طالبانو ته د پاکستان استخباراتو ډاډ

سیدعبدالله پاچا

0 467

د سولې او جګړې په کشمکش کې د جنګي طالبانو روحیه ماته شوې وې، ځکه نه پوهیدل چې مشران یې څه کوي او دوی د څه لپاره قرباني ورکوي.

دا کشمکش هغه وخت زیات شو چې کله د دوحه کې امریکا او طالبانو د سولې تړون لاسلیک کړ او پر بهرنیو ځواکونو هر ډول برید حرام وبلل شو.

جنګي طالبانو ته دا ځکه د اندیښنې وړ وه چې څنګه پر افغانانو برید کول جایز او پر بهرنیو ځواکونو بریدونه روا دي.

جنګي طالبانو سره همدا پوښتنې وې چې څنګه له بهرنیانو سره سوله او اوربند کیږي، خو له افغانانو سره نه کیږي.

همدې پوښتنو ځینې طالب قومندانان او وسله وال د جګړې له لیکو راجلا کړل او په کور کیناستل.

که څه هم طالبانو پوره هڅه وکړه چې د خپلو وسله والو ترمنځ د ذهني کشمکش وضعیت سم کړي، خو بیا هم ډیر و نه توانیدل چې خپلو جنګیالو ته قناعت ورکړي چې څنګه یې پر امریکایانو بریدونه بند کړي او پر افغانانو بریدونه کوي.

دا چې وضعیت خرابیدو خواته روان و او د طالبانو زور و نه رسید، د پاکستان استخباراتو له دې فرصت ګټه پورته کړه او ځینې جنګي قومندانان یې لاس کې ونیول او د هر ډول امکاناتو او پيسو د ورکولو ژمنه یې ورسره وکړه.

طالبان ځانونو یو ښيي خو په اصل کې دا ډله اوس په څو ډلو او نظرونو ویشل شوې ده او دا ورځ رارسیدونکې ده چې په ښکاره مخالفت پيل کړي.

ځینې ډلې ایران لاس کې نیولي، سیاسي ډله کې ځینې یې امریکا استخدام کړي او ځینې یې لکه داعش او حقاني شبکه چې له طالبانو جلا شوي، د پاکستان ای ایس اې لاس کې نیولي او سخت دریځۍ ته یې کاروي.

هغه طالب وسله والو چې تر ټولو سخت دریځي او وحشي دي، هغوی سره ای ایس اې مخامخ یانې مستقیم کار کوي، ځکه د پاکستان استخباراتو ته هغه وسله وال پکار کیږي چې د پاکستان د ګټو لپاره خپل پلار او اولادونه وژلی شي.

اوس زیات شمېر قومندانان د ملا هیبت الله تر قومندې لاندې دومره نه دي، لکه څومره چې د ای ایس اې تر قومندې لاندې دي، د پاکستان استخباراتو د طالبانو له مجبوریت همدا ګټه پورته کړه چې له یو کس سره اړیکه نه ساتي، بلکې له بیلابیلو کسانو سره د بیلابیلو اهدافو لپاره اړیکې پالي.

تاسو وګورئ، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دا فعالیتونه کیږي چې طالبان ترې منکر کیږي او نه پوهیږي چې دا کارونه څوک د څه لپاره کوي.

خو دا چې هر طالب قومندان ځانګړې اهداف تعقیبوي، د چا کیسه کې نه دي او د هغه چا لپاره کار کوي چې څوک پيسې او امکانات ورکوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply