افسوس

وږمه سبا عامر

158

رستم د مېټرو په تم ځی کې، د خلکو په ګڼه ګوڼه کې، ښاپیرۍ ولیدله چې په برېښاني پوړو باندې دهلېز ته مخ په پورته روانه وه. ده هم ځان برېښنایي پوړو ته ورساوه. د پوړو په یوه پله کې یې پښه برابره کړه، ودرېد او مخ په پورته روان شو. د جمپر له جېب څخه یې موبایل راوویست، ښاپیرۍ ته یې زنګ وواهه، تر څو زنګونو تېرېدو وروسته هغې ټیلیفون واخېست. ده ورته وویل:

– ګرانې! همالته ودرېږه، دادی زه درپورته کیږمه.

– هههه ته مې ترشا یې؟

– هو، هو …

ښاپېرۍ چې نوره بره د هلېز ته رسېدلې وه، له پوړو څخه ووته او د لارې ښي اړخ ته ودرېده. په لنډو شېبو کې رستم ور ورسېده. تر ستړې مشې وروسته دواړه د اروپا د خلکو په شان غاړه غړۍ شول، او یوې لویې مغازې ته سره ننوتل. دا د ښار ستره مغازه وه چې څلور منزله یې درلودل، اول منزل د خوراکي موادو لپاره جوړ و، په دویم او درېیم منزل کې یې د جامو، بوټونو، سینګار، او د ماشومانو د لوبو شیان خرڅېدل. څلورم منزل یې فوډ سټریټ و او دلته د دنیا د ټولو مشهورو رستورانتونو څانګې وې.

ښاپیرۍ له رستم سره دویم منزل ته لاړه او د ځان اوماشومانو لپاره یې یوه یوه جوړه جامې واخیستې.

 ماشومان یې په ښوونځي کې وو. رستم نن کار ته نه و تللی او دا د دوی لپاره ښه موقع وه چې د لږ وخت لپاره د یو بل سره د زړه خواله وکړي. ډېرې خبرې یې وکړې. د ښاپیرۍ عادت و چې په لسو مغازوکې به یې جامې بیه کولې او په یوولسمې یادولسمې کې به یې اخیستې. بس د جامو لټون او د دوی کیسې، دواړه یو ځای روان وو، ښه وخت یې سره تېر کړ. خو رستم د خیټې شوقي و، هغه ته د دې شاپنګ پرځای که په یوه کافي یا رستورانت کې ناست وای او څه یې خوړلی یا څښلی نو ډېره مزه به یې ورکړې وای. ترجامو اخېستو وروسته رستم ښاپیرۍ ته کړل:

– ګلالۍ! اوس به دې کافي ته ننووځو، تر چایو وروسته به بره ډوډۍ ته لاړشو، څنګه؟

– سمه ده ولې نه.

دوی دواړه کافي ته ننوتل، دیوه میز ترشاکېناستل، رستم خپل جمپر وویست، په خپلې چوکۍ باندې یې وځړاوه، او لاړ چې چای راواخلي. ښاپیرۍ مخامخ ناستې مېرمنې ته کتل چې ترڅنګ یې ناست سړي سره څومره ارامه اوخوشاله ښکارېده. دا میرمن ورته ځکه جالبه وه چې څهره یې د رستم د ملګري شمرېز د مېرمنې زینبې په شان وه.

ښاپیرۍ زیات ورته نه کتل، ځکه دلته یو چاته په ځیر ځير کتل لوی عیب ګڼل کېږي. رستم ترلنډو شېبو وروسته له دوو پیالو چایو او یوې ټوټې کیک سره راستون شو. ښاپېرۍ ورته چرتي غوندې ښکاره شوه، اندېښمن شو چې ښايي ښاپېرۍ له اخېستې سودا څخه راضي نه وي.  زر یې وپوښتله:

– زما ښایسته مېرمن ولې خپه غوندې ده؟ خرابه سودا مې ورته اخیستې؟ څه پکې کم دي؟

– هېڅ زړګیه! دې میرمنې ته مې کتل، ته وګوره څنګه کټه مټه د زینبې په شان څهره لري.

– ههههههه هو خو قسمت یې هغسې نه دی.

– هو بلکل.

رستم ښاپېرۍ ته وویل چې شمرېز تېره ورځ د خپلې ملګرې سره ترکیې ته لاړ چې پر هغې د اسلامي جوماتونو او تاریخي ځایونو سیل وکړي، خو تر سفر مخکې یې زینبه له بچو سره یوه کلي ته د یوې شپې لپاره په سیل بولې وه. ښاپیرۍ ورته خندل:

-جالبه ده، خپله کاپیره ملګرې د جوماتونو سیل ته وړي او خپله مسلمانه مېرمن او بچي د کلیساوو نندارې ته.

دواړو ښه ښایسته شېبه د شمرېز په کارونوخبرې وکړې او بد یې پرې وویل، چې تل یې د زینبې اود بچوڼو په حق کې ظلم کړی دی. د خپلې ځوانې مېرمنې حقونه یې خپلې کاپیرې ملګرې ته ورکړي.

له چایو وروسته، رستم او ښاپیرۍ له کافې څخه ووتل، پورته منزل ته د رستورانټ پر لوري سره روان شول. په لاره کې ښاپیرۍ رستم ته وویل چې د بچوڼو برخه دې هم راواخلي، هغه به سره کورته یوسي.

همداسې هم وشول، رستم د بچو برخه د چرګ کباب او چپس پرمېز کېښودل او دوی دواړه سره په ډوډۍ خوړولو لګیا شول. د دوی شاته په مېز باندې ناستې مېرمنې د یو سورمخي کاپیر سره په لوړ غږ داسې خندل چې د ډېرو نورو مېزونو د خلکو پام یې ځان ته اړولی و. له جامو شرقۍ برېښېده.

رستم ته د چرګ کباب خوند ورکړی و، ښاپېرۍ ته یې وویل چې یو بل خوراک هم راوړي، خو هغې ورته وویل:

-که ځان له راوړې ښه ده کنه زه مړه یم.

په دې وخت کې رستم زر مخ ته لاس ونیوه او ښاپېرۍ چې مخ واړاوه، ویې لیدل چې د شرقي جامو مېرمن له ملګري سره د تلو په حال کې ده. ښاپیرۍ هم زر مخ واړاوه او په خندا شوه. رستم غلي وویل:

– زړه مې مطمین شو؟

– هغه څنګه؟

– تل د زینبې د بېوسۍ غم راسره و، ښه ده چې همداسې ده.

– هو د شمرېز سره همداسې جوړیږي.

رستم په ټوله لاره کې د ښاپیرۍ سره غاړه غړۍ روان و، خوشاله و چې خپلې میرمنې ته وفاداره دی، او د خدای د پاک کتاب پر دې ایت یې نور هم باور زیات شو چې د پاکو نارینه وو لپاره پاکې او د نا پاکو لپاره ناپاکې مېرمنې موجودې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.