پاکستان د ملا اختر محمد منصور جایدادونه لیلاموي

0 327

د پاکستان سما ټلویزیون وایي، پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د پخواني وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور جایدادونه لیلام ته وړاندې کړي دي. ملا اختر د نشه یي توکو لوی سوداګر و او په پاکستان کې ترې پریمانه جایدادونه پاتې دي.

د راپور پر اساس، په کراچۍ کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې د بیمې پالیسۍ پر اساس د سل میلیونه پاکستانۍ کلدارو په ارزښت له دوی سره ثبت د ملا اختر محمد منصور جایدادونه لیلاموي.

د رسنۍ د معلوماتو پر اساس، ملا اختر محمد منصور په کراچۍ کې شپږ قېمتي ملکیتونه  ثبت کړي چې د بیمې پالیسۍ پر اساس دوی اوس حق لري دغه جایدادونه خرڅ کړي او پیسې یې دولتي خزانې ته ورکړي.

دغو کورونو کې یوه لوکسه ودانۍ د کراچۍ په ګلشن مایمار، په همدې ځای کې یو عصري کور، یو بل لوکس کور د سانورب سیمې په لوړو سیمو کې، چې عموماً د هغه ځای د یخې هوا له وجې په اوړي کې په کې ژوند کېږي، عمار برج، شهید ملت سړک، بسم الله تفریحي سیمه، ګلزار هجري او د شهید ملت سړک په سمیه ټاور کې، ثبت شوي دي.

دې پاکستانۍ رسنۍ ادعا کړې، چې پاکستان وروسته له هغه د طالبانو د دغه پخواني مشر جایدادونه لیلاموي، چې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ډلې یا (FATF)، چې پاکستان یې په خړ لیست کې شامل کړی، دې هیواد ته خپلې سرې کرښې اعلان کړې او خبرداری یې ورکړی چې د ترهګرو د تمویل سرچینې باید وچې کړي.

د ملا اختر محمد منصور دغه جایدادونه په کراچۍ کې د محمد ولي په نوم ثبت وو او دغه کارت پاکستاني استخباراتو ته پر نوموړي تر برید وروسته د پېښې په ساحه کې لاسته راغلی او تر څېړنې وروسته معلومه شوې چې دغه ټول جایدادونه د منصور و خو د محمد ولي په نوم یې ثبت کړي دي. دغه راز ګل محمد هم هغه نوم دی چې د منصور له لوري د پیسو د لېږد رالېږد لپاره ترې استفاده شوې وه. د مالي معاملو پر مهال د دې دوو نومونو ترڅنګ د حفصه بیګم په نوم د یوې مېرمنې نوم هم ښکته پورته شوی، چې ګمان کېږي د ملا اختر محمد منصور مېرمن به وي. د اختر منصور تر وژل کېدو وروسته هغه کسان چې دغه مالي معاملې یې د منصور لپاره ترسره کړي او مېرمن او سره له څلورو اولادونو افغانستان ته اوښتي دي.

ملا اختر محمد منصور په ۲۰۱۶ کال کې له ایران څخه پاکستان ته د ګرځېدو پر مهال په بلوچستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې له لوري په نښه شو او ووژل شو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.