د ډاکټر عبدالله او طالبانو په ځواب کې

سيد حسين پاچا

0 367

د ډاکټر عبدالله او طالبانو په ځواب کې :

جهالت و انکار هم يو حد لري

طالبان و عبدالله زيد واسامه ته ورته دي چې سرونه يې د پنجاب و تهران په بړستنو کې پټ، خو پښې يې لوڅې دي. څوک له پنجاب او څوک له تهران سره نښتې دي، نو ځکه منښته کوي

طالبان که ټاکنې جعلي بولي، نو خپل هويت دې هم تثبيت کړي. څوک يې په کوټه، کراچۍ، وزيرستان واسلام اباد، څوک يې په تهران او څوک يې په قطر کې ناست، خو ټاکنې په افغانستان کې جعلي بولي، يوه بدکاره فاحشه هم دومره بېشرمه نه وي

نوټ : د عبدالله له چورلټ انکاره جوته شوه چې طبي ډاکټر نه، بلکې نګه خر دی. که ملا فضل احمد معنوي داسې يېنډه کوي، خو ملايي يېنډه وخرتوب به پکې وي، خو ګلمرجان ولې داسې کوي؟ له طبي پلوه داسې کړنې په رواني ستونزو کې شمېرل کيږي چې په نوره نړۍ کې دا ډول خلک د بشري خير ښېګڼو Social Services  تر پالنې او مراقبت لاندې وي. داسې برېښي چې ګلمرجان له رواني ((ذهني)) ستونزو سره سره سمعي، بصري، تفهيمي او نورې بلا ډېرې ستونزې هم لري.

حدثني المثنى قال، حدثنا عبد الله بن صالح قال، حدثني معاوية, عن علي بن أبي طلحة, عن ابن عباس, قال: جاء إبليس يوم بدر في جُنْد من الشياطين، معه رايته، في صورة رجل من بني مُدلج، والشيطان في صورة سراقة بن مالك بن جعشم(22) فقال الشيطان للمشركين( لا غالب لكم اليوم من الناس وإني جار لكم ). فلما اصطف الناس, أخذ رسول الله صلى الله عليه وسلم قبضةً من التراب فرمى بها في وجوه المشركين, فولَّوا مدبرين. وأقبل جبريل إلى إبليس, فلما رآه, وكانت يده في يد رجل من المشركين, انتزع. إبليس يده فولَّى مدبرًا هو وشيعته, فقال الرجل: يا سراقة، تزعم أنك لنا جار؟ قال( إني أرى ما لا ترون إني أخاف الله والله شديد العقاب)، وذلك حين رأى الملائكة.

افسوس زموږ د جهاديانو، اخوانيانو، ستميانو، ماويستانو او ګيلمجميانو پر حال چې نه شرميږو. ابليس ته د بدر په جنګ دومره شرم او وېره ورغله چې د مقربې پرېښتې جبرائيل عليه السلام له ليدلو سره يې ځان د مشرک له لاسه خلاص او وتښتېده او ورته يې وويل هغه څه چې زه يې ګورم تاسې يې نه ګورې ”له الله تعالی وېرېږم“، خو موږ له ابليس هم کمزوري يو. د الله تعالی د دومره ستر اسماني کتاب سره سره او د پېغمبر عليه السلام د ارشاداتو (سنتو) سره سره د دې جوګه نه يو چې خپله ماتې ومنو، نو ابليس هم پر موږ شرف لري چې د پرېښتې له ليدلو سره يې ميدانه پرېښووه او موږ لا بيا رسنيو ته هم راوځو او لا د ممنوع الخروج امرونه کوو او حال دا چې دا زموږ دنده هم نه ده. په دې هم نه پوهيږو چې دا چا صلاحيت دی؟ هېښنده لا دا چې بيا د ملا محمد عمر وړانده وبېسواده چرګوړي د ټاکنو د جعلتوب خبره کوي، خو خپلو پسکو ته يې هم بيا پام نه شته چې هلته د عربو په چرګۍ يې د امريکا پر ډالرو اچوي.

کتاب الاحکام :

باب القافة

حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ، وَهِشَامُ بْنُ عَمَّارٍ، وَمُحَمَّدُ بْنُ الصَّبَّاحِ، قَالُوا حَدَّثَنَا سُفْيَانُ بْنُ عُيَيْنَةَ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، عَنْ عُرْوَةَ، عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ دَخَلَ عَلَىَّ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ذَاتَ يَوْمٍ مَسْرُورًا وَهُوَ يَقُولُ ‏”‏ يَا عَائِشَةُ أَلَمْ تَرَىْ أَنَّ مُجَزِّزًا الْمُدْلِجِيَّ دَخَلَ عَلَىَّ فَرَأَى أُسَامَةَ وَزَيْدًا عَلَيْهِمَا قَطِيفَةٌ قَدْ غَطَّيَا رُءُوسَهُمَا وَقَدْ بَدَتْ أَقْدَامُهُمَا فَقَالَ ‏”‏ إِنَّ هَذِهِ الأَقْدَامَ بَعْضُهَا مِنْ بَعْضٍ ‏”‏ ‏.

له أم المؤمنين عايشې رضی الله تعالی عنها نه روايت دی چې :

يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېر خوشاله راغی او ويې ويل ((يا عايشې! پوهېږې چې مجزز المدلجي راننوت او زيد واسامة دواړه يې وليدل چې په بړستن پراته ول. سرونه يې پټ او پښې يې ښکارېدې، نو ويې ويل چې دا خو يوه له بلې سره تړاو لري.

د ښاغلي غني د شتو اندېښنو پر بنسټ چې ((طالبان وپاکستان پر يو بل تکيه کوي)) او يا دا چې ((طالبان له اسلام اباد سره خپلې اړيکې څنګه تعريف کوي؟)) او داسې نور.

دا ښه شوه چې د کورنيو چارو وزارت يې مکتوب ورځواب کړی چې دا کار د څارنوالۍ او سترې محکمې دی نه زموږ او موږ به د اساسي قانون په رڼا کې خپلې کړنې ترسره کوو. د ټاکنو کميسيون هم خپل مشروعيت وروباښه، نو اوس به څوک تېښته کوي؟

زما پيغام پخواني ولسمشر ته دا دی :

تاسې يو ځل د بدر واقعه په غور ولولئ چې هلته ابليس څه رول لوبولی وو او په کومه بڼه ورته راغلی وو، خو کله يې چې حق وليد او پرښتې راغلې وې، نو د پرېښتو له ليدلو سره له خپلې هغې خبرې چې ((لاغالب لکم اليوم من الناس واني جار لکم))، نو مشرکينو ته يې دوه خبرې کړې وې :

  • بريا ستاسې ده،
  • زه مو ملاتړی يم،

خو چې جبرائيل عليه السلام وليده چې له پرېښتو سره راغلی وو، نو خپل لاس يې د مشرک له لاسه کش کړ او وتښتېده او دوه خبرې يې ورته وکړې :

  • زه حق ګورم يعنې څه چې تاسې يې نه وينۍ (پرېښتې)،
  • له الله تعالی وېرېږم.

اوس دې ولس وپېژندلئ چې ډېر بېخونده انسان وختې او نورې دا د ملتپالنې او ولسواکۍ ببولالې مه وايه او مه نور ولس ته په دې باندې دوکه ورکوه.

ما خو درته مخکې هم ويلي او اوس يې هم درته وايم چې :

الله تعالی ځينې ستر د خير ښېګڼې کارونه له خپلو ځېنو خاصو بنده ګانو نه اخلي نه له داسې خلکو چې پر خپله ثابت ولاړ نه وي. زه ټينګ باور لرم ان شآءالله العظيم چې د سولې ستره پروسه به د غني تر مشرۍ لاندې په پوره امانتدارۍ او ښه توګه سره سر ته ورسيږي او بريالۍ به شي. د دې ستر بشري (انساني) چوپړ وياړ به د ښاغلي غني په برخه شي.

زه پوره باور لرم چې غني د دې جوګه دی او دا ظرفيت (اهليت واستعداد) لري چې دا د سولې ستره پروسه چې د تېر پخواني رژيم د ډاکټر نجيب الله له وخته همداسې نيمګړې پاتې شوه اوس به برياليتوب سره سر ته رسيږي او زه ورته سر له اوسه د دې سترې پروسې د سرته رسولو مبارکي وايم.

د دې لپاره مې ورته په حرمينو، عرفات، منی ومزدلفه ان تر قبا پورې دوعا کړې او زړه مې د دې ګواهي راکوي چې ان شاءالله دی به يې په ښه شان سره مديريت او مخته بوځي چې ټولو اړخونو ته به په کې خير او ګټه او پرې به خوشال وي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

عبد الله : ټاکنې موږ ګټلي، ټول شموله حکومت جوړوو

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51552011

طالبانو د افغانستان انتخابات جعلي وبلل

https://khabarial.com/archives/47456

غني: دسيسي مو ماتې کړې،جمهوريت مو وساته او بريا مو خپله کړه

https://khabarial.com/archives/47453

د امريکا سفير، د عبدالله عبدالله د ملاقات غوښتنه رد کړې

http://www.dawatmedia24.com/%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86%db%90-%da%86%d8%a7%d8%b1%db%90%d8%8c-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87%d8%8c-%d8%b1%d8%a7%d9%be%d9%88%d8%b1%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%b3%d9%81%db%8c%d8%b1%d8%8c-%d8%af-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%af-%d9%85%d9%84%d8%a7%d9%82/

کرزی: د ټاکنو پروسه “غير ملي او ولسواکۍ سره په ټکر کې وه”

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51556585

Leave A Reply

Your email address will not be published.