توپاني شپه/ محمد ابراهيم سپېڅلی

0 733

دواړه لاسونه يې ومږل، خولې ته يې ونیول، مګر تاوده نه‌شول، بیا يې په تخرګ کې ټینګ ونیول، یو لاس يې لږ د تودوالي احساس وکړ.
بوټونه او جرابې يې په پښو دي، خو بیا يې هم د پښو ګوتې له یخه درد کوي.
د موټرپه چوکۍ کې يې پښې ورټولې کړې، خو طاقت يې نه کېږي، له جېبه يې دسمال راوکیښ، د پښو پر ګوتو يې وپېچه بیا يې هم د پښو نوکان هغسې درد کوي.
د ده تر څنګ ناست ملګري هم ځان په پټو «څادر» کي ټینګ پېچلی دی، د مخ او شا په چوکیو کې هم ټول ناست کسان یخ غلي کړي دي.

له ګل محمد سره په دې موټر کې تر پنځوس زیات نور مسافر هم له یخه رېږدي.
پر سړک په لسهاوو کوچني اوغټ موټرونه لیکه ولاړ دي، له تېري شپې راهیسې د واورې ورېدو دغه لویه لار بنده کړې ده.
ګل محمد په فکرونو کې ډوب ناست دی، د موټر له کړکۍ دباندې ګوري، واوره ګړی په ګړی تېزېږي.
هرې خوا ته، ځمکه تکه سپينه ده.
ګل محمد ته پرون دغه وخت وریاد شو چي د کورنۍ له غړيو سره په توده صندلۍ کې ناست و.
مشر زوی يې په اتم ټولګي کې دی، راغی له پلار سره نږدې کښېناست؛ «له ما سره دې د ښایسته کوټ قول کړی دی.»

منځوی زوی يې څنګ ته ورنږدې شو؛ «بابا! زما د مکتب بستۍ دې هېره نه‌شي، دغه بستۍ مې ډېره زړه شوې ده.» کوچنۍ لور رڼا چي په ټوله کورنۍ ډېره ګرانه ده، د پلار په غېږ کې کښېناستله، کیڼ لاس يې د پلار تر غاړه تاو کړ، د پلار سترګو ته يې وکتل؛ «ما ته به ښایسته ناوکۍ راوړې، زما ناوکۍ ډېره خوښه ده.»
په دې وخت کې يې مېرمن پر پلار راټولو اولادونو ته وویل؛ «یو ګړی چوپ شئ! هغه ډاکټر ته ځي او تاسي فرمایشونه ورته شروع کړي دي.»
د مور له دې خبرې سره راټول شوي اولادونه له پلاره وڅکېدل.
د ګل محمد مېرمنې یو ګیلاس تود چای خاوند ته ورکړ، کرار يې ورته وویل؛ «داسې خوندور چای دی لکه د زړه سر…»

«اورلګیت به نه لرې ځوانه؟» د موټر په چوکۍ کې د ده څنګ ته د ناست ملګري دې پوښتني يې د فکرونو خوندوره لړۍ ورپرې کړه، سر يې له چوکۍ راپورته کړ، څنګ ته ناست ملګري يې سګرېټ په ګوتو کې نیولی دی.
ګل محمد د سرپه اشاره پوه کړ چې اورلګیت نه لرم.
ټول مسافر چوپ ناست دي او په مات زړه د زورورې واورې ننداره کوي، یوازې د پای په چوکیو کې یوه مور له خپل ماشوم سره کرار کرار غږېږي.
ګل محمد خپل پټو پر ځان سم کړ، سړک ته ګوري، واوره نوره هم تېزه شوه، پر سړک ولاړ موټر وار په وار په واوره سپینېږي.

ده له جېبه ټلیفون راوکیښ، غواړي کور ته زنګ ووهي، خو د ټلیفون انتن کار نه کوي، د څنګ له ملګري يې پوښتنه وکړه «ستا ټلیفون کار کوي؟»
د ملګري پر ځای موټر چلوونکي ځواب ورکړ؛ «په دې سیمه کې ټلیفون سم کار نه کوي.» د شا له چوکۍ یوه بل په پټو کې پټ ځوان هم غږ کړ چې «له هغه وخته چې موټر درېدلي دي، په ټلیفون اخته یم، خو کار نه کوي.»
ګړی په ګړی واوره، یخ او لوږه زیاتېږي، مخ ته د ولاړو کوچنیو موټرو ټېرونه تر نیمايي په واوره کې پټ دي.
اوس د مازدیګر څلورنیمې بجې دي، اسمان لا هغسې وریځو پوښلی او واوره په خرپ شروع ده.

د سهار له یوولسو بجو راهیسې د واورې او باران له امله دلته موټر بند پاتې دي، په هر غټ موټر کې تر پنځوس زیات کسان او په کوچنیو موټرونو کې شپږ تنه د لارې د خلاصون په موخه لار څاري، خو تر اوسه پورې يې چا پوښتنه لا هم نه ده کړې.
د واورې ورېدل نور هم تېز شول، ورځې خپل ځای شپې ته پرېښود، توره تیاره خپره شوه، په موټر کې د ناستو مسافرو خبرې کرار کرار چوپ شوې، یوازې له لېرې د وږيو لېوانو نارې او د موټر په شا چوکۍ کې د کوچني ماشوم ژړا په موټر کې خپره چوپتیا ماتوي.

ګل محمد په ډېر زحمت د ټلیفون ساعت ته وکتل، د شپې دوولس بجې دي، پښې يې له ډېره خه کار نه کوي، لاسونه يې هم رېږدي، ژر ژر يې ساه واخیسته، خو ګټه نه کوي.
یو ځل بیا د اولادونو پرونۍ خبري ور په یاد شوې، له سترګو راتوی شوې اوښکې يې پر باړخو یخې شوې، د زړه ضربان يې تر اندازه زیات شوو، د سترګو رپولو توان يې له لاسه ورکړ، په چوکۍ کې څنګ ته پر ناست ملګري يې تکیه وکړه، هغه او دی دواړه تر چوکیو لاندې رالوېدل.

د موټر د شا په چوکیو کي د کوچني هلک ژړا او د مور خبرې يې هم چوپ شوې، په ټول موټر کې داسې چوپتیا خپره شوه چې یوازې د موټر پر هيندارو د تېزې واورې د څپرکو را لوېدو غږ احساسېږي.

توپاني شپه تېره شوه، د ورځې په نیمايي کې رسنیو خبرخپور کړ؛
«ولسمشر پر لويه لار د زیاتې واورې له امله د مړو شویو مسافرو له کورنیو سره خپله ژوره غمرازي شریکه کړه او مسوولانو ته يې لارښوونه وکړه چې په راتلونکي کې د دغسې خونړیو پېښو د مخنیوي له‌پاره لاس په کار شي.»

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.