! د دوحی د سولې هوکړه، او څو عملي وضاحتونه

لیکنه:  قاضي نجیب الله جامع

0 36
۱. د افغانستان د حکومت او امریکا د دفاع وزیر ترمنځ د فبروری پر ۲۹ د ګډي اعلامیه په ۳ بندونو کې د دوحی د سولې له هوکړې رسما ملاتړ او د مراجعه کوونکي سند په توګه منل شوی.
۲. زلمی خلیلزاد کابل ته له طالبانو سره د مذاکراتو د هر پړاو په پیل، منځ او یا اخیر کې کابل ته نږدی تر ۲۰ ځله ډير سفرونه کړې او په هر سفر کې یې د افغان حکومت د ویاندویانو په خبره چې دویته د مذاکراتو له بهیر او کېدونکي تصمیمونو څخه په جریان کې کول.
۳. د ملي مصالحي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله له طلوع نیوز سره د خبرو پرمهال د دې هوکړې څخه خبرتیا او وروسته له هغه چې د دې شوراه مشر شو دا هوکړه یې بیا ـ بیا تایید او د هغي موادو او مفادو ته یې په ډاګه ژمنتیا ښوودلی.
۴. د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ۱۰ ورځي رسمی او نږدی یوه نیمه میاشت غیری رسمی اورکم د همدې هوکړې په بنسټ شوی.
۵. د قطر ـ دوحی د سولې هوکړې په بنسټ تر ۵۰۰۰ زیات طالب بندیان د افغان حکومت له لوری آزاد کړای شول.
۶. د قطر په دوحه کې روان بین الافغاني مذاکرات د همدې هوکړې پر بنسټ وروسته له هغه چې ۵۰۰۰ طالب بندیان خلاص شول پیل شو.
۷. د افغانستان د حکومت مذاکره کوونکي پلاوی له طالبانو سره د دوحي هوکړه، د بین الافغاني مذاکراتو د بنسټ یا اساس په توګه ومنله او پدې سره د بین الافغاني خبرواترو هغه بندون پایته ورسېده چې ۳ میاشتي یې دوام موندلي وو.
۸. امریکایی حکومت خپل زرګونه عسکر، له افغان حکومت سره د ۲۰۱۴ ز کال د امنیتي تړون په خلاف د دوحي د سولې د هوکړې د درې ګوني بهیر پر بنسټ وایستل او دا لړۍ حتا د امریکا د کنګرې دهغه قانون چې هرڅه دې د بایډن د اداری تر راتګه وځنډول شي لا هم روان دې.
۹. امریکا د دوحی له هوکړې وروسته دغه سند پخپل لاس د ملګروملتونو د امنیت تر شوراه یوړل، هلته یې د دې ځواکمنۍ نړېوالي شورا تایید پرې واخېست، د دې ترڅنګ اروپایی ټولني، کاناډا، چین او روسیې د ځانګړو اعلامیو له لاري دا تړون تایید او ورڅخه یې نړېوال ملاتړ وکړل.
۱۰. امریکا د دوحی له تړون وروسته لسګونه اډې وتړلي، ویجاړې یې کړلي او تراوسه یې دغه تړون ته نږدی بشپړه ژمنتیا څرګنده کړې.
۱۱. د جینواه په کنفرانس کې چې څو اونۍ وړاندې له افغانستان سره د افغان حکومت د ستراتیژیکو ملاتړو له لوری رابلل شوی وو، ټولو د دغه تړون په پلي کېدا ټېنګار وکړل، حتا امریکا خو خپلي ۶۰۰ میلیونه ډالر مرسته هم سولې ته د حکومت په ژمنتیا او تر یوه کاله مشروطی اعلان کړلي، د دې ترڅنګ د جینوا د ناستي پیغام د جګړې پرځای په سولې ټینګار او له جګړې نور په نه ملاتړ سره پایته ورسېدل.
۱۲. د دې ټولو سربېره د دوحي په هوکړه کې ټول څلور ګونې بحثونه چې د امریکایی ځواکوونو په ۱۴ میاشتو دننه کې وتل، له القاعده سره د طالبانو د اړیکو پرېکول، د تاوتریخوالی کموالی او د بین الافغاني مذاکراتو پیل وو، خوراه څرګند او پدې اړوند نږدی کال کیږی چې حکومتي مشرانو کله هم نیوکه نه ده کړې.
۱۳. د دې ټولو سربېره د امریکا نوی ډیموکراټ ولسمشر چې څو ورځی وروسته یانې د ۲۰۲۰ ز کال د جنوری په ۲۰مه به په رسمي توګه د امریکا ولسمشر شي، د نوموړې د ملي امنیت ځانګړې سلاکار هم څو ورځی وړاندې له CNN سره په یوه مرکه کې د طالبانو ـ امریکا د سولې هوکړه تایید او پدې اړوند یې د جوبایډن ادارې دریځ هم روښانه کړل.
۱۴. افغان حکومت چې کله هم د جګړې د کموالی او اوربند بحثونه کوی، یا له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو په اړیکو نیوکه کوی، نو د استدلال ټکي او منطق یې د دوحي د سولې هوکړه وی.
د دې ټولو وضاحتونو، بحثونو، حقوقي، سیاسي او نړېوالو مشروعیتونو او په ځانګړې ډول د څه کم یوکال په تیرېدو سره که سړې له منطقي اړخه هم د یو څه مخالف یا موافق وی، ګمان نه کووم چې د دوحي د سولې هوکړه دې لا بیا هم ګونګه او پیچلي وی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.