ډاکټر روستار تره کی د دعوت سره په مرکه کې

مرکه کوونکی: محمد طارق بزګر

319

ډاکټر استاد روستار تره کی د دعوت سره په مرکه کې:

اړینه ده چې طالب د قدرت د انحصار لیونتوب پریږدي او په حکومت کې تکنوکراتانو او متخصصینو ته ځای ورکړي

دعوت د ملي او اسلامي ارزښتونو د دفاع په دریځ کې له آزمون نه بریالي وتلې دي

دا مرکه د دعوت مجلې په ۲۴۳ ګڼه کې خپره شوې او د دعوت مجلې له پاره شوې وه.

چې دلته د دعوت مجلې څخه په مننې د دعوت مېډیا۲۴ (www.dawatmedia24.com) ویبپاڼې

درنو لوستونکوته هم وړاندې کیږي.

درنښت

دعوت رسنیز مرکز

محمد طا رق بزګر: استاد تره کی دا چې د مرکې له پاره مو وخت راکړ مننه کوم. له هر څه مخکې که وپوښتم تاسو به تیرو شلو کلونو د خپلو لیکنو او مرکو د لارې د طالبانو پلوی او د هغوئ له پاره په ملیګرا افغانانو کې یو وتلی غږ وئ. ایا اوس هم د طالبانو په هماغه اندازه پلوي یاست، په داسې حال کې چې هغوئ اته، نهه میاشتې کیږي چې واکمن دي. کړه وړه او سیاست مو تر یوه حده ولید. تاسو ورته اوس په کوم نظر ګورئ؟

استاد روستار تره کی: زما  په اند طالب د یو مذهبی تحریک په چوکات کې نه خلاصه کیږي. طالبان د یرغلګرو په وړاندې د افغانو د تاریخي مقاومت غورځنګ دي. ما د طالب د مقاومت د یو بلا منازع ولسې خوزښت په توګه ملاتړ کړې دي. په افغانستان کې  د تاریخي تجربې له مخې مذهب مقاومت ته انرژي وربښلې ده. په افغانستان کې د مذهبي جذباتو نه جلأ مقاومت نه جوړیږي. زه پدې باندې خوشاله یم چې  لمړي وار می د مېډیا له لارې د مقاومت ترمنولوژي د طالبانو په آدرس وکاروله.

یرغلګره امریکا پدې باندې ښه پوهیده چې په افغانستان کې د پراخ مقاومت سره مخ ده او جګړه ګټلي نشي. له همدې کبله یی د جګړې په پیل کې د طالبانو نوم په  تروریست لیست  کې ثبت نکړ. بالاخره امریکا په دوحه کې طالبانو سره خبرو ته کیناسته او هغوی یې د مقاومت په حیث په دیفکتو ډول په رسمیت وپیژندل. دا د مقاومت د ترمنولوژې په ځاي او په موقع کارولو اغیزمنتوپ ګڼلي شو.

دوه لاملونو وهڅولم چې د اشغال په موده کې د طالبانو د دریځ په ملاتړ ودریږم :

–  د استعماري تجربې له مخې امریکا پرته د ټوپک د زور څخه افغانستان نه خوشې کاوه او د طالب نه په غیر د بهرني اشغال په وړاندې بل وسله وال الترنتیف موجود نه وو.

– یرغلګرو ځواکونو د کورنیو اجیرانو په مرسته د پښتنو په میشته سیمو کې په سیستماتیکه عام وژنه (ژنوساید) لاس پورې کړې وو چې باید په واقعیت باندي ولاړ غبرګون سره مخ شوی وای.

–  طالبانو د قومي ډیرکي (اکثریت) د بستر څخه سر راپورته کړ. قومي اکثریت د افغانستان د موجودیت د ساتنې رسالت د ځان حق ګڼي او په جګړه ځپلې افغانستان کې د بهرنیانو د وتلو څخه وروسته د امنیت او سیاسي ثبات د تأمین پوتانسیل او وړتیا جوړوي.

نهه میاشتې کافي وخت نده چې د طالبانو په هکله نهايي پریکړه وکړو. خو داسې نښې نښانې لیدل کیږي چې  د کورنیو او بهرنیو فشارونو لاندې، طالبان د نوې افغانستان د واقعیتونو په لور په ډیر احتیاط  مصلحتي ګامونه اوچتوي.

محمد طا رق بزګر: ولې د طالبانو پلوي واست په داسې حال کې چې تاسو د سیاسي علومو استاد یاست او په ظاهر مو هیڅ څه د طالبانو سره شریک نه دی، په داسې حال کې چې په طالبانو تل د افغانانو او نړیوالو دا نیوکه وه او ده چې دوئ د پاکستان نیابتي جګړه په افغانستان کې مخته وړه او اوس هم تر ډیره د پاکستان د ګټو او سیاست پالونکی دي د دعوت مجلې او دعوت مېډیا ۲۴ ویبپاڼې لوستونکو او خپلو مینه والو ته مو ځواب څه دی؟

استاد روستار تره کی: زه پدې باور یم چې  د بهرنیو قوتونو د حاکمانه حضور په وړاندې د طالبانو نه ملاتړ یوه حیاتي اړتیا وه. د طالبانو د مقاومت په برکت اشغال پای ته ورسید.  یو لاسپوڅې فاسد او جنګسالار نظام  چې هیواد یی د ټوټه کیدو کندې ته نږدې کړې وو له صحنې څخه ووت. بله واکمنې چې د ملي ارزښتونو ( تر یوې اندازې پورې ) او اسلامي تقوا پر بنسټ باندې ولاړه ده رامنځته شوه. په دې کې شک نشته چې نوې نظام نیمګړتیاوې لري چې تمه يې کیږي هر څومره ژر لرې شې. خو ستاسو په تعبیر که د طالب واکمني بده وګڼو د مخکني بد تر نظام بهتره ده.

طالبان د مقاومت او جهاد په موده کې له څو درجن  مدرنې وسلې سره سمبال بهرنیو قوتونو سره مخ وو. طالب د جګړې د الزاماتو له مخې دیته اړ وو چې د پاکستان لوژستیکې مرستې تر لاسه کړې او د آی اس آی جنګي اجندا سره شریک شي. خو افغانان تمه لرې چې نوې واکمني پدې واقعیت  باندې ځان پوه کړي چې  د مقاومت په دوره کې طالبان د یو تحریک په حیث له پاکستان سره په تعامل کې وو. اوسمهال د حکومت واک په غاړه لري چې باید د نورو دولتونو سره د یو آزاد، خپلواک او مسئول دولت د واکمن په حیث تعامل ته ورګډ شي.

محمد طا رق بزګر: ایا طالبان تاسو سره اړیکه لري منظور مې د دغه ډلې مشران دی؟

استاد روستار تره کی: په ۱۵ وروستیو کلونو کې په انفراي دول یا له پلاوې سره درې وار قطر او افغانستان  ته لاړم او د طالب مشرانو سره مې وکتل او خبرې مې ورسره وکړې. هغوي سره د پوهاوي او کاري ملګړتیا اړیکې رامنځته شوی چې په ترڅ کې یې کله ناکله په کاري چارو کې له ما څخه مشورې غوښتلې. خو کله چې طالبانو په سیاسي  قدرت قبضه ولږوله خپلې اړیکې یی له ما سره پرې کړلې.

محمد طا رق بزګر: د دغه دوه مخیز چلند لامل څه وو ؟

استاد روستار تره کی: څو لاملونه په ګوته کولې شو :

– طالبان د امریکایانو سره د اوږد مهالو مذاکراتو په موده کې غوښتل چې خپل تحریک د مکتبیانو او روڼ اندو په وړاندې د زغم، اعتدال او پراخ نظر خاوند وښیې. د امریکایي لښکرو د وتلو څخه وروسته، امریکایانو ته دا ذهنیت ورکړي چې طالب له روڼفکرو او تکنوکراتانو سره د یو حکومت تر چتر لاندې ګډ کار کولي شي. وروسته معلومه شوه چې د طالب دریځ یوازې مذاکراتي تکتیک او چل ول سره تړاو درلود.

–  طالبان د دیني مدرسو فارغان دي. د اسلام د صدر نه نیولې تر اوسه پورې د مکتب او مدرسی تر منځ تقابل د حل لاره نده موندلې. طالب په آساني خپل ذهن او دماغ د هغو عقدو چې د مکتب په وړاندې یی لري، پاکولي  نشي.

– د طالب ایدیولوژي، اسلام ته د نړي په کچه پام اړوي. د ناسیونالیزم او وطن پالنې سره سمبال مکتبي، اسلام په محدوده جغرافیا کې ایساروي. پدی بنیاد طالب له مکتبي  سره په آساني نه جوړیږې.

– له روڼفکرو سره تعامل د طالب  په صفوفو کې حساسیتونه راپاروي.

طالب مشران اړتیا احساسوي چی د انشعاب د مخنیوي په مقصد، د خپلو محافظه کارو لیکو رضایت ځان سره وساتي.

طالبان ټول پدې باندې د نظر یووالی لري چې د سیاسې قدرت انحصار د هغوي د قربانیو په بدل الهې پاداش دي.

محمد طا رق بزګر: ګرچه پوښتنې به سره نژدې وي پوښتنه مې دا ده چې له طالبانو خو په خپل ملاتړ  پښېمانه نه یاست؟

استاد روستار تره کی: عثمان تره کي په پوهنتون کې د حقوقو د یو ښوونکې په حیث د اشغال او تیرې په ضد د اصولو نه دفاع کړې ده. په جګړه ایز حالت کې باید اصول او پرنسیب د پوهنتون د حریم او د تیوري له کچې څخه ووځي او آزادي غوښتونکو جنګیالیو لاس ته ولویږي او د دوي مبارزې ته مشروعیت وبښي. طالب جنګیالي د دغه اصولو انسانې ظرفیت وو چې باید زموږ له مسلکي مرستې څخه برخمن شوې واي.

د مخکني لاسپوڅې نظام په ځاې د نوې واکمنې راتګ د وطن پالو افغانانو د پاره زیرې وو. په دا  لږه موده کې د طالبانو په حکومتولي کې نیمګړتیاوی او غلطې دومره د پام وړ نه ښکاري چې د پښیمانې لامل وګرځي.

خو که طالبان سیاسي قدرت د خپل تحریک د انحصار څخه ونه باسې، کورني مشروعیت ته  پام وانه ړوي، مکتبیانو سره تعامل ونکړې او ملې خاینانو سره معامله وکړي، دا احتمال شته چې ما غوندې طالب پلویان د مخالفینو د نوې جبهې د جوړیدو پریکړه وکړو.

نن طالبانو د نجونو پر وړاندې د لیسو دروازې وتړلې. دا د جهالت ورانونکې نښه ده، چې د طالب دښمنانو ته تبلیغاتي اومه مواد برابروي او طالب پلویان د طالب ملاتړ څخه پښیمانه کوي.

محمد طا رق بزګر: په تیرو شلو کلونو کې تاسو د طالبانو ملاتړ او د امریکا او ناتو د قواو په ضد ښکاره او واضح دریځ درلود چې له هیچا پټ نه دی. ایا په تیرو شلو کلونو د کوم ډول تهدید او یا ستونزو سره مخامخ شوی یاست؟

استاد روستار تره کی: په تیرو کلونو کې درې ځلی افغانستان ته ولاړم. د مخکنې حکومت په وخت کې د سیاسي فعالینو سره زما تماسونه او اړیکې تر سخت کنترول لاندې وی. کله کله تیلفوني ګواښونه راته رسیدل. یو وار د اختطاف له خطر ځینی بچ  شوم.

د مېډیا او مطبوعاتو په ساحه کې د طالب دښمنانو ما غوندې کسان د نکتایی پوشه طالب په نامه یادول او د ښکنځلو او تحقیر نه ډک لفظونه یی نثارول.  

محمد طا رق بزګر: تاسو د یو ډاکټر او د پوهنتون او سیاسي علومو د یو مشهور استاد او د یوې لویې علمي کورنۍ د یو غړي په توګه چې خپل وطن او  لویدیځ درته ښه معلوم دی، د یوویشتمې پیړۍ د علمي او تخنیکي غوښتنو ته په کتو ایا د افغانستان په شان هېواد واک چې د طالبانو په لاس کې دی دوی به وکولی شي د وخت او زمان غوښتنې درک او ځواب کړي؟

استاد روستار تره کی: په وروسته پاتي هیوادونو کې کلتوري واټن د کلیوالي او ښاري ژوند تر منځ  ډیر زیات دي. د دیني مدرسو په درسې نصاب کې چه طالب سبق ویلې عصرې علوم ځاې نلرې. طالب د کلیو او بانډو څخه سر راپورته کړې او د دیني پوهاوي نه پرته عصری علومو کې لاسرسي نلري.

 په ۲۱مه پیړې کی عصرې علوم د ښې او اغیزمنې حکومتولې بنسټ جوړوي. بناً اړینه ده چې طالب د قدرت د انحصار لیونتوب پریږدي او په حکومت کې تکنوکراتانو او متخصصینو ته ځاي ورکړي. د طالب او غیر طالب د ترکیب  څخه ښه حکومت چې د امنیت د تأمین جوګه شي، د بهرنيو  له خوا په رسمیت وپیژندل شي او د مرستې د جذب وړتیا ولري، جوړولاي شو.

محمد طا رق بزګر: تاسو د پوهنتون د یو استاد په توګه کله چې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر نظرونه او خبرې اورئ څه احساس درته پیدا کیږي؟

استاد روستار تره کی: د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر خبرې د اهل پوهنتون په آدرس تر یوې اندازې پورې له واقعیتونو سره اړخ لګوي: په تیرو نظامونو کې پوهنتون د مختلفو ایدیولوژیو د تقابل مرکز ګرځیډلې وو. پوهنتون خپل اکادمیک ماموریت یوې خوا ته ایښې او په بشپړه توګه سیاسي شوې وو.

 په څلور لسیزو کې دا د پوهنتون فارغان وو، چې د بهرنیو اشغالګرو قوتونو په زور پر خلکو باندې واکمنان شول او ناورین وزږید. نور محمد تره کي، ببرک، نجیب، رباني، کرزي او غني  د پوهنتون فارغان او د بهرنيو جاسوسي شبکو فعالین وو چې خپل ګور او ایمان یی په پردیو خرڅ کړې وه او د بهرنیانو په خدمت کې د افغانستان د ملي ګټو په ضد استعمالیدل.

خو د لوړو زده کړو وزیر باید د پوهنتون د ټولو فارغانو په پته چره یي ډزې نه واي کړې: پوهنتون د ناوړو تولیداتو په څنګ کي، د افغانستان د رښتینو بچیانو چې د استبداد او بلواکي پر ضد د مبارزې ریکاردونه لري زانګو ګڼلي شو.

د پوهنتون د مبارزاتو وروستي  کاروان  د استادانو هغه اتحادیه ده  چې د شورویانو د یرغل په پیل کې زما په سروالي  د اشغال ضد دریځ ونیو او قرباني يې ورکړه.

محمد طا رق بزګر: په افغانستان کې ښوونیز سیستم او لوړې زده کړې ستاسو په نظر کومې خواته روانې دی ایا داسې خو نه ښکاري چې د افغانستان تعلیمي سیستم د سقوط خواته روان دی؟

استاد روستار تره کی: د افغانستان راتلونکې تعلیمي نظام د کمیت او کیفیت څرنګوالې راتلونکې حکومت ترکیب پورې تړاو لري: که د طالبانو اوسني « ملأ کراسي » حکومت دوام وکړي، دا احتمال شته چې په درسي نصاب کې د عصري علومو په تاوان څه بدلون راوستل شي. خو که د ملایانو او تکنوکراتانو څخه حکومت جوړ شي، د امکان نه لرې نده  چې درسي نصاب  د روحانیت او مدرنیته په سمبول بدل شي.

محمد طا رق بزګر: د یو هېواد څخه د تعلیم یافته طبقې تېښته او وتل به د افغانستان په شان یو جګړه ځپلې او وروسته پاتې هېواد له پاره په لنډ او اوږد مهال کې څه وي؟

استاد روستار تره کی: بیرته پاتې هیوادونو د پاره د مغزونو تیښتی ته  د ناورین په سترګه کتل کیږي. د اټکل له مخی نیمی پیړي جګړی سلهاو زره متخصصین او تکنوکراتان دیته اړ کړل، چې بهر ته کډه وکړي. د متخصصینو ډله ایز مهاجرتونه  افغاني ټولنه له ټولنیزی نا انډولي سره مخ کړه چي په نتیجه کې محافظه کار قوتونو برلاسي ومومندله. د افغانستان په سیاسي ستیج کې د طالبانو پیاوړې راتک زموږ د ټولنې د نا انډولي زیږنده ده.

د ټولنیزی نا انډولي سره مقابله وخت ته اړتیا لري چې په ترڅ کې یې عصري معارف ته پام واړول شي او افغاني متخصص کدرونه وطن ته راستانه شي.

محمد طا رق بزګر: افغانستان ته خو د تلو اراده نه لرئ او که لرئ یې هدف مو د تلو څخه څه دی؟

استاد روستار تره کی: نه غواړم پدې حساس وخت کې چې طالبان په کور د ننه او د باندې له انزوا سره مخ دي او مسلکي کسانو مشورتې ته اړتیا لري هغوې یوازې پریږدم. خو دا باید معلومه شي چې طالب د نکټایي پوش خبره اوري که نه ؟

محمد طا رق بزګر: له ملي بیرغ سره د طالبانو دښمني څه انګیزه لرلي شي ؟

استاد روستار تره کی: یو شمیر طالبان نه یوازې له ملي بیرغ سره بلکې له نورو ملي جوړښتونو (لکه لویه جرګه، ملي شورأ) او ملي شخصیتونو (لکه امان الله خان) سره مخالفت لري. د مخالفت وجهه عقیدوي او ایدیولوژیک ګڼلي شو:

– ایدیولوژیک پدې معنا چې د طالبانو یوه ډله د اسلامي نړیوال جهاد د تفکر تر اغیز لاندې د ملي جغرافیا څخه پورته د اسلامي انقلاب د پاڅون په خیال کی ډوب دي.

– عقیدوي پدې ډول چې طالبانو د پاره ایډیال نظام هغه دي چې د شوراي اهل حل او عقد، امربالمعروف، کفر او اسلام، حلال او حرام  د ضوابطو په چوکات کې جوړ شي. طالبان د دغه نظام د چینل له لارې ځان د پراخی اسلامي نړۍ سره چې پوله نه پیژني، تړي. پدې تعامل کې ملي تفکر حاشیي ته لویږي.

د ملي بیرغ سره د طالبانو مخالفت سیاسي اړخ هم لري: د آي، اس، آي یو شمیر روزل شوې طالبان د افغاني- ملي ارزښتونو د ضدیت په دریځ په افغانستان کې د پاکستان اجندأ مخته وړي: پاکستان تمه لري چې طالبان سوچه اسلامي تحریک او د ملي تفکر او ارزښتونو نه بی برخې پاته شي. تر څو چې د اسلام د لښکر په روحیه د افغانستان د ملي جغرافیا څخه لرې (مثلاً  په کشمیر کې) وکارول شي.

محمد طا رق بزګر: ځینې کسان چې حتی د افغانستان ملي بیرغ، ملي سرود او د افغانستان نوم نه مني، حتی ځان افغان نه ګڼي او د تیرو شلو کلونو د واک ډیره برخه د همدوی په لاس کې وه، دغه کسان اوس د ملي مقاومت خبرې کوي ایا له دوئ څخه به څه جوړ شي په داسې حال کې چې د هر څه د درلودلو پر وخت یې له تېښتې پرته بل څه ونه کړل آیا اوس به څه وکړای شي؟

استاد روستار تره کی: د طالبانو په راتک سره ګڼ شمیر لنډه غران، خاینان، جنګسالاران، حرفوي قاتلان او جنایت کاران چې د بهرنیو قوتونو په غیږ کې سیاسي  تشخص موندلې وو د بازخواست د ویرې نه د ډیرو پیسو سره وتښتیدل. طالبان چې ځان د اسلامي عدالت مخکښان  ښیي باید د ټولو غلو او جنایت کارانو سره د حساب او کتاب د تصفیې یو سیستم رامنځته کړي. خو لمړي طالب باید د کورني مشروعیت خاوند شي تر څو چي د یو پیاوړې حقوقي دریځ په بنسټ باندې جنایتکارانو پر خلاف جګړې ته ورداخل شي.

اوسمهال په بهر کې جنګسالاران او جنایتکاران د بهرنیو جاسوسی شبکو په خدمت کې دي او د طالبانو په ضد استعمالیږي. طالبانو ته مزاحمت به تر هغه وخته پورې ادامه ولري چې طالبان د  تکنوکراتانو سره په ګډه د رسمیت پیژندنې  وړ یو حکومت نه وی جوړ کړې.

محمد طا رق بزګر: یو زیات شمېر افغانان په دې نظر دی چې نظام او د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنې په دوحه کې د امریکا او طالبانو خبرو او موافقې له منځه یوړې، افغان حکومت امریکا څنډې ته کړ او په پایله کې یې نظام طالبانو ته د پاکستان او طالبانو سره د یوې موافقې له لارې وسپارل شو. تاسو تر کومه د دې نظر سره موافق یاست؟

استاد روستار تره کی: څو ټکو ته مو پام اړوم :

– امریکا د ۲۰۱۴ م کال راهیسې کله چې د نظامي ائتلاف نورو هیوادونو یو بل پسې خپل پوځیان له افغانستان څخه وویستل، دې نتیجې ته ورسیده  چې جګړه په یوازیتوب مخې ته نشې وړي. دغه واقعیت چې د امریکا  لښکر هرو مرو د افغانستان څخه وځي، د امریکا او طالبانو تر منځ د اوږد مهالو مذاکراتو په موده کې پټ پاتې نشو. طالبان د امریکا پوځ وتلو ته په انتظار کیناستل.

–  امریکا د مذاکراتي پروسې په موده کې کابل اداره د دې د پاره څنډې ته کړه چې پدې باندې پوهیده چې د کابل اداری پایښت له بهرنیو قوتونو حضور سره تړل شوې او کابل ته منسوب د سولې پلاوې د مذاکراتو نه د «طال چال» (دفع الوخت) د لاسوند په توګه کاروي تر څو چې امریکايي پوځ په افغانستان کې پاتې شي. بناً که  په مذاکراتو کې کابل اداره شریکه شوي وای، د سولې خبرې به هیڅکله پايته ته نه وی رسیدلې.

–  کابل اداره څنډې ته سپارل زموږ په خیر تمام شو: ملي خاینان او جنایت کاران چې غوښتل یی د سولې نه وروسته په حکومت کې ونډه ولري،  د پروسې څخه لرې شول.

په هر حال ! امریکا افغانستان باندی د نړیوالو قوانینو خلاف یرغل وکړ او د هیواد نه په غیر مسئولانه ډول وتښتیده. امریکا د دې په ځاي چې خپل مسئولیت وپیژني او د افغانانو څخه معذرت وغواړي په امریکایی بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې پیسې غلا کوي.

محمد طا رق بزګر: د طالبانو حاکمیت په باره کې مو نظر څه دی؟

استاد روستار تره کی: طالب مشرانو  ښودلې چې سیاسې، ټولنیز او فرهنګي اعتدالي دریځ خواته اغیزمن حرکت کولي شې. خو دوي د لیکو تر فشارونو لاندې اعتدال خواته په ډیر احتیاط  ګامونه اوچتوي.

نړیواله ټولنه باید تیره تجربه تکرار نکړي: طالبان کله چې د خپلې لمړني واکمني په دوره کې منزوي او له کلکو اقتصادې بندیزونو سره مخ شول، نو د زور زیاتي په وړاندې یی غبرګون وښود. د دوي دریځ دومره رادیکال شو چې د بامیان په بتانو باندې یی د جنایت نه ډک برید وکړ.

نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د تعامل او تفاهم  پر بنست ولاړ سیاست وچلوي.

محمد طا رق بزګر: افغانستان ته جدي خطر په اوسنی وخت کې څه دی؟

استاد روستار تره کی: که ناوړه خطرناکه  اقتصادي حالت دوام وکړي خلک نور هم ډله ایزو مهاجرتونو ته اړ کیږې. د امریکا له خوأ د افغانستان د پیسو غلأ  چې په حق ورته اقتصادي تروریزم نوم ورکولای شو راتلونکې ته د ناهیلي او عدم اطمینان  فضأ رامنځته کړیده.

راتلونکې ته بل خطر د  طالبانو دیپلوماتیکه انزوا او کورني عدم مشروعیت دي چې که دوام وکړي افغانستان د نړیوالی تولنې تر دیپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو لاندې لا ډیر تاواني کیږي.

محمد طا رق بزګر: د طالبانو ستونزه څه شی دی؟ نړیوال د دوی په خبره نه پوهیږي او که دوئ نړیوال نه شي درک کولای؟

استاد روستار تره کی: په افغانستان کې دوه نړي سره په تقابل کې دی: اسلامي نړي چې په نا حقه طالبان یی استازیتوب ځانته منحصروي او غیر اسلامي نړي چې لویدیځ د هغې د سروالي ادعا کوي.

په اسلامي هیوادونو کې د ښکیلاک د جنایتونو خاطرې، د دوه نړيو ترمنځ  د نا باوري فضأ رامنځته کړې. د دواړو تر منځ ګډه ژبه هغه وخت راپیدا کیږي چې لویدیځ د خپلو تیرو غلطیو په خاطر تلافي جویانه اقدامات وکړې. د نورو ملتونوپه وړاندې د تحکم او غرور د دربار نه ښکته شي.  بیوزلو مخکنیو مستعمراتو ته یغما شوې طبعي شتمني د مرستې په ډول ورکړي.

په ۲۰ کاله کې امریکا او ملګرو يې د یو فاسد حکومت چې لویه برخه يې د ملي خاینینو او جنایتکارانو څخه جوړه شوې وه، ملاتړ وکړ. اوسمهال هم امریکا د افغانې فاسدو کسانو تر شأ ولاړه ده او هغوي د طالبانو پر ضد استعمالوې. له دینه معلومیږې چې دا لویدیځ دي چې د طالب په ژبه نه پوهیږې.

محمد طا رق بزګر: د طالبانو د تیرو اتو میاشتو کارونو ته په کتو ایا د طالبانو واکمني به دوام وکړي؟

استاد روستار تره کی: طالبان د یو پیاوړې خوزښت په توګه چې د افغانستان د نفوسو په قومي ترکیب کې ډیره کي شمیرل کیږي، په واک باندې قبضه ولګوله. طالبانو ته  د یرغلګرو نه ۶۰ ملیارده ډالرو په بیه غنیمت شوې وسلې په میراث پاتې شوی. طالبانو  په زوره  سیاسی  قدرت تر لاسه کړ او یوازې د  یو زبر ځواک د زور له لارې د واک نه لرې کیداي شي. زه خو دا احتمال چې امریکا دومره لیونۍ شي چي بیرته افغانستان ته راوګرځي نه وینم.

محمد طا رق بزګر: ایا د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې جګړه د حل لار ده او که افغانان نور په هر حال له جګړو ستړي دي؟ که طالبانو د افغان ولس د اکثریت غوښتنې ونه مني لکه تر اوسه چې طالبان هر څه په خپله خوښه مخته وړي نو حل لار ستاسو په نظر څه ده؟

استاد روستار تره کی: طالبانو ضد جګړه د طالبانو دریځ رادیکالیزه کوي. طالبان د بنسټ پالو ډلو لکه القاعده، داعش، سپاه صحابه، لشکر طیبه او … لمنې ته غورځوي.

طالبانو په لږه موده کې د پام وړ مثبت کارونه هم کړې: د پوهنتونو دروازې خلاصی شوې. د مطبوعاتو آزادي د ښځو په ګډون په ښه انداز لیدل کیږي. د معتادینو د معالجې پروګرام په جدیت تر لاس لاندې ده. مامورینو ته معاشونه رسیډلې.

له بلې خوأ موږ د طالبانو د لنډ مهاله حکومت سره مخ یو چې باید خپل واک نوې حکومت  ته وسپارې. زموږ د غوښتنې کچه باید  د لنډ مهاله حکومت د  حوصلې څخه ډیره نه وي.

په هر حال ! د یو پراخ  بنسټ حکومت د جوړیدو په تمه  چې په کې د طالبانو څنګ ته متخصصین او تکنوکراتان ونډه ولري، باید پر طالبانو باندې دیپلوماتیک، سیاسي، مېډیاتیک او مطبوعاتي فشارونه دوام ومومي. 

نړيواله ټولنه باید طالبان د یو سیاسي واقعیت په توګه ومني او د هغوي  بدیل پسې ونه ګرځي . د طالبانو  سره د مکافاتو او مجازاتو پر بنسټ باندې سیاست وچلوي.

محمد طا رق بزګر: په عمومي ډول مو افغانانو ته پیغام څه دی چې هر افغان د خپل وطن او خلکو په وړاندې څه مسئولیت لري او په دې حساس او ستونزمن وخت کې باید څه وکړي؟

استاد روستار تره کی: افغانستان په ډیر بد حالت کې قرار لري. د سولې او ثبات اوسني چانس چې مو په برخه شوې نباید په وړیا  له لاسه ورکړو.

د اوسني واکمني سره جوړونکې مخالفت چې خیر غوښتنې په کې وي د ټولو افغانانو حق او وجیبه ده. خو د قوم او سیمې د جذباتو پر بنأ  دشمني د توجیه وړ نه ښکاري.

طالب ځواک د افغانستان د تباهي او بربادي په وړاندې پر واقعیتونو باندې ولاړ غبرګون دي. د طالب نه جلأ د امنیت او سولې بل بدیل نلرو.

طالب دښمنو کړیو چې د خیانت او شیطنت دوسیې لري، باید د افغانستان د ملي ګټو پر ضد د بهرنیو جاسوسي شبکو لاسوند ونه ګرځي.

اړینه ده چې طالب واکمن د نړیوالی ټولنې مشروع غوښتنو ته غاړه کیږدي. د دین او مذهب په نامه د متمدنې نړۍ د ارزښتونو په وړاندې تقابل ته د پاي ټکې کیږدي. د تکنوکراتانو او متخصصینو په ملګرتیأ د اوسني ملي او اسلامي نظام بنسټ پراخه کړي. د کورني مشروعیت او بهرني رسمیت پیژندنی زمینه برابره کړي او نظام د انزوا څخه وژغوري.

محمد طا رق بزګر: د طالبانو د صحرایي محکمو په اړه مو نظر څه دی په داسې حال کې طالبان هیڅ  ډول صحرایی محکمې نه مني او وایی هر څه ګل او ګلزار دی او د هر څه د طالبانو د دښمنانو تبلیغات دی؟

استاد روستار تره کی: صحرایی محاکمه د هغو هیوادونو چې اوږد مهاله جګړه یی له سره تیره کړیده، طبعي پدیده ګڼلي شو. صحرایی محاکمه د شخصي غچ اخیستنې پر محور باندې راڅرخي او تر هغه وخته پورې به دوام مومي چې جګړه پايته ورسیږي، حکومت ثبات او مشروعیت پیدا کړي او دولت تیر مجرمین او جنایت کاران محکمې ته راکش کړي.

 د مجرمینو سره حساب او کتاب هغه وخت د فردي غچ اخیستنې د چوکات څخه دولت ته انتقالیږي چې واکمني ثبات او مشروعیت ولري.

محمد طا رق بزګر: د یو هېواد ازادی ستاسو له نظره څه ته وایي؟ دا چې طالبان وایی موږ وطن ازاد کړی نور مو الله مل شه که وږی یا ماړه یاست نور زموږ مسئولیت نه دی.

استاد روستار تره کی: خدای انسان ته د خیر او شر د تشخیص او د ژوند د چارو د تنظیم  عقلي او فزیکي وړتیا وربښلې ده. دا چې انسان پدې تمه چې خداي تعالی روزي رسوي حرکت ونکړي او خداي ورکړې ظرفیتونه په کار وانچوي د دیني تفکر سره اړخ نه لګوي. 

دا ذهنیت چې خپل اړتیاو د پوره کولو په مقصد خداي مهرباني ته په انتظار پاتې شو او حرکت ونکړو په حکومتولې کې خطرناک حالت رامنځته کوي:

د واکمنانو د بیکفایتي او ناوړه اعمالو مسئولیت نعوذ بالله خداي ته حواله کیږي نه حکومتي مسئولینو ته. 

محمد طا رق بزګر: که لږه شخصي پوښتنه وکړم نن سبا په څه بوخت یاست او څه کوئ؟ ورځني فعالیتونه مو څه دی؟

استاد روستار تره کی: زه زیاتره وخت په مطالعه  تیروم. د مېډیا له لارې د زخمي هیواد حالت تعقیبوم.

څو کاله مخکې د افغانستان د وروستیو پیښو په اړه زما د یو کتاب لمړي ټوک چاپ شو. که ژوند پاتې وو د کتاب دوهم ټوک بشپړوم.

محمد طا رق بزګر: د دعوت رسنیز مرکز چې له ۳۵ کلونو راپدیخوا د ناروې له هېواده فرهنګی فعالیت کوي ستاسو نظر زموږ د کارونو په اړه څه دی؟ او موږ (دعوت رسنیز مرکز) په څه ډول خپل رسنیز خدمتونه په ښه او موثر ډول د هېواد دننه او بهر خپلو هېوادوالو ته کولای شو؟

استاد روستار تره کی: زه د روسانو د اشغال له وخته تر اوسه پورې په منظمه توګه د دعوت رسنیز مرکز سره قلمي همکاري لرم. د دغه همکاري دوام څو لاملونه لري:

–  سانسور د دعوت په خپرونو کې ځای نلري. دا د لیکوال د نظر د درناوي نښه ده چې یې دعوت خپرونه  د عقده یی خپرونو د کړنلارې نه جلا کوي.

– دعوت د ملي او اسلامي ارزښتونو د دفاع په دریځ کې له آزمون نه بریالي وتلې دي.

–  د دعوت د اخبار او د سایت ډیزاین ښکلې او ستندرد بڼه لري. د موضوعاتو د تصنیف په برخه کې، دعوت د نورو خپرونو په پرتله متشخص ښکاري.

خو دعوت لږه نیمګړتیا هم لرې: 

– د افغاني سیاسي شخصیتونو سره د مرکو برخه نه په سترګو کیږي.

– علمي او مستندو لیکنو چې باید  د سایت په لمړي مخ کې په دایمي توګه ثبت شوې واي نه لیدل کیږي.

– یو مطلب د سایت تر مختلفو عنوانو لاندې په تکرار ځاي نیسي او په کې ګڼه ګوڼه جوړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.