یوځل بیا د مرګ او ژوند پرپوله

پروفیسور ع . رشید

0 869

کلونه وروسته

 یوځل بیا د مرګ او ژوند پرپوله

(ما یومهال ښاغلي غني ته ویلي اولیکلي ول)

پروفیسور ع . رشید  – نهروپوهنتون هند

——————————

            افغانستان نور د نړۍ د نقشې پرمخ د داسې یوه سره ټکي په څیره کې ځان ښیي چې هرڅوک پوهیږي  دا د سخت خطر علامه ده ، خوڅومره  یوکال، لس کاله ، شل کاله او څلویښت کاله ؟  ځکه نودغې سرې خطري علامي نوردهرلیدونکي په وړاندې خپل خطري اهمیت له لاسه ورکړي او چې سترګې یې پرې ولګیږی، بیا یې هم دافسوس احساس نه پاریږی اونه ځوریږی،مانا داچې نورنوانسانی احساسات ددغه سره ټکي په وړاندې له حسه لویدلي او ستړي شوي دي.

هرچا فکر کاوه چې له اشرف غنی سره به پردغه ملک دخدای لور وشي او هغه څه چې دلته  داوږدې مودې په ترڅ کې روان دي هغو ته به دحل یوه لاره پیدا شي،غرب هم د لوی اونومیالي مفکراومتفکر ډنډوره ورته خوره کړه چې بس دی او ټول ثمرخیل ، دی دی او د دنیا ټول نبوغ، خو زه چې ټوله ورځ منډې وهم ،پوهنتون په پوهنتون ګرزم ، دنوبل له جایزه وړونکو سره  ناسته ولاړه لرم ، تراوسه هم پوه نشوم چې دده نبوغ په څه کې دي او داکومه رشته ده چې دنړي په پوهنتونو کې پوهانو دده په نامه څوکۍ جوړې کړې دي او څیړنې په کې کوي، رښتیا کله کله یو شمیرځیرک پوهان له ما د ده د دغه نبوغ په اړه پوښتنې هم کوي، خو په والله که  زه  دده د هیوادوال په توګه  په دغه برخه کې هیڅ هم ویلای شم ،ځکه نو په دغه برخه کې د خپلې ناپوهې څرګندونه ورته کوم ،خو اوس اوس داسې ښکاري چې دده په سردرګم راتګ سره خبره نوره هم لاړه او ډنډوره شوه …

 د ده خپله خبره ده چې یو مهال مې په هندوستان کې ترې وپوښتیدل: ډاکتر صاحب  د وطن د آبادۍ لپاره دي پروګرام څه دي؟  دی پوهیده چې زه د ادب شاګرد یم او سروکار مې له ادبیاتو سره دی، په رډه یې ځواب راکړ چې : زه خپل  پروګرام لرم، خو یوه ټکی دي پام وي چې زه وطن په شعر شاعرۍ  نه جوړوم … د ده دغه ځواب ما ته هم خوند راکړ، لږ نورهم ورته جدی شوم  او کلک مې ونیو چې باید خپل پروګرام راته ووایي، ده خپل پروګرام د یوې لویې طرحې په ترڅ کې را ته تشریح کړ چې غټ ټکي یې دا وو : باید په جنوب کې د تیلو چینې را وخوټوم … مرکزي او جنوبي آیشیا سره وصل کړم … د ټیکه دارانو واکمنۍ باید ختمه کړم … خارجیان باید په خپل ځای کینوم … یو ملي دولت باید جوړ کړم … اشرار سالاری او جنګ سالاري باید پای ته ورسوم … شمالي او جنوبي ، شرقی او غربي ټلوالې باید نورې نه وي … مرکزي عایداتی سستم باید پیاوړي کړم …ما په منځ کې وروترپل چې د ښوونې او روزنې او فرهنګی برخه موله یاده ووته!  خو ده راته کړل چې دابرخه کرزي صاحب کلکه نیولي ، دابرخې زما د پرو ګرام په لومړیتوبونو کې نه راځي … کله یې چې داټولې راته تشریح کړې نوبیایې په ډیره وچه لهجه راته وویل چې :اوس پوه شوې چې زه څه وایم  او څه پروګرام لرم … زه ورته موسکی شوم  ، اودخپلې  نیمګړې پوهې اظهار مې داسې ورته وکړ: داکترصاحب ، هرڅه د منم ، ښه پرګرام دي دی، خو خدای مه کړه داسي نه شی  چې لکه د سیدجمال الدین د پروګرام په شان چې امیر شیرعلی خان ته یې وسپاره او خپله له وطنه ووت، بله دا چې زه چې د افغانستان عینې حالت ته ګورم ستا پروګرام  ته خو زما لمسي او کړوسي هم  نه شي امیدوار کیدای، زه او زما زوی خو لا څه کوې، اوس دم ګړۍ  دغه ملت ته ستا نسخه څه ده؟ موږ شاعران خوچې کله چا ته یوشعرمیرووایو که په هغه باندې یو چا ته ډوډۍ نه شو ورکولای کله یې چې  ورته لولو نو د یوې شیبې لپاره  که خوښ یې وي که  نه  دا راته وایی چې کور دي آباد د څو شیبو لپاره د خوشاله کړو …  خو ستا له دغو لویو خبرو سره زموږ لپاره داسې یوه د شونډو د سر خوشالي چیرې ده ؟ ده بیا راته وویل چې : … صاحب  ګوره ما درته وویل چې زه افغانستان په شعراوشاعرۍ نه جوړوم …  دسیمینار غونډه پیل شوه او تالار ته  ننوتو …

له هغې ورځې را په دیخوا ډیرکلونه تیرشول ، کال وړاندې  چې ده ته واک په هرډول چې و(موږ اوتاسې خو پوهیږو ) ، وسپارل شو  زه هره لحظه په همدغه فکرکې وم چې ډاکتر صاحب به خپل پروګرام پیل کړي ، ددغه پروګرام لپاره خو کارپوهانو ته اړتیا ده ، خامخا د افغانانو دغه ځوان نسل چې په خارج کې په کار اوڅیړنو بوخت دي  نورو ته کارکوی ، هغه به راوغواړي ،یو شور به وي او یوه هلهله،رښتیا درته وایم ما خو ځان دومره آرام نیولي و چې باید  ددغو لوړوپروګرامو دعملي کیدو په برخه کې موږ (ادیبان او شاعران او یاهم ادبپوهان او ژبپوهان ) خو باید پرغوږونو څادر راکش کړو ځکه چې د ډاکترصاحب په لوی پروګرام کې د موږ والو لپاره ځای نشته هسي نه چې دده په وړاندې د ماجرا غوښتونکو په دریځ کې وشمیرل شو، لکه چې اوس همداسې هم وشول …

اوس داده خبره ترکلوهم واوښته ، که زه ووایم چې ستا اوښاغلي کرزي  د واکمنۍ ترمنځ  ډیره زیاته فاصله ده ، هغه هم نشته ، امریکا ته، ته باید ترهغه ځوان هم ورنژدی اود سترګو توروای،هرڅه چې دوی وغوښتل او هرڅه چې دوی وویل هغه دي هم ورسره ومنل، ملت دې د خونړۍ امریکا په اشاره په سل رنګه تعصبي بلاوو ورمخه کړ، په یوه حکومت کې د  دوه هغه جوړکړل ،اوس دلته په لویدیز کې هرخارجی او امریکایی  سیاست وال  دا خبره کوي چې: Ghani is not our last goal …  که خبره داسې وي ، زما پوښتنه دا ده چې آیا ته کولای شې او یا ستا ملت کولای شي ،هغه څه چې تا ویل او هغه څه چې دهغو له مخې ته خلکو وپيژندلې ، هغه ته ترسره کولای او یایې هم دغو خلکو ته ورکولای شې ؟ زه خو اوس هم درته وایم چې تر تا موږ شاعران ښه یو،اوس مو هم شعر ته خلک غوږ نیسې ، خو له تايې هغه امید چې و نور په هراړخیزه توګه پرې شوې دي ، ښايی ته یې لاملونه هم وغواړې، زه دا ټول دلایل لرم ، خو یوازې  دومره درته وایم چې ستا د هغو غوښتنو لپاره  دا ډله چې تا اوس د وزیرانواو مشاورانو په نامه تر ځان راټول کړې، په دوی کې دغه توان نه شته او نه به په کې پیدا شي چې له تاسره مرسته وکړي ؟ زه دیوچا په ښه سړیتوب او بدسړیتوب نه خبره کوم او نه هم دا زما لپاره دقناعت وړ څه کیدای شي ، خو دومره درته وایم چې کومه ډله چې تارا وړاندې کړه ، په دوی کې دومره بي کفایته انسانان هم شته چې له عادی سواده هم بې برخې دي،دا سره ، شنه ، تور اوګلابی مشاورین خو دې یوځل و آزمویه ؟یوکوچنی مثال :  د ښوونې او روزنې  او لوړو تحصیلاتو وزیران دی پوښتیدلي چې دوی څه پروګرام لري ؟  یوڅو ورځې خوتا هم دکابل پوهنتون ریاست کړې ته اوس په نړیواله کچه دخپلولوړو زده کړوله علمي وړتیا اودریځه خبریې ؟ ته خو په دي پوهیږې چې ستا دوطن یو پوهنتون هم  دنړې د  (۲۰۰۰ ) پوهنتونو په لست کې هم نه راځي .ستا د تحصلات عالی په پروګرام څو لومړي مسوولین دلوړو زده کړو په دغه رمز باندې پوهیږی ؟  او یا تاسو درانه ولس مشر پوښتنه ترې کړې ده چې په دغه برخه کې څه باید وشي ؟  ستا د ښوونې او روزنې وزیرانو ته ما څو څو ځلې وړاندیز وکړ چې له هند سره موږ اوږده دوستې لرو ، دوی تر ۱۲ ټولګی پورې د نړۍ ترټولو ښه تعلیمی کریکولم  داسې چې ان تر امریکا او کانادا هم موږ ته  کاري او ګټور دي باید هغه په افغانستان کې عملي کړو، ترننه یې نه ځواب راکړ او نه په دغه فکرکې شو، پاک الله دوی هم په همدغه ناوړه نیت سره وشرمول چې لړۍ یي همدا اوس هم دالوی اومیړنی ملت ښه وینې.

یومهال د هندوستان یوه کالج ته موږ  ۲۲ تنه  دکمپیوتر ساینس د دزده کړې لپاره واستول ، خو دیو سمستر په ترڅ کې  ټول ناکام وو ، دوی دهند په اسام ایالت زده کړه کوله ، زه ورغلم ، د دوی دناکامی لامل مې وپوښته ، یوداچې دوی په ژبه نه پوهیدل،داخو یو عام مشکل و،خو بله مهمه خبره داوه کومه ریاضي چې نن سبا په کامپیوتري پوهنو کې کاریده،دهغې له نامه سره زموږ په تعلیمي کریکولم کې ځوانان آشنا نه وو ، ځکه هغه زده کونکي ټول ناکام بیرته  څوک هیواد ته راستانه شول او چاهم خپل رشته بدله کړه .

                د یوه افغان پوهنتوني په توګه ، دافغانستان د یوه خدمتګار په توګه ، د داسې یوه افغان په توګه چې ستا په ګډون مې اته واکمنانو ته لاس ورکړی، د دوی له یوشمیرسره مې خبرې کړې او دوی ته مې خپل نظرپه ډاګه ویلي ،د دوی د ناوړو کړو په وړاندې مې قلم چلولي اوخلکو ته مې دهغوی بدۍ یوه یوه ور په ګوته کړې ، تاته هم ځولۍ غوړوم او درته وایم چې نورنو هیواد په ډیربد حالت کې دی  زموږ دوطن د ژوند بیړې په ډوبیدو ده او درته وایم چې :

۱: د خپل خولۍ په کچه نمړۍ او د خپل توان په اندازه خبرې او وعدې کوه ، ځکه خلک درپسې دي ستا دم او قدم دواړه له دوی نه خطا کیږي ، عمل او نظر دې  دواړه یو شان نه دي ځکه نورنه پرتا او ستا پردولت د باور څه له خلکو سره پاتې دي .

۲:  کومې وعدې او کوم څه چې تا لیکلي او ویلي ، هغه ټول دروغ وختل ، یوځل صادقانه کتنه پرې وکړه او له ملته دخپلو غلطو وړاندوینو له امله چې په کې پاتې راغلې  بښنه وغواړه چې ملا دې درماته نه کړې .

۳ : څوسرې واکمنۍ نوره پای  ته ورسوه اوکه نه نور دا وطن بربادیږي او د دې وطن ټول تاریخ باید له سره ولیکل شي .

۴:  په کوم خونړي زور چې ته اوس ویاړې او هغه ته پرته له هرڅه تسلیم یې ، له هغه دخپلې تسلیمۍ اجر وغواړه ، هغوی تاته خیرات نه درکوي ، هغوي ستا د وطن ملیونونه انسانان د خپلې لوړتیا غوښتنې قربانی کړي ، داد هغوی د وینو بیه ده چې دوی یې باید ټول عمر دهغې قربانۍ په بدل کې ورکړي .

۵:  وطن دې د سختې تجزیې عملیي ته سترګې په لاره کړی دي ، پرته د دې وطن له اکثریته نورټول د دغه وطن د بربادۍ او د توتو په بیه پلورنې ته په  دوو پښو ناست دي ، هغوی ته چې ستا له څنګه  دبیلتانه او تجزيی ګواښونه کوي  یا قناعت ورکړه او یايې دخپل ملت په مرسته په خپل خای کینوه ځکه چې دا د ورستي چانس دی چې بیا ته او یاران دې دهغو په ارمان چغي ونه وهئ .

۶:  پردغه اداره دی  دکوچي ماما خبره  چې ( بار نه شي وړای او یوازې پچې کوي ) کتنه وکړه ، په دوی کې نه ملي څیرې لرې او نه هم د ملت جوړونې په چل  پوه ملي کسان، دوی په  وطن  کې ډیره بده او بدنامه سابقه لري اوکه د باورنه راځي،یوځل یې پوښتنه وکړه او پروني ریکارد یې وګوره .

۷ :  هرواکمن یوځل راځي او بیرته ځې ، خو له ځینو ښه اودپاملرنې وړ نوم پاتې کیږي تاسي په دغه برخه کې دومره څه کړې اویامو په دغه اړه تراوسه فکرکړي ؟

۸ : که غواړې چې ملت دې هیرنه کړې ، اوکه غواړې هغه ژمنې چې ماته دې په ځوښ او شور سره ویلي دعملی کیدو خیال په رښتیاهم درسره وي ، دهغو دعملی کیدو په خاطر دمالیزیا له مهاطیر محمد څخه یوڅه زده کړه اوکه هغه هم نه شې کولای داښاعلي کرزي دي په څنګ کې دي،په خپله دوره کې ېې تر شپیته زره زیات ځوانان بیلابیلو هیوادوته ولیږل چې لاهم هغه په زده کړو بوخت دي او ستا په دوره کې اوس دغه لړۍ په ټپه ودریده .تاسو باید په دې پوه شئ چې وطن په معامله ګرو، ناکامو او درواغجنو سازشونو نه جوړیږي یوازې ځوانان دی چې دا کاریې له وسه پوره دی چې کرزی  له شکه پرته ترتاپه دغه برخه کې مخکښ و او دغه اداره ولوکه ستاسې په وینا هغه فاسده کړي هم وه ،خوتاترهغه هم بدتره کړه،خو بیاهم اوسنۍ اداره پرهم هغو کادرونو ولاړه ده .

۹ :  هڅه وکړه څه چې نن وایي چې سبا پرې پښیمانه نه وې،له بده مرغه چې  ته په دغه برخه کې دغه یاد فراموشي لرې .

۱۰ :  خارجیان دي کله هم په ګټه نه دي ، تردوی په ملت تکیه کول ویاړ دی .

۱۱:  هیڅکه مه وایه چې وطن په شعراو شاعرۍ نه جوړیږي ، ځکه ستا پوچو وعدو خو موږ پرشعرونوڅه چې په هوایي چغواوببولالوهم شکرګذارکړو .

۱۲ : که غواړې چې امان الله خان درنه جوړشي ،افغان وژنه بنده کړه اوپه ډاګه ووایه چې تر وژلي ورور پریښی ګومل ښه دي . دابه ترهغه چې په کومه کوڅه کې په برښنا یې لکړه زانګې لوی ویاړ وي .

۱۳ :  له میرمنې دې هیله وکړه چې یو خو ستا په باره کې په عامو غونډو کې خبرې ونه کړي او بل داچې زموږ ځوانان باید دنورو دخدمت کولو اوجاسوسیوپرلور ونه هڅوي … پریږدئ چې په خپل وطن کې دسرلوړۍ او په نورو هیوادو کې د ذلت ژوند غلامان نه شو .

۱۴: دشهید ورځ نمانځل  په داسې حال کې چې دشهید بي عزتي په کې کیږي نوره بند کړه ، موږ نورنه شو کولای چې د وږو تږو دخولي ګوله د دوی ډنډوروته وقف کړو دا جاسوسان چې په خپلو مجللو کورو نو کې دخدای قهرورباندې نازلیږي اومري ولي د ملت په سرمایه او دبیت المال باندې وپنځول شي . په دغو پیسو باندې د رښتینو شهیدانو د بچیانو لپاره یو ټولګی جوړکړه .

۱۵:  ملت ته ځواب  ورکړه او ورته ووایه هغه کوم څه دي چې تا ترپخواښه وکړل  ؟ هغوی چې کرزي قی کړل تا بیرته په خپل څنګ کې ونیول او ودی پنځول .

۱۶: څومره چې اسلامي او افغاني ویاړونه ستا په دورکې توهین اوتحقیرشول ، ساری یې زموږ په تاریخ کې نه لیدل کیږي . زه فکرکوم چې داد ملت طبعیی حق دی چې په دغه اړه له تا پوښتنه وکړي او ستا د پټې خولې په مقابل کې راوپاریږي .

۱۷: پرګاونډیو باندې باور او له هغو د ښو تمه لرل ، دځان غولولو په مانا دي ، دوی ته باید په رډه ځواب ورکړې او که نه دابه بیا رښتیا وې چې ګواکي اسلافو دې د پاکستان دجوړولو پرمهال له هغوسره د افغانانو په مقابل کې دریدلي وو او ته هم هغې ژمنې ته وفاداري څرګندوې …

۱۸:   دپښتنو په مقابل کې ستا دادارې ناوړه دریځ هغه څه دی کوم چې د پښتنو دښمنان یې عملآ د دوی په وړاندې کاروي ، نه په اداره کې ځای لري ، او نه هم د افغانستان د اکثریت په شان چلند ورسره کیږي ، په اوسني نړۍ کې د دموکراسي مانا د اکثریت خبره اوریدل او دهغو نظر منل دي خو له بده مرغه چې دوی په تیرو څلورو لسیزو کې له هرڅه لرې وساتل شول . او دا هغه پروژه وه چې  په نامه پښتنو واکمنانو پرپښتنو وتپله او اوس ته هم په سرلوړئ د بشري دموکراتیکو ازرښتونو خلاف په خورا بې رحمۍ سره پرې تحمیلوې . یوازې یوټکي دي باید په پام کې وي او هغه دا چې هرچا ددغه قام سپکه غوښتې هغو خپله سپک شوي او د تاریخ بدنامي يی پرنصیب شوې ده، که ستا او ستا د کینه ناکو او مردودو متحدانو دغه ناکردې د پښتنو د ژوند، ژبې او کلتورپه وړاندې همداسې روانې وي ، نو موږ هم بله چاره نه لرو چې خپل غږ پورته کړو:

پښتانه چې نورڅه فکر کړي ناپوه دي   ـ  بې له تورې خلاصی نشته په بل کار

۱۹ : مه پریږده چې ګاونډي ملکونه په کابل کې را ته کیني او خدای مه کړې یوه ورځ داسې راشې چې پس له  ۱۲۲کالو بیا په زور دهمدومره کالو لپاره مود دیورند دپه شان پر زړه باندې بله چاړه را کش کړي  او یوه بله تاریخي مخې تورې ستا په نامه دغه ملت ته ور پاتې شی .

۲۰ :  هیله من یم چې په اوونۍ کې یوځل د اعلحضرت ضیآالملت و الدین  نامتو اثر تاج التواریخ  درواخلې او یوازې پنځه پنځه پاڼۍ یې ته خپله او یاهم  کوم باسواده فرهنګی ته چې که په فارسي پوهیږي درته  ووايی . زه فکر کوم چې که دا کار وکړئ ، نو په دي به پوه شې چې په دې وطن کې څوک ، د دې وطن دی او څوک په دې وطن کې له اوږدې مودې د دغه وطن بربادۍ ته په دوو پښو ناست وو او څوک لکه دنن په شان په دغه وطن کې له ویشه پرتالان بوخت اوراضی وو  !

 اوس همدومره  !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply