د دوه خــــــــویـــنـدو ورور

لیکوال: مطیع الله سحر

0 315

           سهار وختي له خوبه پاڅېدم، مخ او لاس مې اومینځل، ويښتان مې ږومنز کړل، له المارۍ نه مې خپل غټ د ژمي کوټ راواخیستو او وامې غوستلو، د بوټو له المارۍ نه مې خپل تور تازه رنګ شوي بوټ راواخیستل جرابې هم ورسره وې دواړه مې په خپو کړل، هوا ډېره یخه وه سوږمو ته مې ماسک واچولو او له کور څخه ښکته شوم د خپل کاري ځای په لور روان شوم. د موټرو په تمځای کې د موټر د راتلو په انتظار ولاړ وم تر ډېره د سرک په سر موټر ته په انتظار وم کاسټر موټر راغی په کې پورته شوم لږ وړاندې چې لاړ د عبدالحق په څلور لارې کې یې نوره سوارۍ هم راپورته کړه.

سوارلۍ په سې شاته یو وړوکی ښایسته ماشوم چې شاه او خوا د اتو نهو کالو به و موټر ته راپورته شو. د ماشوم جامې، ويښتانو او په یخ ژمي کې مې چې په خپو شلېدلو چپړو ته وکتل زړه مې پرې بد شو تر ډېره په موټر کې ولاړ و، لارې هم ډېر بندې وې نور په اودرېدلو باندې ستړی شو غږ مې پرې وکړ مال دلته راشه څنګ کې چوکې مې خالي وه، ورته اومې ویل دلته کېنه.

ماشوم: نه نه، نه کېنم

بیا مې ورته په تینګار وویل راځه چوکۍ خالي ده کینه داسې به ستړی شې لارې ډېرې بندې دي.

ماشوم وویل: په چوکۍ کېناستل ډېر خوند راکوي، خو له ماسره پیسې نشته چې کرایه یې ورکړم زه دې ته هم خوشحاله شوم چې په موټر کې یې پرېښودم.

د ماشوم په دې خبرو سره مې سخته خوا بده شوه. ورته اومې وویل راځه کېنه کرایه دې زه ورکوم ماشوم ډېر خوشحاله شو،  زړه نا زړه راغی او د څوکۍ په څنډه کېناست، ورته اومې ویل شاته سمه تکیه وکه خپله چوکۍ دې ده بې غمه کېنه.

ماشوم په چوکۍ کېناستلو باندې ډېر خوښ ښکارېدلو کله به یې خپې ترې لاندې ځوړندې کړې او کله به يې راټولې کړې او په پلتیو به کېناستلو، خو خپلو خپو ته به یې چې وکتل د خپو وضعیت یې ښه نه ښکاره کېده خپې یې لږ څه په خټو ککړې وې او د یخ د لاسه چاودو سمې دوه دوه ځایه کړې وې د خپو په حالاتو باندې ډېر شرمېدلو چې له ډېره شرمه به یې له ما پټې کړې او بېرته به یې ځوړندې کړې.

له ماشوم نه مې پوښتنه وکړه چېرته ځې او څه کوې په دې یخه هوا کې راوتی یې چې بیا په خپو بوټ هم نه لرې،

ماشوم: ښار سینمای پامیر ته ځم  هلته له یو بولاني خرڅونکي سره کار کوم چې د ورځې  پنځوس افغانۍ راکوي.

 له ما شوم مې بیا پوښتنه وکړه : پلار دې څه کوي اونور ورونه لرې که نه؟

ماشوم: په ژړه ونکي انداز وویل پلار مې نشته.

بیا مې ورته وویل ولې پلار دې چېرته ده.

ماشوم: هغه یوه وړه کراچۍ درلوده چې د ورځې به یې سل دوه سوه روپۍ ګټلې او ماښام به کور ته راتلو موږ یې ډېر خوشحاله ساتلي و. يو ماښام موږ په کور کې ورته په انتظار ناست و خو پلار مې ډېره ناوخته کړه، له موږ سره ډېره اندېښنه شوه چې پلار مې ولې دومره ناوخته کړه مبایل هم نه و چې زنګ مو ورته وهلی وای  تر ډېره ورته په انتظار وو خو نه مې پلار راغی او نه یې کوم احوال.

موږ واړه و، خوب پر موږ غلبه وکړه زه وم او دوه وړې خویندې مې وې موږ ویده شو سهار وختي چې راپاڅېدلو مور مې په سرو سترګو ناسته وه او ژړل یې د مور سترګو ته مې چې وکتل یو بې خوبه وه او بل یې ټوله شپه ژړلي ول سترګې یې د درد د لاسه تکې سرې اوختی وې او سمې پړسېدلې وې د درد د لاسه یې پرانستلی نه شوې،

مور مې د کلکو سلګیو په حالت کې وویل ځویه په خویندو دې پام کوه چې زه دې د پلار پوښتنه راوکړم، هملته مې مور پلار پسې ووتله د کوڅې سر ته نه وه رسېدلې چې له هغې خوا د شنو رېنجرو اوازونه ول رېنجرې زیاتې وې په مینځ کې امبولانس هم و.

رینجرې سره د امبولاینس زموږ د کور مخته ودرېدلې د کوڅې خلک پرې راټول شول مور مې هم ورته راتاو شوه عسکرو د کوڅې له خلکو پوښتنه کړه د احمد په نوم څوک دلته شته، خلک حیران شول چې احمد په نوم خو څوک نشته.

عسکرو بیا پوښتنه وکړه د کوم چا زوی لمسی هم په دې نوم نشته،

مور مې پرې غږ وکړ هو شته احمد زما ځوی ده ولې څه خبره ده په احمد باندې څه کوئ.

عسکرو مې مور ته وویل چې ستاسې خاوند چېرته دې.

مور مې ورته وویل چې بېګاه راهیسې نه پوهېږو چې چېرته دې اوس مې په کور کې دا درې واړه ماشومان پرېښودل او زه د دوی پلار پلټولو پسې راووتم.

عسکرو ډېر زړه نا زړه مور ته مې وويل چې ته امبولانس ته راشه دا کس پېژنې، مور مې چې امبولاینس ته ودرېدله د پلار هغه څیرې څيرې بدن ولیده چې په چاقوانو ناځوانو غلو د یو څو روپیو په سر سوری سوری کړی و. مور مې په زوره چيغه کړه او وويل، وه د احمد پلاره موږ دې چاته پرېښودو.

هملته مې د مور همدا یوه چيغه واورېده او نور مې مور هم څه ونه ویل.

د مور، پلار او دوه وړو خونیدو ټول درد راته پاتې شو د کوڅې خلکو مې مور او پلار ښخ کړل خو د وړو خویندو بار یې زما په اوږو واچولو

مور او پلار مې دواړو له موږ سره ډېره نا ځواني وکړه موږ یې واړه واړه ځانته پرېښودو او دوی د تل له پاره له موږ نه لاړل….

Leave A Reply

Your email address will not be published.