ببرسري ماشوم خیرن لستوڼی پر پوزه تېر کړ او پلار ته یې وویل؛
ابا!
نن ګل کاکا له حجه راځي، اوس ډېر موټر مخ ته ور غلل، یو موټر یې لکه د ناوې موټر په ګلانو ښایسته کړی و، دروازې یې جوړې کړې اوله بازاره تر کلي یې په دېوالو لیکلي؛ “حج مبارک خوش آمدی!”
پلار یې نسوار واچاوه او په ګنګوړه ژبه یې وویل؛
کال ته چي ځمکه خرڅوم هم حج ته به ولاړ شم! چې دوه چنده یې و نه غوروم، که یې پرېږدم…
همدا خبرې روانې وې چې دروازه وټکېده، ماشوم ورمنډې کړې او ژر بېرته راغی، پلار یې وپوښتل؛
څوک و؟
ـ خېرګی!
ـ کوم خېرګی؟
ـ هغه یتیم خېرګی د ګل کاکا خوريی!
ـ څه وایي؟
ـ مور یې ناروغه ده اوس خېرګی په کورو ګرځي ويل که خیرات یا زکات وي.
د پلار تندی يې ګونځې شو او په خوشکه یې وویل، ورشه ورته ووایه چې پلار مې په کور کې نهشته!