د ارواښاد عبدالله غمخور په ياد

ډاکټر عبدالرحمن زماني

0 40

د جنوري د مياشتې  ١٤مه نیټه د پښتو ژبی د نامتو ليکوال،  شاعر او ادیب  ارواښاد عبدالله غمخور  د مړينې د يولسمې کليزې سر

ارواښاد عبدالله غمخور

ه مصادفه ده. زمونږ ګڼ شمير هيوادوال د خداې بخښلي غمخور صاحب د اشعارو، ليکنو او افکارو سره آشنائي لري .  هغه د وران  – ويجاړ افغانستان دکړيدلو خلکوريښتينې  غمخور او د پښتو ژبې هغه غښتلې ملي شاعر و، چې پاک احساسات  او روښانه ضمير يې د روانو  او ملي اشعارو په ائينه کې په ښه توگه څرگندشوي دي .   هغه لکه څنگه چې د خپل طبيعي او ټولنيز چاپيريال محصول و، نو اشعار يې هم د يوه حساسه انسان په توگه  د خپل همدغه چاپيريال د روانو پيښو او حالاتو څخه متاثره وو.  غمخور صاحب د حماسو او رزمونو شاعر و . د هغه د خوږمن او درديدلي زړه کړيکې، او دقلم ليکې،  دخپل کړيدلي ولس د دردونو او غمونو  څړيکې منعکس کولې .

دوطــــن له درد او غمه په ژړا يم     دتـــاريخ دعظمتونــــــو پـــــه غـــوغا يم

سترگې نشم پټولاې په جرمونو     څه چې وينم، څه چې گورم هغه به وايم

ارواښاد عبدالله غمخور لکه څنگه چې يې ويل د خپل خوږمن زړه نه مجبور و، څه چې به يې زړه غوښتل، هغه به يې ويل، او په څه چې يې زړه درديده، نو په هغه به ژړيده .  د هغه د زخمي زړه څړيکي، د ژوبل احساس فرياد، دنياز لمن، او  د آزادۍ پيغام دوخت د آواز په توگه مونږ ته  په چاپ شوي بڼه په لويه هنگامه، يادونه، دآزادۍ غوغا، دتُورې په مخ، دکابل اوښکې، دغمخور کليات، دضمير آواز، او تاثرات کې راپاتې دي .

عمر مې تير شو په جنگونو په غوغا واوښتم                            کور مې خراب شو په مرگونو په هى ها واوښتم

کـــم نصيبي کــه کم بختي ده نه پوهيږمه پرې                             له يوې بــلا نه  نه يم خلاص  په بلې بـــلا واوښتم

هغه به ويل چې  زما ليکنې او شعرونه دخپل  – خپل وخت د ډول –  ډول تاثراتو مصوري ده،  چې بيلگې يې هر وخت خلکو ته وړاندې شويدي .  پرون يې زمونږ حال داسې بيانوه چې :

زه دبارانه تښتيدمه دناوې لاندې شوم                        له کوتکونو ويريدمه دارې لاندې شــوم

ما دســـــــردار دبــــــــرو بزن نه گيله کوله       چې ناگهانه د ليوانو د حملې لاندې شوم

بيا دخپل وطن پريښودو  او هجرت ته مجبوره شو:

سره ورځ ده راغلې سره اورونه لگيدلي دي کـــور په کـــــور بمـــــــونه له اسمانه وريدلي دي

کلي تـــــــــالا شويدي کورونه سوزيدلي دي څوک په زړه داغلي څوک په وينو لمبيدلي دي 

رنگ دبلبلانو په ســـــــــــــــــــــرو وينو دا چمن شو                      ځم له دې وطنه

سرې لمبې ترې خيژي اور مې گډ په باغ و بڼ شو                     ځم له دې وطنه

په هجرت کې يې په تپل شوي زعامت نيوکې کولې چې :

لکونه پکې ورک شو خو څـــــــو تنه شو آباد جهاد دې زنده باد وي

رهبر دې وي خوشاله نور عالم که وي ناښاد               جهاد دې زنده باد وي

يا دا چې :

څوک منصبونه خوري څوک ماجبونه خوري               څوک دغازيانو غوښې، څوک يې هډونه خوري

څوک دقدرت په هـــــــڅه دپاچاهۍ خوبونه څوک په غمونو کې ډوب  دقــــــام غمونه خوري

بيا يې په پيښور کې دترور شوو افغاني شهيدانو په وينو سرې لارې کوڅې يادولې چې :

پـــــــــه رڼا ورځ چـــــې قتــليږي دا دچـــا بچي دي                        پــــــــه اور دظلم چې وريتيږي دا دچـــا بچي دي

نه يې گنـــــــــاه نه يې خطا او نه يې جـــــــرم معلوم                      چـــــــې بې قصــــــوره حــــلاليږي دا دچا بچي دي

چې گور او کور او پيښور ورته يو شوي دي نن                        چې ســــــــر او مال يې تالا کيږي دادچا بچي دي

په بل پړاو کې يې ويل چې :

کـــه دسر امـــــن غواړې نـــــــــو طالبانو له ځه                               که تـــــــــور سپينوې نو مــــــــــــــــــــلايانو له ځه

کــــه دې جگړو ته وي نيت قومندانانو له ځه                              کـــــــه دقـــــــــدرت وږى يې نو رهبرانـــــــو له ځه

هغه داوسني پړاو په هکله ويل چې :

پرون و روس وژلي نن يې امريکا وژني                       دافغــــــــــــــــــانانو بچي په واويلا وژني

دخپل غــــرض لپاره ددهشتگرو په نوم                       دخپل مقصد دپاره د بنسټگـــرو په نوم

په دې پلمه او نــــامه وژلي بيــــــــا وژني       دافغانانو بچــــــي په واويـــــــــــــلا وژني

غمخور صاحب  که څه هم دژوند په وروستيو شپو ورځو کې دزړه په رنځ اخته و، خو نه يې قلم کيښود او نه يې دوطن دردو غم پريښود:

زه دزړه په رنځ اخته يـــــم زه دڅو ورځو مهمان يم                      له ژونــــــــــــدونه لاس ختلې الوداع کـــوم روان يم

غـــــاړه وځمه هرچاته دديدن وروستۍ شيبې دي                      کاڼي بــــــــــوټي ښکلومه په غوغـــا او په فغان يم

دوطــــــــن ددردو غمه حال مې څه پوښتې همدمه                     زه دسرو سترگو ژړا يم زه دسرو اوښکو باران يم

غمخور صاحب ددرديدلي ملت او تالا شوي وطن د آيندې په هکله مايوسه نه و:

دا وطن به خداى اباد کړي مونږ به نه يو                       د هرچا زړگى به ښاد کړي مونږ به نه يو

دا چــې نن خــــانه بدوش دي در پـــه دره                        دا به هم په خپل مراد کړي مونږ به نه يو

د ارواښاد غمخور صاحب  روح ته ددعا په کولو سره دپاک خداى دربار ته لاسونه لپه کوو چې دهغه دغه وروستۍ تمنا پوره کړي چې ويل يي :

يـرغمل شوې ملت خلاص له يرغلگرو نه کړې                           له ظالمانو خونـــــخوارانو دهشتگرو نه کړې

د خودغـــرضو دغـــرض لاسونه پريکــــــړې ربه                           د افغانانو گريوان خلاص له ستمگرونه کړې

پای

Leave A Reply

Your email address will not be published.