سورۍ ما ڼۍ

عبدالوکیل سوله مل

186

دروازه ېې په کراره ټک ټک کړه، ترشاه غږراغئ :

ـ مهرباني

دروازه ېې پرانیسته ، د میزترشاه په سپین چپن کې ناست کس وروکتل ، پرته له دې چې څه ووايي ، لاس ېې د میزمخې ته ایښې څوکۍ ته ونیو، دی په نه زړه لکه څارنوال ته چې پلټنوته راغلی وي کښیناست . ډاکتر کمپیوتر کې بوخت شو، ده کتنځی په یوه شیبه کې له سترګو تیرکړ، په دیوال کې راځوړندو د تناسلي الو ګڼو لویو او وړو تصویرونو ته ګوته په غاښ شو. وشرمید، سترګې ېې ټیټې ونیوې ، ډاکتر ته ېې وکتل ، هغه لاهم په خپل کمپیوترکې سترګې خښې وې ، ده بیا سر راپورته کړ، غوښتل ېې په دیوال کې راځوړند بربنډه نجلۍ بیا وګوري ، د داکترورپام شو ، د ځنډ بځښنه ېې وغوښته ، بیا ېې وویل:

ـ ښه مهرباني وکړئ ، څه خدمت کولی شم ؟

ده لاړې تیرې کړئ ، په سرېې لاس راتیرکړ، په شرمیدلي اندازېې وویل:

ـ ولا ډاکټر صاحب ، څنګه ېې درته ووایم ، لږ څه د شرم خبره ده ….

ډاکټر په میزدواړه څنګلې کیښودې، سرېې وروړاندې کړ:

ـ دلته شرم مرم نشته، زه چې نه شرمیږم، ته به ولې شرمیږې !؟

ده لکه سا ه ېې چې بنده وی ، په ورو ورغبرګه کړه :

ـ تاسو به ولې شرمیږئ ، تاسو خو دا ناروغي نه لرئ ؟

ډاکټر په دیوال کې راځوړند بربنډ تصویرته وکتل :

ـ که ناروغي نه لرو، ناروغان خو ګورو، د چا …

لاس ېې د بربنډ تصویر تناسلي الې ته ونیو:

ـ نو د خلکو دا شیان خو ګورو،

ناروغ ټوپ کړ، ته وا بریښنا ونیوه، اوږې ېې وښوریدې ، سترګې ېې بربنډ تصویرته وځلیدې، سرېې وښوراوه. ډاکټر وخندل، په ټوکه ېې وویل :

ـ کتل څه چې سم دم ېې په لاس کې نیسو.

ناروغ غلی شو، لکه وچې شرمیږي، سرېې ځوړند ونیو، بیرته ېې راپورته کړ، ډاکټر ته ېې راڼه وروکتل، خوله ېې خبرې ته جوړه کړه، خو لکه وچې ویریږي، بیرته ېې خبره وژوله، ډاکتر لکه تیله چې ورکړي، وویل :

ـ ځه له خیره ، څه دی ویل ؟

د ناروغ خوله چینګه شوه :

ـ بس زه هم همداسې یو مشکل لرم ، خو څنګه ېې درته ووایم …، خوله مې خبروته نه جوړیږي

ډاکتر آرام پرینښود:

ـ بس وایه ، وایه ، شرمیږې به نه ! دا انګلستان دی، آفغانستان نه دی ،

ناروغ دا ځل سم دم ورته وویل :

ـ صاحب له مردۍ ولیدلی یم .

داکتر لکه هیڅ خبره چې نه وی شوي، یوپه بل پسې پوښتنې قطارکړې :

ـ څو کلن ېې ؟

ـ پنځوس

ـ واده دې کړي ؟

د داکتر پوښتنه ورته حیرانونکی وبریښیده :

ـ دا څه وايي ډاکټرصاحب … بې واده مې ن وڅنګه درته ویل چې له مردۍ ولیدلی یم ؟

ـ دلته په لندن کې ؟

ناروغ سر وښوراوه :

ـ هو صاحب

داکتر وخندل:

ـ ښه، ښه، زه هغوی هم په جره ګانو کې راولم چې پخپله دلته وي او میرمنې ېې په آفغانستان کې پریښي وي .

ده پخپلو بریتونو لاس راتیر کړ:

ـ نه، نه زه هغه نه یم، خو که رښتیا درته ووایم ، که له مردۍ نه وای ولیدلي ، دوهمې ته مې هم مټې رابډوهلې وې ….

ډاکتر ېې د خبرو منځ ته ورولوید:

ـ یس خدای به د هغې عرض اوریدلی و.

ده وخندل او ورسره غبرګه ېې کړه :

ـ هوکنه داکترصاحب ، کنه اوس به مې دا شرم کوم ځای ته وړ؟

داکتر له ځایه پورته شو، له یخچاله ېې د اوبو بوتل راواخیست، سرېې پرانیست، مخکې له دې چې بوتل خولې ته ونیسي، بیا ېې نورې پوښتنې یوپه بل پسې شروع کړې :

ـ ښه دا راته ووایه چې څوساعته کار کوی؟

ـ دولس ساعته ،

د داکتر تندی ګونځې شو، دی غلی شو، بیا موسکی شو:

ـ کله ان پينځلس ساعته

ډاکترپه دواړو لاسوله میزه ډب وویست، خوله ېې وازه پاتې شوه ، په لوړغږ ېې وویل:

ـ هره ورځ

ـ هره ورځ

ـ څه کار کوئ

ـ آزاده سوداګري ، دوکانونه لرم ، اف لیسنسونه .

ډاکتر وستایه :

ـ ښه ډیر ښه ، ما شالله ، دومره پیسې دې څنګه جوړې کړي دي ؟

د ناروغ خوله راغله او لاړه ، لکه په کومه ګناه چې اعتراف کوي، غوږونه ته ېې بې واکه لاسونه پورته شول:

ـ بس خدای دی راته معافي وکړي، هیڅ حلاله او مرداره مې نه ده پریښې، له وطنه مې ورورهم څه نا څه پیسې رالیږلې دی.

ـ وروردې څه کاره دی ؟

ـ د ګمرک ریس دی

ـ دوکانونه ټول پخپله اداره کوئ ؟

ـ هو صاحب

داکترپه بوتل کې پاتې اوبه په سر راوړولې، بوتل ېې باطله دانۍ ته واچاوه، شونډه ېې په غاښوکې ونیوه ، بیا ېې وویل :

ـ ولې ، دا خو دې له پښو پریباسي؟

دی لکه پخپله تیروتنه چې اګاه او ملا وي :

ـ له پښو خوېې همدا اوس ویستلی یم، باوردې راځي که نه ، که به دوه ساعته خوب لرم.

ډاکټر سمدستي له دې حالته د وتلو وړاندیز ورواوراوه:

ـ ولې یو تکړه مینجر نه نیسئ ؟

ده لکه په دی اړتیا چې پوهیده، دستي ورغبرګه کړه:

ـ دا خو رښتیا وايي ـ خو څنګه وکړم، چې په مسلمانانو کې د سړي زوی نه پیدا کیږي ، ټول حرامخواره دی او په دې نوروزه بیزنس نه بې لمانځه کوم ، وایم بیزنس مې بې برکته نه کړي.

ډاکتر بل وړاندیزمخې ته ورکیښود:

ـ نوبیا بل کار ولې نه کوئ !

ـ څه شي ؟

ـ ولې دې دا تجارت نه محدودوئ ؟

دی چرت کې لاړ، سرېې د داکټرپه وړاندیز خلاص نشو ، په ورو ېې وویل:

ـ پوه نشوم ، د تجارت محدودول یعنې څه ؟

ډاکتر په لنډو ورخلاصه کړه :

ـ یعنې دا چې دا دوه دوکانونه دې وپلوره او کارهم له دولسو ساعتونو اتو ته راوله

ناروغ د داکتر وړاندیز ګنکس کړي، انديښنه کې لاړشي ،لار ترې ورکه شي ، خو ځان ونه بایلي :

ـ دا څه وایی داکترصاحب، ما لابل دوکان دی ورځوکې اخیست، ورورخو مې خوشې پیسې نه دي راکړي خو هغه ته به هم خوله کې څه وراچوم کنه !

لنډه ساه ېې واخیسته، لاسونه ېې یوپه بل کې ننویستل:

ـ ته لا دا واېې، ما غوښتل افغانستان ته لا دا سوداګري وغزوم ، همدا اوس مې ورور دوه جریبه ځمکه اخیستې چې لوی ګودامونه په کې جوړکړو.

داکتر چې په غور د ده خبرې اوریدې، سرور وړاندې کړ، په سړه سینه ېې وویل :

ـ ګوره اشنا، ته چې دومره د پیسوشوق را اخیستی ېې او شپه او ورځ دې په ځان یوه کړې ده ، نه یوازې ………

وی خندل :

ـ نه یوازې له مردۍ ولیږې، له مغزوهم خلاصیږې .

ده ېې خبره تصدیق کړه، په لوړ آوازېې وویل:

ـ له ماغزو خو همدا اوس خلاص یم، ولاکه مې د سهارخواړه په یاد وي چې څه مې خوړلی دی؟

داکترته غوسه ورغله، سترګې ېې بټې راووتې، چیغه ېې کړه :

ـ نو په بلا ېې وهې دا دومره دوکانونه، خلک پیسې د ژوند لپاره ګټي، ژوند د پيسو لپاره نه قربانوي.

ناروغ لکه پړچې شي، او پخپله خبره کې پاتې راشي، غوږونه ځوړند ونیول ، په ورو ېې وویل:

ـ ته وا هرڅه ته شاه کړم، تجارت په ټپه ودروم ؟

داکتر په ورو سر ورلنډ کړ:

ـ په ټپه ېې مه دروه، بیا درته وایم محدود ېې کړه: له دریو یو دوکان او له دولسو ساعتونو اتو ته راشه .

ناروغ لکه د داکټر وړاندیزچې ومني، تندی ېې وغوړید، وې ویل:

ـ رخصتي څنګه ؟

داکتر وخندل ،اخ ېې کړل:

ـ رښتیا دا رانه هیره وه چې دوه ورځې به کارته هم نه ځئ .

ناروغ ته اندیښنه ورولویده :

ـ نو زه به دا د کورونو مورګیچ ( د بانګ پور) په څه لنډوم؟

داکتر له لاسونو پړکا وویسته :

ـ ښه، ښه، لا کورونه هم لرئ، افرین ،څو کورونه ؟

ناروغ غاړه هسکه ونیوه، په غرور ېې ځواب ورکړ:

ـ درې، پرون مې یوبل هم راونیو.

د داکترسترګې وځلیدې، سترګې ېې پټې او بیرته وغړیدې، په ملنډو ېې وستایه :

ـ ښه افرین، ښه دی چې لیونی شوی نه ېې !

جدی څیره ېې ونیوه، په میزکې جګ راکښیناست، ده ته ېې لاس ونیو:

ـ ګوره اشنا، په دې ډول کاراو ژوند په نورو ناروغیو اوړې، عمر دې رالنډوي ،

په ناروغ د داکترخبرې اغیز وکړ، سرته ېې لاس ونیو:

ـ عمر چیرته پاتې دی داکترصاحب، نه وینئ چې یو ویښته مې تور نه دی، په ملا کړوپ یم ،لاسونه مې هم ریږدي.

د داکتر د غوسې رګ بیا وتوریده ، تندی ېې بیا ګونځې وکړې .

ـ بس چې ښه پوهیږئ چې دا هرڅه دی له دې ډول ژوند او سوداګرۍ سره تړلي دي، نو ولې لاس په کاریږئ نه ؟

ناروغ فکر کې لاړ، سترګې ېې مړې ونیوې، سرېې بیرته راپورته کړ، ډاکتر ته ېې د یو ګناهکار او مجرم په څیر رڼې سترګې ونیوې، په خواره خوله ېې وویل :

ـ ښه نو ته وا چې هرڅه پریږدم او رالنډ ېې کړم ،

ډاکتر زر په خبرو کې ورټوپ کړ:

ـ هو کنه ، دوه انتخابه دې مخ ته پراته دي: یا به دې تجارت غزوې او یا به دې عمر رالنډوې …اوس نو انتخاب ستا لاس کې دی.

دی په اسانۍ نه قانع کیده ، لکه زده کونکی چې غواړي خپل ښوونکی په پوښتنو کې راګیر کړي ، سوال ېې وکړ:

ـ نو چې داسې ده ، او لوی تجارت خلک له اده باده باسي، دا لوی لوی میلونران څه کوي؟ دوی څنګه په لوړو عمرونوکې هر کال نوی ودونه کوي او معشوقې بدلوي ؟

ډاکټر وخاندل:

ـ هغوي خو تکړه مینجران لري کنه ؟

ـ ښه ، یعنې زه باید مینجر ونیسم ؟

داکتر سر وښوروي :

ـ خود، بله چاره نه لرئ ؟

ـ او که په دې دواړو کې انتخاب تاسو ته پریږدم .

د داکترسر په خبرخلاص نشي ، وضاحت وغواړي :

ـ کوم انتخاب ؟

ـ چې مینیجر دله ونیسم ، که دوکانونه خرڅ کړم ؟

ـ که زما منئ دوکانونه او کورونه وپلورئ. پوهیږئ ولې ؟

مخکې له دې چې د ده ځواب واوري ، پخپله خپله پوښتنه ځواب کړي :

ـ ځکه چې په تا اوس ناوخته دی.

ـ نوته وا که دا کار وکړم ، هرڅه به بیرته نورمال شي ؟

ـ سل فیصده

داکتر پخپل تندی لاس کیښود، بیا ېې په دیوال کې د راځوړندې کوپړۍ تصویر ته لاس ونیو:

ـ پوهیږئ چې د ټولو ناروغیو مور اعصاب دي، چې دا دي جوړاو دمه وو هرڅه دی پخپله ځای ته راځي.

ناروغ له داکترسره ایښي د ګولیو پاکټ ته ځیرشو، له خولې ېې بې واکه راووتل:

ـ یعنې ګولۍ هیڅ ګټه نه لري، دا وایګارا مایګرا….

داکترهم ګولیو ته وکتل :

ـ ولې نه ، د دې کار لپاره بلا ډیرې دواګانې دي، خو ګټه به ېې موقتي وي .

ناروغ حیران شو، اوږې ېې وښوریدې :

ـ ښه موقتي !؟

داکتر په دې حقیقت نور هم کلک ودرید:

ـ موقتي څه ؟ چې وروسته به بیا ګولۍ او نورې دواګانې هم کارنه ورکوي.

د ناروغ خوله وازه پاتې شوه، سودا ورولویده ، دروازې ته ېې وکتل ته وا غواړي ووځي ، بیرته ېې ډاکټر ته مخ ورواړاوه ،لاسونه ېې موټی کړل، ، په چوکۍ کې رانیغ شو:

ـ نو په دومره ډیرو نغدو پیسوبه څه وکړم؟

داکتر لکه د مخه چې ېې په هرڅه فکرکړی وي، دستي ورغبرګه کړه :

ـ که ثواب ګټې خو په وطن کې  ېې په خیره کارونو ولګوه او که نه ، په بانک کې وساته او ګټه ېې خوره .

ـ ډاکترصاحب، وطن ته خو مې څوځل لیږلي، همدا اوس مې پخپل نامه دوه جوماتونه جوړدي. په کور کې هم رانه څوک بې حجه نه دي پاتې .

ډاکتر بل وړاندیز ورواوروه :

ـ نو څه کیږي که دا ځل ورباندې یو څو مکتبونه جوړکړئ؟

په ناروغ دا وړاندیز ښه ونه لګید، لاسونه ېې پورته کړل :

ـ مکتبونه پریږده ، هغه د حکومت کاردی، بل د ثواب کار راښایه !

ـ یتیم خانې څنګه ؟

ـ ټول افغانستان یتیمانو نیولی، هغوی ته ولاکه زما پلار هم ورسیږي …زه به کوم یوه ته شم

ډاکتر وخندل ، چې پوه شو، وړاندیزونه ېې پرله پسې نه منل کیږي او ده ته بابیزه ښکاري ، پخپلو وړاندیزونو ېې تیګه واړوله:

ـښه ، د پيسو کار دی خپل دی، اوس داسې وکړه چې سرله سبا دې د تجارت په رالنډولو پیل وکړه .

ناروغ چې نور بې ځوابه و، سر وخوځاوه:

ـ بس کور دې ودان ، فکربه پرې وکړم ،

ډاکتر جدي بڼه ونیوه، په لوړ غږ ېې پخپل وړاندی زټينګاروکړ:

ـ فکر مکرمه کوه، عمل وکړه چې بې غمه او جوړشې .

ناروغ  چې بیاهم نه قانع کیده، دستي ورغبرګه کړه:

ـ ډاکتر صاحب دومره لویه پریکړه دومره زرڅنګه شوني ده ؟… په یو ځل هغه ماڼۍ څنګه انسان ونړوي چې په ډیرو خواریوېې اباده کړي وي ؟

داکتر په سړه سینه ورلنډه کړه:

ـ خو که هغه ماڼي چې چت ېې سوری او بیخ ېې ناست وي ، زر نړیدای هم شي او انسان هم تباه کولی شۍ.

د ده په زړه یخې اوبه توی شوې ، نورهیڅ ونه ویل ، لکه خولې ته چې ېې کولپ واچول شي، زنګیدلی له ځایه راپاڅید، دهلیزته راووت ، دهلیز تیاره و ، خو زر بیرته پخپل سر روښانه شو، ترهغې چې د کلینیک له ودانۍ بهریده ، له دوه نورو نورو تیاره دهلیزونو چې پخپل سربیرته روښانه کیدل هم مخامخ شو، له کلنیکه د باندې ېې پاس آسمان ته وکتل، اسمان کې هم وريځې تلې راتلې .

لندن ـ انګلستان

د۲۰۲۱میلادی کال د جون ۱۲

Comments are closed.