زما ولس د وحشت تر متروکي لاندي

عتیق الله ملنګیار امېد

0 132

موږنن د تاریخ پاڼو ته بل باب چمتو کو.دلته نن د وحشت هغه میچني په خپل ټول توان حرکت شروع کړی،چي تل یې دبې غږه انسانانو هډوکي دل کړي دي.دتاریخ توندو سیلیو د ډیرو هغه ظالمو بیړیو بادبانونه ړنګ کړل چي ځان ته یې ساحه پراخوله او غوښتل یې چي د ځمکي له مخ انسانان ورک او سمندر پراخ شي. بیاهم دا کشتۍ ونه دریدې او یوازي د تاریخ یوه پاڼه واوښته، خو د دوی په ظلم، ستم او وحشت کي هیڅ تغیر رانغی.

کله به دسکندرفیل غړمبهاری شروع کړ اوپه خرطوم به یې هرڅه له ځمکي سره هوارکړل. کله به دکسرا ماڼیو لپاره د ککرو راټولو اړتیا شوه.که به دوخت په روڼ افق کومه رڼا راښکاره شوه،نوبیا به دعبدالله بن ابي،ابن صادق او یاصالح په شان کسانو ددې مرحم په زړه کي زخم جوړ او هغه به یې بې حرکته کړ.دا حال لاهمداسي روان و، چي یو بله ننداره پیل شو. دا ځل نو د چنګیز لښکرو د ککرو څلو په جوړولو کي یو دبل سره سیالي پیل کړه. د ماشومانو، بوډاګانو اوښځو دککرو منارونه یې جوړول. او دبېګناه ولس په ورمیږونویې توري ازمایلې چي مخ ته یې جلالدین محمد خوارزم شاه راووت.هغه لاځان نه و سمبال کړی چي دمهلب بن داوود اوسیف الدین اغراق په زهرو لړلی خنجر یې په خیټه ورننوت.

د دښتو حشرات، د غرونو لیوان او د هوا مرغان به کله د هلاکو خان په دسترخوان میلمانه و، کله به یې دګوډ تیمور دظلم په دسترخوان راغونډو او د انسانانو غوښي به یې شپېلولې.ظلم او وحشت داسي اندازخپل کړی و،چي دځمکي سرخوساشو غوښو اوهډوکو پوښلی و.دا ناتار لا نه و ختم شوی چي دګرګین چپاو رانازل شو اوبیا یې خلک په خپلو وینو ولمبول.په وړاندي یې دمیرویس توره لاله تیکي نه و راوتي چي عبدلعزیزیې مخ ته سپر شو،او محمود او اشرف یو دبل په ډالونو توري ازمایلې.چي دافشار داس ترسومونو لاندي دل شول.

دمحمود غزنوي په میدان یوځل بیا ابدالي راپورته شو اوخپل اس یې دسومنات او پاني پت په لور چارګام کړ.داځغاسته ډیره چټکه وه،خو په ګردونو کي یې شاشجاع راپیدا او خلک یې دانګریز پر تبۍ کینول.خو دامان دغشي دم ته سیخ شو او دا د اور قمچینه یې له لاسه ولویده.خو د وخت شرمښانو دا قمچینه راواخیسته اوسره پوځ ته یې په لاس کي ورکړه.هغوی پرې هرځای خلک ایره کړل او ولاړل.خو څو ملت پلورو افغانانو پرېنښود چي دا اور مړشي،او له هري خوا یې ورته خاشاک راوړل او اور یې داسي تازه وساته چي لمبې یې ترغرونو اچتي شوې. دباد یوڅپه راغله او اور یې مړ کړ.خو انګارونه یې داسي تازه وساتل چي توږم يې تر اور زیات سوځونکی و.

اوس نو دوحشت ډول ورختم شو او یوځل بیا یې دګوډ تیمور اوشیګي توتو په پله پل کیښود.لوبه هغه ده خوپه بله بڼه،دککرو دمنارونو دجوړولو په ځای یې اوس تر خاورو لاندي کول شرط دی.

د وخت شاه شجاع او مهلبیانو دافغانستان په کربلا کي بیرته دیزید نیزه په لاس کي واخیسته او له خپل بادار سره یې دمرستي په ځای له هغه سره په وژنه کي مقابله پیل کړه.که سهار څوک ووژل شي او بمبارد پرې وشي نو ترهغه دوه چنده یې سبا په ځانمرګي برید کي ووژل شي.که ماښام په ښار کي په موتر بم کي سل کسه ووژل شي سهاریې د واده په بمبارد کي دوه سوه کسه وژل کیږي.که غرمه دسرک دغاړي دبم چادنه کي شپږ کسه مړه شي مازدیګر دبې پیلوته الوتکي په برید کي پنځلس کسه وژل کیږي.

ټول قرباني ورکوي.څوک خپل روح د میوند اوپاني پت دشهیدانو له اراوحو سره ګډوي.څوک د تموچین او ګرګین ارواوي خوشحالوي.او څوک د صالح او سلیمان ارواوې ښادوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.