د مـــيـنـې ژونـــــــد

لیکوال: مطیع الله سحر

220

         مازدیګر قضا ستړی له کاره کور ته راغلم، مور مې په کټ کې ناسته وه، زما د راتلو انتظار یې کولو، زه هم ورغلم د کټ په بازو ورسره کېناستم، د شنو چایو پیاله یې راته ډکه کړه، دواړو په کیسو کیسو چای څکلو، ماښام وخت و چې دروازه وټکېده، زه ورپاڅېدم مور مې راپسې غږ وکړ

 زویه ته ګوره که سوالګر وي لږه ډوډۍ او اوړه ورکه، او ورته ووایه چې موږ ته خې ډېرې دعاوې وکه.

ما وویل ښه مورې، راپاڅېدم دروازه مې خلاصه کړه، ګورم چې دنګه ونه ښایسته ځوانه جلکۍ د دروازې مخ ته پی بله خپې  ولاړه ده،  سره لوپټه یې پر سر اچولې وه  سپم مخ بې پرې یټ کړی و، اومې نه پېژنله چې څوک ده پوښتنه مې ترې وکړه، تاسې څوک یاست چاسره مو کار و.

خپله سره لوپټه یې په سپینو لاسو له مخ لرې کړه، راته یې وویل زه ستا مینه یم حسینه.

کور خواته مې وکتل څوک نه و دروازه مې رابنده کړه ورته اومې ویل اې لېونۍ ته  دلته په دې وخت کې  څه کوې.

په سټړي او ساه نیونکي اواز یې راته وویل تا پسې راغلې یم مور او پلار سره مې ستا په سر جنجال وکړ.

زما په سره جنجال خو ولې.

ګوره په کور کې چې هر کار کېږي ستا نوم اخلي خېراوې درته کوي. ښکنځلې کوي وای په تاویزونو یې زموږ لور ژوند  تیا کړه. ما هم ورسره جنګ وکړو او له کوره راوتښتېدم. نور ما خپل مور، پلار او کور پرېښود او تا ته راغلم،  راځه چې دواړه چېرته لرې له دې کلي او خلکو لاړ شو.

ما ورته وویل نه نه لېونۍ دا ته څه وايې سبا به خلک وايي چې د پلانکي خان لور د شپې ناوخته له یو ځوان سره وتښتېدله، مور او پلار خو به دې له ډېره خفګانه مړه شي اوس ته لاړه شه کور ته په ارامه ویده شه..

ته زما د پلار او د خلکو په کیسه کې مه اوسه دا خلک دلته څوک مینې ته نه پرېږدي ښه ده چې له دوی نه چېرته لرې لاړ شو.

ګوره ته ولې په خبره نه پوهېږې سبا که ژوند و په دې اړه بیا خبرې کو هله نو اوس کور ته لاړه شه.

په ژړا شوه سلګو ونیوله په تلو کې راته وویل  ما خو ستا په مینه ملا وتړله زه څه خبره وم چې ته هم بې وفا یې، زه خو اوس په تلو ځم خو ګوره سهار چې مړه وم جنازې ته مې بیا رانشې.

دا خپل کور ته لاړه زه هم بېرته خپل کور ته راغلم، مور مې وویل زویه څوک و، چې دومره ځنډ دې ورسره وکړ، مور ته مې وویل یو ملګری مې و، وای سبا ته کار ته وختي راځه. مور ته مې چې دا خبره وکړه بیا خپلې کوټې ته راغلم او په چورتونو کې ډوب شوم نور په ځان پوه شوی نه وم ویده شوی وم.

سهار وختي چې پاڅېدم کلمه مې پر ځان چوپ کړه مال چې شیطان راڅخه لرې لاړ شي، اودس او لمونځ مې وکه، کله مې چې دعا کوله د جومات لوډ سپېکر بیا وکړنږېده، ملا صاحب وویل چې د جنازې اعلان واورئ، زموږ د کلي د خان لور په حق رسېدلې نن سهار یې لس بجې جنازه ده، ما ویل که خوب وینم په منډه د باندې لاړم، کوڅې ته چې ووتم مور مې وویل زویه نن کار ته مه ځه د خان هغه لور حسینه په حق رسېدلې، مور مې خبره لا پوره کړې نه وه په منډه د مړي ځای ته لاړم، هلته چې لاړم شور ما شور و، یو غوعوا جوړه وه، د حسینې مور به یو دم چیغه کړه او وبه یې ويل یه لورې پاڅه کنه تا خو به تر دې وخته ټول کور جارو کړی و، موږ ته به دې چای هم راکړی و، زما وړې زما خوږې لورې راپاڅه کنه. پلار، ورونو یې ټولو ژړل د کلي خلک هم ډېر خفه ول ځکه د خان په کور بې وخته قیامت راغلی و،

یو څو کسان دې خواته ځانته ولاړ وو، خواته یې راغلم پوښتنه مې ترې وکړه چې د خان لور ولې مړه شوې ده، یوه بې راته وویل چې ته ولې نه یې خبر!

ما ورته وویل نه،  په خدای که خبر یم ولې مړه شوې،

ځوانانو وویل  خلک وايي چې د خان لور چې په چاه مینه وه هغه سپېره هغه بدبخته ورله زړه مات کړی و دا یې د ژوند په نیمه لار کې پرېښوده، نو دې هم زهر وخوړل ځان یې مړ کړ.

ماته هم د هغې هغه کړې خبره راپه یاد شوه ویل سبا چې مړه وم جنازې ته مې بیا رانشې ګوره، نو زه هم له دې ځایه لاړم خپل کور ته، په کور کې هم څوک نه و په زوره زوره مې چیغې وکړې چې وه لېونۍ تا ولې داسې وکړل، په کور کې ځمکې راته ځای نه راکولو، ګرد ګرځېدمه زړه مې صبر نه کولو، هدیرې ته لاړم، کلیوال د کبر په کېندلو لګیا ول ما هم ورسره شروع وکړه، ټولو همدا یوه خبره کوله چې ډېر نا ځوانه ځوان و چې د خان لور یې په نیمه لار کې پرېښوده ټولو وویل الله پاک دې همداسې خوار کړي لکه دا یې چې خواره کړه.

د دې خلکو له خبرو هم ستړی شوم بېرته کور ته راغلم له کوره مې هديرې ته کتل چې د حسینې په سپین وجود باندې امبار امبار خاورې بار کړې ټول خلک ترې راښکته شول او حسینه یې د غره په لمن کې له خاورو لاندې ځانته پرېښوده، د حسینې ژوند خو تبا تبا شو خو زما ورسره هم تبا شو نور د ژوند خوند پاتې نشو.

Comments are closed.