هغه بدیل چې سوله او د بهرنیانو وتل ګرنټي کوي

شاه ولی ارین

0 165

څو ورځی د مخه مې د بلې لار تر عنوان د سولې په پروسه کې یوه مقاله خپره کړه ، چې هلته د بدیل پر دوو لارو لنډ بحث تر سره شوي و.

تر اوسه د سولې د پروسی په باره کې یو شمیر ډیرو کسانو په خاص ډول د موجود نظام د مخالیفینو له لوری د  بدیل په توګه د مؤقتې ادارې، ځای ناستی حکومت، منځ مهاله اداره، مؤقتې حکومت، لنډ مهاله اداره، د مصالحې شورا او داسې نور نومونه یاد شوي دي، اما زما له انده هره هغه اداره یا حکومت چې راتګ یې موجود نظام کمزوری کوي او یا د نظام ستنې ماتوي د هیواد له ملي ګټو سره خیانت کوي.

نو ځکه له پورتنیو نومونو او مفاهیمو نه افغانان کرکه لري او باور پرې نه شې کولای. د ډاکتر نجیب الله او د هغه وخت د نظام له منځه تلل د مؤقتي ادارې د جوړیدلو تر نامه، د یو شمېر هیواد پلورونکو او خائنو عناصرو له لوري چې د ببرک کارمل ډله او د نظار شورا د احمدشاه مسعود په مشرۍ یې په سر کې قرار درلود کودتا تر سره کول، نظام یې ړنګول وسلوال ځواک یې منحل کول او د هیواد ټول هست او بود پاکستان ته ډالۍ کول؛ هغه څه دي چې همدا اوس یې افغان ولس بیا د تکرار اندیښنې لري.

د مؤقتې ادارې  د نامه په هکله د افغانستان د ملي اردو ړنګیدل د ۱۹۹۲میلادی کال د جولای میاشت.  (مارک جیمیس،ژیړه طلا، ژباړن: نور اقا ولیزاده)

په هیواد او ولس مین افغانان د پورته په شان ترخو حقیقتونو په نظر کې نیولو سره، ځکه د نظام ساتل خپل فرض ګڼي او پر هغو لارو فکر کوي چې په نظام او ټولو تشکیلاتو کې د پوره او عملی بدلونونو ،اصلاحاتو په نظر کې نیولو سره چې د جګړې د ټولو خواوو باور تر لاسه کړای شي، عملی ګامونه واخلی او د نړیوالې ټولنې پام هم دې ټکو ته باید را ګرزول شي چې تیر وضعیت بیا تکرار نه شي.

زما په اند ـ نه نړیواله ټولنه، نه افغان حکومت او نه هم طالبان د سولې روانې پروسې ته لیوال او غوښتونکي یې دی. افغان حکومت غواړی چې طالبان د موجود نظام جز وګرزي او طالبان موجود نظام په رسمیت نه پیژني او امریکا دواړو ته سر خوزوي او خپلی موخې ورته ارزښت لري، د افغانانو وژنه او هیواد ورانونه ارزښت نه ورته لری.

زما په اند دا د افغانانو مسؤلیت او دنده ده، هغه که حکومت دی، که طالبان دي، که سیاسیون او هم افغان ولس چې د روانې غمیزې د ختمولو له پاره په یوه منل شوي میکانیزم او یا یوې ادارې سره یوه خوله شې، چې هم نظام وساتل شې، هم د بهرنیو د استعماري سیاستونو نه خلاصون تر لاسه شي او هم دایمي سوله تر لاسه شي.

تیرو ازموینو په ډاګه کړې ده، چې د ګډ حکومت په جوړیدو کې هره خوا تل هلې ځلې کوي چې یو د بل په اړوند امتیازات تر لاسه کړي. د بهرنیو تمویلونکو اغیزې پر ځای پاتې کېږي په خاص ډول داسې یو هیواد کې چې ټول امکانات یې بهرنیان اکمالوي سیاسي او اقتصادي استقلالیت ونه لري.

څو ورځي د مخه مې د جمهوری ریاست د تیرو ټاکنو د یوه نوماند ښاغلی نور الرحمن لیوال لیکنه د ځای ناستي حکومت یا ادارې د جوړیدو تر عنوان لاندې په فیسبوک  کې ولوستله، چې له ډېرو برخو سره یې موافق نه یم.

زما په اند د راتلونکې هغه ادارې په هکله چې موجودیت یې د یو پراخ بنسټه حکومت او دایمي سولې له پاره اړین دي، د جګړی د اړخونو او افغان ولس له لوری د موجوده نظام په شتون کې د یوه لوی عالی صلاحیت لرونکې شورا جوړیدل اړین دی.

د دغې ادارې یا عالي صلاحیت لرونکې شورا جوړیدل او ترکیب په لاندې توګه وړاندیز کوم:

عالی صلاحیت لرونکې لویه شورا یا (اداره): 

دغه عالی شورا یا اداره به د یوه کال له پاره په لاندې ترکیب چې د روانو ستونزو د اوارئ اسانه او لنډه لار ده جوړیږی:

۱- دیرش(۳۰) تنه غړي به د افغان دولت له لوري د دوي په خوښه معرفي کېږي چې د ښځو، استازیتوب په کې موجود وی.

۲- دیرش(۳۰) تنه غړي به د طالبانو له لوري هم د دوي په خوښه معرفي کیږي چې د ښځو، استازیتوب په کې موجوده وي.

۳- یو شپیته(۶۱) تنه به د افغان ولس(خاموش اکثریت) له لوري معرفي کېږي چې د ښځو، استازیتوب په کې موجود وي.همدا ډول په دې کې به د ولس هغه استازي چې د څلویښت کلن ناورین په پیښوکې دخیل کسان نه وي، علمي کادرونه، د پوهنتون استادان، قومي مشران، دیني عالمان، د ښځواو ځوانانواستازي، د مدني ټولنوغړي، دملي دموکراتیکو سازمانونو او ټولنیزو نهادونو استازي، لیکوالان، ژورنالستان، شاعران او فرهنګي شخصیتونه، د معلولینو، معیبینو او د شهیدانو د کورنیو استازي باید په کې هم شامل وي، چې له پورتني ترکیب نه پنځوس سلنه یې هم د بهر میشتو افغانانو نه وي، باید معرفي شي.

د دغو درې واړه اړخونه جمع (۱۲۱) تنه، هغه عالي شورا ده چې د دوي تر مشورې لاندې به د یوه کال له پاره د نظام په چارو کې اصلاحات، ادلون بدلون د حکومت او وزیرانو او خپلواکو ادارو تعینات تر سره کیږی.د دولت او حکومت جوړښت او بڼه به د یوه کال له پاره دهمدې شورا له لارې تر سره کیږي.

د دولت نور ارکان به په لاندې ډول د همدې لویي شورا له لوري معرفي کېږي:

د همدې یوه کال لپاره به قاضی القضات، لویي څارنوال، د دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت وزیر، د مالیې وزیر د بهرنیو چارو وزیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، د افغانستان بانک عمومي رئیس به د دریمې کتګورۍ یانې د ولس د استازو له لوري معرفي کیږي او د شورا د غړو اکثریت به تر لاسه کوي.

پاتې وزارتونه او خپلواکه ادارې به په مساوي ډول د دوو نورو کتګوریو یانې دولت او طالبانو تر منځ ویشل کېږي دغه معرفي شوي کسان به د شورا د غړو اکثریت تر لاسه کوي.

همدا ډول به دغه شورا د خپل ترکیب نه لاندې کمیټې د چارو د سمون له پاره جوړوي:

۱- په  اساساسي قانون او نورو قوانینو کې د اصلاحاتوراوستلو کمیټه.

۲ـ په مسلحو قوواو کې د اصلاحاتو او د طالبانو د وسلوال ځواک د ادغام کمیټه.

۳- د شخصي او عامه ملکیتونو د خوندیتوب، د دولتي چارواکو، نورو زورواکو له لوري د ځمکو د غصب او فساد د تثبیت او ارزیابي کمیټه.

۴- د بودیجوې سکتورونو د لوړتیا او تشکیلاتي جوړښتونو د معیاري کولو او اقتصادي سپما کمیټه.

۵- د هیواد د بندرونو او په خاص ډول د هیواد نه د وتلو او راننوتلو د کنترول کمیټه.

۶- د راتلونکي انتخابي جمهوري ریاست، پارلماني، ولایتي او ولسوالیوشوراګانو له پاره د ټاکنو د چارو او کمیسونونو د ټاکنو کمیټه.

په پورتنیو کمیټو کې به هم د شورا د تشکیل په نظر کې نیولو سره د هرې کتګوري برخه په نظر کې نیول کیږي.

د پورتنیو کمیټو د کار په لمړیتوبونو کې لاندې مسایل مهم دي:

د اساسي قانون ځینی مواد چې د پوښتنې وړ دي او یو څه ستونزې لري. په مسلحو ځواکونو کې اصلاحات، تغیرات، د طالبانو د ځواکونو ځای پر ځای کول، وسلوال ځواکونه تقویه کول او د سیاسي، تنظیمي کیدو مخنیوي یې. د ملکیتونو خوندیتوب، د دولتي، شخصي او زورواکو د ملکیت او دارائي کنترول او د مجریمینو معرفي کول امنیتي ارګانونو او قضائي برخو ته د حساب ورکولو له پاره. د بې کچی تشکیلاتو بررسي کول، ملغا کول، د هیواد د مالي او اقتصادي بودیجې د تقوی او خود کفائي په خاطر. د مثال په توګه ټول سلا کاراران، چې په هر ډول تشکیلاتو کې وي ملغا کول.د ټولو په نوم داضافې شوراګانو او نهادونو لغوه چې د سیاسي موخو په خاطر جوړې شوي دي، د ولسي جرګې مشرانو جرګې او نورو سیستومونو ملغا او دندې یې د ډیرو اړتیاوو په حالت کې د همدې لویي یوسلو یو ویشت(۱۲۱) کسیزی شورا له لارې تر سره کول. چې دغه کار له یوه خوا د هیواد د مالي بودجې د احیا کولو، خود کفائي کولو په لار کې مرسته کوي او له بل پلوه د بهرنیو د اقتصادي استعمار له اغیزو نه مو سوکه، سوکه راخلاصوي.

زما په اند ټول هغه غیر ضروري اضافي نا کاره تشکیلات چې د ۱۳۵۸ لمریز کال د شوروی اتحاد د یرغل وروسته او بیا د ۲۰۰۱میلادی کال د امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري جوړ شوي د افغاني ټولنې له اقتصادي وضعیت سره سمون نه لري باید ملغا وګڼل شي.

د هیواد د بندرونو کنترول ځکه اړین دي چې د هیواد دښمنان به د خپلو خیانتونو له ویرې په تیښته شي مالي منابع به وتښتوي او د ولس له حساب نه به ځان خلاص کړي، نو ځکه ځینی استراري بندیزونه حتمي دي.

نوټ:  

تشکیلاتي سیستومونه او د لوړو ادارو تشکیل به د همدې یوسلو یو ویشت(۱۲۱) کسیزې شورا د غړو او یا د دوي د وړاندیزونو پر اساس د وړاندیز شوي ترکیب په نظر کې نیولو سره جوړیږي.

جوړه شوې اداره یا حکومت به د خپلو جوړو شوو تشکیلاتو له مخې د یوه کال له پاره د حکومت، دولت، نظام او نورو جوړښتونو ټولې چارې رهبري کوي او د یوه کال د ننه کې  به د انتخابي حکومت د منځته راتلو له پاره لار هواروي.

د غه اداره یا حکومت د چارو د ښه تنظیم، د سولې د پروسې او دایمي اوربند د پوره تطبیق، په هیواد کې د بهرنیو او کورنیو د سولې د دښمنانو د ښمنانه عمل او تیریو د مخنیوي. د هیواد د وسلوال ځواک د ښه تنظیم له پاره د یوه کال په موده کې د یو نړیوال سوله ساتي ځواک شتون اړین دی چې د اسلامي هیوادو نه جوړ او رهبري یې د اسلامي غړو هیوادو د کنفرانس او ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې صورت ومومي.

بله ډېره اړینه موضوع د نړیوالې ټولنې نظارت، مالي تظمینونه او مرستې دي چې په هیواد کې هم د یوکلن حکومت اوبیا وروسته د ټول شموله انتخابي حکومت له لومړۍ او دویمې دورې سره یې تر سره کړي، نو ځکه د دغه حکومت یا اداری تر څنګ د یوې نړیوالې مرستندوې کمیټې شتون حتمي دي چې په ترکیب کې یې، د امریکا، روسیې، چين، کاناډا، جاپان، استرلیا، جرمنی، انګلستان، هند، سعودي عرب، قطر، ګاونډیو هیوادو پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، اروپايي اتحاد، اسلامی کنفرانس، ملګروملتونو استازی شامل وي.

اوس هم یو وار بیا پر طالبانو او افغان حکومت غږ کوم، که چیرې دغه دواړه خواوې په هیواد کې د دایمي او واقیعي سولې د پروسې د عملي کولو په لار کې صادقانه او په رښتینې توګه غواړي، نو ګډ حکومت دې سره جوړ کړي، یو له بل نه د امتیازاتو د اخستلو نه دې تیر شې، تر څو بهرنیان دې ته اړ ویستل شي چې هیواد مو پریږدي او په خپله ولاړ شي.مګر که چیری دغه دواړه خواوې سره نه جوړیږي، بیا نو بله تر ټولو اسانه او عملي لار همدا ده، چې پورته یې وړاندیز شوی دی.

باید وویل شي چې د ولس د استازو ونډه په دغه پروسه کې خورا د اهمیت او مثبتو اغیزو وړ ده. نو ځکه هغه استازي چې د افغان ولس له لوري معرفي کیږي، باید سپیڅلي، په هیواد او خلکو مین، د هیواد ملي ګټو ته ژمن شخصیتونه وي او د هیواد په تیرو څلویښت کلنو ناخوالو کې یې برخه اخیستي نه وي، ځکه په دغه پروسه کې د الله پاک په مرسته د دوي نقش او بی پرې مثبت رول د هیواد د برخلیک ټاکونکی رول لوبولی شي.

سوله زموږ د هیواد والو حق دی!

Leave A Reply