اسویلي

لیکوال: محمد نسیم مومند

0 87

ـ زویه ښه یې؟

ـ او، ادې ښه یم.

ـ مور دې څنګه وه؟

سترګې سره ورغلې، چپ لاس پر خپل سور باړخو تېر کړ. سوړ اسویلی یې ویست. په نه زړه یې کړل:

ـ هههغه هم ښه ده.

ـ  ولې دې په ماته خوله وویل؟

ـ امممم ادې مور مې ښه وه؛ خو دوا یې خلاصه شوې ده.

انا یې درنګ وکړ، د سور پړونې پيڅکه یې په لوړه سپینه پوزه تېره کړه سوړ اسویلی ویست. لمسۍ یې غېږ ته را جوخته کړه. په سرو وېښتو کې یې ډبلې ګوتې ورتېرې کړلې. تورې غټې سترګې یې د ګنبتې خټین چت ته ونېولې. د ځانه سره وبونګېده په ټيټ غږ یې کړل:

ـ دا به مو کیسمت (قسمت یا نصیب) و!

لمسۍ یې هم انا ته دوې سترګې نېولې وې. انا یې شونډې بوڅې کړې؛ خو لمسۍ یې په خبرو کې ور لوېده.

ـ ادې د سلیمې لاس هم سرې غوښې دی.

ـ هغه یې ډاکتر ته نه ده بېولې؟

ـ یا (نا) چا بېول؟

ـ زویه خاله دې ډوډۍ راوړه کښېینه ډوډۍ وخوره.

 نجلۍ دسترخوان ته برګې برګې کتل، د دسترخوان پر یوه کونج کښېناسته. د تور دسترخوان ژۍ یې پر خپل زنګانه خوره کړه. د ډوډۍ پارچې ته یې لاس اوږد کړ. تر څنګ یې خاله پلترۍ ووهله. د خورزې پر سور باړخو  یې شونډې ولګولې بیا یې پر سر لاس ورته کېښود په بل لاس یې له سپینې پلاستیکې کڅوړې بادام را وکښل، خورزې ته یې کړل:

ـ صایمې جانې په وچې ډوډۍ ځان مه مړوه، دغه بادام مې تاته ساتلې وه.

انا یې ور غبرګه کړه:

ـ صایمې زویه دا دې خاله تاته ساتلي وه، ویل یې صایمه جانه چې راغله بیا یې ورته ماتوو.

صایمې ډوډۍ له لاسه پر دسترخوان کښېښودله. د خاله لورې  ته یې مخ واړوی، د لمنې په پيڅکه یې پوزه پاکه کړه. خاله یې یو یو بادام تر شیشه یې پیالې لاندې کوی او د سایمې مخې ته ايښودل. څو دانې چې یې مات کړل. په بلې شیشه یې پیاله کې یې دوه درې قاشوقې بوره واچوله، د ترموز ماته چوښکه (نوله) یې پرې را کږه کړه. مور یې وړې لور ته کړل:

ـ زویه د خورزې دې یخ شوی هله بخارۍ ته نورې دړې د کوشکنه(دالیز) را واخله چې بخارۍ مړه نه شي.

بیرون سپینه واوره پرته وه. سوړ باد لګېدی. صایمه یې د خاله او انا سره ناسته وه. خوله یې ډکه ډکه کېدله. شا و خوا یې وکتل. خوله یې خبرو ته جوړه کړه. انا یې وار ړومبی کړ:

ـ زویه ته دې ډوډۍ وخوره ماما دې ځي مور او خور دې راولي، چې ډاکټر ته یې بوځي.

ـ ښه دی. ادې ماما مې کله ورځي؟

ـ سبا ورځي.

د کوټې لرګینه درازه خلاصه شوه پرده چوله شوه. د سلام په ویلو سره یې د ماما سترګې پر صایمې ولګېدلې. د بخارۍ تر څنګ یې لینګي اوږده کړل. غبرګ لاسونه یې بخارۍ ته ونیول. خورزې یې ډوډۍ بس کړه. د چایو نیمه پیاله یې پورته کړه ماما ته یې واړه لاسونه ورکړل تر څنګ یې کښېناسته. خاله یې د اسویلي په ایستو او ساه نیولو سره دسترخوان ټول کړ. صایمې یې د ماما څخه یې غټ مبایل و غوښت. انا یې ورته کړل:

ـ صایمې په کور کې څه شي لرئ؟

په تورو بڼو کې وړې تورې ګردې سترګې یې انا ته واړولې په خبرو یې پیل وکړ:

ـ په کور کې مو. غوړي، ورجې، کچالو، بوڼې خلاص دي. بابا مې وایي ښه خلک هر وخت وږي پاتې وي. انا مې ډېرې شپې کېږي چې چمتال ته تللې ده. په بخارۍ او تناره کې پلوړ(بوس) سوځوو. پلار مې بوټي هم نه راوړي.

د انا پر سپین غوښن مخ یې سپینو اوښکو دارې وکړې، خاله یې هم برګې برګې کتل. ماما یې لینګي ور ټول کړل، سوړ اسویلی یې ویست. را نیِغ شو. دېوال ته یې تکیه وکړه. شونډې و خوځېدې. د کړکۍ نه بیرن یې غاړه اوږده کړه، بیا یې غاړه تازه کړه. ویل یي:

ـ بې غیرتي هم حد لري، ځوان او جوړ تیار سړی د خپلو بچیانو، مور و پلار د ساتلو نه دی، موږ د خپلې خور او اولادو دوا او کالي دا څو کاله کېږي چې خيله کوو، هغه بوټې او د خپل مور و پلار خرڅ خو دې پيدا کوي.

صایمه یې د خاله خواته ور لنډه شوه. انا ته یې کتل بیا  یې وویل:

ـ ادې وړه مو هم خلاص وه. د یو دوو شپو به پاته وه. اغا چې د کندز نه د شولو څخه وریجې راوړې وې هغه نیمه بوجۍ هم نه دي پاتې غوړې خو بیخې نشته.

ـ صایمې ماما به دې هر څه درته واخلي.

ـ ښه دی ادې

ـ ای صایمې! اغا دې څه کار کوي؟

ـ هېڅ، سهار وځي ماښام راځي. ټوله ورځ پر کلي ورک وي.

پای

Leave A Reply

Your email address will not be published.