!کاپره امریکا ده

دودیال

266

نعیم اکا زموږ بزګرو.  لوړ قد او پیاوړی مټې یې درلودې. په کولبه کولو، درمند میدولو، لَو او د پټي دپولو په جوړولو کې بیساری تکړه و. ټوکې یې ډیرې زده  وې او خپله به یې هم عجیبې خبرې کولې. یوه ورځ د میاجان د ځوی واده و. ټول کلی یې غوښتي و. غرمه یې خلکو ته وریجې پخې کړې وې، خو وریجو کې یوه نیمه شګه وه. د ډوډۍ پر مهال د نعیم اکا غاښ لاندې کومه کوچنۍ تیږه راغله کړس یې خواته هاشم جان هم واورېد. د کړس په اورېدو هاشم جان ورنه وپوښتل :

لکه چې وریجو کې تیږي دی؟  نعیم اکا په ټوکه ځواب ورکړ:

  • نه؛ تیږي او شګې دي، خو یوه نیمه وریجه هم پکې شته !

شاوخوا ټولو وخندل، خو واده والا په دې ټوکه پوه نشو، که نه خامخا خپه کېد.

 هاشم جان د ډاډ ګیرنې په دود وویل:

زموږ او تاسو دا وطنی پایکو ګانو کې ټکول شوې وریجې خامخا شګه لري.

یو چا غږ کړ: وای امریکا ماشینی پایکو جوړه کړی . یو سات کې یو خروارله شګو او خاورو پاکې وریجی نغدې درته پاکوي.

نعیم اکا وویل:

  • کاپره امریکا ده !

یو بل وویل؛  داسې زراعتی غواوې یې دی، چې په وخت نیم من شیدی کوي!

بیا هم نعیم اکا وویل:

  • کاپره امریکا ده، په وخت نیم من شیدې !!

نعیم اکا به پخوا په اشر دیو بل چا غویی راوست، خپل یوه غوایی سره به یې کولبه ورباندې کوله، او ده خپل یو غویی هغه ته په اشرورکاو. کله یې چې یوڅه پيسې پیدا کړې، بل غویی یې واخیست او د دوو ښکرو ترمنځ یې  په تندي باندې ورته یو سور تاویز تړلی و. کله یې چې دا نوی غویی دشوتلې پټې ته دمړولو لپاره بیوه، ورسره نه ته. زموږ کلیوال هاشم جان چې دا نوی غویی ورسره ولید، مبارکی یی ورکړه او ورته ویی ویل:

  • واوه واه اوس دې دواړه غوایی خپل دي، بیغمه کولبې ورباندې کوه !

نعیم اکا ورته غوسه شو:

زه یې شوتلې ته بیایم راسره نه ځي، ته د کولبې خبره هم غوږ کې ورکه نو ښه به راسره لاړشي!

یوه ورځ آوازه شوه چې ملک صیب له هر کوره یویو تن غوښتی چې د موټر راتګ ته لاره جوړه کړو. نعیم اکا وپوښتل:

موټر د چا ده او څه پې کوئ؟

خلکو ورته وویل : عجب نوی راکټ موټر دی، په یووار اته خرواره بار وړي.

نعیم اکا په تعجب وویل:

اته خرواره !! کاپره امریکا ده  لا په دې موټر!

کله یې چې اوریدلی و چې دباچا شورلایټ موټر امریکا کی جوړ شوی، هک حیران شوی و، له خولې یې وتلي وو :

  • کاپره امر یکا ده. پاچا ته چې موټر جوړولای شی، ماهم حج ته لیږلای شی.

حج کول دنعیم اکا لوی ارمان و.

د نویو خبرونو د اوریدو ډیر شوقی و. کله به چې د ښار له نویو پېښو خبر شو، خامخا به یې خپله تبصره هم ورباندې کوله.

زموږ د پټیو د درمند د اخیستو ورځ  وه. زموږ ښوونځي رخصت وو، پلار سره کلی ته تللی وم. نعیم اکا په درمند څپر ګرځاو. د پټي خوا کې یې یوه څپره جوړه کړی وه، هغی کې یې یو کټ ایښی و او یو پوزی ورباندی پروت و. پلارسره مې د درمند خواته ورغلم. نعیم اکا څپر ودراو، په منډه راغی زما پلار سره یې روغبړ وکړ، بیا یی ما ته ستړی مشی وویله او موږ یې څپرې لاندې سیوری ته بوتلو، پوزی یې هوار کړ. پلار مې و پوښتل:

  • څو ورځو کې به درمند میده شی؟

یره خان صیب، پنځه ورځې وروسته به هم میده او هم باد شی.

  • ځه که خدای کول کال دا وخت به ټراکټور ولرو.

خان صیب، هغه څه شی دی؟

ترکتور داسی ماشین دی چې کولبه کوی، درمند میدوی او هرڅه کوی.

نعیم اکا هک حیران و. دا له څه شی جوړ دی؟   پلار می ماته ګوته ونیوه اوورته ویې ویل:  دا هلک به یی عکس هم درته راوړی او درته وبه یې ښيي.

ما ورته وویل :

اکا ، تراکتور دموټر په شان ټیرونه لري. ګرځي، کولبه ورپسې تړل کیږي. کولبه یې درې- څلور – پنځه سپارې لری.

  • هوی زوی یی لوی کی ! یو جریب څومره وخت کی اړوی؟

اکا، پنځه جریبه زمکه یوساعت کې کولبه کوي.

  • ای د نر بچیه په دی قوت. ښه دا چیری جوړ شوی، کابل کی شته ؟

هو امریکایی دي، وزارت زراعت یی لري.

  • کاپره امریکا ده !

پلار می ورته وویل: ټرکتور خو وړه خبره ده ، سپوږمۍ ته ختلي. ګوره دا هلک به درته کیسه وکی، له سپوږمۍ یې خاوره هم زمکی ته را کته کړی.

دا وخت د کلی ملاصاحب پر لاره تېرېد، کله یې چې زما پلار ولید، لنډ را تاو شو او څپری لاندی راغی ټولو سره یې ستړی مشی وکړه. نعیم اکا ورته له ګړي څخه یخې  اوبه ورکړی. ملا صاحب اوبه وڅښلې شکر یی وایست او دپلار تر څنګ کی د کټ په بازو کیناست. درمند ته یې وکتل اواوچته غږ یې وکړ:

برکت !

نعیم اکا خیر یوسی ورته وویل او اضافه یې کړه:

ملا صیبه ګله، کال ته به دا زاره چاودګی نه وی، په ټاکټور به یی څپر کوم.  ملا صاحب ورته کړه:

-ښه ښه.

ورپسې یې ملا صاحب ته دا هم ور اضافه کړه:

کاپره امریکا ده داسی شیان جوړوي، ته دا هلک ته غوږ ونیسه، امریکا سپوږمۍ ته ختلې آن خاوره یې راوړې ده. دا هلکان یې له مکتبه وروستی ورباندې کتلې یې ده. یو ناڅاپه ملا صاحب په غوسه شو:

  • لا حول ولا چوپ سه کفر مه وایه، غرک سی آخرت دی تبا شو.

بیا یی زما پلار ته مخ واړاو.

خان صیب، زوی دی منع که داسی خبری ندی پکار. دا مښتبیان به بلاوې بوټې کړي. بنیادم څنګه سپږمۍ ته خیژي؟  توبه توبه ! ما ته برګ شو، خو څه یې ونه ویل او همداسې روان شو.

پلار مې ډیر وخندل. دنعیم اکا خوله خلاصه پاتې وه ما ته یې کتل، دپښې په غټه ګوته یې دپټي خاوره و ګروله بیا یې وپوښتل :

  • د دغې خاورې په شان ده؟

نه اکا ، موږ له ښیښې ولیده ، ګوتې مو ورنه وړې، لږ توربخنه  او زیږه ښکارېده.

  • کیدای شی میده تیږی یې راوړي وي، کاپره امریکا ده !

ملا صاحب لا د پټي له بریده نه ووتلی چې د نعیم اکا داخبره یی واوریده ، یوځل بیا یې دنعیم اکا خواته په غوسه وګتل او ګړندۍ روان شو.

نعیم اکا سر خوځاو او د څپر د ګرځولو په نیت پاځید، یوځل بیا یی  وویل:

  • کاپره امریکا ده !

۱۳۵۶-خیابان کوڅه

Comments are closed.