د شګو په بندونو د توپان مخنیوى ناشونئ ده‎

د عبدالوحيد وحيد ليکنه

0 886

مونږ متأسفانه د ملت له منځ څخه راپورته شوي مشران نلرو.  له همدې امله مو له مشرتابه څخه د حمايت او مخالفت معيار  له بدتر څخه د نجات په موخه د بد پلوي کول ګرزولى دى. پرون مو هم همدغه کار کړۍ دى. نن هم که حالت له اوس څخه د ابتر کېدو خواته ځي، له بد غني څخه پلوي کوو، خو که څوک د هيواد د اوسني بد امنيتي او سياسي وضعیت درک کولو وړتيا ولري، نو يقيناً پوهيږي چې اوس د هوايي ګواښونو، نمايشي غونډو، احساساتي او جزباتي خبرو وخت نه ده، بلکې د سترو ملي ګټو ساتلو لپاره د سختو پريکړو کولو، د مخالف افغان د ملګرتيا ترلاسه کولو، د ملي اجماع جوړولو او تر ټولو مهم دا چې د قرباني ورکولو وخت دى. د خاشاک، پولو او د شګو بندونو په اچولو باندي د توپان مخنیوى ناشونئ کار ده. البته د توان ترکچې يې ځان او هيواد له اغېزو ژغورل ښه مشرتوب او ښه مدیریت دى.

ولسمشر غني ته د انتوني بلينکن ليک که څه هم ګواښونکئ ويښوونکئ او له ټولو نړيوالو نورمونو سره په ټکر کې ده، خو مونږ هم باید ومنو چې د سولې په تړاو زمونږ د دواړو خواوو مشرانو په ځانګړي ډول د ارګ مېشتو  څرګندونې، نه واقعيتونو نندارې ته وړاندې کوي، نه د ولسي ارمانونو عکاسي کوي او نه هم  نړيوالو اندېښنو ته د قناعت وړ ځواب وايي.  څرګنده خبره ده چې مونږ له تيرو څو لسيزو راهيسې د نړيوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لرو او د اوږو بار يې ګرزيدلي يو، نو ځکه د بين الافغاني مذاکراتو د ناکامي له امله مونږ نړيوالو ته په زغرده د ځواب ورکولو لپاره نه خوله لرو او نه هم منطق.

له نښو نښانو داسې ښکاري چې امریکا پريکړه کړې ده، له افغانستان څخه خپل ځواکونه باسي، خو داسې نه لکه شوروي اتحاد چې خپل ځواکونه وايستل، بلکې داسې چې ګټې يې خوندي وي او تر شا خپل هېواد ته بالفعل او بالقوه ګواښونه او ناورينونه پرينږدي. که امریکا لکه څنګه چې وايي واقعاً په افغانستان کې د جګړو ختمولو لپاره هوډ لري، نو مونږ ته يې د تازه طرحې ردول نه بلکې تأئيد پکار ده. که د امریکا په طرحه کې د ملي ګټو په تړاو ملاحظات شتون ولري، نو د رسنيو له لارې د ګواښ په ژبه نه، بلکې  په څرګند ډول يې له امریکا سره مطرح کول اړين دي.

امريکا پوهيږي چې د سولې لپاره د انعطاف په مورد کې ارګ يوازې پاتې دى. حتى د مصالحې شورا او وزيران هم د ارګ په شان فکر نه کوي او دا چې د سولې په هکله په ارګ ميشتو کې جدي ستونځه شتون لري، نو ځکه يې ټول نورمونه او پرنسيپونه ترشا پريښودل، د ليک خد او خال يې تېز، لهجه يې ترخه او  د بهرنیو چارو د وزارت پرځاى يې نيغ په نيغه  ارګ ته واستاوه.
راځئ! د تيرو څلورو لسیزو په دوران کې د خپلو د يو پربل پسې ماتو او ناکاميو څخه څه زده کړو. راځئ د خپل ملت مظلوم او محکوم ژوند ته د سوکالي راوړلو هڅه وکړو.
ايا د کمونستانو، مجاهدينو، طالبانو او د ديموکراسي تر عنوان لاندې د غني استبدادي ډوله حکومت مشترکات په خپله عنعنوي مذهبي ټولنه باندي کله د برچي او کله د تبلیغاتو په مټ پردئ مفکورې، پردي تعبيرونه، پردى کلتور تپل او د واک د انحصار دوکتورين نه وه؟
ايا پورتنئ ټولې ډلې ټپلې د ولسي هيلو په تحقق کې مطلقاً ناکام نشول؟
که د پورته يادو شويو لاملونو له امله د تيرو څو لسيزو حکومتونو ناکامي منئ، نو اوس باید په جګړه کې دخيل اړخونه پوه شوي وي چې دلته له بهر څخه وارد شوي بدلونونه که اصلاحات هم وي خو له ذهنيت جوړولو پرته د چلن وړ نه دي. د واک د انحصار فکر خوسا او فرسوده تګلاره ده. خورا اړينه ده چې ددغه هېواد ټولې پرګنې قومونه ژبې فکرونه او عقيدې د افغان په نوم سره راټول کړو او په دغه هېواد کې ګډ سوله ايز ژوند پيل کړو. له خپل ولس سره د تقابل او تصادم سياستونه او تګلارې مو د نسکورېدو په حال کې وليدې.

ددې لپاره چې مونږ د عمل په ډګر کې د خپلو شخړو د هوارولو چل او هنر نه ده زده کړى او په تيرو څو مياشتو بين الافغاني مذاکراتو په ترڅ مو د خپلو ستونځو د هواري لپاره خپله ناکامي عملاً نندارې ته وړاندې کړه، نو ولسمشر غني ته مو مشوره داده چې د امریکا د حکومت اوسنيو غوښتنو په هکله متزلزل او متذبذب دريزونه خپلول او احساساتي ويناوې پريږدئ. دغه ډول نسخې اوس کار نه کوي. ځمکنيو حقایقو او د وخت غوښتنې درک کړئ. تاسو ښه استاذ ياست، ښه اقتصاد پوه ياست، ښه انګریزي واياست او نسبتاً ښه لابي ګر ياست خو تاسو  زمونږ په عقيدوي او دوديزو مسایلو، قومي او کلتوري نزاکتونو باندي د پوهيدو وړتیا ثابته نه کړاى شوه. تاسو د افغاني ټولنې په ذهني لمړيتوبونو او عقيدوي باورونه باندي له بشپړ معلوماتو ترلاسه کولو پرته د ديموکراسي ترعنوان لاندي د غرب دود او کلتور تپلو ته ملا وتړله. تاسو د اداري مالي او اخلاقي فساد په وړاندې مبارزې ته خپل پياوړۍ هوډ ونښوده. تاسو له حليفانو سره د مشارکت پرنسيپونه ونړول او له حريفانو سره نه ملي معيارونه وساتل او نه مو هم حکومتي او اداري تعاملاتو ته ژمنتیا وښوده. تاسو په ديموکراسي کې استبداديت رواج کړ، تاسو په اساسي قانون باندې څو څو ځله معاملې وکړي. تاسو ته د ژمنو ماتول عادي خبره ده. ايا پوه نشوئ چې په کابل کې ناستې څو سوه ښځې او زر دوه زره ځوانان د افغانستان د شپاړس مليونه ښځو استازيتوب نشي کولاى؟
اوس تاسو اړ ياست چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره نه، بلکې د ملت او هيواد د لوړو ګټو لپاره لابي وکړئ.  نړيوالو ته په واک کې د پاتې لپاره دلائل مه وړاندې کوئ، بلکې د خپل هېواد روڼ سبا ته ورڅخه ژمنې واخلئ. ستاسو تر مشرتابه لاندي له طالبانو سوله ناشونې ده او دغه هېواد سولې ته د اکسیجن په کچه اړتیا لري. دغه ډول فرصتونه بيا بيا نه راځي. زه منم چې کيداى شي طالبان له تاسو سره د امریکا له حمايت پرته د ارګ په نيولو بريالى نشي، خو هيواد به د ماتېدو په څنډه او د پرديو نيابتي جګړو ډګر وي.  ولس به هره ورځ سلګونه جسدونه خاورو ته ښکته کوي، نو ستاسو عزت وقار او درنښت به څه وي؟
تاسو کله د قبل الوقت ټاکنو خبره کوئ!
ايا په ياد لرئ چې تيرې دوه دوره ټاکنې څومره پاکې روڼې عامې او شفافې وې؟
د ټاکنو د کميسيون ريئسان او غړي اوس چيرته دي؟
ايا تاسو په خپله د ټاکنو په پايلو باندي دواړه ځله د معاملې کولو له امله د همدغو ټاکنو مشروعيت او اعتبار تر جدي پوښتنو لاندې نه راوست؟
په لمړي ځل د جانکيري او په دوهم ځل د پمپيو فارمولا منل د ټاکنو په اعتبار کې څه پريښودل؟
ايا تاسو چې عبدالله عبدالله ته د منلو وړ ټاکنې ترسره نکړاى شوې د طالب په شان ځواکمن مخالف لورۍ به څنګه ترخپل مشرتابه ټاکنو د پايلو منلو ته وهڅوئ؟
ښاغلئ ولسمشر!
مونږ منو چې د سولې لپاره د طالبانو خوا هم مبهم او مجهول الفاظ کاروي. فکر کوي چې د امریکا له وتلو وروسته به وکولاى شي په اساني سره کابل ته ننوزي، خو دا به يې سهوه وي. له تيرو څو لسيزو راهيسې ډير خلک ارګ ننوتل خو حکومت يې ونکړاى شو او طالبان به هم مستثنى نه وي.

زه مو اوس هم د دغه هېواد لپاره چوپړتياوو ته اړتیا وينم، خو د ولسمشر په توګه مو زمونږ ارزښتونه او ستاندردونه له پښو لاندې کړل. باورونه مو وخوړل او په دغه دنده مو خپله وړتيا ثابته نکړاى شوه. بله دا چې مونږ ته سوله له تاسو څخه ډيره اړينه ده.
راځئ ټوکې مه کوئ بانې مه جوړوئ.  بايد پوه شوي ياست چي وخت اوس ستاسو په اشارو نه چليږي. شهامت به مو داوى چې د هېواد او ولس د کړاوونو کمولو لپاره همدا اوس د نظام د خوندیتوب په شرط د واک پريښودلو ته تيارى وښيئ او له نړيوالو څخه ژمنه ترلاسه کړۍ چې هيواد به مو نور د نيابتي جګړو ډګر نه وي.

په درنښت.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply