کله کله په کې بله کاروایي هم خدای رابرابره کړي

ـ هغه څنګه ؟

ـ دا د موټرو جعلی ټکرې هم کومه یوه راپیښه شي .

ـ ویریږې نه ؟

نه پوهیږم څنګه مې له خولې ورووتل :

ـ نو حج به دی هم کړي وی ؟

په ږیره ېې لاس راښکود،وار له مخې ېې راغبرګه کړه :

ـ درې ځل ، سږ هم ټوله کورنۍ عمرې ته ځو

ما سره وخوځاوه ، خو دده غوسه مې هم راوپاروله ، ومې چوخاوه:

ـ نو دا ګناه نه ده ؟

دی حیران شو ، تندي ېې ګونځې وکړې ، سترګې پټې کړې ،سرېې رالنډ کړ:

ـ سبحا ن لله ، حج ؟ دا څه کفر غږوئ ؟

لاسونه مې وروړاندې کړل ، سرمې وښوراوه :

ـ نه ، نه ، پوه نشوئ ؟

ـ نو څه ؟

واضح مې ورته وویل :

ـ دا ګناه ده چې حکومت ته درواغ وایی ، او مرسته هم ترې اخلئ

ده لکه پخپل عمل چې اګاه او ملا وی ، په خلاص مټ رالنډه کړه ؟

ـ دا ته څه وایی ؟ د کفر مال چې څومره خوړی شی ، ثواب لری ، ته لا ګنا ه یادوې ؟

لږڅه غلی شو ، په دلیل ېې له ځانه سره کرل ریبل شروع کړل ،بیا ېې خپل عمل داسې توجیې کړ :

ـ که داسې د کفارو نه په چل پیسې ګناه وای ، بیا مې کله په وطن کې جومات پرې جوړاوه

ما وخندل ، میزمې په ورو وواهه:

ـ ښه په دې پیسو دې جومات هم جوړ کړی دی .

ده غاړه جګه ونیوه ، په غرورېې وویل :

ـ یو نه دوه ؟

ما وخندل ، پوهیدم چې دی نشم قانع کولی ، پړیدل ېې ګران و.په شاه مې وډباوه :

ـ ښه ، ښه ، نو په دې ثواب به دې تجارت هم ښه روان وی .

ده وخندل :

ـ سبحان الله ، ډیرښه ،

یدینګ ــ لندن

د شپې لس بجې

د ۲۰۲۱میلادی کال د جنورۍ ۶

Leave A Reply

Your email address will not be published.