رخشانه

عبدالوکیل سوله مل

148

د دروازې د وهلو غږ راغئ ، د مامور حیات او زامنو سترګې دروازې  ته سیخې شوې، لنډ، منډوکی سړی راننوت، مامور حیات الله د چایو ډکه پیاله کیښوده، له لاسونو ېې پړکا وویسته، سترګې ېې وازې پاتې شوې، اخ ېې کړل :

ـ  دا څنګه !؟ … ده خو سهار رانه رخصت واخیست ، ما ویل اوس به کلی ته هم رسیدلی وي.

اول ګل چې خوله ېې له خندا چينګه و ، یوه یوه ته ورغاړې وت، مامور حیات نږدې ایښی بالښت

د اول ګل شاته کیښود، مخ ېې ورواړاوه، په ولي ېې لاس ورکيښود:

ـ څنګه بیرته راوګرځیدې، تا خو رانه رخصت واخیست ؟…. څه شي درنه هیرشوی دی که څنګه؟

اول ګل لکه  په ستونی کې ېې چې مړۍ ونخلي، لاړې تیرې کړې، خوله ېې له خندا لاړه او راغله، لکه پخپل ځواب چې شرمیږي، په شرمیدلي انداز ېې وویل:

ـ څنګه ېې درته ووایم مامورګله

د مامور زامنو ته ېې ته لاس ونیو:

ـ وریرونه هم ناست دي، خوله مې ځواب ته هم نه جوړیږي مامورګله…. خو څنګه ېې کوئ ….چې مسخره مې نه کړې خو شوق دی غولی ….!

مامور حیات ېې خبره ونیوله ، په ملنډو ېې وویل:

ـ د څه شي شوق بیا رااخیستی ېې، نه چې د بلې ښځې شوق دې نه وی راپاریدلی ؟

اول ګل په کټ، کټ وخندل :

ـ نه یاره ما موره ، زه له یوې په عذاب یم ، ته لا بله راباندې تاوانوې .

مامور او زامنوېې هم په کړس کړس وخندل، مامور بیا وویل:

ـ نو د څه شي شوق ؟

اول ګل سترګې واړولې راواړولې، ته واشرمیږي او یا ېې خبره هیره شوه، وټوخید، غاړه ېې تازه کړه، مامورته ېې مخ ورواړه، په خنداېې وویل:

ـ خو ګورئ خاندئ به نه راباندې ….رخشانه ….

لکه ژبه چې ېې ونخلي، خبره ېې په خوله کې وچه شوه خو مامور کلک راونیو، بیا ېې په ملنډو وننګاوه :

ـ وایه ، وایه … رخشانه …. نو رخشانه ښځه نه ده که څه ؟!

اول ګل اوږې پورته ونیوې ، غاړه ېې هسکه کړه ، ځواب ېې ورکړ.

ـ نو ما خونه دی ویلي چې واده ورسره کوم …ماموره د خدای بنده…

په جیب ېې لاس وما نډه ، د نصوارو دبلی ېې راوویست ، د مامور کشري زوی ته ېې لاس ونیو :

ـ بچو ته خو هغه تف دانۍ مخې ته راته کیږده

 مامور تف دانۍ ته پام ورواوښت، بیا ېې ده ته مخ ورواړاوه ، وی ویل :

ـ نو څنګه دی رخشانه نن په زړه راووریده ؟

اول ګل د نصوارو کپه خولې ته واچوله ، شونډه ېې په غاښو کې ونیوه ، په سختۍ ېې په خندا وویل :

ـ په هډه کې موټر ته ختم چې چا وویل، سبا ېې کنسرت دی .

مامور له لاسو پړک وویست ، سرېې ورنږدې کړ:

ـ ښه ، ښه …نو کنسرت ته ېې ورځې که څنګه ؟

اول ګل چې وپوهید ، مامور ېې تر هغې نه پریږدي ، چې د زړه حال ېې ټول نه وی ورته ویلی ، تف دانۍ ته ېې بیرته نصوار ورتو کړل، په شونډو ېې ګوتې تیرې کړې، په خوند ېې وویل :

ـ یاره ما ویل ، دنیا فانی ده ، سبا به مړېې …ته راځه یو ځل خو د دې سندرې له نږدې هم واوره . هم به ېې په دیدن موړشې او هم به ېې له سندرو خوند واخلې .

مامو رجبار وخندل ، په ولي ېې وټپاوه :

ـ او تا هم ورته کلی ته تګ بلې ورځې ته وروستی کړ!

اول ګل بیا وویل:

ـ بس شوق غولی دی ماموره ، څنګه ېې کوئ …په ما ېې غږ خدایی هسې ښه لګیږي .

ماموربیا لاسونه وپړکول ، ولي ېې وخوځیدل:

ـ اخ … دی ته نو شوق وایی

دده ولي خدایي وخوځیدل ، ته وا اتڼ ته ځان جوړوي ،سرېې وخوځاوه :

ـ هو مامورصاحب ، چې کله دا سندرې وایی ، ته وا پیریان مې ونیسې ، هسې خدایی مې ولي ګډا ته وښوري ، ځکه خو مې تیرکال دژمي پسه وانخیست ، او په هغو پیسو مې راډیو راونیوه، ما ویل راځه دا ژمي بې غوښې او بې ښوروا سپور تیرکړه، خو ځان له دې خوشالۍ مه محروموه.

د مامور زامنو هم خندل، د اول ګل خبرو خوند ورکړي و، ټول ېې خبرو ته داسې غوږ ولکه پخپلو ټولګیو کې چې د تکړه ښوونکي لکچر اوري او یا ته وا د کوم ټوکي او مسخره سړي حیرانونکی حرکات څاري ، مشر زوی ېې وویل :

ـ کا کا نو ته خو دریشي چې نه لرې ،

اول ګل مامور ته سترګې ونیوې، د هغه په اوږه ېې لاس کیښود:

ـ د پلار دریشي خو دې شته، خو یوې ورځې ته به ېې راکړې کنه وراره ګله

د مامور سترګې وځلیدې، ده ته ېې په ځیر وکتل، بیا ېې ځانته نظر واچاوه ، پخپلې راوتلې ګیډې ېې لاس کیښود:

ـ زما دریشي کله په تا جوړیږي، و د خدای ساده

اول ګل اخوا دیخوا سترګې واړولې، د کوټې په بر کنج کې ایښې رسۍ ته ېې لاس ونیو:

ـ نو څه، په رسۍ به ېې تنګه کړم .

مامور له ځا یه راپورته شو، دی هم له اوږې ونیو، راپورته ېې کړ، دواړه سره ودریدل ، وی ویل :

ـ اوږدوالی به ېې څنګه کړې؟ زه دوه متره او ته چې یونیم مترېې د خدای ساده !

مامور لکه د مخه چې ېې په هرڅه فکر کړي وی په لنډو ورغبرګه کړه:

ـ  خو رابډبه ېې وهم، دا نو کومه خبره ده ؟!

دواړه بیرته کښیناستل، بالښت ته ېې ډډې ووهلې، مامور چې پوه شو اول ګل کنسرت ته خامخا ځي، وی ویل :

ـ یعنې خامخا به ېې اغوندې ؟

اول ګل سر وخوځاوه :

ـ نو خود….اوس به څه د یوې ورځې لپاره په ښار کې نوی دریشي رانیسم.

اول ګل خبره ودروله، لکه نوی خبره ېې چې ېې زړه کې وروګرځي . د مامور زامنو ته ېې سترګې ونیوې، ما مورته ېې مخ ورواړاوه :

ـ د دې وریرو د کوم یو نه رااغوندې ؟

د ده کشری زوی ته ېې لاس ونیو:

ـ د دغه وراره چې زما غوندې ټیټ دی. د هغه راکړه.

مامور جبار زوی ته وروکتل ، سرېې وخوځاوه ،امر ېې وکړ:

ـ هو رښتیا، ځه کاکا ته دې دریشي راوړه ، چې په ځان کې وګوري .

زوی ېې لکه عسکر له ځایه پا څید، په درنګ شیبه کې ېې دریشي د ده مخې ته کیښوده .مامور جبار دریشي څنک ته کړه ، ده ته ېې لکه ملا په نصیحت پیل وکړ:

ـ ګوره اول ګله، غریب سړی ېې، که یو ځل دې دا د کنسرتو شوق په سرکې کښیناست ، بیا پرې روږدی کیږې ، نن دې د رخشانې شوق په سرکې راوټوکید ، سبا د قمرګلې او بل سبا د ګلشن ….

اول ګل ولی وښورول، ته وا دا نشه  ېې له پخوا سرته ختلې ده، خبره ېې ورپرې کړه :

ـ د سندرو شوقي خوله ډیره پخوا یم او دا د ښځو غږونه خو بیا بیله نشه او خوند لری.

غوږونه ېې لاسونو کې ونیول :

ـ توبه خدایه ، توبه …. ولاکه مې د لمانځه صورتونه دومره ښه یاد وی لکه د دې ښځې سندرې

له دې سره ټولو په کړس کړس وخندل، خودی نه وبیرید او نه وشرمید:

ـ تاسې خاندئ ، چې یو ځل دا شوق خپل کړئ بیا پوهیږئ ،

مامور ته ېې راڼه وروکتل :

ـ نوته وا څه وکړم ؟

ما موروخندل :

بس چې داسې ده او له خپل شوق نه راګرځې ، زه وایم څه به هرکنسرت ته له دې وروسته له موږ دریشي غواړې !

اول ګل سترګې بقې راووتې :

ـ نو څه وکړم

مامور ورلنډه کړه :

ـ یوه راونیسه

ده ېې لاس راونیو :

ـ ولاکه دې بده ویلي وي ، بس نن د دې وراره راواغونده، بل ځل چې راغلم، خپله به راسره ته یا کوم وراره واخلئ .

په دې سره ټولې کورنۍ په کټ، کټ وخندل

لندن ــ انګلستان

مارچ ـ ۲۰۲۱

Comments are closed.