خپلواکي! مګر کله او څنګه؟

ليکنه ، عبدالوحید وحيد

0 241

ازادي د ځمکنئ جغرافيې په يوه برخه کې د ايښودل شويو قانوني پولو په چوکاټ کې د ننه د وينا او عمل واک او اختيار درلودل دي، خو چې د نورو خلکو خپلواکي ته ګواښ متوجه نکړي.

آزادي او خپلواکي  د ملي يووالي ، يو موټئ او اګاه ملت، سوکاله ارام، با کفايته زعامت اوښه مديريت،  سالمې دولتي اداري،  پياوړئ امنيتي ځواک، غوړيدلئ ملې اقتصاد، ملي ګټو ته ژمن ديپلوماتيکو بنسټونو په شتون کې تحقق مومي.

مونږ د ازادي او خپلواکي لوړې څوکې ته د رسيدو لپاره چې زما په آند د اړتیاو د ګراف په ښکته راتلو کې متصور ده، په بالقوه توګه بشپړ بشري ، مادي او معنوي امکانات لرو ، خو يوازي ديوه پياوړي ملي او اسلامي نظام جوړښت او د تلپاتي سولې استقرار ته اړتيا ده.

بله تشه دا هم ده چې تر هغو چې د فساد بنسټګر د امت په سرچينو قابض وی،

تر هغو چې اسلام د واکمنو ډلو او د مدنيت د دښمنانو لخوا يرغمل نيول شوی وی.

تر هغو چې دغه د سولې سوکالی پرمختګ ورورولي او عاطفو دين ځينو کورنيو او بهرنيو کړيو او بنسټونو د خپلو چټلو موخو لپاره د جنګ وسيله ګرزولی وی،

تر هغو چې افراطيت او بنسټپالنې د دين قوم، ژبې او سيمه ايزو جوړښتونو په سر کې ځای نيولی وی.

تر هغو چې ځينې مسلمانان د شتمنيو د لټون په منډه کې خپل اخلاقي ارزښتونه او عقيده تر پښو لاندې کوي.

تر هغو چې زغم، ترحم، انسانى ارزښتونو او د دعوت حسنه ته وده ورکول د کفر، جاسوسی او ارتداد ټاپه خوري.

تر هغو چې د اسلامي نړئ ټول عصبی تارونه د د اسلام د دښمنانو په واک کې وي، ټول اسلامي امت، په ځانګړيتوګه زمونږ هيواد به د پرديو ګټو د خونديتوب د جګړو په تنور کې سوځي.

څوک به د ګاونډيانو، څوک د امريکا، څوک د روسيې او څوک هم دانګريز د غلامي کړئ په غاړه کې شرنګوو، خو ځانو ته به د ازادی اتلان د خپلواکئ مخکښان د دهلي او اصفهان فاتحين وايو.

منم چې د استقلال او خپلواکي د شهيدانو د سپېڅلو وينو هر څاڅکی خو زمونږ د ولسی ژوند د ژغورنې، دهيواد ځمکنۍ بشپړتيا او ملی وياړونو د سمسورتيا زيرئ ده، خو دتاسف ځای ده چه زمونږ په هيواد کې له بدلونونو سره، جنايتکاران محکمې ته د راکشولو په ځای د واک په ګدۍ کينول شول او زمونږ ولس لا هم هره ورځ د هغوی د جنايتونو بيه ورکوي.

اى ګرانې ازادي او اي خوږې خپلواکي!

دمليونونو شهادتونو په وړاندې کولو مو انګريزان او روسان وشړل، د برلين ديوال ونړيده، د مرکزي اسيا اشغال شوي هيوادونه ازاد شول، د انګريزانو امپراتورى ونړيده، شوروي اتحاد مات شو، امريکا سړه جګړه وګټله او پاکستان د قطبي خرس له منګولو وژغورل شو او اوس داده امریکا هم بستره ګول کړې ده، خو مونږ  بيا هم د ځينو مشرانو د غلطو تګلارو او خپلمينځي  جګړو له امله  بشپړه خپلواکي ته نه يو رسيدلى، لاهم له خپلو سره د جګړو هوډونه او له پرديو سره ناسته پاسته او تړونونه وياړ ګڼو، خو لاهم نه پوهېږو چې دغه لاره مکې ته نه، بلکه ترکستان ته تللې ده.

د ازادي او خپلواکي لپاره په مبارزه کې زمونږ د ولسونو په پياوړې ايمانی اراده او متين عزم کی هيڅ ډول تزلزل او ويره ځاى نه لري. د يرغلګرو په وړاندې مو د جهاد ډګر ته د فکر او عقيدې په اساس وردانګلي دى، برياوې مو تر لاسه کړی دي, خو پايلې مو نه دي ترلاسه کړي.

دښمن مو مات کړئ وه، خو متأسفانه د کمزوری مشرتابه او دپرديو دبی شرمه لاس وهنو له امله زمونږ د سرښندنو ګټه مونږ نه بلکې پرديو ترلاسه کړې ده.

د غازي امان الله خان لخوا د استقلال له اخيستو وروسته مونږ د دې پرځاى چې خپل زخمونه او ټپونه وګڼډو د يوه بل ناورين خوراک شو.

د شوروی يرغلګرو ځواکونو تېښته او له هغه وروسته د نجيب  دحکومت نسکوريدل مجاهدينو دمکملې بريا زيرۍ باله، خو داسی ونشو. په خپلمينځی جګړو کې لتاړ شوو او جهادی موخې مو په سيند لاهو کړای شوې.

سړه جګړه ختمه شوه، خو زمونږ هيواد د يوې بلې کورنئ خوسا بدمرغه جګړې په تنور کې لتاړ شو.

طالبان هم د امريکائی او د ناتو ځواکونو وتل بريا ګڼي، خو بريا به بيا هم نه وی.

جګړه به بيا هم دوام و مومي او پايلې به يې خورا بوږنونکې او ځورونکي وی.

هر پردي د خپلو ګټو لپاره له دين او هيواد سره زمونږ د د ولس له ژور تړاو څخه ګټه پورته کړه.

انګريزانو او شورويانو خپل مزدوران او جاسوسان په مونږ حاکمان او په لکونو افغانان يې پرې ووژل.

پاکستان او ايران ځانونه د مدينې انصار او مونږ يې د احد او بدر مجاهدين ګڼلو، خو بيا پناه ګرين، د هغوي د اوږو بار مفت خواره ترهګر او  “ماجره کله به ځې” شو.

دا به له واقعیتونو څخه لرې وي که مونږ  فکر وکړو چې د جګړې په میدان کې د دښمن ماتول آزادی ده. د آزادی جګړه پخپل ذات کې آزادی نه ده، بلکې د ازادي او د خپلواکي لپاره د هڅو یوه برخه ده. پيړئ تېرې شوې چې مونږ د آزادی لپاره جنګېږو، له انګریزانو سره بیا له روسانو  سره وجنګېدو او اوس مو  له امریکایانو هم د آزادی جګړه وګټله، خو که شاته يو ځغلنده نظر واچوو نو پوهيږو چې مونږ ازادي اخلو خو د د ازادي د ساتلو وړتیا نه لرو. په  تېرو دوو سليزو کې مونږ ځو ځله ازاد شوي يو، خو ازاد پاتې شوي نه يو.  مونږ د استقلال لپاره د جنګېدو قرباني ورکولو شهامت او شجاعت لرو، خو دآزادی د  ساتلو وړتیا نه لرو.

راځئ دوستانو،

د خپلواکي يوازنئ لاره لاره او نقشه درته وړاندي کړم.

هغه وخت به مونږ ازاد يو چې د پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، مجاهد، طالب او ديموکرات په نوم سياست کول پريږدو. د يو افغان توری له كارولو څخه وياړمن کيدل پيل کړو.

هغه ورځ به د رښتينې خپلواکي ورځ لمانځو چې يو او بل ته دښمن نه، ورور ووايو.

هغه ورځ به واقعاً د استقلال ورځ وي چې په ګډه له ټولو شخړو ناورينونو او د پرديو له احتياج څخه د خپل ولس د نجات لارو چارو په لټون کې بريا ومومو.

هغه ورځ به خامخا لمانځو چې ، يووالئ، زغم، حوصله، هيوادپالنه، سمون او بدلون له خپله ځانه پيل کړو.

هغه ورځ به موخو ته نزدې شوي يو چې مونږ ټول په تيرو څلوېښتو کلونو کی سهوی، غلطيانی، تيروتنې او ګناهونه ومنو.

هغه وخت به وياړونه او افتخارات لمانځو چې  په دغه ګډ کور کې د ارام او سوکاله ژوند کولو، په ګډه د دغې خاورې د ابادولو او په ګډه د هيواد دښمنانو ته د ځواب ورکولو چل او هنر زده کړو.

كه داسي و نشو كړاي،

نو بيا واوره چې نه وياړونه شته، نه ازادي او نه هم اوسنئ لاره د خپلواکی په لور تللې ده،

نه پښتون شته نه هزاره،

نه باميان شته نه لغمان

نه به هم تاسو ياست، نه مونږ!

په درنښت، عبدالوحيد وحيد کابل افغانستان

Leave A Reply