یادونه ـ پرهرونه

عبدالوکیل سوله مل

0 557

په کټ کې اوښته را اوښته، خوب نه ورته، مېړه یې لا هم لاندې پوړ کې د ناستې له خونې نه وو راختلی. راپورته شوه، څراغ  یې بل کړ، کړکۍ ته ودرېده، د باندې تپه تیاره وه، باران ورېده، په دېوال کې راځوړند ساعت ته ځیر شوه، د شپې یوه بجه کېدونکې وه، دروازه یې پرانیسته، خو مخکې له دې چې لاندې دناستې خونې ته لاړه شي، د زوی د خوب خونې ته یې سر ورښکاره کړ، هغه لا نه وو راغلی، تندی یې تریو شو، په لوړ آواز یې له ځانه سره وویل:

ـ دا څه خدای وواهه، یوه شپه وختي کور ته نه راځي.

د لور خونه یې هم رڼا وه، زړه نازړه یې دروازه وربېرته کړه، لوریې کتاب لوست، وریږدېده.

ـ زړه دې رانه وویست مورې، څه خبره ده؟

دې مړاوې وروکتل، نږدې ورغله، سر ته یې ودرېده.

ـ ورور ته دې سودا وړې یم.

ـ ولې؟

دې سر اخوا دېخوا یوړ او راوړ، په اندېښمن غږ یې وویل:

ـ څنګه ولې؟ دې درې میاشتو کې یوه شپه وختي کور ته رانغی.

د لور ساعت ته یې سترګې سیخې کړې.

ـ ته دې ساعت وګوره، نیمه شپه ده.

 لور یې سر له بالښت راپورته کړ، کښېناسته، ویې خندل.

اخیر ځوان دی ،ګرځي چکر به وهي، څه کابل او جلال آباد کې خو نه دی چې څوک یې یرغمل کړي.

 دې سترګې ټېغې راوویستې، ببره شوه.

ـ نو چې داسې ده، نوره ته هم هر وخت دې چې زړه وي راځه.

ـ لور یې وخندل، په ملنډو یې وویل:

ـ نو زه خو دې د نجلۍ په تور تړلې یم، وېرېږم درنه!

مور یې نوره هم لکه چرګه ببره شوه.

ـ داسې خواره یې چې له ما وېرېږې، د پلار له سرو سترګو ډارېږې.

ـ له هر چا چې ډاریږم، ډارېږم به، خو دادی ګورئ چې په وخت ځم او په وخت راځم.

ددې تندی وغوړېد، د خوښۍ احساس یې په وجود غزونې وکړې، په سر یې لاس ورکېښود.

ـ خو ښه دی کنه لورې هم دې افغانیت پرځای دی او هم مسلماني، او هم به زموږ دوعاوې درپسې وي، که په حیا او پرده کې دې ژوند وکړ، خدای به ښه مسلمان او افغان ځوان مېړه هم درکړي.

لور یې موسکۍ شوه، سترګې یې ټیټې ونیوې، لکه وچې شرمېږي، سر یې بېرته په کتاب ورټیت کړ، لکه چې نور یې د بحث اوږدېدل نه غوښتل. دې هم نوره د خبرو حوصله نه لرله، راووته، لاندې پوړ د ناستې خونې ته کښېوته،  مېړه یې هم کتاب لوست، ددې د رسېدو سره سمدلاسه یې د کتاب لوستل ودرول، ددې راتګ او موجودیت یې هیڅ احساس نه کړ. راولټېد، د مېز له سره یې د تلویزیون ریموت کنترول راواخیست، بټن یې ووهله، تلویزیون پړق ولګېد، یو په بل پسې یې چاینلې واړولې را واړولې، اخر یې د خوښې فلم وموند، مېرمن یې لکه ګارد ولاړه وه، دی یې څاره، ده مخ راواړاوه، سترګې یې بقې راووتې، وی خندل، وړاندې راغی، دې ته مخامخ ودرېد، په ملنډو یې وویل:

ـ پهره مې کوې، که څارې مې چې څه کوم؟ خوب نه درځي؟

ددې شونډې هم له خندا وازې شوې خو بېرته ببره شوه، اوږې یې وښورېدې، جدي څېره یې ونیوه.

ـ بلا به خوب راشي!

ـ ولې بیا څه ټکه رالوېدلې ده؟

په دېوال کې راځوړند لوی ساعت ته نږدې ورغله، ودرېده، ساعت ته یې لاس ونیو.

ـ وګوره څو بجې دي، نیمه شپه ده.

دی یې ښه شېبه سترګو ته ځیر شو، بیا یې په کرار ورغبرګه کړه.

ـ نو څه چې نیمه شپه ده؟ اعتراض لرې چې ولې تر ناوخته کتاب لولم او بیا فلم ګورم؟

دا له غوسې سره شوه، لاس یې په قهر دده خواته ونیو.

ـ تا څه کوم، تر سبا کښېنه، د کمال غم اخیستې یم.

ـ ولې څه یې کړي دي؟

ـ نه ګورې چې درې میاشتې یوه شپه وختي کور ته نه راځي.

ده وخندل.

ـ نو څه چې نه راځي؟ غواړې چې بندي یې کړې، اخر ځوان دی، خپله دنیا لري.

ښځې په دې خبره نور هم اور واخیست.

ـ دا ځوان دې ستا او د لور سر وخوري، ګورې به چې یوه ورځ به سره انګرېزه او یا بله خارجۍ درته په کور راننباسي.

ده مېرمن وننګوله، په ارامه یې ځواب ورکړ.

ـ نو ته وا که د شپې له چکرو یې منع کړو، د داسې څه مخه به ونیسو؟ لیونۍ له نجونو سره یارانې يوازې د شپې نه پالل کېږي.

ـ خو تا یوه ورځ کښېنناوه.

ـ د څه لپاره؟

ـ د نصیحت لپاره، یوه ورځ دې ورته ونه ویل چې څه ښه دي او څه بد دي، اخر پلار یې، که وهلی او کنځلی یې نشې، غاړه خو پرې خلاصولی شې.

ـ څه وایې چې دا به ګټه وکړي؟

ـ که ګټه کوي که تاوان خو که داسې یې خپل سر ته پرېږدې، دا به یې خور هم بې لارې کړي.

ده خوله خبرې ته جوړوله، چې لور یې لکه باد له پاس پوړه را نارې کړې.

ـ په ما مه غږېږئ، زه وړه نه یم.

لکه باد راورسېده، ددوی په وړاندې ودرېده، مور ته یې مخ ورواړاوه.

ـ ترهغې چې مې پوهنتون نه وي خلاص کړی، نه ځانته دا حق ورکوم چې اوس په مېړه فکر وکړم او نه تاسو ته چې څوک را ته غوره کړئ.

پلار یې غیږ ته رانږدې کړه، په سر یې ښکل کړه.

ـ افرین لورکۍ، خو د مور اندېښنه دې هم له پامه مه غورځوه.

دا شاته راغله.

ـ نو زه څه وکړم؟

ـ هیڅ، د ورورغم وخوره.

دا حیرانه شوه.

ـ د څه شي غم یې وخورم.

ـ بس څوک ورته دواړه په ګډه انتخاب کړئ چې چېرته یې پښه بنده کړو.

دا غلې شوه، سترګې یې ټیټې ونیوې، لکه څه شی چې پټوي، په شونډو یې نرۍ موسکا خپره شوه، غاړه یې تازه کړه، پلار ته یې په خندا وکتل.

ـ نو هغه خو خپل انتخاب کړی دی!

له دې خبرې سره یې پلار او مور هک پک شول، یو بل ته یې ولیدل، مور یې اوږې پورته ونیوې، خوله یې وازه پاتې شوه، مېړه ته یې مخ ورواړاوه.

ـ نه مې درته ویل، چې یوه ورځ به دا منګی ماتېږي.

پلار یې زر خبره ونیوه، دې ته یې لاس اوږد کړ.

ـ ته صبر چې نور څه وایي.

لور ته یې مخ ورواړاوه.

ـ ښه نو څوک ده؟ خارجۍ ده؟

ـ نه، آفغانه ده.

موریې ټوپ کړ، خو پلار یې له خوشالۍ لاسونه وپړکول.

ـ ښه افرین!

مور یې لکه په محکمه کې مدافع وکیل مخالفت وکړ.

ـ لا دې لیدلې نه ده چې څوک ده او وار د مخه دې د خوشالۍ اتڼ واچاوه.

ده لاسونه پورته وغورزول .

ـ نو خو یو څوک به ورته یا موږ انتخابوو او یا دی پخپله.

لور یې د پلار په پلوۍ وویل:

ـ مورې پلار سم وایي، خو…

غلې شوه، لکه خبره چې یې هېره شي، لکه د یو څه په یادولو چې وشرمېږي، په وار یې پلار بیا مورته سترګې ونیوې، پلار یې په ولي لاس کېښود، وی ویل:

ـ خبره مه ژووه، ووایه خو یې په څه کې ده؟

دې وخندل.

ـ خو یې دا ده چې پېغله نه ده.

مور یې وویل:

ـ خود به نه وي دلته باکرې له کومه شوې؟

په لور یې دا خبره بده ولګېده، لکه اور چې واخلي، له غوسې یې اننګي سره راواوختل، په قهر یې مور ته مخ ورواړاوه، په نارضایتۍ یې وویل:

ـ ولې، زه دې له چا سره لیدلې یم؟

مور یې وشرمېده، واروپار یې خطا شو، لکه په چا چې د ناحقې تور پورې کړي او اوس په محکمه کې د پوښتنو لاندې راشي، ورنږدې شوه، په سر یې ښکل کړه، په خواره خوله یې وویل:

ـ لورې تا غوندې یوه نیمه پريښته به ولې نه وي.

پلار یې په مېرمن سترګې راوویستې.

ـ ته پرېږده دا چټیات دې.

لور ته یې مخ ورواړاوه.

ـ ښه ته ووایه، دا څوک ده؟

لور یې وخندل، شاته کوڅې ته یې مخ واړاوه، لاس یې کوڅې ته ونیو.

ـ ددې کوڅې شاته د هغې بلې کوڅې بر سر کې یې کور دی، مېړه یې تاسو پېژنئ، ستا په عمر دی.

پلار یې مور ته وکتل، سینې ته یې لاس ونیو، ناببره یې وویل:

ـ زه یې پېژنم؟

ـ هو پلاره، خو ښځه یې ډېره ځوانه او زما همزولې ده.

مور یې غوږونو ته لاس یوړ، وریږدېده.

ـ خدایه خیر کړې، چې د چا په دښمنۍ وانه وړو.

پلار یې وخندل، لور یې هم ملګرتیا وکړه، مورته یې مخ ورواړوه.

ـ مه وارخطا کېږه مور جانې، هغه دا درې میاشتې کېږي چې طلاق شوې ده.

پلار یې ژبه په غاښو کې ونیوه، پنجې يو په بل کېښودې، په ملنډو یې وویل:

ـ دې طلاق ته به هم همدې حرموني جوړه کړې وي.

ښځې یې په خبرو کې راودانګل.

ـ په زوی مې ګناه مه وراچوه، سړی پخپله دوس دی، ولې یې په دې زاړه ځان ځوانه ښځه له افغانستان نه راوسته.

لور یې د پلار په پلوۍ وویل:

ـ خو مورې پلار رښتیا وایي، کمال له دوو کالونو ورسره لار جوړه کړې وه.

پلار یې سر وښوراوه، په غرور یې وویل:

ـ بس څنګه یې کوې، کمال چې داسې کمالونه ونه کړي بیا کمال په څه شو؟

 د ښځې تندی یې تریو شو، د مېړه خبره یې په طبعه ونه لګېده، په هغه یې سترګې راوویستې.

ـ د پردیو ښځې له لارې ویستل، دې ته ته کمال وایې؟

  مېړه یې برګ وروکتل، غوښتل یې څه ووایي چې لور یې خبرې پیل کړې، مور ته یې وکتل.

ـ مور مه نجلۍ ګرموه او مه کمال، هم ښایسته ده او هم یې مېړه د پلار په عمر سپین ږیری دی.

مور یې برګ وروکتل.

ـ نو ته وایې چې ددې طلاقۍ سره دې واده وکړي؟

لور یې وخندل.

ـ نو څه چې د کمال خوښه وي ولې نه؟ هم ښایسته ده او هم یې همزولې.

مور یې غږ لوړ کړ.

ـ هر شی چې کوي، کوي دې خو زه یې دلته نه راپرېږدم.

پلار یې چې د دواړو مناقشې ته ځیر وو، خبره واړوله.

ـ ښه تاسو اوس دا پرېږدئ، دا ووایه چې دا څوک ده؟

لور یې بیا کوڅې ته مخ ورواړاوه، لاس یې اوږد ونیو.

ـ درته ومې ویل، ددې کوڅې شاته د بلې کوڅې د سر کور: دوه سوه درېم.

پلار یې ټوپ واچاوه.

ـ دوه سوه درېم؟

ـ هو پلاره، تا یو ځل ویلي هم وو چې هغه دې په اوکراین کې ملګری وو.

ـ پلار یې ټکان وخوړ.

ـ دا څه وایې، هغه ګنجی، خمنډوکی، چاغ؟

لور یې سر وښوراوه.

ـ هو پلاره!

دا خبر لکه په یوه لویه جګړه کې چې په یوه جنرال د بري زېری وشي، داسې په ده ښه ولګېد، لاسونه یې لکه مست اتڼچي ښکته او پورته ونیول، بې واکه په ګډا او نڅا راغی، په صالون کې لاړ او راغی، له ځانه سره لکه سودایي په خبرو شو:

ـ چېرې دی ډول چې اتڼ وکړم، چېرې دی ټوپک چې پوره شاجور خالي کړم، چېرې دی لاسي بم چې له مستۍ یې والوزوم.

مور او لور هک پک ودرېدې، لکه پلار یې چې بنګ وڅکي او نشه یې سر ته وخېزي، مور یې له لاسه راونیو.

ـ په تا څه وشو، ولې څه خبره ده؟

ده چې لا هم پخپله خوشالۍ کې غرق وو لکه کوڼ چې وي، هیڅ ونه ویل، مېرمن یې بیا په زوره له غوږه ورتېره کړه.

ـ ولې څه خبره ده؟

ده لور ته لاس ونیو.

ـ مننه دې له زېري، خو ته اوس لاړه شه؟ زه او مور دې اوس دا مساله دوه په دوه څېړو.

لور یې لکه عسکر لاړه، پاس پورته شوه، ده مېرمن کلکه په غیږ کې ونیوه، په مخ یې ښکل کړه.

ـ پوهېږې ولې مې د خوشالۍ اتڼ ته اوږې وښورېدې؟

ـ ولې؟

ـ ځکه چې زوی مې زما غچ واخیست.

                                                                     مېرمن ته یې پوښتنه راولاړه شوه.

ـ ولې دې ګنجي دې څوک وژلی دی؟

ـ نه!

ـ نو څه؟

 ـ ده مې یو وخت مینه غلا کړې وه؟

ښځه نوره هم سودایي شوه.

ـ دا څه په ګډو وډو سر یې، سم حال ووایه.

ده بیا غیږ ته رانږدې کړه.

ـ څنګه یې درته ووایم، اوس له هغې مودې ډېر کلونه تېر دي، یو وخت و، ځواني وه او خارج وو.

ښځې ورسره غبرګه کړه.

ـ ته وې او ښایسته روسۍ نجونې.

ده وخندل.

ـ هو ګرانې څه به یې درنه پټوم، درېم کال مې وو چې په یوې ښایسته تاتارۍ نجلۍ مې زړه بایلود، موږ په مینه کې دومره په یو بل ګرم شو چې..

مېرمن یې په خبرو کې ورټوپ کړ.

ـ اوس ونه وایې چې واده دې ورسره وکړ؟

ده وخندل.

ـ همدا خبره مې کوله کنه، نږدې وو چې دا کار شوی وو.

مېرمن یې بیا خبره پرې کړه.

ـ نو چا مو مخه ونیوله؟

ـ همدغه ګنجي دووس، پوهېږې څنګه؟

ـ نه څنګه؟

ـ داسې چې دی مې داسې ملګری وو لکه ورور، هر ځای ته به چې تلم دی او دا ملګرې به مې هم راسره وه، او چې کله به نه وم، او په سفر به لاړم، په ده به مې سپارله.

دې وخندل.

ـ او ده هم ګپ ورکړ او واده یې ورسره وکړ.

                                                                                            ده سر وخوزاوه.

ـ هو له بده مرغه، کنه موږ د واده تیاری هم نیولی وو.

دې له نازه ټېل واهه.

ـ نو دا خو ښه کار شوی دی، اوس به یې تا ته هم ددې ګنجي په څېر لغته درکړې وای.

ـ دا خو اوس وایم، چې ښه د خدای فضل راباندې شوی دی، چې تا غوندې درنه او ښایسته مېرمن لرم، هغه وخت خو ځواني وه، مینه وه، د داسې یو خیانت زغمل ناشوني کار وو.

غلی شو، اوږده ساه یې وویسته، لکه زوړ ټپ یې چې بیا تازه شي.

ـ پوهېږې، که هغه وخت چا تومانچه راکړې وای، په وژلو مې هم صرفه نه کوله.

ـ نوبیا دې کله دا پرېکړه واړوله؟

ده بیا هغه غیږ ته رانږدې کړه.

ـ کله چې ته خدای راکړې.

دې په مکېز وروکتل.

ـ ښه نو اوس دې نیت دی چې کمال له دې سره واده وکړي؟

ـ دې کې خو هیڅ شک مه ګڼه، دا به اوس هم داسې سېځم، چې یو وخت یې زه داسې سېځلی وم.

غلی شو، په فکر کې لاړ، خو بېرته یې مېرمن ته مخ ورواړاوه.

ـ او پوهېږې، واده ته به یې دی پخپله هم رابولم.

ـ دا څنګه؟

ـ ځکه چې زه یې هم همدې واده ته رابللی وم.

ـ نو ته وا دی به د کمال واده ته راشي؟

ـ نه هیڅکله، خو زه غواړم اور ورواچوم.

ښځې یې ټوپ کړ، له ځایه جګه پورته شوه.

ـ اوف خدایه، دې ته وایي غچ؟

بیا یې وخندل، ده ته یې لاس ونیو.

ـ ښه دی چې ته ورسره نه یې جوړ شوی، بیا به مې څه کول؟

دی هم له ځایه راپاڅېد، بیا یې غیږ ترې چاپېره کړه.

ـ لیونۍ تا د دنیا په ټولو ښځو نه بدلوم.

لندن ـ انګلستان

د مازیګر شپږ بجې

د۲۰۲۰میلادي کال د ډېسمبر۲۰

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply