ته د خپلې کښتۍ ماڼو یې!

شمس الحق حیران

0 168

ستاسو په اړه نه پوهېږم خو د یو څلورویشت کلن ځوان په توګه، په خپله هره شېبه دې ته پام اړوم چې ژوند څومره په چټکۍ روان او زما څومره چارې لا هم ناترسره شوې پاتې دي. باور وکړئ که الله د انساني ژوند او کایناتو نظام د ۲۴ ساعته وخت، شپې او ورځې، کار او خوب له مخې نه وای تنظیم کړی، ځينې ورځې به مې پرلپسې تر ۴۰ او ۵۰ ساعتونو کار کړی وای، ځینې ورځې به مې ۲۰ ساعته خوب کړی وای، کله کله به مې په شپو او ورځو درسونه ویلي او نوي مهارتونه زده کړي وای او ځينې شېبې به مې داسې په غېږ کې ټینګې نیولې او له تېرېدو راګرځولې وای لکه، ماشوم چې د مور تر پښو کلکه غېږ تاو کړي او له کوټې بهر وتلو ته یې نه پرېږدي.

خو، ژوند داسې نه دی. په یو وخت کې به څو مسایلو ته غېږه ورکوې، د زده کړو، عبادت، خوب، لوږې، تندې، نویو مهارتونو زده کړې، د کار بازار کې د خپلو مهارتونو د پلور، کورنیو اړیکو د تنظیم، ملګرو سره ناستې ولاړې، زړه خواله، مینې، روغتیا، چکر او مېلې، سړو او تودو، لوبو، موخو او هیلو، خوښۍ لمانځلو، خاورو ته د خپلو مینه ناکو دوستانو سپارلو، فکري روزنې، واده، ماشومانو او کاري پرمختیا ته به په یو وخت کې رسیدګي کوې. هېڅ پورتنۍ چاره د بلې هغې تر بشپړېدو نه منتظره کېږي، هره یوه ځان تر بلې ارزښتمن او د ترسره کېدو زیات حقدار بولي او د سترګو مخې ته دې د شوخو ماشومانو په څېر نېغې درېږي. هېڅ یوه پورتنۍ چاره ستا ستړیا، دروني ستونزو، انرژۍ او د بلې ورته چارې لومړیتوب ته ارزښت نه ورکوي، بلکې وايي: ما ترسره کړه، تر خوا مې پاتې شه، وخت دې راکړه او مه مې پرېږده.

خدای پاک موږ تر نورو مخلوقاتو متفاوت خلق کړي یو. ژوندی انسان د هغه لاروي حیثیث لري چې د یو پراخ سمندر په غېږ کې په یوازې توګه پر یوې وړوکې کېښتۍسپور وي؛ پر سر یې شین آسمان او مخې ته یې د سترګو د لید تر بریده تکې شنې اوبه او څپې ښکاري. دا لاروی که څومره ستړی، ستومانه او ناهیلی هم شي، بیا هم د خپل ژوند د وړوکې کښتی یوازینی ماڼو دی. له هر ځل ستومانۍ وروسته به بیا هم اسویلي کاږي، ځان ته به ډاډ ورکوي، انګېزه به اخلي، د تندي خولې به وچوي، د بیړۍ والو په اصطلاح (د خپلې کښتۍ پل به په خپله وهي) او ځان به د نالیدلي ساحل تر غاړې رسوي.

ژوند د اوبو د ویالې په غاړه تګ نه دی، چې یوازې یوه غاړه یې وټاکې او په داسې حال کې چې موسکی یې، د لمدو پاڼو له اوبړیو، د څانګو له شور او د اوبو له غږه مزه اخلې، مخ پر وړاندې تر خپلې موخې ولاړ شې؛ نه! ژوند د هماغه ستر سمندر په غېږ کې د یوازینۍ وړوکې کښتۍ پر مخ مزل دی، چې یوه غاړه نه لري، څو اړخیز؛ بلکې ټول اړخیز دی. د دې مزله پر مهال آسمان تل شین او څپې تل په آرام خوب ویدې نه وي. کله ناکله به غرونه، غرونه ورېځې د سمندر د ځلېدونکو څپو له مخې د لمر وړانګو بهیر راګرځوي، طوفان به راځي، تا ته نږدې کښتۍ به ډوبېږي، سمندري ژوي به د اوبو سر ته راځي، د وږیو کبانو ګېډې به ډکېږي، کریغې به اورېدل کېږي او لمر وهلي بشرونه به د سمندر له تله د دُردانو د راوړلو په هیله د تل لپاره د سمندر غېږه کې خښېږي. ته به دا ټول ګورې، خو خپله بېړۍ به نه تم کوې، که رڼا وي، که تیاره وي، که ستا خوښه وي که نه وي، خو مزله ته به دوام ورکوې. ټول انسانان د خپل ژوند د کښتیو ماڼوګان دي، حتی ستا تر خوا د روانې کښتۍ ماڼو به تا ته د درد او ستومانۍ پر مهال د دمې درکولو پر ځای، خپل مزل وهي، ځکه که تا ته راګرځي خپله کښتۍ یې ډوبېږي او د ژوند د کښتۍ ډوبېدل د مرګ دویم نوم دی.

ته به په خپلو مهارتونو کار کوې، ځان به پیاوړی کوې، ځان ته به په خپله ډاډ او تکیه، سکون او دمه ګرځې. دلته به ځان ته په خپله دمه ورکوې، که په خپله پیاوړی وې، ښايي ستا چلند او غبرګون ستا له ګاونډي ماڼو متفاوت وي، ستا هنر او فن تا تر هغه لا ښه سړی کړي، د ډوبېدو پر مهال د نورو تنکي ماشومان پر خپلو اوږو کېنوې، ډوبېدونکې کښتۍ ته ورودانګې او پر مسیر یې برابره کړې، د نورو بار ترې واخلې، بې خوبه ویده کړې، وږي ماړه کړې او پر تږیو د انګېزې او مینې آب حیات وڅښې.

خو، له دې ټولو سره سره هېڅوک ستا د کښتۍ مسوولیت په غاړه نه اخلي، خپله کښتۍ به بیا هم په خپله چلوې او مخ پر وړاندې به ځې. په هر ځل لوېدو به ځان ته تکیه ورکوې، د هر نوي طوفان پر وړاندې به د خدای درکړي همت پر مټ د ځان یوازینی ساتونکی وې.

ژوند همداسې دی. موږ د سمندر پر اوږو سپاره یو، د حقایقو په غېږ کې پراته او د لمر وړانګو مخې ته اوبه یو. زموږ له ډلې ټول انسانان د خپل ژوند د کښتۍ بریالي ماڼوګان نه وي. ځينې ډوبېږي، ځينې د نورو د مرستې په هیله خپلې شپې په نهاره تېروي، ډېر آن د خپل ژوند د کښتۍ مسیر نه پېژني او یو شمېر یې لا د دغه حقیقت له دېوال سره سر جنګوي چې زه هم د خپلې کښتۍ ماڼو یم او که نه!!!

ژوند اوږد دی، سخت دی، خوږ او تریخ دی، له هیلو ډک او له ناخوالو مالامال دی، هماغسې لکه د لمر، باران او وريځو پر مهال د سمندر پر مخ د بیړیو او څپو بېلابېلې بڼې او شور. نن ورځ د نړۍ د دې پراخ سمندر پر غېږه د ژوند د کښتیو شور او ځوږ له بل هر وخت زیات او خوب تښتوونکی دی. نهنګان پیاوړي شوي، اقلیمي بدلونونه مو د بربادۍ خوا ته وړي، فقر مو له پښو ساه وکاږي، جګړې نه یوازې پړاو په پړاو د زرګونو وژل شویو ماڼوګانو سوځېدلې کښتۍ او لاشونه تر شا پرېږدي، بلکې د درد او ورانیو لمبې یې د ژوند روغې کښتۍ هم پر بل مخ اړوي او د راتلونکو ماڼوګانو پر وړاندې د اوبو غېږ کې داسې سلګونه مخ پټي غرونه جوړوي لکه، د کنګل هغه مخ پټې غره غوندې ټوټې چې د تیتانیک ښار ډوله کیښتۍ ډوبه کړه.

د ژوند د کښتۍ راتلونکي ماڼوګان بې تجربې وي، چالاک نه وي، د خوش باورۍ پر اوږه ویده او د بې مسوولیتۍ پر ساري ناروغۍ اخته وي. دوی خپلې لوبې، مزې او چړچې کوي خو له دې ناخبر چې په یو نامعلوم پړاو کې به یې د ژوند کښتۍ د هغو جګړو د پاتې شونو او لاشونو د انبار له غره سره ټکر خوري چې د دوی پلرونو او مشرانو د نړۍ د دې آرام سمندر په غېږه کې جوړ کړي دي. دوی د خپلو دوه مخیو او څو مخیو مشرانو د دروغجنو ژمنو او تبلیغاتو په رڼا کې دوکه خوري، سیاسیون یې ځان د (ژوند د لوبې) د شهکار فلم اتل او خپل وګړي د دې فلم مجبور لیدونکي ګڼي، خو له بده مرغه د بشري ناورینونو، نالوستۍ، لوږې، جګړې، وروسته پاتې والي، د ژوند د آسانتیاو د نامتوازن او نابرابر وېش، بې عدالتیو، د ژوند د چټل چاپېریال او د بې مهاره ټکنالوژيکو ازموینو حقیقت هغه څه نه وي، لکه د هېوادونو  او نړیوالو سازمانو لومړۍ درجه مسوولین او چارواکي یې چې د تیاتر د باهنره لوبغاړو په څېر د سیاست پر ستیژ تمثیلوي. ژوند سمندر دی، دا سمندر بریالي او له مهارتونو ډک ماڼوګان غواړي. راځئ، د ځيرکو ماڼوګانو په توګه خپله د ژوند کښتۍ د بریا تر ساحله ورسوو.

کابل – د ۱۳۹۸ کال د جدیې ۲۸ مه

Leave A Reply