رشوتخور بابا-لنډه کیسه

لیکنه: محمد شفیق شرفزی

75
زما نوم جاوید دی نعمان او عرفان مې ټولګیوال دي. موږ درېواړه په پنځم ټولګي کې یو. ښوونځی زموږ له کوره ډېر لرې نه دی.  همدا سبب دی، چې موږ له خپله کوره پیاده ښوونځي ته ځو.
ګرانو ټولګیوالو! هر سهار موږ له مختلفو کوڅو تېرېږو او ښوونځي ته ځو، خو یوه کوڅه داسې ده، چې د خوراکي توکو دوکان پکې دی، چې یو سپینږیری بابا پکې ناست وي. موږ ترې هره ورځ شیان اخلو. خو له دې ډېره مهمه خبره داده، چې کله د هغه له دوکانه تېرېږو یو کور مو مخې ته راځي، چې د یو زوړ سړي د ژړا غږ ترې تل اورو. موږ ډېر کوښښ کوو ترڅو پدې پوه شو، چې پدې کور کې دا بوډا سړی ولې ژاړي؟ خو داچې موږ ماشومان یو، نو له همدې امله زړه نازړه کیدلو.
ګرانو ملګرو! یوه ورځ پوهېږئ څه وشو؟ موږ له هغه کور څخه د تېریدو په حال کې وو، چې له دننه د زوړ سړي د ژړا او کوکارو غږ شو. موږ ډېر خپه شولو. موږ درېواړو کې عرفان باجرأته وو. د وویل، چې نن خو که هر څنګه کېږي ددې دروازې څخه به دننه ګورو، چې دلته څه روان دي. ما لدې څخه منع کړل، خو کله، چې نعمان هم له هغه سره همنظره شو، نو زه هم راضي شوم. موږ دریواړه غلي غلي دروازې خواته ورنږدې شولو او له یو درز څخه مو دننه کور خواته وکتل، نو د حیرت او خپګان نه مو حالت بدل شو. یو شل یا دوه ویش کلن صحتمند ځوان خپل پلار ته شنه لخته نیولې او د خپلو مټو په پوره زور یې وهي او پلار یې ورته زارۍ کوي، (زویه ما مه وهه، زه ناروغ یم او سپینږیری هم یم، ستاهره خبره منم). خو ظالم زوی یې خبره کله منله.
نن موږ دریواړو ته ددې کور د ویروونکي ژړا او فریاد راز مالوم شو. لدې وړاندې، چې هغه ناترسه زلمی موږ وویني چون وس مو پرې بر نه وو غلي شان ترې روان شولو.
پر هغه ورځ که څه هم ښوونځي ته تللي وو خو درس کله خوند راکولو هره لحظه مې هغه وحشت مخ ته کیدلو او له ځانه مې بار بار دا پوښتنه کوله، چې آیا، زوی هم کله د خپل سپین روبي پلار سره داسې ناوړه سلوک کولی شي؟ آیا، اولاد دومره وحشي کیدی شي؟ آیا، د ته مالوم نه دی، چې مور او پلار کوم مقام لري؟ آیا، د ته مالوم نه دي، چې د هغوی د اوف څخه به هم ځان ساتې؟
کوم حالت، چې زما وو د نعمان او عرفان هم همدا حال وو.
هلکو! رښتیا خو دا وه، چې هغه شپه کرۍ شپه موږ خوب وینوړلو. په بله ورځ موږ بیا هغه کوڅې ته ولاړو، ځکه همدا مو د ښوونځي لاره وه. عرفان وویل، ملګرو! ما یوه فېصله کړې! موږ باید ددې خبرې په راز باندې ځان پوه کړو! ما هغه ته وویل، سمه ده، خو له چا به یې په اړه وپوښتو؟ موږ ماشومان یو خلک زموږ خبرې ته کله ارزښت ورکوي؟ نو نعمان وویل، چې یو څوک شته! موږ دواړو په یو غږ وویل، څوک؟ څوک؟ نعمان وویل، دوکاندار بابا! دریواړه دوکان ته لاړلو.
داساعت دوکاندار بابا دوکان کې ناست دی. ډېر مهربان او خوږ بابا وو. موږ سره به یې تل ښه سلوک کولو. کله به، چې موږ د هغه څخه چکلېټ یا بیسکټ اخستل، نو هغه به په ډېر شفقت سره موږ سره خبرې کولې. همدې غوره چلند یې زموږ پام ځانته واړولو تر څو راز ورسره شریک کړو. موږ دریواړه د بابا خوا ته ورغلو، هغه چې موږ ولیدلو له لرې مسکی شو، ګویا خپل سکني لمسي یې لیدلي وي! په ډېره مینه یې وویل، ماشومانو څه شی اخلئ؟ موږ وویل، بابا! نن هېڅ نه اخلو! هغه چې داخبره واورېده حیران شو، او ویی ویل، نو څنګه مو پېښه کړې؟ موږ ورته د هغه کور په اړه ټوله کیسه وکړه. او ترې ومو پوښتل؟ بابا! آیا، زوی کله پلار وهي؟ زموږ ټولې خبرې یې واورېدې. یو درنګ غلی وو، اوږده سا یې کش کړه او د افسوس غږ یې له خولې وویست، او ویي ویل، ښه ګرانو ماشومانو! تاسې دلته لږ شان غلي کینئ! حوصله مو پرځای کړئ! بیا به یې په اړه تاسې ته پوره کیسه وکړم. بابا کیسه پېل کړه.
د دغه ځوان هلک پلار دولتي کارمند وو، د هغه خوا ته، چې به څوک د خپل کار د اجرا لپاره تلل نو د به ورڅخه د کار په بدل کې رشوت غوښتلو او هغوی به یې رنګا رنګ تنګول تر څو رشوت ورکړې ته مجبور شي. هغه په ټول دفتر کې د رشوتخور په نوم مشهور وو. هغه د خپلو بچو روزنه په حرامو پیسو سره کوله. د ماشومانو ټولې غوښتنې یې په همدې حرامو پیسو پوره کولې. هغه ته د بچیو د هر خواهش پوره کول آسانه وو، چې په نتیجه کې یې بچي بېلارې شول. یوه ورځ هغه ګوزڼ باد ووهه او فلج شو، په همدې سبب له دندې ګوښه شو. لږ وروسته یې په کور کې د نیستۍ ټغر خپور شو. په حرامو ګټلې پیسې یې ختمې شولې. د لړم چړم ځی نیستۍ ونیو. له دې هاخوا یوه بله بده پېښه پرې وشوه، چې ښځه او یو زوی یې په یو ترافیکي پېښه کې مړه شول. اوس همدا دواړه پلار او زوی پدې کور کې اوسېږي. زوی یې ډېر بدمغزه دی. د هغه د خوښې، چې لږ څه خراب ول، نو په خپل پلار راباندې کړي. ما بابا ته وویل، نورو کورونو کې هم ځامن وي هغوی خو د خپل پلار سره داسې سلوک نه کوي؟! بابا مې خبره واخستله او ویې ویل، زویه! په اصل کې د پلار او زوی اړیکه بله ده. د دې هلک په رګونو کې، چې کومه وینه ځغلي په حقیقت کې هغه وینه د ده د پلار د حرامې ګټې ده. او په حرامې ګټې سره انسان نه یوازې خپله پرزي بلکه د هغه نسلونو ته یې هم زیان رسېږي، ژوندی مثال یې تاسې په خپلو سترګو ولیدو. د بابا خبرې، چې پای ته ورسېدې، نو موږ ترې مننه وکړه، او له دې سره مو دا پرېکړه وکړه، چې موږ به هېڅکله رشوت نه اخلو او د حرامې ګټې څخه به ټوله کورنۍ بچ ساتو.

Comments are closed.