شیخ سعدي د یوه بزرګ کور ته ورغلی و/ عنایت الله کاکړ

0 426

شيخ سعدي رحمة الله علیه د یوه بزرګ زیارت ته ورغلی وو. بزرګ ورته شکایت کړی وو چې له مراجعینو سخت په عذاب یم. نه لمانځه ته ترې وزګار یم،. نه ذکر او نه هم نورو معمولاتو ته. شیخ سعدي ورته فرمایلي چې صاحبه له مراجعینو د خلاصېدو لپاره به زه یوه ټک او پتری نسخه په لاس درکړم. بزرګ ورته کړي هغه څنګه؟
شیخ ورته فرمایلي چې بیوزلو مراجعینو ته پور ورکړه او له شتمنو مراجعینو پور وغواړه، منې که بله ورځ مۍلمه په دوربين کې هم ووینې…!
هسې دا خبره تر دې را په یاد شوه چې انسان یو اجتماعي حیوان دی او له نورو انسانانو سره د اجتماعیت په تار تړلی دی. اجتماعیت بیا عبارت دی له هغو مشترکه اقدارو( سیاست، تجارت، نسب او نور)چې انسان لامحاله او طوعا او کرها احتیاج ور ته لري.
پس د اجتماعي ژوند لرونکی انسان نباید د بخل، کنجوسۍ او حرص له لارې ځان د دا نورو اوریجنل حیواناتو کټه ګورۍ ته داخل کړي…!

Leave A Reply