دانا او نادان

ساده حيدرخېل

0 128

دانايان به د رحمان په قال پوهېږي

دلته کار د هر نااهل نادان نشته

د (دانا) او (نادان) کلمو توري نقريباً يو شان دي، يوازې په نادان کلمه کې يو وروستی نون زيات دی. سره له دې چې د نادان کلمې يو توری زيات خو کومه مانا او کمال چې د دانا په کلمه کې دی، هغه په نادان کلمه کې نشته. دا منم چې نادان کلمه لازم مفهوم په مناسب ډول انتقالوي خو زه د دغو دوه کلمو د تورو یوشانوالي له څرګند مفهوم شاته نورو باريکيو ته متوجه کړم او دا مطلب مې ترې واخيست چې، د چا پر ظاهري مشابهت خطاوتل نه دي پکار. د هر شي/ هرې موضوع

څرګند ناڅرګند، مادي او معنوي ټول اړخونه له سره تر پايه او له پايه تر سره کتل په کار دي. د مثال په طور؛ د دانا کلمه که د سر لخوا د پای پر لوري، له اصولو سره سمه ولولو نو صفتي فاعلي کلمه ده، يعنې څوک چې پوهه، عقل، تجربه، زغم او… ولري دانا ورته ويل کېږي نو ويلی شو چې، د دانا کلمې ډېر څه په لاس راکړل، يعنې دا کلمه فاعلي ځانګړتيا لري او د حرکت ځواک ثابتوي. همدا د دانا کلمه که د پای لخوا د سر پر لوري ولولو نو هېڅ مانا نه راکوي. مطلب دا که له دانا انسان سره په اصولو سم، په ترتيب او منظم مخته لاړ شو نو اړيکه او نږدوالی به يې ډېر څه په لاس راکړي خو که بې اصولي او بې نظمي ورسره وکړو نو نه يوازې پر ده څه نه شو کولی بلکې موږ ته به هم څه په لاس رانه شي.

خو د نادان کلمه بيا داسې نه ده. که د نادان کلمه د سر لخوا د پای پر لوري له اصولو سره سمه ولولو نو يوازې صفتي کلمه ده، يعنې فاعلي ځانګړتيا نه لري چې، د حرکت ځواک ثابت کړي او ناپوه، کم‌عقل، بې‌تجربې، بې‌زغمه او… کس ته ويل کېږي. که همدا کلمه د پای لخوا د سر پر لوري ولولو يعنې بې اصولي، بې نظمې ورسره وکړو خو بيا هم همهغه جاهل، کم‌عقل، بې‌تجربې، بې‌‌زغمه او… کس ته ويل کېږي. مطلب دا که له نادان سره په اصولو سم، منظم او په ترتيب مخته لاړ شو او که بې اصولو او بې نظمه خو نادان همهغه نادان دی. بس ويلی شو چې اړيکه او نږدوالی يې هېڅ داسې څه په لاس نه راکوي، د چا په درد نه خوري. متل دی چې، د خره لکۍ له کوم سره په لوېشتو کوې همهغه لکۍ ده. دا بېل بحث دی چې خر کوم بد حيوان نه دی او نه يې لکۍ بې ګټې ده خو هسې دا متل راياد شو.

اصل خبره مې د دانا کوله خو نادان د خپلې ناپوهۍ له امله پکې راولويده نو غوره مې وګڼله چې عنوان ته يې پورته کړم، چې بيا څوک ونه وايي، چې بشري حقوق يې نه دي مراعات کړي، توپيري چلند يې کړی او د دانا او د نادان ترمنځ يې توپير نه دی په ګوته کړی.

اوس به راشم د رحمان بابا (رح) قال ته، چې په پورتني شعر کې يې له دانا او نادانه مطلب څوک دی؟ او کوم ډول دانا او نادان يې په ګوته کړی؟

د بابا د شعر انداز، سبک، مضمونونو، ترکيبونو، تشبهاتو، اشارو، کنايو، استعارو او… ته په کتو ويلی شو، چې صوفي شاعر دی. پر دې هم پوهېږو، چې صوفي چاته ویل کېږي؟ دا هم جوته ده چې، صوفي جهان، انسان، انسانيت او ژوند ته په کوم نظر ګوري؟ او صوفي څه کول او څه ویل غواړي؟

د رحمان بابا غوندې صوفي په يو هېواد، يو ملت او يو قوم پورې ځان محدود نه ګڼي. د ده غوندې صوفي د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره له خپلې هستۍ، نيستۍ، نام وننګ  او هرڅه تېر وي خو د کومو موخو لپاره؟ ځواب يې بابا وايي:

د جهان او مخلوق رېښه:

دا جهان دی خدای (ج) له عشقه پيدا کړی

د جمله‌‌و مخلوقاتو پلار دی دا.

د اشرافو، ژوند او شرافت:

اورنګزيب و شاه‌جهان غوندې اشراف

صدقه شه ترمنصور غوندې نداف.

او آدام‌‌زاد:

آدام زاد په مانا واړه يو صورت دی

هر چې بل آزاروي هغه ازار شي.

د صوفي موخې مو وپېژندې، اوس نو پوهېږو، چې رحمان بابا دانا چاته او نادان چاته وايي. يعنې څوک چې ټول انسانيت يو وجود، له يوې رېښې ګڼي او په دې برخه کې د ده په قيل و قال (د انسانيت فلسفه او تصوف)  پوهېږي نو هغه کس د بابا په خبره دانا دی. خو د دې مطلب دا نه دی چې څوک د رحمان بابا د انسانيت په فسلفه او تصوف نه پوهېږي نو په کُلي ډول نادان دی! نه داسې نه ده. خو داسې حتمي ده چې څوک د رحمان بابا پر قيل و قال (د انسانيت فلسفه او تصوف) نه پوهېږي نو په دې برخه کې نادان ګڼلی کېږي، دا زه نه وايم دا پخپله بابا وايي:

دانايان به د رحمان په قال پوهېږي

دلته کار د هر نااهل نادان نشته.

۱۳ جدي ۱۳۹۸ حيدرآباد

ماخذونه:

۱- فرهنګ دهخدا، انلاين.

۲- فرهنګ عميد.

۳- د رحمان بابا ديوان، سافټ کاپي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.