بایډن او افغانستان

هاشم مهمند

0 70

د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ میاشتې پر شلمه په امریکا کې واک له ډونالډ ترمپ څخه نوي منتخب جمهور ریس جو بایډن ته د خاصو مراسمو په لړ کې انتقالېږي. جو بایډن په امریکا او نړۍ کې یوه پېژندل شوې څېره ده. دی د اوباما د واکمنۍ په دواړو دورو کې د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر او تر هغه مخکې د امریکا په سنا یا مشرانو جرګه کې د سنا د بهرنيو اړیکو د کمېټې مشر و. ده د دغو ماموریتونو په جریان کې څو وارې افغانستان ته هم سفرونه کړي دي او د افغانستان له سیاستوالو او مشرانو سره له نژدې پېژندګلوي لري. خو افغاني سیاسي کړۍ د ده له لیدنو څخه ښې خاطرې نه لري. علت یې له پاکستان څخه په اصطلاح د ده د «بدون چون و چرا» ملاتړ او افغانستان ته په کمه سترګه کتل دي.

ویل کېږي چه په یو ماښامنۍ مېلمستیا کې چه د ده په ویاړ د پخواني جمهور ریس حامد کرزي له خوا ترتیب شوې وه، ښاغلي کرزي په خپله وینا کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان له لاسوهنو څخه شکایت وکړ. د روایتونو له مخې د دې خبرې په غبرګون کې ښاغلي بایډن په ډېر عصبانیت سره وویل چه پنځوس افغانستانه د یو پاکستان سره برابر نه دی، ځکه پاکستان د متحده ایالاتو یو نژدې دوست او متحد هېواد دی. ده خپل دستمال وغورزاوه او په ډېر قهر سره له ضیافت څخه ووت.

ښاغلي بایډن له ښاغلي یونس قانوني سره چه هغه وخت د کورنیو چارو وزیر و، همدا ډول قهرجن برخورد کړی و چه ویل کېږي علت یې یوه جمله وه چه ژباړن غلطه ترجمه کړې وه او بایډن وروسته بخښنه وغوښته.

اوس ښاغلی بایډن څلورم جهمور ریس دی چه په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید خپله ستراتیژي او اهدافو ته د رسېدو لارې چارې ولټوي او اعلان یې کړي. د یادولو وړ ده چه د افغانستان جګړې له هغه وخت سره چه ښاغلي بایډن د جمهور ریس مرستیال و، توپیر موندلی او حالات نور هم سخت شوي دي.

خو د نوي منتخب جمهور ریس د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې به د افغانستان جګړه شامله وي. د ښاغلي ټرمپ د واکمنۍ په کلونو کې د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې له مخې، امریکا ژمنه وکړه چه خپل د ځواکونو شمېر به لومړی له ۸۶۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته او وروسته به دا شمېره ۲۵۰۰ عسکرو ته راکښته کړي او د ۲۰۲۱ میلادي میاشتې تر پای پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. دا ژمنې عملي هم شوې او اوس په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکښته شوی دی چه دې اقدام هم په افغانستان، ناټو اوحتی د امریکا په کانګرس کې اندېښنې راپارولې دي.

د امریکایي ځواکونو د زیات شمېر کمېدل د افغانستان پر امنیتي وضعیت ناوړه اغېزه وکړه او طالبانوهم له دې حالت څخه ناوړه ګټه واخیسته او د افغانانو ژوند یې له لویو ستونزو سره مخامخ کړ.

نن په سپینه ورځ د افغانستان پر روشنفکرانو، ژورنالستانو او د مدني ټولنې پر فعالانو او مشرانو تروریستي بریدونه کېږي او په ټول هېواد کې سیاسي مشرانو او عامو خلکو خپل باور او اطمینان د امریکا پر سیاست له لاسه ورکړی دی. د ملګرو ملتونو په راپورونو، د امریکا د چارواکو په څرګندونو او د تحلیلګرانو په تبصرو کې دا خبره په وضاحت سره را سربېره شوې ده چه طالبانو خپلې اړیکې د القاعده او نورو ترورستي ډلو سره نه دي قطع کړي. حقیقت هم دا دی چه د امریکا او طالبانو تر موافقې وروسته د طالبانو د جګړې په تاکتیک کې بدلون راغی او د مخامخ جګړې پر ځای یې اختطاف، انتحار او انفجار ته مخه کړه.

په تېرو څو میاشتو کې زموږ په زرهاوو وطنوال د همدا شان بریدونو په نتیجه کې شهیدان شول. د طالبانو دا تاکتیک هماغه د القاعده، داعش، بوکو حرام او نورو ترورستي ډلو تکتیک دی چه په عراق، سوریه، نایجریا او په نورو ځایونو کې ورڅخه کار اخیستل شوی، چه همدې ته «تروریزم» وایو.

له بلې خوا د افغانستان د امنیتي ځواکونو ستونزې دي. دا امنیتي ځواکونه اصلاحاتو ته اړتیا لري چه د ښاغلي بایډن نوې اداره باید پاملرنه ورته وکړي. همدا ستونزې د طالبانو د جراُت او تشویق باعث وګرځېد. طالبانو داسې وانګېرله چه د افغانستان د اردو او امنیتي قواوو سره د متحده ایالاتو د مرستې اندازه ډېره لږه شوې او کله چه امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي دا ځواکونه به نور د مقاومت کولو توان له لاسه ورکړي او متلاشي به شي. له طالبانو سره په مذاکراتو کې د افغان حکومت د موقف د پیاوړي کېدو لپاره دا حتمي او ضروري ده چه د هېواد له امنیتي ځواکونو سره هراړخیزه مرسته وشي.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس طالبانو ژمنه وکړه (خو عملي یې نه کړه) چه د القاعده او نورو تندلارو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي، امریکایي ګټو ته به ګواښ نه جوړوي، اوربند به کوي او د افغانستان له حکومت سره به د سولې خبرې پیلوي او نور…
د همدې موافقې پر اساس هم د امریکا حکومت د افغانستان دولت تر فشار لاندې ونیو او یوجانبه سازشونو ته یې مجبوره کړ چه په همدې جمله کې د طالبانو د پنځه زره زیات بندیان بې له قیده او شرطه خوشې شول چه په دې توګه د طالبانو لیکې نورې هم پیاوړې شوې، ځکه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چه ځینې دغه خوشې شوي طالبان بېرته د جګړې ډګرونو ته ستانه شوي دي.

طالبانو هم په مقابل کې پر امریکایي هدفونو بریدونه بند کړل او په دوحه کې د مذاکراتو مېز ته حاضر شول چه دا د ټرمپ د ادارې یوه لاسته راوړنه بلل کېدای شي چه لږ تر لږه یې د سولې لپاره شرایط برابر کړل. دا د بایډن د ادارې د پاره یو ښه فرصت دی.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر جیمز بي. کنینګهم (James B. Cunningham) په یوه مقاله کې چه په وروستیو کې خپره شوې ده لیکي:

«د بایډن کاري ټیم باید په لوړ زغم او قوي ارادې سره دواړې لوري د یوې تلپاتې موافقې پر لوري وهڅوي او دې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښېږدي. که دا کار په سمه توګه پرمخ ولاړ شي نو په افغانستان او سیمه کې به د متحده ایالاتو امنیتي ګټې خوندي شي. که دا کار په ناسمه توګه وشي لکه تر اوسه چه شوی دی، دا به د دې باعث شي، چه ترورستان په افغانستان کې خپلې ریښې نورې هم ژورې کړي او افغانان به له بربریته ډکې راتلونکې سره مخامخ کړي.»

ښاغلی کنینګهم وړاندې لیکي چه د ښاغلي بایډن د بهرنیو چارو وزیر توني بلینکن (Tony Blinken)، دفاع وزیر لویید آستین (Lloyd Austin) او د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان (Jake Sullivan) درې واړه دافغانستان په چارو کې د پراخې تجربې خاوندان دي او د یوې موافقې له لارې د جګړې د پای موندلو، تلپاتې سولې د ټینګېدو او په افغانستان کې د نړیوالو ترورستي فعالیتونو د مخنیوي په ارزښت ډېر ښه پوهېږي. د بایډن اداره باید په دوحه کې د روانو خبرو د بهیر ملاتړ وکړي او پرې نږدي چه له افغانستان څخه نور امریکایي ځواکونه وایستل شي.

د امریکا نوی ټیم باید په دوحه کې له طالبانو سره په خپلو خصوصي تماسونو کې پر دې ټینګار وکړي چه متحده ایالات په هېڅ توګه دا مکلفیت نه لري چه د تېرمیلادي کال د فبرورۍ د ۲۹مې د موافقې پر اساس خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي مګر دا چه قناعت حاصل کړي چه طالبان د القاعده او نورو ترورستي ډلو په وړاندې خپلو ټولو ژمنو ته متعهده دي او په جدي توګه د سولې مذاکرات پر مخ وړي.

د ښاغلي کنینګهم په باور ښاغلی بایډن او د ده د ادارې لوړپوړي چارواکي باید پاکستاني چارواکو ته هم روښانه کړي چه له متحده ایالاتو سره دوه اړخیزې ښې اړیکې درلودل او د دوو هېوادونو د پوځونو تر منځ د همکاریو بیا پیلول هغه وخت امکان لري چه د پاکستان اردو، د استخباراتو اداره یا (ISI) او ملکي چارواکي پر طالبانو له خپل اغېز څخه په موثره توګه استفاده و کړي چه له خشونت څخه لاس په سر شي او دا یقیني کړي چه طالبان حقیقتاً او په صداقت سره پر سیاسي حل لارې د سلا کېدو لپاره مذاکرات پرمخ وړي.

ځو پاکستان هیله من دی چه ښاغلی بایډن د افغانستان په اړه د ښاغلي دونالډ ټرمپ سیاست پر مخ بوځي او له طالبانو سره د سولې د خبرو روان بهیر ته دوام ورکړي. د پاکستان صدراعظم عمران خان د ۲۰۲۰م کال په نوامبر میاشت کې وویل:

«هیله من یم چه ښاغلی بایډن د افغانستان په اړه د ښاغلي ټرمپ ستراتېږۍ ته ژمن پاتې شي. دا به د افغانستان په ارتباط د اسلام آباد له سیاست سره مطابقت ولري، په دې معنی چه د قدرت په راتلونکي جوړښت کې به طالبانو ته زیاته برخه ورکړل شي، د هندوستان حضور به په افغانستان کې کمزوری شي او د امریکایي ځواکونو د وتلو په نتیجه کې به په افغانستان کې یو باثباته سیاسي نظام منځ ته راشي.»
دې څرګندونو روښانه کړه چه د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې بدلون نه دی راغلی او هماغه د ستراتیژیک عمق سیاست پرمخ وړي او په دې لاره کې پر طالبانو تکیه لري. تېره میاشت د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د پاکستان په کراچۍ کې طالب ځوانانو ته په وینا کې اعتراف وکړ چه د طالبانو ټول مشران په پاکستان کې اوسي او د دوی زخمیان په پاکستاني روغتونونو کې معالجه کېږي.

دا البته له کلونو راهیسې ټولو ته روښانه ده چه د طالبانو تر شا د پاکستان پوځي استخبارات یا آی اس آی دي چه جنګیالیو ته یې په پاکستان کې د ژوند، روزنې او په افغانستان کې د جګړې لپاره پوځي امکانات برابرکړي دي او په سیاسي او ډپلوماتیکو برخو کې یې ملاتړ کوي.
د بایډن ادارې ته د ښاغلي کنینګهم دا سپارښتنې چه ما یې پورته یو څو برخې راواخیستې ډېرې د پام وړ دي او هیله لرم چه د بایډن اداره دغو سپارښتونو ته خاصه پاملرنه وکړي. خو ښاعلي بایډن تر اوسه د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي نه ده اعلان کړې او د ده د نژدې کسانو په غیرهېڅوک لا په دقیقه توګه نه پوهېږي چه د افغانستان په اړه د ده د ادارې چلند به څه ډول وي. خو په افغانستان کې له ۴۰ کلونو راهیسې جګړه روانه ده. د هېواد په میلیونو خلک ووژل شول او لا هم هره ورځ وژل کېږي. امریکا د نړۍ د ستر دیموکراتیک هېواد په توګه او د ښاغلي بایډن اداره په خاصه توګه دا اخلاقي مکلفیت لري چه له افغان اولس سره د سولې د لوی ارمان په رسېدو کې مرسته وکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.