د خوشال خټک عقیده او سیاسي فلسفه- دوهمه برخه

رڼاګل اریوبزی

0 79

خوشال خان د وطن، پښتون او پښتو په وړاندې

ب ـ خوشال خان د پښتون په وړاندې:

خوشال خان  د وطن په شان د خپل ولس سره هم ډیره مینه درلوده اوهغه يې کله پښتون او کله هم افغان بللی دی او زما په اند دی د پښتنو په تاریخ کې تر ټولو لوی ولس پال تیر شوی دی. ولس پال او دولس ویاړ هغه څوک وی چې د خپل قام او خپلو خلکو په وړاندې نه یوازې د مسولیت احساس لري بلکې خپل برخلیک هم د ولس له برخلیک سره تړي، هر وخت يې خدمت ته تیار وي او ولس ته د خدمت په لارکې غاښ او څپلۍ نه بها نه کوي، ولس ته خیر رسول او دهغه خد مت کول خپل ویاړ اوسر لوړي ګڼي. څوک چې داسې ژوند کوې، نو قوم يې هم یو وخت مني چې دا شخص ولس پال دی او د خپل ولس سره مینه لري. د خوشال خټک ولس پالنه له انسان پالنې ګوښې او جلا مینه نه ده. د ده ولس پالنه دانسان پالنې سره په نه شلیدونکوځنځیرونو تړلې ده. د ده سرشاره عشق او مینه او سرکښه ننګ دقومیت په څلورو دیوالو کې نه ځائیدل، له قومي پولې او برید څخه تیریدل او په ټول عالم انسانیت کې خپریدل. دپوهې او حکمت په شان يې مینه، نړۍ لید او سیاست هم جهان شمول وو. په قومي او نژادي توپیرونو او د ولسونو ترمنځ په لوړوالې او ټیټوالې يې عقیده نه درلوده، قوم دوستي يې دانسان دوستې برخه وه. ښیګڼه او بدې، لوړتیا او ټیټوالی يې په قومونو، ولسونواونژادونو کې نه بلکې دځانګړو وګړو په عملونو کې لیدل. لنده دا چې خوشال خان هغه کسان چې د حرص او نفس غلامي ورڅخه «سګان» جوړوي اوداسې ټیټو اووحشي چارو ته لاس اچوي چې شیطان حیرانوي، په ټاکلي قام او ملت کې نه بلکې په « عالم » کې لټوي. نوځکه لیکي چې:

‎ په کا تــه شــم وعــا لم وته حیران       چې دنس له پاره څه کا داسګان

هسې چارې يې پیداشي له وجوده       چې په ذکروفکر نه وي دشیطان

 [ منتخبات خوشال خټک …………..۸۳ مخ]

بابا دهیڅ ډول ظلم، کینې او تعصب سره نه جوړیده او په خپل ټول ژوند کې د مینې، زړه سوي او خواخوږۍ په څرک پسې هرې خوا ته سرګردان ګرځیده او ویل يې چې:                             د هــمه خــلقــو نــظـر په خپل بهبود دی       په هرڅه کې ورته وړاندې خپل مقصود دی

چې څه درد دعشق لري ترې به زاریږم       کــه مــومین دی کــه کافــردی که یهود دی

[ منتخبات خوشال خټک……………. ۱۳۵ مخ ]

د خوشال خټک په فکري او خیالي بازارکې د«عشق درد» – مینه، عاطفه، خوا خوږي اوبل ته درناوی – وچت ارزښت لري او دا په حقیقت کې د انسانیت جوهر جوړوي. دا هم انساني اصل دی چې بیلابیل قومونه اوملتونه ځانګړی تاریخ، خپله ژبه، ځانته تاریخي – کلتوري ارزښتونه او ځنې نورې ځانګړتیاوې لري چې د خپل نوی نسل او ماشومانوسره يې شریکوي او هغوی ته قومي یا ملي هویت ورکوي اوله دې لارې يې په زړونوکې د خپل قوم یا ملت، دخپلې ژبې او کلتوري ارزښتونو سره د مینې ریښې ورغځوي. بابا چې په پښتنې کورنۍ کې دنیا ته راغلی او په پښتني چاپیریال کې لوی شوی دی، نو دشخصیت په وده کې يې خپلې کورنۍ او خپل چاپیریال ټاکونکی رول لوبولی دی اوله دې لارې يې کورنۍ او قوم په زړه کې ځای نیولی دی، کورنۍ او قوم په ګران وو او د هغوي له بیلتونه يې رنځ وړی دی.  دارنځ له کور او قومه لیرې، د رنتبور په جیل کې، داسې بیانوي:

 چې پښتــون راتـه څوک یاد کا      پرې خوشال شم زړه مې ښاد کا

د دې خوشې ملک هر څه شته       خــو پښــتون، پښـتــنې نه دشته

چــې لــه ذاتــه پــکــې نـه وي       هـغــه ملــک تــوره تیــاره وي

[ دخوشال خټک کلیات…………… ۸۴۹ مخ ]

 په پردي ملک کې نه خپله کورنۍ او نه نور خپلوان وي، نه کومه پیژند ګلوي اونه دمجلس پخواني خواږه یاران وي، نه مورنۍ ژبه، نه خپل تاریخي اوکلتوري ارزښتونه اونه خپل رواجونه وي. په کوم ملک کې چې دا نه وي، دخوشال په شان ولس پال ته هغه ملک په رښتیا توره تیاره وي

د ولس سره دخوشال دمینې او دهغه دعملي ولس پالنې سمه اندازه دهغو خدمتونوله مخې ښه اټکل کیدای شي چې خپل قوم ته يې کړي دي. دی د قلم اوهم دتورې سړی و، په دې توپیرچې قلم يې د دیني فرض د اداکولواود دنیاوي چارو دسمولو له پاره کارولی دی او تورې ته ډیرځله دزمانې جبر مجبورکړی دی. خو دخوشال په هکله په ډیرو لیکنو کې د قلم پر تله دهغه تورې ته زیاته پاملرنه شوې ده، قلم يې د تورې ترسیورې لاندې راوستلی دی. ځینوخو بېا یوازی دهغه جنګونه راته بیان کړي او شمیرلي دي او نور هرڅه يې په ځای پریښودلي دي. دا په داسې حال کې چې دخوشال دشخصیت تاریخي امتیاز په توره نه بلکې په علم بنا واو دی. د پښتو ژبې خوږ ژبی شاعر، ادیب او تاریخپوه عبدالباري جهاني د دې ټکي په اهمیت ښه پوه شوی دی او لیکي چې:

 «هغه توره چی د خوشال خان سره وه هغه د یحیی خان، شهباز خان ، دریا خان ، باکو خان او بل هر قومی خان سره وه . ځینی به تر ده په مېړانه او زړه ورتوب کی کم وه، خو ځینی به حتی تر ده هم زړه ور وه. خو هغه قلم چی له ده سره وو هغه نه د پښتنو په تاریخ کی تر ده د مخه چا درلودلی دی او نه تر ده وروسته تر نن ورځي پوری چا ځغلولی دی.»[عبدالباري جهاني: خوشال خټک او دهغه عصر، ټول افغان، ۱۵/۱/۲۰۱۵ ]

خوشال خټک دا اړتیا هم نه درلوده چې پښتنو ته توره ورزده کړي، ځکه په دې پو هیده چې پښتانه توریالی اوننګیالی قوم دی اوپه دې هنرکې له نورو قومونو وروسته نه دي پاتې. بابا وايي چې:

 یـوسفـزیه میر افغان دي       هـم د تـورې هـم د خوان دي

سزاوار دتاج وتخت دي       چې سر نه لري کم بخت دي

ننـګ لري پښتـانه واړه       ولې ننګ له د وی نــه غواړه

[ دخوشال خټک کلیات…………….۸۵۹ مخ ]

اوزیاتوي چې:

 تر مغـولو پښــتا نه په تـوره ښــه دي       که په پوهه پښـتا نه وای څه هوښیار

ا و لســـونــه چــې سـنـــد وبـلــه وکا       باد شاهان ورته سجود کا ندي اختیار

[ دخوشال خټک کلیات……………. ۵۵۵ مخ ]

 خوشال خان په پښتنو کې ځنې عیبونه او نیمګړتیاوې نه یوازې لیدلي بلکې راسپړلي او بیان کړي هم دي. په پښتو کې یو متل دی چې وايي: دوست به دې وژړوي او دښمن به دې وخندوي». یانې دا چې دوست به دې تیروتنو، نیمګړتیاوو او دهغوی پایلوته پام را واړوي او دښمن به دې بې ځایه ستا يي او باټې درکوي. دپښتون سره دخوشال دمینې تر ټولو ځلانده نښه داده چې نه يې بې ځایه ستايي او نه با ټې ورکوي بلکې تر ټولو دمخه خپل قوم ته د هغه دژوند واقعیتونه ور ښيي، نیمکړتیاوې، عیبونه او د هغوی پایلې ور په ګوته کوي. نا پوهي، له علمه بیګانګي او کله کله خوسړي ته دا ګمان هم پیدا کیږي چې د علم سره دښمني د خوشال خان په نظردپښتنولوی عیب دی چې ددي قوم د ستونځو او رنځونو  سرچینه جوړوي. د هغو علمي څیړنوپه پایله کې چې بابا د خپل ولس په بیلابیلو قومونو کې ترسره کړي دي، ځني نورې نیګړتیاوې اوعیبونه هم په ګوته کړي دي، خو جهل او نا پو هي يې په ډیرو لیکنو کې بیا بیا تکرار کړي دي. دی لیکي چې:

تیرا مې ولیده راغلم ترسواته       پښتون مې ولید دا لوی لوی ذاته

عـقل هـمــت مې د چا ونه لید       په بـیرته راغـلم ناست یــم ملا ته

   [ د خوشال خټک کلیات……………. ۳۹۸ مخ ]

او په بل ځای کې دزړه جوس دا سې اوباسي:

پښــتــانــه واړه جــاهــل دي       خټک لا په خوی باطل دي

غــاړې، غــرونه يې ماوا دي       د چــا ر پا یــو په څرا دي

په سبق، په لوست ړانده دي       مـقـیـد پـه هــیڅ څـیز نه دي

 [ دخوشال خټک کلیات………………۷۷۰ مخ]

پښتانه د ناپوهې او بې سوادې ترڅنګ په یوه بل تاریخي رنځ هم اخته وو چې تراوسه يې په وړاندې غوڅ بری نه دی تر لاسه کړی. دارنځ بې اتفاقي او خپل منځي جنګونه دي. خوشال خان نه یوازې د  بې اتفاقیو، خپل منځي جګړو او غچ اخیستلو ملا ماتوونکې پایلې په ګوته اوبیان کړي دي، بلکې د دې رنځ دله منځه وړلو او دپښتنو د یوکولو په لار کې يې هم هیڅ ډول هلې ځلې نه دي سپمولي، خو کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسیدلي، نو ځکه لیکي چې:

اتـفــاق پــه پــښــتانه کې پیدا نه شو       ګــڼـــه مــا به دمغـــول ګـریـوان پاره کړ

 [ دخوشال خټک کلیات……………… ۷۲۴ مخ]

او زیاتوي چې:

نن به درست دهندوستان دولت د د وی و       پښتانه که کم همت نه وای جهال

کــه هــر څــو يې ســازوم نــه سازیږي       پښــتـانــه د ي د کـږو کاڼیـودیوال

 [ دخوشال خټک کلیات………………. ۵۶۸-۵۶۹ مخونه ]

بابا د خپل ولس سره د ژو رې مینې له مخې د هغه ټولنیز او کلتوري ژوند په دقت څیړلی دی، عیبونه او نیګړتیا وې يې راسپړلي، په ګوته کړي اوتر کلکې نیوکې لاندې نیولي دي، ځکه په دې ښه پو هیده چې هغه عیبونه او نیمګړتیاوې چې بیوزلي، بې وسي اورنځونه پیدا کوي، باید وپیزندل شي، په ډاګه شي او په وړاندې يې ګام پورته شي او که نه نوپه خپل عیب سترګې پټول او دهغه په وړاندې هیڅ نه کول په عیبو نو او نیمګړتیاوو کې د ډوبیدواو د  کمزورتیا او بېوزلې د دایمي کوربه کیدو مانا لري. نو ځکه په دې لاندې څلوریزه کې یوځل بیا هغه عیبونه را په ګوته کوي چې له سره دپښتون قوم دملا تیر ماتوي، بې وسی او بې وزلي يې دایمي کوې، د ټولنیزاو اقتصلدي ژوند پرمختګ ډب کوي. خوشال خټک لیکي چې:

د ورکــزیــه د بنــګــښ د بـــولاق نشته       یو انصاف دویم حکمت بل اتفاق

خدای دي ورک د پښتنو کا دا درې څیزه       یو بد جهل بل بد نیت دریم نفاق

 [ دخوشال خټک کلیات……………… ۶۴۳ مخ ]

ددې ځلوریزې په څلورمه برخه کې « جهل » د « بد نیت » او « نفاق » نه وړاندې راغلی دی. مانا دا چې جهل سر چینه ده، بدنیت او نفاق ترې راوتلي دي. اویا دا چې جهل يې مور ده، بد نیت او نفاق يې ځیږولي دي او دژوند نوره ستونځې ېي را پورته کړي دي. که څوک په رښتیا په بدنیت، نفاق اونورو ټولنیزو او اقتصادي ستونځوباندي دبرلاسي فکر په سر کې ګرځوي، نو په فردي او ټولنیزه کچه به د جهل په ضد بې امنه مبارزه پیل کوي. خوشال خان دخپل قوم نا پو هي، دهغوی تر منځ بد نیتي او بې اتفا قي نه یوازې غندلي دي بلکې په پښتو ژبه يې له دې عیبونو او رنځونو نه دخلا صون لارې چارې هم ښو دلې دي چي د دې لیکنې په یوې راتلونکې برخې به مفصل وڅیړل شي. ده دخپلو څیړنو په بهیر کې په پښتني ټولنه کې دښځو ژوند هم له پامه نه دی ایستلی. څیړنې يې ښيي چې په پښتنې ټولنه کي دښځې په حقوقوسخت تیری کیږي، دانسان په سترګه نه ورته کتل کیږي اوښځه په حقیقت کې دسړي مال ګڼل کیږي. خور او لو رته دخپل برخلیک دټاکلو حق نه ورکول کیږي. په واده کولوکې دهغې دخوښې پروا نه ساتل کیږی. دخور او لوردراتلونکي میړه شخصیت او اهلیت ته هم اهمیت نه ورکول کیږي. هغه چا ته يې واده کوي ، څوک چې ډیرې پیسې ورکوي. په حقیقت کې خور اولور په پيسو پلوري. ځکه چې:

پښتانه واړه نا دان د جهـل کان دي       که دې واورید د یوسف لا په بل شان دي

سیوايي بډې دلور چې لوڼه پلوري       په دا څــو ټوکــه کې غرق دي مخ توري

په کم اصل په بد اصل نظر نه کا       د ټـنــګو پـه لالـج خــور او لــور واده کا

 [ دخوشال خټک کلیات……………..  ۹۱۲مخ ]

د ناپوهۍ  له کان څخه دا کلتور هم راوتلی و چې پښتانه به زوی ته خوشالیدل، خو د لور په زیږیدو به يې ویرونه کول. خوشال خان دا حالت نه مني. دواړه لور او زوی اولاد ګڼي او زوی ته د لور پر تله کوم امتیاز نه ورکوي. څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار د خوشال خان دستارنامې نومي اثر له مخې لیکې:

« د زوى په زوکړه ښادى ، اما د لور په زوکړه هم د لگيرى نه بويه _ خداى زده چې بخت ، برکت په کوم کې ده ؟ او هم دا لوڼه دى چې مردان ترى پيدا کيږى ، که واړه زوى وى ، جهان به خراب شه» [څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار: په دستار نامه کې ښوونیز او روزنیز اړ خونه، ټول افغان، ۲/۱/۲۰۱۰ ].  کله چې لور او زوی، یا ښځه او نارینه په بشري او حقوقي لحاظ سره برابر او یو شان دي، نو دواړه دزده کړې او پو هې ته دلاسرسې حق هم لري. په دې هکله خدمتګار صاحب دهمدې لیکنې په بله برخه کې دبابا له دستار نامې نه دا جملې را نقلوي:

« لکه د زوى تربيت لازم دى ، مينه پرى بويه هسى په لور مينه بويه بلکه لوڼه لاحقداري دي . د هلک والى د تربيت کار خو لکه د زوى هسى دلور ، امالور دې نازمين ساتله شى د عصمت ، د عفت ، د شرم ، د حيا ارشاد دى ورته کيږى»

دا په حقیقت دخپل ولس سره د خوشال خټک مینه او پیوستون ښيي چې په پښتو ژبه يي ورته دبیلابیلو پوهنیزو څانګو بنسټ جوړ کړی دی او په دې ترځ کي يې دهغه ټولنیزاوکلتوري ژوند هم تر ژورې څیړنې لاندې نیولی دی، نیمګړتیاوې، عیبونه او اړتیاوې ور په ګوته کړي دي او پښتانه يې دپوهې، یوالي او پیوستون ولورته هڅولي دي. ورپسې به د پښتو ژبې په وړاندې دخوشال په دریځ یو څه بحث وکړو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.