د استاد رڼاگل اریوبزي علمي فرهنگي هڅې

پوهندوی آصف بهاند

0 248

د استاد رڼاگل اریوبزي علمي فرهنگي هڅې

او د کوچنیانو ادبیاتو ته یې پاملرنه

استاد رڼاگل اریوبزي

 

په دې مقاله کې به د استاد رڼاگل اریوبزي بیوگرافۍ تر څنگ، لومړی د ده پر علمي شخصیت او په هېواد کې دننه او تر هېواد د باندې د ده پر ترسره کړو علمي فرهنگي کارونو رڼا واچول شي او بیا به په ځانگړي ډول د ده پر هغو هڅو وغږېـږم چې ده د کوچنیانو ادبیاتو په برخه کې ترسره کړي دي.

۱ ــ د استاد رڼاگل علمي فرهنگي هڅې:

استاد رڼاگل اریوبزی زه له دیارلس سوه شپـږ پنځوسم کال نه را په دې خوا پېژنم. دا هغه وخت وو چې زه د خپل لیسانس دورې په زدکړو باندې بوخت وم او دی مې مخامخ استاد و.

موږ څو تنو ټولگیوالو ملگرو د درسي تجربو او مطالعاتو د تبادلې له پاره داسې یوه ډله جوړه کړې وه چې په فارغ وخت او یا تفریح ساعت کې به د کابل پوهنتون کتابتون ته د مطالعې او کتابونو د ترلاسه کولو له پاره تللو؛ یا به د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په چمن کې کښېناستو، علمي خبرې او بنډار به مو کاوه. یوه ورځ مو د وخت د جمهور ریٔس محمد دادو د نوي جوړېدونکي تلویزیون پر پروگرام خبرې کولې، هر یو خپل نظر وایه، چا د تلویزوني خپرونو پیلېدل ډېـر اړین گڼل او چا د داسې پروژې د ترسره کولو خبره د حکومت له وسه وتلې خبره گڼله؛ چې د خبرو په ترڅ کې کوم ملگري غږ وکړ:

«انډیوالانو! تلویزیون پرېږدئ، درځئ چې استاد رڼا گل راغی، که له موږ نه مخکې ټولگي ته ننوت، بیا ښه نه کېـږي او…»

استاد رڼا گل په درسونو کې ډېر جدي و، خو خپل لکچر به یې تل په یوه مالگینې خندا سره پیل کاوه او د درس په ترڅ کې به یې یوه نیمه ټوکه هم کوله. تل به په مظبوتو او چټکو قدمونو سره  روان و، خو صمیمیت او استادانه مهرباني یې زما هېڅکله نه هېـرېـږي. له دې خبرو سره به یې یوې لنډې پېژندگلوي ته هم سر ورښکاره کړو:

رڼاګل اریوبزی څوک دی؟ 

رڼاګل اریوبزی د نولس سوه شپـږ څلوېښتم کال د جون د میاشتې پر لومړۍ نېټه (۱/۶/۱۹۴۶) د افغانستان د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ په شاه محمد کلي کې زېـږېدلی دی. لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې یې د کابل ښار په رحمان بابا لیسه کې سرته رسولي دي او په ۱۹۶۵ م کال له یادې لېسې فارغ شوی دی.

د نولس شوه شپـږشپېتم (۱۹۶۶م) کال په وروستیو کې د وخت د پوهنې وزارت له یوه تحصیلي بورس نه په استفادې سره، د لوړوزده کړو له پاره د المان فدرالي جمهوریت ته تللی دی. د ژبې کورس او «د شتودین کولیګ» نه تر فارغیدو وروسته، په ۱۹۶۸ کال کې د فرانکفورت ښار د یوهان ولفکنګ ګویتې پوهنتون کې شامل شوی. د لوړو زده کړو اصلي مضمون یې ښوونه او روزنه او څنګځنې څانګې یې ټولنپوهنه او اروا پوهنه وې.

په نولس سوه دري اویایم میلادي کال (۱۹۷۳م) کال کې یې د ماسترۍ دیپلوم تر لاسه کړ. تر دې وروسته یو کال په المان کې د هسن ایالت د ښوونې او روزنې وزارت په مربوطاتو کې په کار بوخت شو. د ۱۹۷۴ کال په وروستۍ برخه کې خپل هیواد ته ستون شو او لومړی په کابل کې د سید جماالدین افغان د ښوونکو روزنې مؤسسه کې استاد مقرر شو. څه موده وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او بشري علومو پوهنځي د ښوونې او روزنې  ډیپارتمنت په علمي کدر کې ومنل شو.

له ۱۹۸۲ تر۱۹۸۸ پورې د ښوونې اوروزنې پوهنځي د ریاست دنده ور له غاړې وه. د ۱۹۸۸ او۱۹۸۹ ترمنځ د بهرنیو چارو وزارت د علمي څیړنو په څانګه کې په کار بوخت شو او په ۱۹۸۹کې د افغانستان علومو اکاډمۍ د بشري علومو ریاست په علمي کدر کې شامل شو. دلته یې څه موده کار وکړ، خو د خپل پوهنځي د ادارې او استادانو د پرله پسې غوښتنو له امله، بیرته د کابل پوهنتون د ښوونې اوروزنې پوهنځي ته د استاد په توګه ولاړ.

د۱۹۹۱ کال په وروستۍ میاشت کې له هیواده پردیس او المان ته مهاجرشو. استاد اریوبزی اوس د جرمني په کسل ښار کې اوسېـږي او کله ناکله یو څه لیکنې او ژباړې هم کوي.

دلته په اروپا کې د افغانانو تر ټولو ملي، علمي او غني برېښنايي خپرونه «افغان جرمن انلاین پورتال» نومېـږي چې ښایسته ډېره موده کېـږي زه هم قلمي همکاري ورسره کوم او هم کله، کله د لیکني پلاوي د یو غړي په ټوگه د مقالو، کتابونو او نورو مطالبو په خپرولو کې مشورې او مرستې ورسره کوم.

د همدې فرهنگي مرستو په لړ کې داسې هم وشول چې: یوه ورځ مې خپل ایمل پرانیست د «افغان جرمن انلاین پورتال» د ادارې له خوا د لیدلو او په پورتال کې د پورته کولو له پاره څو مقالې او شعرونه رالېـږل شوې وو، که گورم چې یوه په کې د استاد رڼا گل اریوزي مقاله وه.

ما خپل گران همکار او د پورتال غړي ښاغلي سید رحمن غوربندي ته زنگ وواهه او ومې پوښته چې:

تاسو ته پته شته چې رڼا گل اریوبزی چېـرې اوسېـږي؟

هغه وویل:

نه، موږ یې یوازې مقالې خپروو او بس.

دا کیسه همداسې پاتې شوه، د استاد اریوبزي مقالې به ما په پورتال کې انلاین کولې، چې په دې لړ کې استاد اریوبزي څه داسې مطالب د خپرېدو له پاره راولېـږل چې ده له جرمني منابعو نه راژباړلي وو او هغه د کوچنیانو له پاره کیسې وې. څو کیسې مې چې خپرې کړې، نو چورت راولوید چې ما خو د کوچنیانو پر ادبیاتو باندې کار کړی دی، ولې د استاد اریوبزي له خوا پر ژباړل شوو کیسو باندې څه ونه لیکم؛ هم به د کوچنیانو د ادبیاتو پر روان حالت یوه مقاله وراضافه شي او هم به وطنوال له دې خبر شي چې حتی استاد رڼاگل هم زموږ د وطن راتلونکی نسل (کوچنیان) نه دي هېر کړي؛ نو مې هوډ وکړ چې لومړی استاد اریوبزی پیدا کړم، د احوال او صحت پوښتنه یې وکړم، بیا به پر مقالې باندې کار پیل کړم. دا کار مې وکړ، استاد اریوبزي مې پیدا کړ، خبرې مو سره وکړي او دا مې هم ورته وویل چې ما هوډ کړی دی چې د کوچنیانو له پاره ستاسو پر ژباړل شوو کیسو باندې یو څه ولیکم.

د دوه زره شلم کال د فبرورۍ پر نهمه نېټه مې د همدې مقالې د بشپړېدو په پار استاد اریوزي سره د تلیفون پر مټ خبرې وشوې او د روغتیا د پو ښتلو تر څنگ مې څو وړې پوښتنې هم ورنه وکړې چې لنډیز یې دلته راوړم:

پوښتنه ــ په افغانستان کې مو څومره او څه ډول مقالې لیکلې دي او په کومو خپرونو کې مو چاپ او خپرې کړې دي؟

ځواب ــ سم خو مې په  یاد نه دي، خو کېدای شي د پنځوسو په شاوخوا کې مقالې به مې خپرې کړې وي چې د ټولو مقالو موضوع ښوونه او روزنه وه. زما دا مقالې به د هغه وخت په علمي مجلو کې خپرېدې چې د ځینونومونه یې دا دي:

ــ کابل مجله (دافغانستان د عامو اکادیمۍ خپرونه)،

ــ اجتماعي علوم مجله (د کابل پوهنتون خپرونه)،

ــ عرفان مجله (د ښوونې او روزنې وزارت خپرونه).

پوښتنه ــ دلته په اروپا کې ما ستاسو لیکنې په ځینو ویبپاڼو کې لیدلې دي، څومره شمې مقالې به مو تر اوسه پورې خپرې کړې وي؟

ځواب ــ بیا هم نه پوهېـږم، شمېر یې رانه هېـر دی، خو ښایي چې د پنځوسو یا شپېتو په شاوخوا کې به وي.

پوښتنه ــ زما له پاره تر هر څه په زړه پورې دا ده چې کوچنیان مو هم نه دي هېر کړي او د هغوی له پاره مو هم کیسې پښتو ژبې ته راژباړلې دي. څنگه مو دې موضوع ته پام شو؟

ځواب ــ څنگه چې زما مسلک ښوونه او روزنه ده او په دې ښه پوهېـږم چې که ماشومانو ته کیسې په خپله مورنۍ ژبه کیسې ولوستل شي له یوې خوا د هغوی استعداد ښه غوړېدای شي او له بلې خوا په مورنۍ ژبې هر څه ښه زده کولای شي. بله دا چې د کوچنیانو ادبیات په افغانستان کې یوه هېره شوې برخه ده، ځکه مې وِغوښتل چې تر خپلې وسې پورې خپل دَین ادا کړم.

پوښتنه ــ تر اوسه پورې مو د ماشومانو او کوچنیانو له پاره څومره کیسې پښتو ژبې ته راژباړلې دي او له کومې ژبې؟

ځواب ــ دلته په جرمني کې مې تر اوسه اته (۸) کیسې له جرمني ژبې نه پښتو ژبې ته اړولې دي، ځینې یې خپرې شوې دي او څو نورې به یې ډېر ژر د خپرېدو له پاره ولېـږم او په راتلونکې کې مې هم هوډ دی چې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د کیسو ژباړې ته ډېر وخت بېل کړم.

زما د دې مقالې تر لیکلو مخکې هم ښايي د اریوبزي صاحب پر علمي شخصیت، ځانگړنو او لیکوالۍ باندې لیکنې شوې وي، چې زما له نظره دومره نه دي تېرې شوې؛ خو یوازې یوه لیکنه مې د دوه زره څوارلسم کال په جولای میاشت کې د ښاغلي ډاکتر رحمت ربي ځیرکیار په قلم له نظره تېره شوې وه چې هماغه وخت مې کاپي او له ځان سره د دې له پاره وساتله چې ډېره هیله مې درلودله چې د استاد اریوبزي د ژوند له حالاتو خبر شم او په همدې هیله مې د خپل ارشیف په یو څنډه کې خوندي کړه چې زه به یوه ور ځ له دې لیکنې څخه د یو مأخذ په ډول استفاده کوم.

د دې مقالې سرلیک «استاد اریوب زی د خیرالبیان په سبک» دی او لیکوال یې ښاغلی ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار دی او مقاله د دوه زره څوارلسم کال د جولای پر شپږویشتمه نېټه په ټول افغان  ویبپاڼه کې خپره شوې ده.

د ښاغلي ځيرکیار همدا مقاله کټ مټ پکتیکا یو دات کام (https://www.paktika1.com/) کې هم را اخستل شوې ده.

د پاس یاده مقاله کې، د ځیرکیار صاحب یوه عالمانه مقدمه، د غني خان او الفت صاحب په باب د استاد رڼاگل دوې لیکنې راخستل شوې دي. زه به لومړی د ځیرکیار صاحب دا مقدمه راواخلم:

«زه او استاد رڼا ګل اریوب زی یوبل  د ۱۹۶۰کلونو له نیمایي راهیسې پیـژنو. دا هغه مهال و چې مـوږ دواړه د هغه مهال په لویدیـز جرمني کې د فرانکـفورت\ماین د ښار په ګـویتې پوهـنتون کې په تحصـیل بوخت وو. زمـوږ دواړو دوستي  په کابل پوهـنتون کې د استادانـو په څیـر هـم روانـه وه. په ۲۰۱۳ کې مو په فـرانکفـورت\ماین ښار کې بیا یـو بل ومیندل او پخوانئ او اوسنئ خـوالې مـو ډاڼـډس کړې. زه له پخوا را هیسې  رڼاګل اریـوب زی د یوه خبرلوڅ او تکړه لیکوال په حیث پیـژنم.

ما ورته وړاندیـز وکړ چې که کله ناکله لیکنې خپرې کړي. خو د کـډوالۍ په ژوند کې یې… د لیکلو حوصله او وخت یې نه لرل.  زه  ډیر خـوښ شـوم چې د ده په قربانۍ  او لارښودنې سره،  اولادونـو یې لـوړې عـلمي درجې لاسته راوړې دي.

سـږ کال یې د شلمې پیـړۍ د دوه فـیلسوف پښتون شاعـرانو د مفکـورو تل ته کوز کـړم. د لیکلو سبک  ته یې ما خیرالبیان ویلی دی. ده د باچاخان د مشر ځوی غني خان او ګل پاچا الـفـت شعـر تـه ژورې کــتنې کـړې دي. د اریوب زي تخصص په ښوونه  او روزنه کې دی، خو هغه څه  چې ده د غني خان او استاد الـفت په شعـر کې راسپـړلي دي، ما بل چیرې نه دي لوستلي.ما چې دغـه وتـلې بـډیـرې ولوستلی، استاد رڼا ګل اریوب زي ته مې ولیکل چې ګـوندې کمـپیـوټـر به یې لیـونی شوی وي او په خپل سر به یې څه لیکلي وي! ګوندې استاد اریـوب زی موږ د خوشحال بابا، رحمن بابا او استاد امیـر حمزه شـینواري د فـلسفې په څیـړنه هـم  د خیرالبیان په سبک و نازوي.

ځیـرکیار

۲۵ جولای۲۰۱۴

کلیفورنیا»

تر دې لنډې مقدمې وروسته د استاد رڼاگل دوې لیکنې راغلي دي:

۱ ــ د غني خان رنګینه ځواني او د زړونو خاني،

۲ ــ د ازادۍ او غـلامۍ معـنی د الفت په شعـرونو کې،

 استاد رڼا گل چې د غني خان په باب څه لیکلي دي: په ريښتیا چې ځینې برخې یې د خیرالبیان سبک ته یو څه ورته والی لري. خو ټوله مقاله کې د خیرالبیان سجعې نه، بلکې نورې سجعې هم په کې کارول شوې دي.

د پښتنو لوی مفکر او مبارز بایزید پیرروښان په اثارو کې یو هم خیرالبیان دی.، خیرالبیان په مسجع نثر لیکل شوی دی. ویل کېـږي چې خیرالبیان د قرآن شریف د الرحمن د سورې په پیروۍ سره لیکل شوی دی. د سورهٔ رحمن هره جمله د «اَن» او «اَم» په سجع پایته رسیـږي او د خیرالبیان د هرې جملې په پای کې هم د «اَن» او «اَم» سجعه راوړل شوې ده؛ استاد رڼا گل هم د غني خان په باب په لیکلې مقاله کې له همدې سبک نه کار اخیستی دی، خو دا پوښتنه رامنځته کېـږي چې د پیرروښان د مسجع نثر کړۍ او پوښتۍ خوشحالخان د دستارنامې په توره ماتې کړې؛ چې اوس استاد رڼاگل ته څه فکر پیدا شوی دی چې د پيرروښان پر پله روان شوی او د غني او الفت د ارواحو پر مزار یې د همدې سبک په قالب کې، د مینې ترانې غږولې دي.

رڼا گل په دې مقاله کې په هنرمندانه ډول د غني خان مینه او سیاست سپـړلی دی او ډېر ځلې یې د غني خان له خپلو الفاظو نه استفاده کړې ده، خو د رڼا گل هنر په دې کې دی چې داالفاظ یې د غني له پلوشو او فکرونو نه داسې را انتخاب کړي او په داسې ځایونو کې یې کارولي دي لکه د تاج محل معمار چې په ماڼۍ کې یې تیـږې او خښتې په داسې ټاکلو ځایونو کې کارولي دي چې له تاج محل نه یې د نړۍ یوه عجوبه جوړه کړې ده.

د استاد رڼا گل په دې لیکنه باندې هغه څوک پوهېـږي چې غني خان، د غني خان سیاسي لیدلوری، د غني بغاوت او د وخت او زمان او د دې په مقابل کې تر مرگه پورې د غني خان درېدل ورته مالومه وي.

رڼا گل د غني له الفاظو نه خښتې او ډبرې جوړې کړې دي او بیا یې له هغو نه بېرته د غني د مینې او فکر مجسمه جوړه کړې ده، دا یې یوه لنډه بېلگه ده:

«غنی خان د ځوانی په رنګین خیال کی د سند د سپینو شګو  ځانته جوړ کړ یو محل چی «دا ټــول خـرګی جهان ورته حیران حیران کتل.»

هسکی مناری، جګ جګ دیوالونه، شنه شنه چمنونه او باغونه، رنګ په رنګ ګلونه د نرګس و د رامیل او د مرسل، مالیار یی کړ بلبل.

یوه ښکلی معماری ده، د ار مان یوه نقاشی ده، بس د خیال فکر سیا لی ده. هنرونه، فلسفی او ارمانونه، دا هر څه پریمان دی، پکښی مینه شهزادګی ده، دا نور ټول یی نوکران دی.

د خیا ل په دی محفل کی نه شیران شته نه پـړانګان، نه ګیدړی نه لیوان، نه جنګ جنګسالا ران او نه کونډی یتیمان. بس زرکی دی تنځری، شنی سپینی کوتری، شنه طوطیان، توری بلبلی، خوږی خوږی نغمی دی په زړه پوری سندری. یو سوز دی یو ساز دی، هم ناز دی هم راز دی، یو محفل د وصال دی د مجنون د لیلی، د فرهاد شیرینی، د ادم د رباب ترنګ دی، د درخو دبنګړو شرنګ دی. غنی یی په منځ کی ناست دی، نه سر دار دی، نه آغا او نه بادار دی، یو د غم تاج یی پر سر دی، په مینه کی سرشار دی، بس د زړونو خریدار دی او په هر زړه کی مکان دی، دغه خان د زړونو خان دی…

بل خوا ته چی ګوری دا له مینی خالی زړونه، دا بی زړونو جسدونه، اوږدی بمبلی ږیری، د ریا عبادتونه، په وینو سره لاسونه او شلمی خیټی د پخی غلی کندوان، دا بی پته مار شالان، د فساد قهرمانان، زورور په یتیمانو خو د زور دی غلامان، دا د خاوری دلالان او دا بی رحمه لوټماران چی نه یی دین شته نه ایمان او نه بل کوم یو ارمان او بس دیته یی تلوسه ده چرته چی پیسه  ده، هغه د ده کعبه ده، د ده ورته سجده ده، دا یی عهد دا یی پیمان دی، دا مغـل دی که افغان دی غـنی ور سره وران دی، ځکه غـني د زړونو خـان دی…»

دغه راز د رڼا گل استاد بله مقاله پر الفت باندې خبرې دي او ازادي او غـلامي د الفت د سترگو او ذهن له ادرسه سپـړي. په دې برخه کې بیا هم استاد رڼا گل په هنري ډول د الفت پر فکر او دید باندې خبرې کوي، خو نه د خیرالبیان پر سبک، بلکې کېدای شي د رڼا گل سبک یې وگڼو، مگر دا ځل یې د خپل مسلک (ښوونه او روزنه او ارواپوهنه) یو تبی ورکړی دی او د معاصرې رواپوهنې مالگه مرچ یې ورباندې دوړولي دي. رڼاگل د الفت د فکر، نظر او مینې مجسمه هم په هنرمندانه ډول له تورو یا کلماتو څخه جوړوي او دا مواد او توري اکثراً د الفت له غوره نثرونو او غوره اشعارو نه په برلاسئ سره رااخلي او داسې یې سره اوبي او څنگ پر څنگ یې ږدي لکه یو ماهر استاد. دغه یې یوه بېلگه ده:

«د ګل پاچا الفت په شعرونو کی د ازادۍ او غلامۍ مانا فکر کی خیال په خیال کی فکر نیول معنی ته رنګ رنګ ته معنی ورکول دي:

فـکـرکی خیال په خیال کی فکر نیول

معنی ته رنګ رنګ ته معنی ورکول

د شـاعـر کـار دی شـاعـــری وګــڼــه

د زړه پـه سترګو خوب په ویښه لیدل

د زړه په سترګو خوب په ویښه لیدل یا د زړه دهلیزکی مینی ته کور جوړول او د سر په سترګو فکر ته لار ورکول، یا پاس په دماغ کی د فکر پوهی روزل د ځوانکی ګل پاچا نه د الفت او وتلی علمی او ادبی شخصیت د جوړیدو لار وه. نو ځکه یی د ټولو شعری او نثری لیکنو رنګ او مانا، جمال او کمال د ګل پاچا په وجود کی د الفت او علمیت، لوړخیال او ژورفکر د یوالی پایله ګڼل کیږی. «الفت» نه یوازی د ګل پاچا د ظاهری هویت بلکی تر هر څه د مخه د ده د زړه سوانده او لوړ انسانی شخصیت ښکارندوی دی. ځکه چی مینه یی د زړه په دهلیزونو کی پاللی، له وینی سره ګډه شوی او رګ، رګ ته ننوتلی ده. د ګل پاچا الفت په مینه کی انسان، د هغه حقوق، کرامت، پت او عزت تر هرڅه اوچت ځای لری او ازادي د دی ټولـو بنسټ جوړوي:

پـــت عـــزت د ژونـــدانه ازادي بویه

بیله دې وي ژوند ذلیل، خوار و حقیـر

ازادي د تـــــن او غــړو څه په کارده

چـی دې وي فـکــر تــړلی په ځنـځیـر

چـی ازاد فـکـر لــري پـه جیلخانه کی

دی ازاد، نــه د غــلام غـونـدې وزیـر…»

لکه څنگه چې مخکې یادونه وشوه چې استاد رڼاگل اریوبزي په افغانستان کې، د خپل فرهنگي ژوند په اوږدو کې ډېر څه لیکلي دي، چې ځینې مقالې یې ما په کابل، عرفان او اجتماعي علوم مجلو کې لدلې او لوستلې دي چې له بده مرغه اوس زما په واک کې نه شته.

دلته په اروپا کې یې هم د پام وړ علمي کارونه ترسره کړي دي چې په:

ــ افغان جرمن پورتال،

ــ نهیمي دات دي کو،

ــ دعوت میدیا،

ــ او ځینو نور ویبپاڼو کې زما له نظره تېرې شوې دي.

کوم څه چې استاد رڼاگل اریوبزي په اروپا کې لیکلي، ژباړلي او خپاره کړي دي او زما له نظره تېر شوي

په نورو ویبپاڼو کې خو نه پوهېـږم چې د استاد اریوبزي څه شمېر مقالې به خپرې شوې وي، خو په افغان جرمن پورتال کې یې د دې کرښو تر لیکلو (۱۲/۰۲/۲۰۲۱) یې څلیریشت (۲۴) مقالې خپرې او د ده په ځانگړي ارشیف کې خوندي دي

دغه راز د دوو جلا آثارو نومونه یې هم د یادونې وړ دي چې همدا اوس په افغان جرمن پورتال کې په پرلپسې ډول د خپرېدو په جال کې دي:

۱ ــ  د خوشال خټک عقیده او سیاسي فلسفه،

۲ ــ د خدای د مخلوق  په خد مت کی  د فخر افغان ژوندون او د خدایی خد متګارو بی تاوه پا څون.

۲ ــ د کوچنیانو له پاره د استاد رڼاگل ژباړې:

استاد رڼاگل د خپلو فرهنگي فعالیتونو په لړ کې ماشومان او کوچنیان هم نه دي هېر کړي او په عمدي ډول یې د یوه عیني اړتیا له مخې دې مسألې ته پاملرنه کړې ده او له جرمني ژبې نه یې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره ژباړې ته ملا تړلې ده. د ده د وینا په استناد تروسه ده اته کیسې راژباړلې دي.

پښتو ژبې ته دغه راژبړل شوې کیسې په جلا، جلا ویبپاڼو کې خپرې شوې دي. د ساري په توگه ما تر اوسه په افغان جرمن پورتال کې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د دوي پنځه راژباړل شوې کیسې لیدلې دي چې سرلیکونه یې دا دي:

ــ هغه پش چې موزې یې په پښوکړې )د کوچنیانوله پاره لنډه کیسه(،

ــ هوښیارخان د بخت په څپو کې )د کوچنیانوله پاره لنډه کیسه(،

ــ د بریمن څلور ښاري سازیان )د کوچنیانو له پاره لنډه کېسه(،

ــ غرڅنۍ او بړیڅ )د کوچنیانو له پاره لنډه کیسه(،

ــ د اغزیو ګلاب )د کوچنیانو له پاره لنډه کیسه(.

 دغه راز په دعوت میډیا نومې ویبپاڼه کې مې هم د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د دوي راژباړل شوې کیسې لیدلې دي چې شمېر یې پنځه او سرلیکونه یې دا دي:

ــ خوږه حلوا،

ــ سور خولۍ،

ــ غرڅنۍ او بړیڅ،

ــ د اغزیو گلاب،

ــ هوښیارخان د بخت په څپو کې.

دلته لیدل کېـږي چې ټول سرلیکونه یو نه دي او دواړو سایتونو کې توپیر او ورتوالی سره لري.

د کوچنیانو د ادبیاتو ارزښت په دې کې دی چې د نوي نسل په روزنه کې تر هر څه مهم او ارزښتمن رول لوبوي. که د ماشومانو او کوچنیانو روزنې، سواد زدکړې، تحصیلاتو او په تېره د دوی ادبیاتو ته پام و نه شي؛ داسې څه به ته ورنه جوړ شي چې ټولته او په هغې ټولنه کې څو نسلونه به د بربادۍ کندې ته ورپورې وهل شي چې ښه مثال یې افغانستان دی. په همدې مورد کې زما د خپروو شوو نظریاتو په لړ کې یو ځای داسې راغلي دي:

«له جګړې نه د رازیږیدلو نا خوالو په اړخ کې زموږ د ټولنې تر ټولو ستره غمیزه دا ده چې د پرمختګ او تکنالوژۍ په دې عصر کې موږ د خپلې ټولنې تر ټولو اساسي برخه (کوچنیان) هیر کړي دي او زموږ په وطن کې د ټولنې تر ټولو له پامه لویدلې برخه همدا کوچنیان جوړوي. البته دا خبره یوازې په خوارو او نیستمنو کورنیو باندې صدق نه کوي، بلکې په عام ډول په ډیری افغان کورنیو باندې یې د یوې تورې بلا په څیر سیوری غوړولی دی.

جګړه، کرکه او نا باوري د ټولنې د اکثریت په ذهن او ضمیر باندې داسې حکومت کوي چې هر څه مو په جګړې پیل کیږي او په جګړې پای ته رسیږي. هر څه ته په کرکه او بې باورۍ ګورو. همدا دلیل دی چې د ټولنې اکثریت له کتاب او قلم نه ټوپک او وهلو ټکولو سره عادت شوي دي او له نا چاره یې لکه سیوری ځان سره ګرځوي. د ګران دوست احسان آرینزي د سترګو لیدلی حال دی چې:

«… په هغه شیبو کې چې زه د دې خان صیب له کوره وتلم، له دوی څخه مې هیله وکړه چې یو قلم او کاغذ راوړي چې زه خپلې پتې او تلیفون نمرې ورته ولیکم؛ خو تاسو ښاغلي لوستونکي باور وکړي په هغه کور کې یو قلم ونه موندل شو چې یوازی د مېلمنو په حجره کې یې دیارلس کلاشینکوفونه او ماشینونه ځوړند وو او کتار وزمې دومره پریمانه وي لکه د عبادت تسبیح!»

د ټولنې لوستي مو د علم، ادب او هنر مطالعې ته دومره لیواله نه دي، لکه د نظامي ماتو او بریو لوستلو او د سیاسي غولونکو کتابونو، مقالو او شعرونوته چې لیواله دي. که یې نه منئ، د مثال له پاره په تاند کې یو غولونکی، تیر ایستونکی سیاسي نظامي مطلب او یو ښکلی شعر او یا طنز په نښه کړئ، وروسته له څو ساعتونو او یا دوه درې ورځو یې بیا لاندنی برخې ته مراجعه وکړئ چې کوم مطلب ډیر لو ستل شوی دی.

دا اوس په عام ډول یو منل شوی حقیقت دی چې «کلتور دیوه جامع (هر اړخیز) مفهوم په توګه د مادي او معنوي ارزښتونو ګډه ټولګه ده …»( ب. ی. کانونیکه اوم، ګ بلدریوا، کلتور پوهنه، ژباړن: دوکتور لطیف بهاند، ناشر: د افغانستان علمي تحقیقاتي مرکز، ماسکو، ۲۰۰۰م کال، ص ۵۸)

د نړۍ او د انسانانو د پیدایښت له پیل نه بیا تر نن پورې، له ټولو مادي او معنوي لاس ته راوړنو او تجربو نه دا پایله تر لاسه شوې ده چې د یوې ټولنې راتلونکې آبادي، ښیرازي او پرمختګ د هغه د نوي نسل په ښه روزنه او دغه نوي نسل ته جدي پاملرنې پورې اړه لري. داسې پاملرنه چې نوی نسل د وخت له ټولو علمي غوښتنو سره سم له نوې تکنالوژۍ سره اوږه په اوږه د خپلو ملي ارزښتنو، ملي ګټو او تاریخ په رڼا کې داسې وروزل شي چې نه یوازې په راتلونکې کې هغه د مور پلار، کورنۍ او ټولنې پر اوږو بار نه وي، بلکې هغه یو پوه، زدکړی، مولد او داسې انسان وي چې د خپلې ټولنې او خلکو لارښوونه هم وکړای شي.

دې ته مو پام وي چې رهبران نه شنه کیږي او نه هم له آسمانه رالویږي، بلکې همدغه د نن ورځې ماشومان دسبا مور پلار هم دي، رهبران هم دي، مخترعین هم دي، خاینین هم دي، جګړه مار هم دي، سوله خوښونکي هم دي او په پای کې د دې دنیا ورانونکي او جوړونکي هم دي. که سم وروزل شي، د خلکو او وطن مینه، د انسان مینه او عاطفه ور زده کړای شي، نو بیا به یو ښه او مثبت انسان وي او که برعکس وي نو بیا ګورئ یې چې زموږ په ټولنه کې یې بیلګې څومره ډیرې دي…»

زموږ په ټولنه کې دا پاس ترخه حقایق او نیمگړتیاوې شته او د دې نیمگړتیاوو د رفع کولو له پاره د ټولنیز ژوند په ټولو ډگرونو کې بابد کار وشي، څو نوی نسل په سمه توگه وروزل شي، اوسنی او راتلونکي نسلونه له دې ستونزو وژغورل شي او دا رسالت تر ټولو مخکې ادبیاتو ته ورله غاړې دی.

څنگه ښکاره ده د استاد رڼا گل د زدکړو څانگه ښوونه روزنه ده او خامخا دا مسلک له ماشومانو، کوچنیانو، ځوانانو او د نوي نسل له روزنې سره سر او کار لري. زه ډاډه یم چې استاد رڼاگل د دې مسلک د یو متخصص په توگه که له یوې خوا په شعوري د کوچنیاو د سالمې روزنې په موخه دې خوارې برخې ته پاملرنه کړې ده؛ دغه راز یې پښتو ژبې ته د راژباړلو له پاره خامخا داسې کیسې انتخاب کړې دي چې د افغان ماشومانو او کوچنیانو له ذوق، سويې او روان سره مناسبې دي او افغان ماشومان او کوچنیان کولای شي له دې کیسو نه ښه انتباه ترلاسه کړي.

د دې خبرې کول اړین گڼم چې استاد رڼاگل په ژباړل شوو کیسو کې د دې له پاره چې د افغان لوستونکو له پاره د پوهېدو وړ وي او پوهېدل یې لوستونکو او اورېدونکو، په تېره ماشومانو او کوچنیانو ته اسانه وي، د کرکترونو نومونه یې بدل کړي دي او د کیسې د اصلي کرکترونو نومونه یې په افغاني نومونو بدل کړي دي. دغه راز د ځینو مذهبي حساسیتونو له مخې یې خینو مفاهیمو کې هم بدلون راوستی دی.

دلته به د استاد رڼاگل یوه ډېره لنډه راژباړل شوې کیسه راواخلم، لوستونکي کولای شي په خپله د کیسې د ژباړې د ژبې او محتوا په باب قضاړت وکړي:

خوږه حلوا

(د کوچنیانو له پاره لنډه کیسه)

يو وخت يوه غريبه او پاکه جلکۍ دخپلې مور سره يوازې اوسيده. دوی د خوړلو د پاره هيڅ نه درلودل. نو يوه ورځ دخوراکي ټوکود پیدا کولولپاره ځنګل ته ولاړه.

په ځنګل کې د يوې بوډۍ ښځی سره مخامخ شوه. بوډۍ د دې جلۍ په بیوزلۍ خبره وه، نو يوه کټوه یې ورته ډالۍ کړه او دايې هم ورته وويل چې که کټوې ته ووايې چې:

«کټوې، پخلۍ وکه،» نو دا کټوه به د ارزنوخوږه حلوا پخه کړي او بيا چې ورته ووایې:

«کټوې، نور بس کړه،» نو بیا به پخلۍ بس کړي.

جلۍ دا کټوه د ځان سره دخپلې مور لپاره کور ته راوړه. په دی توګه دواړه له غريبې او لوږې بیغمه شول او هر وخت به يې چې زړه وغوښتل خوږه حلوا به يې خوړله. کله چې جلۍ د يو څه وخت لپاره د کور څخه دباندی ولاړه، نو موريې کټوې ته وويل:

«کټوې، پخلۍ وکړه،» نو کټوې پخلۍ پیل کړاود جلکۍ مورځان په حلوا ښه موړ کړاوغوښتل يې چې کټوه دی نور پخلی بس کړ، خو نه پوهیده چې څه ورته ووايې، نو ځکه کټوه په پخلي لګیا وه، حلوا دکټوی تر خولې را پورته شوه، مګر پخلي ته يې دوام ورکړ، تر ديګ راتوی او پخلنځی ته راسر شوه او پخلنځی ترې ډک شو، بیا ټول کور،ورپسې دوهم کور، تر دې وروسته کوڅې ته را ووته. ټوله کوڅه هم د خوږې حلوا څخه ډکه شوه. داسې ښکاريده لکه چې دې کټوې ټوله دنيا مړه ول اود لوږې او بیوزلۍ ختمول غوښتل. هيڅ څوک نه پوهيدل چې څه رنګه د ځان سره مرسته وکړی.بالا خره کله چې یوازې يو کور پاتې و، جلۍ کورته راغله او کټوې ته يی وويل:

«کټوې، بس کړه،» نو کټوې نور پخلۍ بس کړ. هر چاښار ته تر تګ دمخه اول ځان په حلوا موړاوه.»

په دې کیسه کې د ماشوانو او کوچنیانو رنگینې او وړې دنیاگۍ ته ښه پاملرنه شوې ده او ماشومانه خیالونه ښه په کې انځور شوي دي.

دا هم د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د رڼاگل اریوبزي د ژباړې یوه بېلگه:

هوښیارخان د بخت په څپو کې

(د کوچنیانوله پاره لنډه کیسه)

 هوښېارګل د خپل بادار سره ۷ کاله کار وکړ، نو يوه ورځ یي ورته وويل:« باداره! زما وخت پوره شوی دې، اوس  غواړم چې بیرته خپل کور او مور ته ولاړشم. ما ته زمامعاش راکړه.» مالک ورته وویل چې.« تا زما سره په رښتيا او  په اخلاص کار وکړ. څنګه چې کار هغسې معاش.» ده نوکرته د سرو زرو يو غټ غونډاری ورکړ، چې د هوښېارګل د سر  په شان غټ و. هوښېارګل  د جيب څخه دسمال راوایست او د زرو غونډاری يې  پکې وپيچې، پرا وږه يی کښيښود او د کور په لور روان شو. دې ګام په ګام روان و چې په مست آس  سپور  تازه او خوشال سړی يې تر نظر تیرشو . هوښېارګل په جګ اوازوویل:

«آخ، دآس سپرلی څه ښه شی دې ، څوک داسې پرکښېنی، لکه چې په چوکې ناست وي، پښې يې د ډبرو سره نه موښلي، بوټونه يی نه زړیږی،اوهيڅ نه پوهيږی چې څنګه وړاندې روان دې.»

 پر آس سپاره چې دا خبره واوريده نو ودريد اوور ږغ يی کړ:

«ای هوښېارګله! دا ته ولې پیا ده روان يې؟»

هوښېارګل په ځواب کې ورته وویل:

« آخ، زه مجبور یم چې دا غونډاری ترکوره ورسوم، دا خو سره زر دي، زه د ده له لاسه  خپل سرسم سيده نشم  نيولې او اوږې مې هم ترې خوږیږی.»

پر آس سپور سړی ودرید او هوښېارګل ته يې وویل:

«ته پوهیږې چې څه؟ موږ به دا خپل شته سره بدل کړو. زه به دا خپل آس و تا ته درکړم او ته دې خپل غونډاری ما ته راکړه.»

هوښېارګل ورته وویل چې:

« دا کار به د زړه له کومې وکړم، خو دا هم بايد تا ته ووايم چې ته بايد دغه د زروغونډاری پرخپلو ا وږو یوسې.»

د آس ځغلونکی راکښته شو، سره زر يې واخیستل، او د هوښېارګل سره يې پر آس باندې د سپریدو په وخت کې مرسته وکړه، جلب  يې ټینګ په لاس کې ورکړ او ورته ويې ويل چې:

« که وغواړې چې  ښې خوا ته وګرزې، نو ته بايد په ژبه په ټیټ اواز هوپ، هوپ وکړې.»

د هوښېارګل روح خوشال او تازه شو، دی په آس سپور او په ارامې ترې روان شو. خو څه وخت وروسته په دې فکر کې شو چې آس يې باید یو څه نور هم چټک شی، نو د هوپ، هوپ ناره یي پورته کړه. آس  دومره تیز شو، چې هوښېارګل يې، مخکې تردې چې خپلې تیروتنې ته يې پام شی،  په هغه کنده کې راوغورځاوه، چې د سرک او پټیو تر منځ پرته وه. که چیرې یو بزګر، چې خپله غوا يې تر مخه کړې وه، په دې وخت کې نه وای رارسیدلی، د آس مخه يې نه وای نیولې، نو هغه به هم دې کندې ته لویدلی وای.

هوښېارګل بيرته خپل ځان سره راټول کړ او پر پښو ودريد،خو ډیر په غوسه او بدحال و او بزګر ته يی وويل:

« دا دآس سپرلی خو یو ډیر بدمزه شی دې، په تیره بیا چې څوک له یوه داسې ټټو سره ګیر پاتی شی، دا ټټو څوک په دومره قوت له ځانه لیری غورځوی، چې نږدې وی مغزی چيې مات شی، بیا به هیڅکله په داسې ټټو سپور نشم. ما د ستا غوا خوښه ده، چې  سړی ارام پسی روان وی او سربیره پردې هره ورځ شیدې، کوچ او پنیر هم ترې تر لاسه کوی، د څه په بدل کې به زه د یوی داسې غوا څښتن شم؟»

بزګر ورته وویل:

«اوس نو چې ته غوا ته دومره ډیر خوشالیږی، نو زه حاضر یم چې غوا مې ستا د آس په بدل کې درکړم.»

هوښېارګل په زښته ډیره خوښې هوکړه ورسره وکړه؛ بزګر پر آس سپور شو او په بیړه ترې وځغاست. هوښېارګل خپله غوا تر مخه کړه او د بختوری سودا په سوچ کې و: «که زه اوس یوازی وچه ډوډی ولرم ــ او دا خوهیڅ نشی کېدای چې ډوډی به هم نوی ــ نو څومره مې چې زړه وغواړی د کوچو او پنیر سره به چيې خورم، او که تږی شوم، نوغوا به ولویشم او شیدې به وچېښم. ای زما زړګیه، نور نو ته څه غواړی ؟»

کله چې پر لار یوه رستورانت ته ورسید، هلته تم شو او په خوراک سرشو، د غرمې او ماښام ډوډی چيې دومره وخوړه، چې څه چيې په جیب  کې لرل، ټول چيې په ډوډی ورکړل، او په وروستیو پاتی شوو مېده پیسو چيې ځان ته شربت راوغوښته. تردې وروسته چيې غوا د خپلې مور د کلی په لور روانه کړه څونه چې غرمه رانيږدي کيدله، ګرمې هم هغومره ډيریدله.

هوښېارګل په يوه چمن کې روان و او يو ساعت لارنوره هم ور ته پاتی وه، ډیره ګرمې چيې وشوه، او له تندې چيې ژبه په زامه پوری ونښته. هوښېارګل پدې سوچ کې وچې، «د دې تندې او ګرمې چاره کولې شم، غوا به ولویشم او په شیدو به چيې ځان تازه او ځواکمن کړم.»

غواچيې پر يوه وچه ونه پوری وتړله، خپله خولې ئی ترلاندې کړه، که هرڅومره هڅه چيې هم وکړه ، غوا يو څاڅکئ شیدې هم ورنه کړي، ځکه چې دې دغوا د لویشلو په چل نه پوهیده، نوغوا بی حوصلی شوه، د شا په پښه چيې د ده پر سر داسې سخته لګت ورکړه، چې پر ځمکه ولوید او ډیر وخت نه پوهیده چې چرته پروت دې. له نیکه مرغه پدې ترځ کې یو قصاب پر دې لار راغی، چې یو وړوکې وری چيې په لاسی ګاډی کې اچولې و او ناره چيې کړ، «دا څه مکاری ده!» او د هوښېارګل سره چيې په را پور ته کېدو کې مرسته وکړه. هوښېارګل ټول هغه څه ورته بیان کړل، چې ورته پیښ شوی ول. قصاب ورته خپل بوتل ورکړ او وچيې ویل، «لومړی یو څه وڅیښه او دمه وکړه. داغوا شیدې نه درکوی، ځکه چې زړه ده، او یوازی د ېوڅه بار وړلو او یا د حلالولو لپاره ښه ده.»

هوښېارګل د خپل سر ویښته راکښ کړل او وچيې ویل،«هی هی، چا دا فکر کاوه! ښه به دا وای چې سړی دا حیوا ن په کور کې حلال کړی وای، خو پوښتنه دا ده چې غوښه به چيې څرنګه وی! ما خو د غوا غوښه نه خوښېږی، او خوند نه راکوی. هو، که څوک داسې یو ځوان وری ولری، نو دا بیا بل ډول خوند لری او ساسیچ به هم ورسره وی.»

قصاب ورته وویل چې:

«واوره، هوښېارګله، ستا د خوښې لپاره زه دا وری د غوا په بدل کې درکوم.»

هوښېارګل وویل:

«خدای دې تا ته د دې دوستی په بدل کې اجر در کړی.»

هوښېارګل بیا روان شو او پدې سوچ کې و چې تر اوسه هر څه د ده په خوشالی او ګټه تمام شول، خو دلته د ېوی بلی ناراحتی سره مخامخ شو، خو ډیر زر بیا هر څه سم شول. تردې وروسته یو هلک په مخه ورغی، ده یوه ښکلی سپینه هیلۍ تر ترخګ لاندې نیولې وه. دواړه د لاری پر سر، سره ودریدل او یو بل ته چيې وخت ورکړ. هوښېارګل د خپل بخت کېسه بیان کړه او هلک ته چيې دا وویل چې په څه ډول چيې هر وار د ځان په ګټه سودا وکړه.

هلک ورته وویل چې دا هیلی چيې د کوچنی د تمعید جشن د ډوډی لپاره را وړی ده. ده هیلی له وزرو ونیوله او هوښېارګل ته چيې وویل:

«یو ځل چيې پورته  کړه، چې څومره درنده ده. اته اونی مې ښه خوراک ور کړی دې، که څوک د دې کباب وخوري، نو د خولې د دواړو کونجو نه به چيې غوړی را وڅاڅی.»

هوښېارګل هیلی په یوه لاس وتلله او وچيې ویل، هو، دا ښه درنده ده، خو زما وری هم وړوکې وری نه دې.» په دې ځای کې هلک په پریشانی هری خوا ته وکتل ، سر چيې هم وخوځاوه او وچيې ویل:

«واوره، دا ستا دوری موضوع ماته سمه او پاکه نه ښکاری، په هغه کلی کې چې زه ترې راغلم، د ېو چا وری غلا شوی و، زه ویریږم، زه ویریږم، چې دا ستا وری به همغه وری وی؛ دا به ستا لپاره ښه نه وی، که چیرې دې له دې وری سره ونیسی، ترټولو کمه جزا به دې داوی، چې یوی توری څا ته به دې وروغورځوی .»

خوارکې هوښېارګل ډیر وډار شو او وچيې ویل:

«اخ خدایه! د دغه  مصيبت په وخت کې زما سره مرسته  وکه!» د ه هلک ته وويل:

چې ته خو ښه خبرچيې او هم دلته بلد يي، زما څخه دغه وری واخله او خپله هيلی دې ما ته راکه.»

هلک ورته وویل چې:

«زه به دا خطر په ځان ومنم، خو ستا د دې بدبختی مسؤلیت په غاړه نشم اخیستلی.»

ده رسی په لاس کې ونیوله او په بیړه چيې وری د ځان سره په یوه څنګځنی لا راکښ کړ. پدې توګه هوښېارګل ځان له غمه خلاص کړ، هیلی چيې د تخرګ لاندې ونیوله او د کور په لور روان شو. ده له ځان سره ويل چې:

«که سم فکر وکړم نو په دې راکړه ورکړه کې مې ګټه وکړه، لومړی خو کباب دې، ورپسی دا یو عالم غوړ، چې د کباب کېدو په وخت کې به تری را وڅاڅی، چې د کال د ېوی څلوریزی په اوږدو کې ــ دهیلی غوړو ډوډی ــ لپاره بس کېږی. پدې به مې مور څومره خوشاله شی.»

کله چې دې وروستی کلی ته ورسید، چې ګوری هلته د بیاتیو تیره کوونکې د کراچې سره ولاړ دې، څرخ چيې ټيت نری اواز کاوه او ده ورسره سندری کولې:

زه بیاتی تيری کوم او تيز يی څرخوم

او زما بالا پوښ و باد ته ځوړوم

هوښېارګل ودرید او په مينه یي ورته کتل؛ بالاخره په خبرو راغی او ورته و چيې ویل:

«ته ښه او سوکاله ژوند لری، ځکه کله چې بیاتی تیری کوی، ورسره مست او خوشال هم چيې،»

بیاتی تیری کوونکې په ځواب کې ورته وویل چې:

«هو! دلاس کسب په حقیقت کې د سرو زرو ځمکه ده، د بیاتیو د یوه تکړه تیره کوونکې جیب له پیسو خالی نه وی، هر وخت چې جیب ته لاس کړی، پیسی پکې مومې. اوس راته ووایه چې تا دا ښکلی هیلی چرته راونیوله؟»

«دا مې را نیولې نه ده، د خپل وری په بدل کې مې تر لاسه کړه.»

«او دا وری دې له کومه کړ؟»

«د وری په بدل کې مې غوا ورکړه.»

«او غوا؟»

«د غوا په بدل کې مې آس ورکړ.»

«او آس؟»

«هغه مې د سرو زرو په غونډاری، چې زما د سر په شان غټ و، واخیست.»

«او دا سره زر؟»

«ای، دا مې د اوو کالونو د کار تنخوا وه.»

د بیاتیو تیره کوونکې ورته وویل:

«تاسی په هره سودا کې ښه ګټه کړی ده، خو تاسی داسې هم کولې شی چې د پیسو ترناوی لاندې ودریږی، او پیسی به پخپله په جیبو کې در توچيېږی.

هر سهار چې راپورته کېږی، بخت به درسره مل وی.»

هوښېارګل ترې وپوښتل چې:

«دا  څرنګه امکان لری؟»

«تاسی باید زما په څیر د بیاتیو تیره کونکې شی، دا کار یواز یوی تیره کوونکې ډبری ته اړتیا لری او نور کار چيې ټول پخپله سمېږی، زه دا ډول ډبره لرم، که څه هم یو څه زیانمنه شوی ده، خو زه چيې هم په بدل کې له تا نور څه نهِ غواړم، یوازی دا هیلی راکړه، آیا غواړی چې دا سودا وکړی؟»

هوښېار ګل ورغبرګه کړه چې:

«پدې ګی خو پوښتنې ته کومه اړتیا نشته، پدې سودا به زه د ځمکې پر سر تر ټولو نیکبخت انسان شم، ځکه پیسی به لرم او هرځل چې جیب ته لاس کړم، خالی به نه وی، نور به د څه لپاره ځور او اندېښنه کوم؟»

هیلی چيې ورکړه او تیږه چيې ترې واخیسته.

د بیاتیو تیره کونکې یوه بله عادې ډبره چې تر څنګ چيې په ځمکه پرته وه، راپورته کړه او هوښېارګل ته چيې ورکړه او وچيې ویل چې:

«دا ډیره د کار ډبره ده، ته پدې مېخونه ټکولې شی اوهم زاړه کاږه مېخونه سمولې شی. دا هم درواخله، خو ښه به چيې ساتی.»

هوښېارګل دواړه ډبری په ځان بار کړی او په خوشال زړه ترې روان شو، سترګی چيې له ډیری خوشالی ځلیدلی او ناره چيې کړه چې:

«زه له بخت سره دې دنیا ته راغلی یم، د ېوه نیکمرغه کوچنی په څیر مې ټولې هغه هیلی تر سره کېږی چې، لرم چيې.»

دا چې سهار د وخته په پښو شوی و، نو ورو، ورو ستړی شو او له لوږی هم په تکلیف شو، ځکه څه چيې چې در لودل، ټول چيې دغوا درانیولو په خوشالی کې وخوړل. اوس نو لا په  تکلیف پر لار تلی شو او مجبور و چې شیبه په شیبه ودریږی او دمه وکړی، تیږی هم په درندې شوی او ډیر چيې ستومانه کړه.

اوس نو پدې ارمان شو، چې کاشکې د دې ډبرو له بار نه ازاد شوی وی. له ډیری ستومانی چيې دهلزون په ښوچيېدو ځان  هلته د پټیو په منځ کې یوی څا ته ورساوه، ترڅو چې هلته دمه وکړی او د څا په سړو اوبو یو څه ځان تازه او تنده ماته کړی. د دې لپاره چې ډبرو ته زیان ونه رسیږی، نو په ډیراحتیاط چيې د ځان تر څنګ د څا په غاړه کېښودې، بیا دې هم کښېناست او د څښلو لپاره په اوبو ور ټیټ شو، پام چيې نه وچې څنګ چيې په ډبره ولګید او دواړه ډبری ښکته په څاکې ولویدې. کله چې هوښېارګل ډبری څا ته د لویدو په حال کې ولېدې، له خوشالی په غورځنګو شو او لوی خدای ته په سجده او په ګونډو شو، په سترګو کې چيې له خوشالی اوښکې راغلی او په زرګونو شکرونه چيې ادا کړل. دې خو له لوی پروردګار نه پدې ډیر راضی و چې، پخپل رحمت چيې، بیله دې چې دې لاس او پښه وخوځوی، د دې درندو ډبرو له باره ازاد کړ. هوښېار ګل د بخت په څپو کې لاهوو او ناره چيې کړه چې:

«د ځمکې پر مخ ترما نیکبخت انسان بل نشته.»

په خوشال زړه، د ډبر له درانده بار نه په ازادو مټو، په ټوپونو او غورځنګونو چيې ځان کور او مور ته ورساوه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.