د وسلو اسانه او ارزانه بدیل

محمدنذیر ساپی

0 337

وسلې، بمونه او باروت د انسان وژنې لپاره جوړیږي. که دغه هدف ته له بلې اسانه او ارزانه لارې رسیږو، بیا نو بم او باروتو ته ضرورت نشته. د خوراکي توکو بې کیفیته کول او د افراط په صورت کې په کې وژونکي کیمیاوي مواد ګډول هم د دښمن وژلو اسانه او ارزانه لار ده. باروت او وسله دې دښمن سمدستي وژني. خو د مسموم شویو او بې کیفیته خوراکي توکو له طریقه په نښه شوی دښمن دې له تدریجي مرګ سره – سره  د حریف ملک اقتصاد هم متضرره کوي.

موجوده وخت کې ورځ تربلې زیاتیدونکې ناروغۍ او پر وړاندې یې زموږ ناتواني د اندیښنې وړ ده. کله مو فکر کړی چې تکړه تکړه ځوانان مو ولې ناڅاپه ناروغه او څو ورځو کې دننه مري؟ د ګاونډیو هیوادونو په روغتونونو کې مو په وژونکو ناروغیو د مبتلا افغانان وضیعت لیدلی؟ کله مو فکر کړی چې زیاتره وخت راباندې ولې درمل تاثیر نه کوي (د پوهو ډاکټرانو کمی هم جدي خو جلا موضوع ده) او د علاج لپاره مو سر هند او  پاکستان ته وځي؟ د چا ناڅاپه ګردې کار پریږدي، چا باندې د زړه حملې راځي؛ څوک مو له لوړ فشاره کړیږي، د چا د وینې غوړ او شکر پورته ځي. دا ناروغۍ دوه لسیزې وړاندې افغانانو ته ناشنا وې. وجه څه ده؟

له لنډې مطالعې او معقول فکر وروسته د دې اټکل په واقیعت کې شک کم پاتیږي چې زموږ بدنیته ګاونډیانو به د ټوپک او باروتو ترڅنګ زموږ د وژنې لپاره اسانه او ارزانه لار هم غوره کړې وي. په مارکیټونو کې د بې کیفیته پاکستاني او ایراني خوراکي موادو بې پوښتنې موجودیت د افغان وژنې ارزانه کمپاین سیسټماټیکې هڅې بریښي. د عامې روغتیا وزارت او د سټنډرډ او نورم ملي اداره هم د عادي افغانانو په شان د دغه وضیعت صرف ننداره کوي.

که روغ صحت او له وژونکو ناروغیو ځان ساتل غواړئ، په قطعیو او پاکټونو کې د بندو خوراکي موادو (Processed Foods) استعمال تر ممکنه حده بند کړئ. د انرجینو په نوم شنې، سرې او ګلابي زهرجنې اوبه مه څښئ (که څه هم د دغه زهرجنو اوبو په ترکیب کې موجود معتادوونکي مواد د روږدي کس لپاره دا کار یوڅه ستونزمنوي). د سفر په وخت کې د جنسینګ یا پارټي انرجۍ او لیز چپسو په ځای په یوه مڼه او یو بوتل اوبو ګزاره کوئ. ملګرو دوستانو سره د بانډار په وخت د کوکاکولا او مانسټر انرجۍ په ځای یو کیلو مڼې یا مالټې خورئ. کور ته د نیسلی مڼې جوس په نوم د بورې، غیرطبیعي رنګونو او ذایقې د مخلوط په ځای یو چارک انګور یا یو درجن کیلې اخلئ. لنډه دا هر هغه څه چې په قطعیو او پاکټونو کې بند وي او پروسیسولو کې یې له ماشین آلاتو استفاده شوې وي، د شک په سترګه ورته ګورئ.

د اوسني ناروغ او غیر طبیعي غذايي ناورین په فرهنګ د بدلیدو مخنیوی زموږ فردي او ملي مسوولیت دی. که یې مخه ونه نیسو—آینده نسل به مو له اوسني نسله زیات کمزوره او ناروغه وي.

محمد نذیر ساپی

کابل

د ۲۰۲۰م کال جنورۍ ۲۹مه

Leave A Reply