غوا

احسان الله درمل

48
ډېر کلونه وړاندې یوې غربي موسسې یوه غریب کلي ته یوه لویه زراعتي غوا ډالۍ کړه. غوا دومره شیدې کولې چې ټول کلی یې له لوږې خلاصولی شوای. په لومړیو ورځو کې د وچ مورو ماشومانو په اننگو کې سُرخي وځلېده او په کلي کې د شېدو، مستو او تروو کمی نه و. خو دا ورځې اوږدې نه شوې. د کلي مشران په پټه سره غونډ شول او د غوا د گټې په اړه یې مجلس وکړ. د غوا غولانځې پوره شل تیونه درلودل چې هر مشر ته یو تی ورسېد. وروسته نو هر مشر خپل وروڼه، زامن، اخښي او خپل پردي د لبنیاتو پر دوکانونو کښېنول. کلیوالو او وږیو ماشومانو ته به که کومه ورځ یوه پیاله ړنگۍ تروې ورسېدې، د اختر ورځ به وه. نور نو د کلي په گوټ، گوټ کې د لبنیاتو دوکانونه ول. آن چې لبنیات شاوخوا کلیو ته هم قاچاق کېدل. کله، کله به د همسایه کلي دوکاندارانو هغه شیدې او مستې بېرته په کلیوالو گرانې پلورلې، چې مشرانو به په دوی ارزانې پلورلې وې.
کلیوالو د خپلې غوا شیدې او مستې په بیه اخیستې خو د شلو مشرانو کورنیو او خپلوانو به سرونه په کوچو غوړول. کلیوالو چې په خپلې غوا کې د تروشو تروو د څښلو حق هم نه درلود، ښېرې به یې ورته کولې چې: «خدای دې غوا د قصاب تر چړې تېره کړي.»
له بلې خوا چې شل مشرانو د گټې مزه لیدلې وه، شپه ورځ به د غوا له غولانځې تاو ول. د غوا د خوراک او څښاک غم له هیچا سره نه و. په دوه درې ورځو کې به که کوم یوه وچ بوس یا پروړه ور واچول او یا به یې غوا اوبه کړه، نور نو ټول په تیونو پورې کلک نښتي ول. آن ځینو مشرانو د غوا خوشایي هم خپلو خپلوانو ته په ټیکه ورکړي ول؛ هغوی به څپیاکې ترې جوړولې او په ژمي کې به یې په کلیوالو د سوخت لپاره پلورلې.
خبره دې حد ته ورسېده، چې غوا ورو، ورو ډنگره شوه او شیدې یې کمې کړې. کلیوال به چې د ډنگرې غوا له څنگه تېرېدل، خوشحالېدل به او له ځانونو سره به یې ویل: «خدای دې تر چړې مه ور رسوه.»
خو مشران د دې پر ځای چې د غوا صحت او ډنگرې ورځې ته متوجه شي، نور هم په تیونو پورې کلک نښتل. د لوشلو پر مهال به یوه نیم د غوا پر ملا د شنو لښتو وارونه وکړل او ویل به یې: «شیدې را پرېږده د سپي لورې!»
یوه ورځ د غوا له تیونو د کوم حریص مشر لوښي ته وینې را وبهېدې خو هغه بیا هم خپله برخه پرېنښوده. ټولو غوا ته په داسې سترگه کتل، چې پوروړې یې ده او هره ورځ باید د دوی کورونو ته بلاناغه څو، څو لیټره شیدې ورکړي.
یوه ورځ چې د موسسې مسئول حیواني ډاکټر د غوا روغتیایي چیک اپ ته راغی، و یې لېدل چې غوا نوره نو له شېدو او کاره لوېدلې ده. له بلې خوا کلیوالو ته د غوا تروشې تروې هم نه رسېږي، خو مزې پکې یوازې د څو کسو دي. بل جنجال دا دی د کلي د ځوانانو باغي ډله حتی هغه غریب کلیوال هم حلالوي چې صرف د غوا تروشې تروې یې له ستوني تېرې کړې وي. هغوی داسې گڼي چې د غوا په شیدو کې موسسې داسې څه گډ کړي، چې د کلیوالو ایمانونه خرابوي او چا چې هم د غوا له شیدو را وتی هر ډول سپین ټکی پر ژبه ایښی وي، کافر او واجب القتل دی. ډاکټر چې دغه حال ولېد، ډنگره غوا یې ایله د همسایه کلي تر قصابه ورسوله او په هغو پیسو یې د کلي لپاره کوټي واخیستل، چې بار نشي وړلای خو لغتې یې زده دي.

Comments are closed.