یوه بله لار

شاه ولی ارین

0 191

که چیری د افغانستان په تاریخ کې د سیاسي فکري غورزنګونو بهیر ته کتنه وشي، لیدل کیږي چې دغه حرکتونه په خورا هېوادني احساس رامنځ ته شوي، د ظلم، استبداد او بې عدالتیو په مقابل کې یې مبارزې پیل کړي او د خپلو سیاسي ارمانونو د تحقق په لار کې یې سترې قربانۍ، حتا د اعدامونو تر کچې پورې ګاللي دي.

که د دغو سیاسي غورزنګونو تاریخي پس منظر ته زیر شو، په ۱۸۶۳ کال د امیر شیرعلی خان په وخت کې د افغان سید جمال الدین د اصلاحاتو د پروګرام د عملي کولو له لارې د لومړی ځل له پاره په هېواد کې یو فکري غورزنګ رامنځ ته شو. تر دینه وروسته د لومړي او دویم مشروطیت غورزنګونو جوړیدل د امیر حبیب الله خان په وخت کې د هېواد په تاریخ کې ستر نقش لري، چې دویم مشروطیت حرکت د غازي امان الله خان تر مشرۍلاندې بریالیتوب ته هم ورسید، خو په خواشینۍ سره چې د افغانانو د ستر دښمن انګریزانو د لاسوهنو او د یو شمېر خرڅ شوو افغانانو د توطیو په نتیجه کې دغه غورزنګ او غازي امان الله خان خپلو ارمانونو ته ونه رسید.

دا یو حقیقت دی چې په هېواد کې هر یو سیاسي حرکت که هغه کیڼ و که ښی، د دې له پاره رامنځته شوي، چې خپل هېواد ته خدمت وکړي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز تکامل رامنځته کړي، چې ځینو یې حتا سیاسي واک هم تر لاسه کړ، خو د دواړو اړخونو په رهبري مقامونو کې د بهرنیو استخباراتي کړیو د اغیزو په نتیجه کې دغو غوزنګونو خپل اصلي خط او مرامې کرښې ترشاه کړي، او یو شمېر د همدغو کیڼو او راسته  احزابو او تنظیمونو رهبرانو حتا د هېواد خرڅونې او هېواد ورانونې تر کچې پورې هم صرفې ونه کړی، چې دغه څیرې به تل په هېواد کې د تورمخو په توګه ثبت وي.

د یاد شوو سیاسي ګوندونو او تنظیمونو د یو شمیر خورا ډېرو مشرانو د تیروتنو په نتیجه کې، دغو نهادونو ته نږدې بهرنیانو د خپلو شومو موخو او ګټو د خوندیتوب په خاطر، د دوي تر منځ نفاق، بی باورئ او نورو منفي پدیدو ته د لمن وهلو له لارې په هېواد کې د څلویښت کلنې غمیزې اور دومره تازه کړ چې زموږ د هېواد او هېواد والو مادي او معنوي ارزښتونه یې د له منځه وړو تر کچې ورسول او همدا اوس یې هم سره لوبوي، یو د بل پر ضد یې استعمالوي او خپل ګران ټاټوبی پرې ورانوي او دوي ترې خوند اخلي.

څلویښت کلنو ترخو ازموینو وښوده چې هېڅ یو سیاسي ګوند، هیڅ یو تنظیم، هیڅ یوه سیمه او یا هیڅ قوم، قبیله په یوازی توګه نه شي کولای هېواد له دې سترې غمیزې وژغوري، تر څو چې افغانان د تېر په شان ملي یووالی خپل نه کړي او د هېواد او هېوادوالوګټې خپله ګټې ونه ګڼي.

همدا اوس په هېواد کې د ولس، حکومت او سياستوالو ترمنځ تر ټولو ستره ستونزه بې باوري او یو پر بل بې اعتمادي ده. د داسې وضعیت او د بې باوریو فضا سیاسیون دې ته اړ ویستلي چې پر ځان، قوم، ګروپ، تنظیم او سیمه ایزو اړیکو تمرکز وکړي او نورو ته د شک په سترګه وګوري. د بې باوري دغه ستونزه ټول افغانان خو په ځانګړي ډول سياستوال د پرديو دسيسو ښکار ګرزولي، همدې پردي پالنې چې هم د موجود نظام، هم د طالبانو او هم د هېواد په سیاسیونو کې تر سترګو کیږي د ولس او همدې دری کتګوریو ترمنځ ستر واټن رامنځته کړي او بهرنیانو ته یې ښه فرصتونه برابر کړي چې خپلي موخې په ښه توګه عملي کړای شي.

د هېوادوالو له پاره تر ټولو ستره لاسته راوړنه به دا وي چې ترمنځ يې د باور فضا رامنځته شي، د نفاق اوبي باوریو هغه اور چې بهرنیان تل ورته پکي وهي درک کړي، له منځه یې یوسی، په یقین سره ویلای شم چې همدا د باور فضا د  يو ستر سياسي جوړښت یاځواک د رامنځته کیدو له پاره سمه او اسانه لار ده.

ټولو ته معلومه ده چې څلویښت کلن روان بهير او غمیزه د تیرې سړې جګرې محصول دی چې د بهرنیو اشغالګرو او د هغوي د کورنیو لاسپوڅو له لوري، پر افغانانو تپل شوي او دوام لري.

همدې جګړې او غمیزې د ۲۰۰۱میلادي کال د امریکا او ورسره نړیوالو، ملګرو، ناټو د ځواکونه په راتګ سره زموږهېواد خطرناک حالت غوره کړ، چې اساس یې د بُن د کنفرانس غلطه تیږه ایښودل و.

د بُن په کنفرانس کې د طالبانو نه موجودیت او د نړیوالې ټولنې په سرکې امریکا له لورې ګاونډیو هېوادو، ایران، روسیی او پاکستان ته امتیازات ورکول، د حامد کرزي په مشرۍ پر هېواد ورانونکو او د هېواد والو وژونکو ډلو باور کول چې دوي ته د خپل هېواد له ګټو نه د ګاوندیو هېوادو، پاکستان، ایران او روسیې ګټو ارزښت درلود او لري یې، دغو ډلو چې د خپلو شخصي گټو او ګاونډیو هېوادو د ګټو او موخو د عملي کولو شوم نیت یې درلود؛ د نړیوالې ټولنې د ټولو مادي او معنوي امکاناتو نه د هېواد او هېوادوالو په ګټه هیڅ هم تر سره نه کړل، جګړې زور و موند، هېواد مو نړیوال اتبار له لاسه ورکړ، مافیایې کړیو زور واخیست، ګاونډي هېوادونه برلاسي شوول، طالبان چې د جګړې یو اړخ او په کمه سترګه ورته کتل کیدل؛ دا دی نن د یو مطرح ځواک، نړیوال او دپلوماتیک اتبار د تر لاسه کولو په کچه یې ظهور وکړ او د نولس کلنې جګړې وروسته، دا دی اوس د امریکا او نړیوالې تولنې د دوستانو جوګه شول، چې نولس کاله روانه جګړه، هېواد ورانونه، افغان وژنه یانی څه؟

که چیری بین المللي ټولنه په سر کې امریکا په رښتیا هم په هېواد کې د ښې حکومتدارئ، مخدره توکو د له منځه وړلو او د القاعدې د ځپلو په موخه زموږهېواد ته راغلي وو، خو دغه موخې یوه هم تر سره نه شوې. دغه امتیازات چې اوس یې امریکا طالبانو ته ورکوي، که چېری یې د بُن په کنفرانس کې پنځوس سلنه په نظر کې نیولي وای، نو د دې نولس کلنې جګړې د تباهی مخه به نیول شوي وای.

د پورتنیو توضیحاتو نه مې موخه دا ده چې امریکا، ګاوندي هېوادونه او د دوي کورني لاسپوڅي نه غواړي په هېواد کې سوله، ثبات رامنځته شې، نو ځکه همدوي په ګډه هېواد قبضه کړی، ولس یې یرغمل کړی او د خپلو نورو موخو او ستراتیژیکو اهدافو د عملي کولو په لار کې نوي ګیمونه او پروژې عملي کوي او د سولې لیوال نه دي، چې د افغانانو د نظر او مشورو، د ملي، سیمه ایزی او بین المللي اجماع ، د افغان هېواد د حکومت د استازو له موجودیت پرته د امریکا اوطالبانو ترمنځ د سولې د تړون لاسلیک او د زندانیانو د خوشی کیدو پر سر روانه لانجه یې روښانه بیلګې یادولی شو.

زما په اند د سولې روانې هلې ځلې هسی د وخت تیرول دي، ځکه چې د سولې په دواړو اړخونو کې که نظام دی او که طالبان د ګاونډیو هېوادو او نړیوالې ټولنې د استخباراتي کړیو لاسپوڅي شتون لري چې نه غواړي سوله راشي، ځکه چې سوله د دوي په ګټه نه ده.

سوله هغه وخت عملي کیدای شې چې مدیریت یې د افغانانو په لاس کې وي، د سولې د عملي کیدو بل اساسي لامل د دریم قوي او ملي ځواک موجودیت دي، چې د جګړې پر دواړو اړخونو د فشار وسیله وګرزی.د داسې ځواک په جوړیدو کې د ملي، قومي او دیني عالمانو شتون ته اړتیا ده چې د هېواد د روان بهیر په قضایاوو کې دخیل نه وي، پاک، سپیڅلی او د هېواد ګټو ته ژمن کسان وي او د ټاکلو صلاحیت یې هم د افغان ولس له لوري تر سره شي. د سولې د عملي کیدو او سولې ته د رسیدو مهم او اساسي ځواک افغان ولس دی، چې نور باید د غفلت له خوبه را پاڅیږی او خپل ګران تاټوبي ته له روانو غمیزو نه خلاصون ور په برخه کړي. لکه چې د مخه می د سولې په پروسه کې د دریم ځواک موجودیت او اهمیت ته اشاره وکړه د داسې ځواک جوړیدل، اهمیت او د اغیزو په هکله به په راتلونکې کې د یوې ځانګړې مقالې له لارې خپل اند شریک کړم.

یوه بله اسانه لار هم د همدې سولې په روانه پروسه کې چې امریکایانو پیل کړې او د جګړې د دواړو خواوو، دولت، طالبانو او په  نوم د هېواد د سیاسیونو له لوري د یرغمل خواته روانه ده، په درې واړه اړخونو کې هېواد پال ملي عناصر د روانو دسیسو په مقابل کې یوه خوله کیدل، هېواد ته د خاینو مهرو او لاسپوڅو مزل لنډولای شي، په داسې حال کې د هېواد ژغورنې تر شعارلاندې د رسا غږ پورته کول، پرولس او هېوادوالو د کامل باور له لارې خاین او هېواد پلورونکي عناصر رسوا او د بهرنیانو د شومو موخو د رسوا کولو په لار کې ملي او نړیوال ګامونه اوچت کړي، چې په باور سره ویلی شم هېوادوال به یې د اوسپنیز سنګر په توګه تر شا ودریږی او په دغه صورت کې به نړیواله ټولنه اړویستل شي چې د دوی غوښتني و مني او د عملي کولو په لار کې به  یې مثبت ګامونه واخلی.

Leave A Reply