د مجيب الرحمان انصاري د لا پوهاوي په پار

سيد حسين پاچا

0 667

د مجيب الرحمان انصاري د لا پوهاوي په پار :

د علماو دنده روښانه ده

اسلامي ارزښتونه د نظام تقويه او د ټولنې پوهاوی ايجابوي نه تخريب د نظام او تُندلاري د ټولنې، ځکه خو اسلام د افراطيت او تفريط د دواړو مخالف دی

قرآن د بلنې ((دعوت)) لپاره د بصيرت کليمه کارولې، نه د بُهتان او سپکاوي کليمې د نظام او هم يې مشرتابه ته. بصيرت پر تعقل مبني دی نه پر احساساتو. يو څوک چې د نظام معاشخور وي هغه ته کله د نظام پر ضد پاروونکې خبرې روا دي.

نوټ : زموږ په تېر جهادي پير کې له موږ سره يهودو نصاراو ان کمونيست چين هم مرسته کړې اسماعيل خان پرې تر ټولو ښه خبر دی. انصاري ولې اسماعيل خان ته نه وايي چې د اوبو و برېښنا وزارت او په تېر جهادي پير کې يې څومره خيانت وفساد ترسره کړی؟ د کمالخان بند له اوبو ډکونې پيل سره پرې ولې اور بل شو؟ ولې موږ ته د سلما، بخش اباد، کمالخان، مچلغو او داسې نورو بندونو جوړونې سره د دين په پلمه د انصاري، عليپور وامثالهم په شان خلک وپارول شول؟ د دين تعلق له عقل او د اسلام تعلق له زړه سره دی نه د نظام د تخريب او پاروونکو ويناو سره. اسلام د اصلاح دين دی نه د بلوا او د فتنو. الله تعالی د يعقوب عليه السلام کورنۍ او هم د پېغمبر عليه السلام خپل قوم قريش اصلاح کړل، خو يومخيز يې ختم نه کړل.

يوسف : ۱۰۸

قل هذه سبيلي ادعوا الی الله علی بصيرة انا ومن اتبعني وسبحان الله وما انا من المشرکين

ارواښاد سعد الدين شپون

شرم او اوښکې

د خدای بښلي امين خبره يې راياده کړه چې کابل کې د پاکستان د سفير ځايناستي د سفارت په يوې مېلمستيا کې ورته ويلي ووچې :

((د ننګراريانو لوی جهاد به دا وي چې د درونټې بند والوځوي)).

امين صيب په جګ آواز ټولو مېلمنو ته د هغه دا خبره ترجمه کړې وه او ويلي يې وو چې دا ده د جهاد او افغانانو سره د پاکستان خواخوږي، او په پروټسټ يې د نورو استادانو سره مېلمستيا پرېښې وه.

د وېډيو په لېدو مې غوني زيږ شو. دا وردګ د کرزي د راتګ سره د دفاع وزير شو او اوس يې ولسمشرۍ ته پخه کړې ده. لاهم ارګوال ياران ما ملامتوي چې ولې د امين د يار، اشرف غني ننګه کوم. ته او خدای نو!!!

دې وېډيو خو مې چرت خراب کړ او د پاکستتانيانو په وينا، ګبراو شوم، خو دې بلې سم دم را نه اوښکې تويې کړې او لا يو بل شرم يې هم راواړاوه چې مېرمنه مې وايي د نارينه سره نه ښايي.

په دې وېډيو کې طالبانو يوه ښځه راڅملولې ده. په څادر يې وجود ورله پوښلی، د څرمنې په تازيانه يې وهي. هغه د هر ګوزار سره کريغې کوي. په ګناه يې نه زه پوه شوم، نه حاضرين چې د بوده ګانو په شان يې ترې چمبر وهلی وو. د کوم قاضي يا محکمې آثار مې و نه لېدل، بس يو ځوانکی طالب وو، توره پګړۍ، او چرمينه وه. بوده ګانو ترور ترور ورته کتل، ماشومانو پلرونه له لمنې ټينګ نيولي وو او د هرې کريغې سره د هغوی د څو تنو شونډې مرۍ مرۍ کېدې.

د يو مسلمان او افغان په توګه د هېواد په هر وګړي نارينه وي، که ښځينه، واړه وي که ځوانان وبوډاګان. زده کړيال او نالوستي او همدا ډول علماو ان پر حيواناتو، ونو او ځنګلونو، غرونو او رغو، کاڼو او بوټو پر خاوره او اوبو يې پر ټولو زېربناو، عامه خير ښېګڼې او شخصي ملکيتونو يې د زړه له تله خپه کېږم.

د ځنځيري وژنو لړۍ اوسنۍ نه ده، بلکې د دې بنسټ وريښه ډېره مخکېنۍ ده. له جهادي وهجرتي (اواره ګي) پيره شروع او لا تر ننه د هېواد په دننه او بهر لا دوام لري. د دې هدفي يا ځنځيري وژنو لړۍ هم په حقيقت کې زموږ ځينو جهادي افراطي (تندلارو) يا سختدريځو ډلو ټپلو د ځينو مغرضو ګاونډيو د نظامي وڅارګري بنسټونو پر مټ اېښی چې له بده شامته تر ټولو زياته او کره پته به يې د ښاغلي حکمتيار په شمول تر اسماعيل خانه پورې هر چاته پته وي چې ولې د اواره ګۍ (هجرت) په چاپېريال له کوټې تر پېښوره تر لاهور وکراچۍ ان تر چترال وګيلګيت پورې دا هدفي يا ځنځيري ترورونه ولې تر سره کېدل؟ د چا او چا په نغوته تر سره کېدل؟

دا لړۍ بيا د روسانو له وتلو وروسته په جهادي – اسلامي نظام کې لا ډېرې او سختې شوې کله چې موږ جهاديان پخپلو کې د واک پر سر سره نه جوړيدو. قطب الدين هلال لا ژوندی دی چې يو بل جهادي مشر ورته د خپل مشرتابه په تړاو څه ويلي وو؟

زموږ ځينې احساساتي له دې لوبو سره سرسري واحساساتي بدرخورد ونه کړي. دوی دې يوځلې د بابر، کرنيل امام، مشرف او داسې نورو کتابونه هم ولولي چې څه څرګندونې يې کړي دي؟ له شک پرته چې اسلامي ارزښتونه يا په نورو ټکو قرآن واحاديث ډېر روښانه دي، خو هغه څه چې د دين ومذهب په پلمه له موږ سره ترسره شول هغه ورسره سر نه خوري.

دا ټولو ته روښانه او ښه جوته ده چې نامشروع کړنو ته په نورو اديانو کې هم ښه نه دي ويل شوي ان تر دې چې زموږ په نړيواله بشري ټولنه کې ان په نااسلامي ټولنو کې هم په ښه سترګه ورته نه کتل کيږي، خو دا چې بشري قوانينو د ځينو اقتصادي او نورو ملحوظاتو پر بنسټ ورته قانوني بڼه ورکړې چې دا يې ځانته جلا اړخ دی او په دې سره نه غږيږو، خو همدا اوس هم زموږ ټولنه به د نورو اسلامي ټولنو او هېوادونو پر وړاندې ښه اعتبار لري. الکبائر سترې ګناوې څلوېښت رااخېستي، خو تر ټولو سختې به يې شرک، انسانوژنه، سود او داسې نور په ترتيب سره وي.

هسې که د نوح عليه السلام وخت سر ورښکاره کړو، نو روښانه وينو کله چې هغه د ټولنې د نه سمون نه ناهيلی شو، نو دښېرا يې وکړه، نو قرآن د فاجر وکاذب سخت توري کارولي چې د نړۍ سټه ورسره ووته. خو که زنا د خمر (شرابو)، قمار او داسې نور له قتل سره پرتله کړو. له شک پته چې په قتل (انسانوژنه او مسلمانوژنه) کې مواعيد سخت دي. سره له دې چې شرک رب العالمين د هېڅکله نه بښلو ويلي دي. حال دا چې خاين د الله تعالی نه خوښيږي.

که زه له ښاغلي مجيب الرحمان انصاري او له ملاتړو يې وپوښتم چې سمه ده دا غني سيکولر دی، خو د بې دينه او بې هويته توري کارول هم له اسلامي واخلاقي ارزښتونو سره سمون نه خوري. هغه چې ځانته ډېر مذهبي، جهادي، هويتداره او مسلمان وايی څه يې نه دي کړي؟ هر څوک د خپل واک په وخت کې وازمايل شو. څه يې چې کړي دي هغه ولس ته روښانه دي.

دا چې پروېز مشرف په زغرده وايی او پخپل کتاب ((د اور پر ليکه)) کې ليکلي چې :

کله چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د سېپټېمبر پېښه وشوه، نو زه د کراچۍ په قول اردو کې وم چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير کولن پاول راته زنګ ووهلو او ويې ويل :

يا له موږ سره شه او يا زموږ له دښمنانو سره؟

پروېز مشرف وړاندې ليکلي چې زما لپاره دا ډېره سخته وه چې طالبان له ځانه خپه کړم، خو تر هغه زياته ډېره سخته دا وه چې يو کمزوری پاکستان دې د نړۍ له يو زبرځواک سره مخامخ شي. نو پرېکړه مې وکړه چې له طالبانو سره يارانه پرې کړم او د امريکايي ائتلاف برخه وګرځو. ځکه چې د پاکستان ملي ګټو همدا ايجابوله.

هغه د خپل کتاب په يوه بله برخه کې دا ليکلي چې کله امريکا غوښتل پر افغانستان د طالبانو د حکومت د پرځولو لپاره بريد وکړي، له موږ څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه او له موږ څخه يې اووه (۷) غوښتنې وکړې چې يو له هغې نه په پاکستان کې د طالب مشرانو دوی ته سپارل وو.

مشرف وايی موږ د هغوی غوښتنه ومنله او څه د پاسه څلور سوه (۴۰۰) لوړپوړي (جګپوړي) او ټيټپوړي طالبان مو امريکا ته وسپارل چې د هغې په بدل کې يې موږ [پاکستان] ته ډېر ډالر ورکړل.

هغه وايی کله چې مو د ناټو او امريکا ګډو ځواکونو ته خپلې نظامي هډې ورکړې او همدارنګه د افغانستان يو شمېر مهمې برخې مو ورته وښوولې تر څو له دې هډو پر افغانستان بريدونه وکړي او هر ځای په اسانه په نښه کړي.

مشرف وايی امريکا پينځه څلوېښت زره (۴۵۰۰۰) حملې زموږ له خاورې څخه پر افغانستان وکړې.

مشرف وايی موږ ته د افغانانو وينې نه، بلکې خپل هېواد ارزښت درولود. موږ ته خپلو ګټو لومړيتوب درلود. افغانان خو موږ د دې لپاره وځورول او يو له بل سره مو د دې لپاره وجنګول چې ترڅو پاکستان ارام او باثباته اوسي.

مشرف زياتوي افغانان مو داسې وځورول چې هر چا به د حورو او جنت په فکر هر څه کولو ته چمتو ول. يو بل به يې ښه په شوق سره وژل، خو موږ ته د پاکستان بقا ارزښتمنه وه. هغه وايی : موږ په دې باور وو چې امريکا به د پاکستان دا مرسته هېڅکله هېره نه کړي. هغه وايی امريکا غوښتل افغانستان کې د ځان ساتلو لپاره د شورای نظار او په خاصه توګه د دوستم او خليلي ځواکونه په پيسو واخلي او اکمال يې کړي. ترڅو راتلونکې کې د بل چا لاس ته ونه لويږي او د دوی پر ضد استعمال نه شي.

مشرف وايی موږ هم له امريکا سره په دې کار کې راضي (خوښ) وو او ځينې نورې ډلې د حزب اسلامي په ګډون چې زموږ هر امر او غوښتنې ته تابع ول له امريکا سره مو مخ کړل.

هغه وايی بدبختانه چې د افغانستان ځينې روشنفکره افغانانو امريکا ته مشوره ورکړه چې افغانستان ملېشه ځواکونو ته نه، بلکې پوځ ته اړتيا لري. نو هماغه وو چې زموږ په لاس د افغانستان د ړنګول شوې اردو په جوړېدو بيا کار پيل شو چې د افغانستان ځينې منصبداران د پخوا په پرتله په ډېر زيات شوق د اردو يې ملي، امنيت يې ملي او ځانګړو ځواکونو ته د خدمت په موخه راودانګل.

مشرف وايی ما هماغه وخت د امريکا ولسمشر بُش ته ليک واستولو چې امريکا بايد په افغانستان کې ملي اردو او ځانګړي ځواکونه جوړ نه کړي. ځکه موږ له افغانستان سره يو شمېر ستونزې لرو او هلته د پوځ جوړول پاکستان ته د خطر په مانا ده. هغه وايی زموږ د تمې خلاف په افغانستان کې ملي اردو ته هره ورځ زرګونه ځوانان ورتلل. هغه وايی موږ د امريکا لپاره پخپل لاس جوړه شوې ترهګره ډله طالبان خپه کړل، خو امريکا زموږ د غوښتنو خلاف افغانستان کې داسې پوځ جوړ کړ چې پاکستان ته هم کمه نه وايی او د امريکا په کيسه کې هم نه ده.

ايا دا ۴۵۰۰۰ هوايي حملې چې پر افغان ولس د طالب په پلمه کولې، نو هېچا په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه غږ پورته نه کړ، نو ايا دا د يهودو نصاراو حملې او ورسره مرسته وهمکاري زموږ د دواړو اسلامي ګاونډيو له لورې څنګه توجيه کړو؟ حال دا چې د اسماعيل خان خپل مشرتابه بهرنيو ته د لا غټو بمونو اچولو سپارښتنه کوي، نو نن يې ولې د نورو په نغوته پر مجيب الرحمان انصاري ګوتې ووهلې او د هېواد په لروبر کې يې ځينې علما راوپارول او داسې پاروونکې ويناوې يې وکړې چې زموږ يو ګاونډي به هم خپلو ملايانو ته د داسې ويناو اجازه هېڅکله ورنه کړي، بلکې زنداني به يې کړي.

ان تر دې په دې وروستيو کې مولانا فضل الرحمان چې اوس د ټولو ګوندونو ګډ ائتلاف مشري مخته وړي د عمرانخان له حکومت سره يې جهاد روا وبللو، خو نه يې خپله وسله راپورته کړه، نه يې خلک د هماغه فاسد نظام پر ضد کرکې ته راوپارول او نه ورسره تر شا ګوندونو يې وسلې ته لاس کړ او نه يې د هېواد پر کچه علماو خبره بدرګه کړه، بلکې يوه پرړه يې وکړه او له خولې يې والوته، خو نه حکومت اجازه ورکړه او نه يې نظاميان وڅارګره اداره دېته پرېږدي چې نامناسب توري عمرانخان ته وکاروي. ولې زموږ احساساتي علما دا کار کوي.

اناتولي :

ديپلمات ايراني همکاري ايران وامريکا در حمله به افغانستان را تاکيد کرد

رئيس وقت کميته روابط خارجی شورای عالی امنيت ملی ايران در زمان حمله آمريکا به افغانستان بر همکاری اين کشور با آمريکا در حمله به افغانستان صحه گذاشته و از اين همکاری تحت عنوان “منافع مشترک” ايران و آمريکا نام برد.

محمد خاتمي رئيس جهمور ايران :

((طالبان دشمن ما است. امريکا هم احساس می‌‌کرد طالبان دشمن ما است و سرنگونی طالبان در درجه اول تأمين کننده منافع ايران بود.))

General Soleimani had helped US upstage Taliban in Afghanistan post-9/11

Iraqis had dubbed General Soleimani as “the goat thief” during Iran-Iraq war. He had helped the US with specific intelligence about Taliban forces after 9/11. But he was soon to be declared an enemy national by the US.

Though the US and Iran did not have a diplomatic relation after 1980, this did not stop Soleimani to cooperate with the US, when it sought assistance against Taliban and Al-Qaeda.

که موږ د پاکستان وامريکا او امريکا وطالبانو تړونونو ته سر ورښکاره کړو، نو وينو چې :

PART TWO

In conjunction with the announcement of this agreement, the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will take the following steps to prevent any group or individual, including al-Qa’ida, from using the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies:

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not allow any of its members, other individuals or groups, including al-Qa’ida, to use the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will send a clear message that those who pose a threat to the security of the United States and its allies have no place in Afghanistan, and will instruct members of the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban not to cooperate with groups or individuals threatening the security of the United States and its allies.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will prevent any group or individual in Afghanistan from threatening the security of the United States and its allies, and will prevent them from recruiting, training, and fundraising and will not host them in accordance with the commitments in this agreement.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban is committed to deal with those seeking asylum or residence in Afghanistan according to international migration law and the commitments of this agreement, so that such persons do not pose a threat to the security of the United States and its allies.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not provide visas, passports, travel permits, or other legal documents to those who pose a threat to the security of the United States and its allies to enter Afghanistan.

پروېز مشرف :

On September 13, 2001, the U.S. ambassador to Pakistan, Wendy Chamberlain, brough me a set of seven demands. These demands had also been communicated to our foreign office by the U.S. State Department through what is called a non-paper:

  1. Stop al Qaeda operatives at your borders, intercept arms shipments though Pakistan, and end all logical support for Bin Laden.
  2. Provide the United States with blanket overflight and landing rights to conduct all necessary military and intelligence operations.
  3. Provide territorial access to the United States and allied military intelligence as needed, and other personal to conduct all necessary operations against the preparators of terrorism and those that harbour them, including the use of Pakistan’s naval ports, air bases, and strategic locations on borders.
  4. Provide the United States immediately with intelligence, immigration information and databases, and internal security information, to help prevent and respond to terrorist acts perpetrated against the United States, its friends, or its allies.
  5. Continue to publicly condemn the terrorist acts September 11 and any other terrorist acts against the United States or its friends and allies, and curb all domestic expressions or support [for terrorism] against the United States, its friends, or its allies.
  6. Cut off all shipments of fuel to the Taliban and any other items and recruits, including volunteers en route to Afghanistan, who can be used in a military, offensive capacity or to abet a terrorist threat.
  7. Should the evidence strongly implicate Osama bin Laden and the al Qaeda network in Afghanistan and should Afghanistan and the Taliban continue to harbour him and his network, Pakistan will break diplomatic relations with the Taliban government, end support for the Taliban, and assist the United States in the aforementioned ways to destroy Osama bin Laden and his al Qaeda network.

هغه دنده چې پاکستان ته سپارل شوې وه هغې يې بيرته پر طالب باندې اچولې. طالب يې دېته په تمه کړی چې واک ته دې رسوم، خو هغه شرايط يې پرې هم وراچولي دي، نو ايا د يو معقول انسان په توګه د امريکا په پلمه د پنجاب د ګټو لپاره دا جګړه روا ده؟ همداسې د ايران د ګټو لپاره درواخله.

مشرف ورپسې زياتوي :

We invited Mullah Omar to Pakistan a number of times after he gained power, but he always refused, citing wartime conditions in his country. We also offered to send him for umra, the small pilgrimage to Mecca, but he parried this offer too. He always met delegations from our intelligence agency but never allowed any of his field commanders to interact with us; he said they were continuously involved in operations. Thus, our relations with the Taliban were never smooth; in fact, they were quite uncomfortable.

د مشرف يادونه چې ملا صاحب به زموږ د استخباراتو له استازو (هيئتونو) سره کتل، خو خپل قوماندانان يې ځانته نه پرېښوول چې له هغه سره وګوري د متقي لپاره به ښه لاسوند وي چې ويلي دي : ((په موږ دې څوک دا ثابته کړي چې موږ له استخباراتو سره اړيکي لرو)). له دې جوتيږي چې مشر ملا صاحب د استخباراتو په ولکه کې وو او چا ته يې د ليدو لپاره نه پرېښووه.

Benazir Bhutto’s interior minister, major General Naseerullah Babur (retired), naively started calling the Taliban “my children”. It was only later, when “his children” became disobedient, that Benazir’s government disowned them. The truth is the Taliban did not ask for or receive any help from Pakistan in their earliest stages.

نصيرالله بابر به طالبان خپل بچيان بلل.

دا څنګه بچيان ول چې د رښتيا وخت راغی، نو بيا يې پرې له خاورې ۴۵۰۰۰ هوايي حملې وشوې؟

سمه ده چې د جهاد او د شهيد لپاره خپل مراتب دي، خو سولې ته هم الله تعالی ښه ويلي دي. ولې زموږ يو افغان د نورو د هر اړخيزو ګټو لپاره د جهاد او د شهادت په نوم ووژل شي؟ همدا زموږ پر اوبو زموږ دواړو ګاونډيو د خپلې خاوري دننه او هم ايران وترکمنستان د دوستۍ په نوم ((سد دوستي)) برېښنا بند جوړ کړی دی.

Iran-Turkmenistan Friendship Dame

همداسې نصرالله بابر درواخله چې :

د نصيرالله بابر او زموږ د دريو جهادي مشرانو مخينه و اسلامي نظام
 
د بوټو وېره / تشويش / اندېښنه He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993
بد نيت / مخنيوی Afghanistan Must be destabilized
علت (سبب) Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river
پلان
بلنه (۱) I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan
موقعيت I met with them in Bala Hisar port in Peshawar
روزنه (۲)، تمويلونه (۳) او (۴) تجهيزونه I gave them money and 303 rifles
موخې
بې ثباته کول (نا ارامول) to destabilize Afghanistan
د بې ثباته (ناارامه) کولو او سوځولو پرېکړه Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.
له روسانو لا زيات خرابول وسوځول that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it
داسې کمزوري کول چې بيا په اسانه د خپل حق غوښتنه ونه شي کولی [اردو يې له مينځه يووړه]، نوازشريف پرې ښکاره وياړ وکړ now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line
چوپړ او وياړنه That is the service I (Babar) have done for Pakistan.
د شهيد محمد داود د وخت د محکمې بُغات او د اسلامي امارت وخلافت پتنګان د بابر د دې اپلتو په تړاو څه سپيناوی او ديني صبغه ورکولی شي؟ دلته خو ښکاره دين و سياست يو له بل سره غوټه خوړلې او د بابر شعوري وناشعوري چرګوړی ديوبنديان واحياء العلوم والا لا تر اوسه د اسلام د مبارک دين ترنم زمزمه کوي. دوی بايد دلته دين وسياست سره جلا وتعريف کړي.

کرنيل امام :

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې ”د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.“.

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، ”دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري“. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

دې پورته څرګندونو ته په کتو زموږ د جهادي اسلامي نظام او د اسلامي امارت ډيزان يا مهندسي له مخکې نه په داسې بڼه او بنسټ جوړه شوې :

مشاهد حسين وايی :

هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو.

ضياءالحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

زما پوښتنه د مجيب الرحمان انصاري پورې اړوند علما او ملاتړيو ته متوجه ده چې مېجر عامر په زغرده وايی :

ميجر عامر :

موږ د امريکې ډېر خدمت کړی. د طالبانو حکومت مو ړنګ کړ. شپږ سوه کسان مو وروسپارل او ملا ضعيف مو بېعزته کړ.

دلته دوی د څارګري ادارې پورې د اړوند چارواکي دغه څرګندونې څنګه توجيه کوي؟ ايا دا چوپړ، حرمت د يو مسلمان او د طالبانو ورسپارنه لکه چې هېڅ ديني صبغه ومشرعيت نه لري؟ حال دا چې زموږ په اړوند چاپېريال کې څوک صيغه جايز بولي او چا بيا پخپل تاريخي ښار لاهور او نورو ښارونو کې د فحشا څرګند مرکزونه پرانېستي دي. خلک د شراب جوړونې خپلې کارخانې لري، خو هېچا او نه هېڅ يو ديني بنسټ زموږ په اړوند چاپېريال کې غږ پورته کړ. حال دا چې د هغه فحشا د پرانېستو مرکزونو ماليه يې هم دولتي بانک ته ځي او له هغې هر څوک خپله تنخوا او نور لګښتونه ترلاسه کوي. موږ خو د خپل اړوند چاپېريال د علماو او ديني بنسټونو هېڅ غبرګون نه دی ليدلی او نه خپل نظامونه ګواښي او نه يې نااسلامي بولي، خو زموږ بيا د خپلو احساساتو له مخې دومره مخته ولاړ شي چې خپل هر څه حواس او علمي بصيرت له پوښتنې سره مخ کړي. د عالم دنده خو دين رسونه او د ټولنې اصلاح ده، خو دا بايد له حکومت له مناسبو لارو چارو مخته يوسي. انارشېزم ته په اسلام کې هېڅ ځای ومنزلت نشته.

د جګړې پټ اړخونه :

د ۲۰۱۱ ز کال د مئ مياشت کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته پاکستان افغانستان ته وړانديز وکړ چې دا وړانديز له کوم لاسليک پرته افغان حکومت ته ورکړل شو او پکې ليکل شوي وو که دا يوولس شرطونه ومنل شي، نو طالبان جګړه ختموي او سوله کوي. دا پټ شرطونه څه ول؟ دا شرطونه پر خپل ځای پاته دي، که دا د ذلت شرطونه ومنو، نو سبا هم سوله راتلای شي.

هغه شرطونه په دې ډول دي :

  • لومړی شرط :

پاکستان وايی چې تاسې هېڅکله بايد د ډيورنډ کرښه ونه وايی، بلکې سرحد ووايی. د دې سرحد د ساتنې (امن) لپاره بايد ګډ کاري کميسيون (ټيم) جوړ شي.

  • دويم شرط :

د اوبو پر سر بايد د افغانستان وپاکستان ترمينځ کومه شخړه نه وي. دواړه هېوادونه بايد يو هوکړه ليک لاسليک کړي چې کومه شخړه رامينځته نه شي. دا يو څه معقول شرط وو.

  • درېيم شرط :

د افغانستان د پوځ او ملي امنيت دېرش سلنه ( ٪۳۰ ) به په پاکستان کې وګورئ (وروزئ)،

  • څلورم شرط :

پاکستان بايد له قيد وشرط پرته منځنۍ اسيا ته لاسرسی ولري،

  • پينځم شرط :

افغان حکومت بايد [ټول] ستراتيژيک تړونونه له غرب (لويديځ) سره لغوه کړي.

  • شپږم شرط :

د افغانستان د کانونو او زېرمو په کېندنه کې بايد پاکستان، چين او افغانستان ونډه ولري او د حساب / حصار حق ولري. نورو شرکتونو ته بايد اجازه نه وي چې په افغانستان کې کانونه استخراج کړي.

  • اووم شرط :

د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمينځ بايد اړيکې جوړې شي. يا په بل عبارت د افغانستان استخبارات دې د آی ايس آی يوه څانګه وګرځي.

  • اتم شرط :

که چېرې تاسې خپل تړون له لويديځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامينځته کيږي، نو ژمنه کوو چې چين، پاکستان او افغانستان به يوه ستراتيژيکه هوکړه رامينځته کړو. که امريکايان وځي، نو ستونزه به پاکستان او چين حل کوي.

  • نهم شرط :

د هندوستان قونسلګرۍ چې په ولايتونو (کندهار، هرات او ننګرهار) کې دي بايد وويستل شي. او هندي شرکتونو ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

  • لسم شرط :

هغه کسان، شخصيتونه، ميډيا (رسنۍ) او نور چې د پاکستان ضد څرګندونې کوي بايد چوپ (غلې) شي. که نه چوپ (غلې) کيږي، نو بايد وتړل شي.

  • يولسم شرط :

د ډيورنډ کرښې آخوا له پښتنو مشرانو سره خپلې اړيکې پرې کړئ. که افغان حکومت غواړي چې پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي بايد د پاکستان له حکومت څخه اجازه واخلي. موږ به هم همداسې کوو. هڅه دې وشي چې پښتانه سره بيل (جلا) شي. کوز پښتانه بايد خپله سياسي قبيله سياسي قبله اسلام اباد وګڼي او د نورو پښتنو قبيله قبله بايد کابل وي.

 

دا يوولس غوښتنې وې. که دا غوښتنې ومنل شي، نو افغانستان شا تګ ته ځي. هغه پټ جنګ کې چې موږ يې قرباني ورکوو هغه دا يوولس مسايل دي. افغانان به هېڅکله دا ذليله شرطونه ونه مني.

 

خلک وايی چې تاسې د افغانستان د پت ساتونکي نه ياستئ، خو موږ د افغانستان د وقار ساتونکي يو. که نن ووايم چې زه افغان نه يم، نو بيا پر ما باندې هېڅکله بريد نه کيږي.

 

موږ بايد دومره ساده ګان ونه اوسو :

کرنيل امام (امير سلطان تارړ) :

ما دا هر څه د پاکستان لپاره کړي چې د هلالي جنډه (بيرغ) په دې ټوله سيمه رپانده وي. هغه خپلې ټولې ناولې هڅې او موخې له جهادي پيره تر طالبي پيره په دې لاندې دريو ټکو کې رانچوړ کړي دي :

  • ګډوډي چې څنګه يوه ارامه او رسوخ داره ټولنه بېثباته (ناارامه کړي) او شورو غوغا جوړه کړي؟
  • د افغان ځوانونه روزنه چې څنګه يې د خپلې اوږد مهاله جګړې لپاره وکاروي؟
  • څنګه د سختيا (مشکل) په وخت کې له بهرنۍ مرستې پرته وړيا او په کم لګښت دومداره جګړه مخته يوسي؟

د سردار داوود حکومت چې کله دهغه خوځښت د مخنيوي هڅه وکړه، نو کابو د ۳۵ په شاوخوا کې يوه ډله چې استاد برهاالدين رباني، ګلبدين حکمتيار او احمدشاه مسعود په کې شامل وو پاکستان ته راغلل. استاد سياف هم د دوی سره ملګری وو، خو هغه په لاره کې نيول شوی وو او په زندان کې پروت وو.

د پاکستان ډېر وفادار او په پاکستان مين ذوالفقار علي بټو نصير الله بابر ته دنده وسپارله چې له افغانستانه راغلې دغه ډله منظمه کړي.

نصير الله بابر د جماعت اسلامي د مشرانو په مرسته کابو ۶ مياشتې په صوبه سرحد کې وساتل او د يو تنظيم په جوړولو يې کار وکړ. يوه ورځ راته نصير الله بابر صيب وويل چې په يو تنظيم کې د افغانانو راټولول دومره سخت کار وو، لکه په ډنډ کې چې چينډښې راټولوې.

پاکستان زموږ د جهادي ډلو ټپلو په رايوځای کولو کې ښه مخينه لري چې په دې وروستيو کې پر ځينو ځينو باندې ګوتې موتې ووهلې او وخت ناوخت يې د هېواد دننه او له هېواده بهر په بېلابېلو هېوادونو کې غريبې وعجيبې خبرې او غوښتنې ان تر ګواښنو پورې له خولې راووتل چې د ښاغلي مجيب انصاري دغه ډول جذباتي څرګندونې يې ښه بېلګه کېدای شي.

په خواشينۍ سره بايد ووايم چې موږ ته خلک د جهاد او د شهادت خبرې کوي، خو خپله بيا ورته د سفارت دننه لکۍ وهي چې زه خو ستاسې خواخوږی يم ، لکه دلته چې واخلې :

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action

His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.

مولانا سميع الحق :

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

زما سپارښتنه :

موږ نه غواړو چې زموږ د جهاد ثمره او لارښوونه بل څوک د ځان پورې وتړي.

موږ نه غواړو چې سوله راته د ټولو ملي – اسلامي وتاريخي ارزښتونو له لاسه ورکولو او هم د بهرني اشغال په پلمه بيا د خپلو ګاونډيو فزيکي وفرهنګي يرغمل شو.

ښاغلی مجيب الرحمان انصاري دې د امام غزالي قول د نورو په نغوته او نورو د ګټو لپاره د نظام ګواښنې لپاره نه رامخته کوي. د ځنځنيري وژنو تر شا لوی لاسونه دي او دا کره څېړنې ته اړتيا لري. احساسات زموږ درد نه دوا کوي، بلکې د حکومت ونظام لاسنيوی د اصلاح لپاره اړين دی.

موږ ته دې خلک د جهاد وشهادت په احساساتو ستونزې نه زېږوي. حال دا چې د نفاق سزا په ډېرو سختو ټکو د الله تعالی په کتاب قرآن عظيم الشان کې ياده شوې، نو زما مشوره خو دا ده چې ولې پر دغې تشې پاملرنه نه کوي چې سزا يې له نورو کفارو هم سخته ده. او قرآن ((اِنَّ)) د تاکيد توری ورته کارولی چې ښاغلی انصاري او د انصاري پورې اړوند ملاتړي يې پرې تر هر چا ښه پوهيږي.

ښه به دا وي چې موږ خپلې ستونزې په مفاهمت او بصيرت سره حل کړو نه پر احساساتو، ګواښنو او بدو تورو کارولو سره چې يو بل ته درناوی د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې راځي.

ايا د يو عالم دين لپاره بد توري کارول د خپل مشرتابه لپاره روا دي؟

پر خپل ځان بسيا کېدل خو له اسلام سره منافي نه دي

په درنښت

سيد حسين پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply