خپلواکې ساتل مبارزه غواړې

نورالهادي رودوال

0 279

د زمري اته ويشتمه (٢٨) د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته لاس ته راوړلو ورځ ده، له نن څخه ۱۰۱ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال کې د افغانستان د اساسي قانون پلار سترغازي امان الله خان د وخت د هغه زبر ځواک چې لمر يې په امپراطورۍ کې نه پرېوته يعنې د انګریزانو په مقابل کې بريا ته ورسيد او افغانستان ته ېې د خپلواکۍ وياړ ور وباښه. د دې مبارکې ورځ دا دې نېږدې ۱۰۱ کاله تېرېږې او لر او بر افغانان ېې دا لس لسېزې هر کال لمانځي، او باید یې ولمانځې ځکه چې هېواد مو نور مستعمره ندی.

افغانستان د زبر ځواکونه هدیره:

د افغانستان د اشغال هڅې یوازې د دې یا تېرې پیړۍ زیږنده نه ده، بلکې دا یو اوږد تاریخ لري چې د افغانستان د تاریخ له پیل څخه سرچینه اخلي، یواځې په تېرو پنځلس سوه کلونو کې د فارسيانو د امپراتورۍ په شمول د موریا امپراتورۍ، عربانو، د مغولو امپراتورۍ، صفوي امپراتورۍ، برتانوي امپراتورۍ، د شوروي اتحاد او اوس امرېکانو دا هڅې کړې چې افغانستان د تل لپاره د خپلې ولکې لاندې ونېسې، مګر په دې هېواد کې هر یو د غاښ ماتې ځواب سره مخ شوي او دا درس یې یاد کړې چې، د افغانستان خاورې ته د لنډمهال لپاره ننوتل او افغانانو ته لنډمهالي نظامي ماتې ورکول امکان لرې خو په افغانستان کې تلپاتې کېدل ناممکنه خو څه چې دا کار یو سیاسي او نظامي ځان وژنه ده.

خپلواکي او مونږه:

خپلواکي یو ستر نغمت دی او دغه نعمت ته هر ساکښ ذات اړتيا لري، تاسو ګورﺉ چې نن مو د هېواد په هره څنډه کې ځوانان او پيغلې د افغانستان درې رنګه بېرغ رپاند ګرځوي، ډېر شمېر نور په ټولنېزو رسنيو کې د خپلواکۍ د ورځې په پار خپل احساسات څرګندوي او یو بل سره د مبارکۍ او خوشحالی پېغامونه شریکوي، د دوی ټولو احساسات د ستايلو وړ دي, مګر حقیقت دا دی چې د خپلواکۍ کلیمه او مفهوم نن سبا یواځې د جشن نيولو او بیرغ جېګولو څخه خورا ‌‌‌‌‌‌ډېر نور اړخونه هم لري.

يوازې دا خپلواکي چې هېواد مو نور مستعمره ندی زموږ لپاره بسنه نکوي ځکه چې مونږ په تخنيکي، صنعتي، زراعتي، اقتصادي، فرهنګي، فکري او علمي توګه خپلواکه نه يو. دجاپان په شمول ‌‌‌‌‌‌ډېرو نور هیوادونه کوم چې څه له مونږ سره او څه له مونږه وروسته خپلواکي تر لاسه کړه مګر ‌‌‌‌‌‌له ډېره بده مرغه اوس مونږ او هغوی په یو ستر واټن کې ژوند کوو. هغه بله ورځ راته یوې کره سرچینې په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړه چې د افغانستان هره دریمه رسنۍ مستقیم له تهرانه اکمالیږې، مطلب دا چې فکرسازي مو اوس هم د همغه قسم خوړلې دښمن په لاس کې ده چې تر ننه د افغانستان پرمختګ نشي زغملی.

دا باید ومنو چې ازادي د ژوند تر ټولو اړین اصل دی او له دغه اصله اکثره افغانان بې برخې دي، تاسو خپله عینې شاهدان یاست چې د هېواد زراغت مو دا څو لسیزې په ټپه ولاړ وو، تر ‌‌‌‌‌‌ډېره له بیروني راوارېدونکي خوراکي توکو باندې لا اوس هم تکیه یو، د صنعت، افغاني فرهنګ، ملي اقتصاد او د سیاست د اوضاع په اړه به هېڅ نه وایو. ملي بیرغ،پېژندپاڼه، د افغانۍ چاپ، الوتکه، را‌‌‌‌‌‌ډيو، او اورګا‌‌‌‌‌‌ډی خو راته ستر غازې امان الله خان جوړ کړي وو، خو مونږ څه وکړل…؟ د دې پوښتنې ځواب به پېښلیک/تاریخ ته پریږدو ځکه تاریخ نه څوک بخښې او نه څوک هیروي.

خپلواکي ساتل غواړي:

له هغې ورځې چې ستر غازې امان الله خان مو د هېواد څخه وشاړه تر ننه پورې په دې هیواد کې سوله، امنیت او ثبات نه دی لیدل شوی، برعکس مو هېواد د هرې بدې پدیدې سره مخامخ شوی، ولس هر ‌‌‌‌‌‌ډول ناورین لیدلې او د هر افت ښکار شوی. مونږ ان دومره ناځوانه يو چې دهغه کس ساتنه مو هم ونشوی کړی چې له انګریزانو ېې وژغورولو هغه اتل مو د هیواد څخه فرار کړ او دومره مو ودردو چې له ‌‌‌‌‌‌ډېره درده ېې په ېوه بیګانه هېواد کې ساه ورکړه.

د افغانستان ټولنېزه، عقيدوي او سياسې مطالعه دا په ډاګه کوي، چې د ستر غازي د مړینې وروسته دغه ولس په هره لسېزه نېمه کې د فکر او مشری بدلون تجربه کړی,لومړی پیر او مرید، بیا امیر او خلیفه, خلافت او جمهوریت ولسواکي او بېا ملا، طالب او طالبیزم.

که مو د وخت نظام منلی وی، هغه ته ژمن شوي وی، هغه سره مرستندوی شوي او هغه مو تقویه کړی وی نو نن به له دې ورور وژنې څخه ژغورل شوي وی, نن به دلته فکرونه مستقل وی او دلته به د هېڅ بهرنېي راج نه چلېده ، پوهنتونه به مو په نړیوال معیار وی، ښونځي به مو د سوچه نصاب نه برخمن وو، فساد به نه وو او ملا صیب به پرمختګ حرام نه باله.

په هر حال اوس هم ‌‌‌‌‌‌ډېر ناوخته نه دی اوس هم وخت شته چې د خپل ولسمشر، د خپل دولت، د خپل نظام او سیاسي تګلارې، خپلو ملي ګټو او ملې ارزښتونو نه په کلکه دفاع او ملاتړي شو.

په اخر کې تاسو ګرانو هېوادوالو ته د خپلواکۍ د مبارکۍ پیغام په دې تاریخي لنډۍ پای ته رسوم چې ;

که په میوند کې شهید نشوې

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

خپلواکي مو مبارک

Leave A Reply